کراچۍ:د محرم په جلوس کې درنې چاودنې وشوې
28.12.2009 12:41د کراچۍ په ښار د محرم الحرام د ځانګړو مراسمو د نمانځنې په مهال څو درنې چاودنې وشوې ـ دا چاودنې د کراچۍ په بندر روډ کې د محرم الحرام د جلوس په مینځ کې شوي دي چې له امله یې د ګڼ شمیر خلقو ته د مرګ ژوبلې او ختو خطره ده ـ د کراچۍ په ټولو روغتونونو کې بیړني حالات اعلان شوي دي ـ تر اوسه د مړو او ژوبلو دقیقه شمیره نه ده مالومه ـ
د یادونۍ وړ ده چې بندر روډ ته هر کال د محرم الحرام ټول جلوسونه راځي او بیا د یو مرکزي جلوس په شکل کې د نېټي جیټي په نامه پل خوا ته ورځي او په همدغه ځایې دغه مذهبي روایت د ماښام په رارسیدو سره سر ته رسیږي ـ