کراچۍ: د پېښې د قربانیانو شمېر ۴۵ ته ورسیدو ،شپږزره دوکانونه وسوزل شو
30.12.2009 03:44
د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې د عاشورې د مراسمو په مهال ترسره شوې حملې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ ته ورسیدو ـ د پېښې څو دقیقې روسته نزدې او لېرې دوکانونو ته اور ولګول شو چې پکې د کراچۍ مشهور مارکیټ بولټن مارکیټ په شمول نزدې شپږ زره دوکانونه وسوزول شو ـ د اقتصادي ماهرینو وینا ده چې په دغه سوزول شویو دوکانونو کې د درې سوه میلونه روپو په اندازه مالونه سوزول شوي دي ـ په دغه سامانونو کې دوایانې ،د پلاستیک نه جوړ سامانونه او کمبلې شاملې دي ـ په زیاته اندازه د دوایانو د سوزیدو له امله په ټول ملک کې د دوایانو د کمي ویره هم پیده شوې ده ـ ددې نه علاوه درې بانکونه ،اویا (۷۰)غټ او واړه موټرونه او دوه د پولیسو پوستې هم ددغې پېښې قرباني شوي دي ـ د حملې روسته ټول ښار کې وېره رامنځته شوه او ډېرې سېمو کې هوایي ډزې شورو شوې ـ د سه شنبې په ورځ د کراچۍ سړکونه په بشپړه توګه خالي او له وېرې ډک ووـ نن د چهارشنبې په ورځ هم د ښار حالات ترینګلي دي او په ښوونځیو او دفترونو کې حاضري کمه بریښي ددې نه علاوه د ښار په مختلفو برخو دوکانونه بند او په سړکونو د موټرو بېرو بار بیخي کم دی ـ