د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان : زهرجنې حلوه څو مولویان بې هوشه کړل

ظفرساپی 18.12.2009 10:59

د پاکستان څو مشهور دیني عالمان د زهرجنې حلوه د خوړو له امله بې هوشه شوي دي ـ د تفصیلاتو ترمخه د پاکستان څو نامور مذهبي عالمان مفتي منیب الرحمن،د جماعت اسلامي مشر لیاقت بلوچ په شمول یولس کسان بې هوشه شوي  او اوس په یو ځایي روغتون کې د درملنې لاندې دي ـ تېره شپه د جمعیت علما اسلام د ډلې د مشر مولانا غفور حیدري په کور کې د میلمستیا په مهال د زهرجنې حلوه خوړلو وروسته د ټولو مولویانو طبعیتونه فورا خراب  او بیا بې هوشه شول ـ تر اوسه پورې د مفتي منیب الرحمان او لیاقت بلوچ بې هوشۍ کې دي ـ کوربه مولانا عبدالغفور حیدري ویلي دي چې دا کار دده خلاف سازش کیدی شي ـ