کراچۍ :د زلمي شاعر او لیکوال عبدالسلام سلام یاد غونډه وشوه
20.12.2009 18:20
کراچۍ ښار کې د ځوان شاعر او لیکوال ارواښاد عبدالسلام سلام په یاد کې غونډه وشوه چې ادبي،کلتوري،صحافتي،سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو او غړیو پکې برخه واخیسته ـ غونډه کې د ارواښاد عبدالسلام سلام د شخصیت په ادبي،سیاسي او صحافتي اړخونو مقالې واورول شوې او د نوموړي د کار او زیار ستاینه وشوه ـ دیکشنې په ورځ د
کراچۍ په ګلشن اقبال کې ددغې غونډې تابیا د کراچۍ مخکښ ادبي ګوند جرس ادبي جرګې کړې وه ـ
د یادونۍ وړ ده چې اته ویشت کلن شاعر او لیکوال عبدالسلام سلام د تېرې شنبې په ورځ د بلوچستان له پسنۍ ولسوالۍ څخه کراچۍ ښار ته د راتلو په مهال په یوه ترافیکي پېښه ژوبل شوی او بیا په روغتون کې په حق رسیدلی و،نوموړی د نوي کول تکړه شاعر،لیکوال او ژورنالیسټ وـ نوموړی د ترقي پسند نظریې پلوي او د خواریکښې طبقې سیمه ایز مشر و ددې سربیره د مزدورجدوجهد پښتو مجلې له اداراتي غړو څخه و، عبدالسلام سلام ټول افغان ډاټ کام کې د خواریکښ په نامه بلاګ هم چلولوـ