د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لاهور کې دوه چاودنې ۴۵ مړه تر سلو زیات ژوبل

ظفرساپی 08.12.2009 03:01

د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور کې د پرلپسې دوه چاودونو په نتجه کې ۴۵ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی ـ د تفصیلاتو ترمخه د لاهور په علامه اقبال ټاون کې د دوشنبې او سه شنبې په منځنۍ شپه په پاوکم نهه بجې  د یو بانک او د پولیسو د مرکز مخې ته پرلپسې دوه درنې چاودنې وشوې چې په نتیجه کې یې ۴۵ کسان مړه او د سلو څخه زیات ژوبل شوي دي