د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوان شاعر او لیکوال عبدالسلام سلام وفات شو

ظفرساپی 14.12.2009 10:30

کراچۍ ښار کې مېشت ځوان شاعر او لیکوال عبدالسلام سلام  په یوه ترافیکي پېښه  کې د زخمي کیدو وروسته د دوشنبې په ورځ د کراچۍ په یو روغتون کې ساه ورکړه ـ عبدالسلام سلام تکړه شاعر او لیکوال و،نوموړی د جرس ادبي جرګې مخکښ غړی او لېبر پارټۍ مشر جنرل سیکرتر  نه علاوه د ټول افغان د ،،خواري کښ ،، بلاګ چلونکی هم و. اروا یې ښاده