ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکې پخوانی خارجه وزیر وايي په ۲۰۱۹ کې واشنګټن د هند او پاکستان ترمنځ د اېټمي جنګ مخه نيولي وه

پامپېیو په دغه مهال خارجه وزیر او د شمالی کوریا مشر سره د هغه وخت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ملاقات په لړ کې په وېت نام کې و، په خپل کتاب کې وايي چې د يو هندي چارواکي په بېړني ټېلې فون کال راويښ کړی شو

25.01.2023 ډیوه

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

25.01.2023 امریکا غږ

کریس هپکینز د نیوزلنډ نوی صدراعظم شو

د نیوزلنډ د مخکنۍ صدر اعظمې جسیندا اردرن له غیر مترقبه استعفا وروسته نن چهارشنبه جنوري ۲۵ (سلواغه پنځم) کریس هپکینز د دغه هېواد د ۴۱ صدراعظم په توګه وټاکل شو.

25.01.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

25.01.2023 امریکا غږ

جرمني یوکراین ته د خپلو ځانګړو ټانکونو استول تصویب کړل

د امریکا متحده ایالتونه او جرمني  اوکراین ته پرمختللي ټانکونه ورکوي چې د روسیې په مقابل کې په روانې جګړې کې ورسره مرسته وکړي. د جرمني د صدراعظم یو ویاند اولاف سکولز نن چهارشنبه جنوري ۲۵ (سلواغه پنځمه) په یوې اعلامیې کې وویل چې برلین به کیف ته د « Leopard 2» ۱۴ ټانکونه ورکوي. اعلامیه وايي چې دا ټانکونه به مستقیمآ د جرمني ځواکونو له پوځي ګودام څخه ورکول کېږي. جرمني مقامات وايي چې د دغو ټانکونو د استعمال لپاره به په جرمني کې د اوکراین ځواکونه روزي او لوژیستک او مهمات به هم ورته برابروي. ټاکل شوې چې د جرمني صدراعظم سکولز به د چهارشنبې په ورځ ناوخته د خپل هېواد پارلمان ته دا تصمیم رسمآ اعلان کړي. د جرمني دا پرېکړه داسې مهال اعلانېږي چې متحده ایالتونه هم اوکراین ته د « M1» ابراهمز ټانکونو په ورکولو غور کوي. والسټریټ ژورنال تېره ورځ راپور ورکړ چې د واشنګټن دا پرېکړه له جرمني سره د دپلوماتیک تفاهم یوه برخه ده چې اوکراین ته به « Leopard 2» ټانکونه استوي. امریکایي رسنۍ وايي چې واشنګټن په دې غوره کوي چې څه باندې ۳۰ مغلق ټانکونه د اوکراين جګړې ته واستوي. یو امریکايي مقام چې په دې مسئلې خبر دی امریکا غږ ته وویل چې سپینه ماڼۍ د دې پلان په نهايي کولو کار کوي خو اوکرایني ځواکونه به وخت ته اړتیا لري چې په جګړې کې ددغو ټانکونو په استعمال پوه شي. دغه چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له کبله نغواړي نوم یې خپور شي، وویل چې دا ټانګونه به د «پنټګان یوکراین امنیتي ابتګار» له لارې کیف ته ورکول کېږي. د «پنټګان یوکراین امنیتي ابتکار» د متحدو ایالتونو دفاع وزارت ته اجازه ورکوي چې د دفاعي شرکتونو او یا نورو منابعو څخه وسلې او مهمات وپیري او مستقیمآ یې د امریکا د وسلو له ګودامونو څخه وانخلي. دغه مقام وايي چې ممکن امریکا د « M1 Abrams » ټانګونه له نورو هېوادونه څخه وپیري، او اوکراین ته یې تر استولو مخکې برابر او ورغوي. په همدې حال کې د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د امریکا او جرمني د دغو پرېکړو هرکلی کړی دی. ده هم ژمنه کړې وه چې اوکراین ته به د خپل هېواد « Challenger 2 » ۱۴ ټانکونه ورکوي. نوموړي په خپل ټویټر کې دا د «د ناټو د متحدینو او ملګرو په ځای پرېکړه بللې» چې په خبره یې «د اوکراین دفاعي ځواک» به غښتلی کوي. هغه لیکلي دي: «په ګډه خپلې هلې ځلې زیاتولی شو چې مطمین شو اوکراین دا جګړه ګټلای شي او دایمي سوله تامین کړو.» په همدې حال کې په واشنکټن کې د روسيې سفیر انتوني انتونوف د سفارت په فیسبوک کې د امریکا دا ممکنه پرېکړه د روسیې په «ضد یو بل پاروونکی ګام» بللی دی.  هغه لیکلي دي چې « دا ښکاره ده چې واشنګنټن قصدآ غواړي چې یوه ستراتېژیک ماتې په موږ وتپي». سفیر لیکلي دي چې د «امریکا ټانکونه به هم د ناټو د نورو پوځي وسايلو په څېر ویجاړ» کړل شي. د روسیې د ولسمشر ویاند دمتري پسکوف دا «ناکام پلان» وباله او وویل چې د جرمني او امریکا ټانکونه به هم د «نورو په څېر وسوځول» شي. روسیې تېرکال په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی او له اوکراین سره پوخي او بشري مرستې کوي چې د مسکو په ضد دا جګړه وګټي.

25.01.2023 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

25.01.2023 امریکا غږ

امريکې او جرمني یوکرېن ته د ټېنکونو ورکولو اعلان کړی

امريکايي چارواکي چې د دغې فېصلې  کره معلومات لري وي او ای ته د نهې په ورځ ويلي صدارتي ماڼۍ يا وهاېټ هاوس کې په دغه پرېکړه کار روان دی خو وايي په دې به لږ وخت اولګي چې يوکرېن دغه ټېنکونه د روس په ضد د جنګ سنګر ته بوځي

25.01.2023 ډیوه

الیکشن کمیشن اپریل کې په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب کې دټاکنو وړاندیز کړی دی

د اسلام اباد د پوليسو لخوا په جاري شوي يو بيان کې ويل شوي چې فواد چوهدري د ایيني ادارو په ضد د تشدد او د خلکو د احساساتو د پارولو هڅه کړې ده

25.01.2023 ډیوه

ملګري ملتونه:سږکال افغانستان کې 28.3 ميلينه خلک د ژوند ژغورلو لپاره مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پخپل ورستي راپور کې ويلي چې افغانستان مخ په زياتېدونکي بشري ناروين سره مخ دی او په دې هېواد کې روان کال 28،3 ميلينه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري

25.01.2023 ډیوه

امریکا او اروپايي ټولنه: د افغان ښځو او نجونو په څنګ کې درېږو او د حقونو ننګه یې کوو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټینو بلینکن په افغانستان کې له زده کړو څخه د ښځو او نجونو په محرومیدو یو ځل بیا انتقاد کړی او ویلي دي، چې هیواد یې لا هم د افغان میرمنو او نجونو ترڅنګ ولاړ دی.

25.01.2023 امریکا غږ

قانون پوهان: د نقيب مسيد په قضيه کې د راو انوار بري کېدل د کمزوري تفتيش او خراب نظام څرګندونه کوي

قانون پوهان وايي د نقيب مسيد په وژنه تورن پخوانی پولیس افسر راو انوار چې عدالت د نورو ملزمانو سره بري کړی، دا په دغه قضيه کې د کمزوري تفتيش څرګندونه کوي، تضادات پکې وو او عدالت د تضاداتو ګټه ملزم ته ورکوي او بري کوي یې.

25.01.2023 ډیوه

امیري: طالبانو د وکیلانو، قاضیانو او څارنوالو فعالیتونه په یوه شپه کې ختم کړل

د افغان میرمنو او بشري حقونونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، چې امریکا افغانستان کې د مدافع وکیلانو ترڅنګ چې طالبانو یې په یوه شپه کې فعالیتونه پاک کړل دریږي.

25.01.2023 امریکا غږ

ګریفیټس: د نجونو او ښځو د تعلیم او کار ستونزه باید حل شي؛ حقاني: طالب مشران د نظر اختلاف لري 

په بشري چارو کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیټس، په مشرۍ یو پلاوي کابل کې د طالبانو د چارواکو سره د لیدو کتو په لړ کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چاروسرپرست سراج الدین حقاني سره هم کتلي او ورسره یې د کار او تعلیم څخه ښځو او نجونود منع کیدو په مسلو خبرې کړي دي.

25.01.2023 امریکا غږ

طالب چارواکو سره د مارتين ګريفيتس ليدنه؛ د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار پر حقونو خبرې شوي

د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار له طالب چارواکو سره خبرې. په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس او ملګري پلاوي یې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې د افغان نجونو او ښځو د کار او زده‌کړو پر موضوعاتو خبرې کړې دي. په دې اړه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو زارت په ټویټر پاڼه په خپور شوي بیان کې راغلي دي، یاد پلاوي ویلي، د نجونو او ښځو زده‌کړه او کار هغه بنیادي حقونه دي، چې دوی یې د اعادې غوښتنه کوي. خو په بیان کې دا هم راغلي، ښاغلي حقاني دوی ته دا ډاډ ورکړی، چې د زده‌کړو او تحصیل د دایمي محرومیت بحث مطرح نه‌دی. په بیان کې وړاندې د نوموړي په حواله ویل شوي، په تعلیمي نظام کې د نظرونو تفاوت شته چې د حل کېدو وړ دی. په بیان کې دا نه‌دي ویل شوي، چې لیدنه څه وخت شوې ده خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، مارټین ګریفیټس کابل ته تللی دی. ښاغلي ګریفیټس سره په دې سفر کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان مشره جانتي سویی ریپتو، د پاملرنې مؤسسې مشره سوفیا سپریچمن او د یونېسف مشر عمر عبدي ملګري دي. طالبانو په دا تېره ډسمبر میاشت کې پوهنتونونو ته د ښځو په ورتګ او دغه شان په نادولتي مؤسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه. د طالبانو دې پرېکړو پراخ غبرګونونه راپارولي او د ملګرو ملتونو او نورو لویو او مهمو سازمانو چارواکي یې اړ کړي، چې طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفرونه وکړي. د یادونې ده، چې مخکې بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي د بلې مرستیالې امینه محمد په مشرۍ هم یو پلاوي افغانستان ته سفر کړی و او له ګڼو طالب چارواکو سره یې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او د کار د بندیز په اړه خبرې کړې وې. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې استازو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیالې امينه محمد څخه غوښتي چې افغانستان ته د خپل وروستي سفر او له طالبانو سره د لیدو کتو په اړه دوی سره د تړلو دروازو تر شاه جلسه وکړي. په دغه سازمان کې د متحده عربي اماراتو د دایمې استازولۍ ویاندې شاهد متر په خپل ټویټر لیکلي دي، چې دا ناسته به د را روانې جمعې په ورځ وشي. اخوا د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل په خپل ټویټر لیکلي دي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله بروکسل ته ورغلې تر څو افغانستان ته د خپل وروستي سفر جزیات له دوی سره شریک کړي. بورل لیکلي دي، چې اروپايي ټولنه له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ترڅنګ دریږي.

25.01.2023 ازادي راډیو

پاکستان: د پېسو بدلوونکې اتحادیې ډالر د پرانستي مارکيټ په حساب د اخستو خرڅولو اعلان کړی

په پاکستان کې د پېسو بدلوونکې اتحادیه وايي، وړاندې چې اتحادیې په ملک کې د اقتصادي غېر یقيني صورتحال ختمولو دپاره د ډالر قيمت په ځای ودرولی وو اوس یې هغه پرېکړه بيرته واخسته او اعلان یې وکړو چې دوی به هم د پرانستي مارکیټ په بيعه ډالر اخلي او خرڅوي.

25.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more