شاته

امیري: طالبانو د وکیلانو، قاضیانو او څارنوالو فعالیتونه په یوه شپه کې ختم کړل

د افغان میرمنو او بشري حقونونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، چې امریکا په افغانستان کې د مدافع وکیلانو ترڅنګ, چې طالبانو یې په یوه شپه کې فعالیتونه ختم کړل, دریږي.

رینا امیري د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۵ ( سلواغه پنځم ) په خپل ټویټر کې په دوو پرله پسې ټویټونو کې لیکلي، چې افغانستان کې محمکې ړنګې شوې, قاضیان شړل شوي او څارنوال څنډې ته شوي او وکیلان ګواښل شوي دي.

میرمن امیري ویلي: "تر ګواښ لاندې د وکیلانو په نړیواله ورځ مونږ د افغان قاضیانو، وکیلانو او څارنوالو ترڅنګ، چې کارونه او فعالیتونه یې د قانون حاکمیت ته وده ورکوي او د طالبانو له خوا په یوه شپه کې ختم شو ولاړ یو. محکمې منحل شوې، قاضیان وشړل شول، څارنوالان څنډې ته ټیل وهل شول او مدافع وکیلان وګواښل شول."

میرمن امیري وویل، چې افغانان د یو خپلواک او بې طرفه قضايي سیستم مستحق دي چې په کې مسلکي کارکوونکي د ښځو په ګډون د عزت، امنیت او درناوي سره خپلې مسلکي دندې ترسره کړی شي.

طالبانو افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته قاضیانې په کور کې کینولې او هم یې د مدافع وکیلانو فعالیتونه محدود کړي دي.

یو شمیر مدافع وکیلان، چې افغانستان کې د طالبانو ترواک لاندې لا هم فعالیت کوي, د خپل مسلک په اړه اندیښنې لري.

یو مدافع وکیل، چې د خپل نوم له اخیستلو یې ډډه وکړه, امریکا غږ ته وویل: " واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د ټولو عدلي او قضايي ارګانونو فعالیتونه له منځه تللي دي او د طالبانو تر واک لاندې هیڅ عدلي او قضايي سیستم نشته دی."

دغه مدافع وکیل وویل، چې د طالبانو په عدلي او قضايي سیستم کې مدافع وکیلانو ته هیڅ درناوی نه کیږي او هغوی تل د ګواښ سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جنورۍ ۲۰ (مرغومي ۳۰) وویل چې مدافع وکیلان، قاضیان، څارنوالان او نور هغه کسان چې د افغانستان له حقوقي نظام سره سروکار لري، مصونیت نلري او له جدي خطرونو سره مخامخ دي.

دغو کارپوهانو "د خطر سره د مخامخ مدافع وکیل د نړیوالې ورځې" څخه دمخه چې هرکال د جنورۍ ۲۴ ونمانځل کیږي، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې حتی مدافع وکیلان چې لاهم په خپلواکه توګه کار کوي، په افغانستان کې له لویو ننګونو سره مخامخ دي.

دغو کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: "موږ په افغانستان کې د وکیلانو د وضعیت په اړه سخت اندېښمن یو."

په دې اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د افغانستان حقوقي نظام له منځه وړل شوى او پر ځاى يې داسې حقوقي نظام رامنځته شوى چې له نړيوالو معيارونو سره په ټکر کې دى.

د دې اعلان له مخې، پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته ۲۵۰ قاضیانې، چې د افغانستان د قاضیانو لس سلنه جوړوي، له دندو ګوښه کړای شولې او په دې موده کې سلګونه څارنوالان او مدافع وکیلان هم له دندو ګوښه کړای شوي دي.

پر دې سربېره ګڼ شمېر قاضیانې، څارنوالانې او مدافع وکیلانې ژوند ته یې د خطر له امله یا د خپل هېواد پرېښودو ته اړې شوې او یا هم په پټه ژوند تېروي. ښځینه مدافع وکیلان نشي کولی خپل کاري جوازونه نوي کړي. طالبانو اوس مدافع وکیلانو ته د جوازونو د نوي کولو شرطونه ایښي دي.

طالبانو ویلي، چې افغانستان کې ټولې حقوقي او قضايي پیښې د اسلامي شرعیت پر اساس حل وفصل کیږي.