ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


تېرکال د 'افغانانو په ګډون ۳۳۰زره کډوال اروپا' ته داخل شوي

اروپايی ټولنه وايي په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۳۳۰ زره کسان ددغه ټولنې له سرحدونو په غیرمنظم ډول وراوښتي. دا شمېره د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۴۶ سلنه زیاتوالی ښيي او په میلیونونو هغه اوکراینیان پکې ندي شامل چې پر اوکراین د روسيې له یرغل وروسته مجبور شوي چې اروپا ته پناه یوسي.

22.01.2023 امریکا غږ

د سویډن صدراعظم د قران د سوځولو پېښه غندلې او بخښنه یې غوښتې 

د سویډن صدراعظم په سټاکهولم کې د شنبې په ورځ د قران کریم سوځول "ژوره بې احترامي" وبلله. 

22.01.2023 امریکا غږ

اقتصاد پوهان وایي په ګرانۍ قابو موندلو لپاره پاکستان دسود کچه نوره هم لوړولی شي

اقتصادي پوهان وایي امکان لري چې د پاکستان مرکزي بینک د سود کچه کې د یو فيصدي نه تر دوو فيصدي پورې اضافه وکړي او ګراني کنټرول کړي. د اقتصاد پوهانو په وینا  د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف په شرطونو کی یو شرط دا هم دی چې کاروبارونه په قلاره شي او حکومت د بجلۍ او ګیس بیعې زیاتې کړي خو سوداګر وایي وړاندې نه د هغوي کاروبارونه 80 فیصدي په قلاره شوي او هغوی نه شي کولی چې کاروباري لګښتونه پوره کړي. دکار پوهانو په خبره، که دسود کچه نوره زیاتیږي نو کاروبارونه به ودریږي او دبجلۍ او ګیس په بیعو کې زیاتوالی به ګراني نوره هم سيوا کړي. سجاول خان په مردان ښار کې کاروبار کوي،هغه وایي کاروبار یې 80 فیصدي په  قلاره شوی دی، وایې څلور مزدوران لري او د ګرانۍ له وجې ګاهک نه ورځي چې د دوکان او مزدورانو خرڅونه پوره کړي. "د ورځې که دوه زره وګټو هغه وخورو ،سبا قیمتونه نور سيوا شي ګاهک مکمل ختم شوی او نه قیمتونه په ځای ودریږي روزانه دا دعا کوم چې ګاهک راشي، مزدوري وشي چې دې مزدورانو له یې ورکړم" دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي بینک سبا د نوې زرعي پالیسۍ اعلان کوي او اقتصادي پوهان وایي امکان لري چې د سود کچه د یو فيصدي نه تر دوه فيصدي زیاته کړل کړل شي. تیر کال په نومبر کې مرکزي بینک د سود شرحه د یو فيصدي اضافې سره 16 فیصدي ته زیاته کړې وه چې په ګرانۍ کنټرول ترلاسه کړي. د پاکستان د شمیرنې اداره وایي دا وخت په ملک کې مجموعی ګراني 24.5 فیصدي ده . اقتصادی پوهان وایي د سود په شرحه کی زیاتوالی د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف شرط هم دی او د خزانې لپاره دمملکت وزیرې عایشه غوث پاشا  ویلي  چې حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې ټولو شرطونو منلو ته تیار دی. مطبوعات وایي دایي ایم ایف غوښتنه ده چې پاکستانی روپۍ دې په مارکیټ کې ازاده وي، د بجلۍ او ګیس قیمتونه دې سېوا کړی شي او په ټيکسونو کې دې اضافه وکړل شي چی داشان دبجټ خساره کنټرول کړی شي. د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي ډیوه ته وایي  ایي ایم ایف غواړي چې اقتصاد په قلاره شي او د حکومت خرڅونه راکم شي خو د توانایۍ د بیعو او مالیې په زیاتوالي کې د ګرانۍ نور امکان دی.  "ایې ایم ایف په نوې لیبرل معاشي پالیسۍ ولاړ دی چې ستاسو معیشت تیز دی دا په دمه کړئ او د سود شرحه زیاته کړئ، ایي ایم ایف ته دا تشویش دی چی تاسو یو څیز په 10 روپۍ جوړ کړئ او کم نه کم په لس یې خرڅ کړئ نو هله به نظام چلېږي او که بجلی او ګیس ګران شي نو ګراني خو به زیاتیږی" د پاکستان د ټيکسونو مرکزي ادارې ایف بي ار ته  روان مالي کال جون پورې د 7.47 کهربه روپو راټولولو هدف ورکړی شوی او ایف بي ار دعوی لري چې د روان مالي کال په شپږو میاشتو کې ددې هدف نه 17فیصدي زیات ټیکسونه راغونډ کړی شوي دي دا پیسې  ایي ایم ایف سره دټاکل شوي هدف نه کمې دي. مرکزي حکومت هڅې کوي چې د 100 اربو روپو نور  ټيکسونه ولګوي او 100 اربه روپۍ د سیلاب لیوي نه ترلاسه کړي خو په دې اړه په حکومتي کچه لا کومه فیصله نه ده شوې.

22.01.2023 ډیوه

د کرونا د محدودیتونو له کمېدو وروسته چینایان نوی کال نمانځي

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چینایان نن یکشنبه جنوري ۲۲ (سلواغي دوهمه) د نوي سپوږمیز  یا قمري کال پیل نمانځي. په چین کې د کرونا د محدودیتونو په کمېدو چینایانو د نوي کال په مناسبت د سفرونو او خپلوانو د لیدنو تابیا په داسې حال کې کړې چې په دغه هېواد کې لا هم د کرونا د ویروس د خپرېدو اندېښنې زیاتې دي.

22.01.2023 امریکا غږ

ار ایس ایف:پاکستان دې د ارشد شریف قاتلانو معلومولو لپاره ټول ممکنه ګامونه واخلي

د خبريالانو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز د پاکستان په حکومت ټينګار کړی چې تېر کال اکتوبر میاشت کې په کېنيا کې د وژل شوي پاکستاني خبريال ارشد شریف د قاتلانو د درک لګولو دپاره څومره چې کیدای شي ګامونه پورته کړي. د بې پولې خبریالانو د نړیوال تنظیم په بیان کې ویلي شوي د ارشد شریف د قتل په اړه نور ډېر څه مخې ته راتلل پاتې دي. تنظیم د هغو تحقيقاتو هم د جاج اخستو سپارښتنه کړې چې د نوموړي له پاکستانه د وتلو وړاندې روان وو. په پاکستان کې د صحافيانو تر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس هم د وژل شوي خبریال ارشد شریف د قتل په پلټنو کې تر دې مهاله د حکومت په ناکامۍ اندېښنې ښودلي او وېلي یې دي باید چې د حکومت دپلټنو کمېشن په دې لړ کې زر تر زره د کينيا سفر وکړي او د ملګرو ملتونو څخه دې هم مرسته وغواړي. پاکستانی خبريال ارشد شریف تېر کال 2022 کې د کېنيا په سرښار نېروبي کې پع داسې حال کې وژل شوی و چې د رسنیو د رپورټونو له مخې په پاکستان کې یې ژوند ته د پېښ خطر له کبله هلته تللی و. د صحافيانو نړیوال تنظیم ار ایس ایف پاکستان د صحافيانو لپاره د نړۍ پينځم خطرناک هېواد ګرځولی او په دې وروستیو کې د پاکستان سینیټ په وړاندې کړل شؤو شمېرو کې ويلي شوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستان دننه 42 صحافيان وژل شوي خو په دې کې يوازې د يو خبريال قاتل نيول شوی دی. د پاکستان مرکزي حکومت د ار ایس ایف په دې تازه غوښتنه لا کوم غبرګون نه دی ښودلی. تنظیم د وژل شوي خبريال ارشد شریف د قتل په پلټنو کې د کمي او د نوموړي د وژنې سره تړلو معاملو ته د پام نه ګرځولو په سر د پاکستان د حکومت او د اړونده انکوايري کمېشن په کردار هم ټکونه کړي او د یاد تنظیم د اېشيا پسفک څانګې مشر ډېنيل باسټرډ ویلي چي دې مقدمې دپاکستان د پلټنو او سولين ادارو شهرت هم په داو لګولی دی. ار ایس ایف د ازادو پلټنو د باوري جوړولو لپاره د ارشد شریف د وژنې په پلټنو بوخت سرکاري کمېشن ته ځنې سپارښتنې هم کړي دي. دې سپارښتنو کې د ارشد شریف د وژنې هغو ممکنه محرکاتو ته دپام ګرځولو یادونه شوې چې د ار ایس ایف د وینا له مخې له پامه غورځول شوي دي. د بې پولې خبریالانو تنظیم ددې تر څنګ د ارشد شریف په کوربه توب د نشر شوو ټي وي پرګرامونه او په ځانګړي ډول د هغه پروګرام د څېړلو وړانديز کړی کوم چې تېر کال د مئ په 31 مه نېټه ای ار وای نيوز باندې خپور شوی و او وايي له دغه پروګرام وروسته وژل شوي خبريال ته د وژنې دړکې شوې وې. صحافي ارشد شریف په 2022 کال کې د کېنيا په سرښار نېروبي کې د ځاي پولیسو په ډزو کې په مرموز ډول وژل شوی و او د کېنيا پولیسو وېلي وو چې ارشد شریف د اکتوبر په 23مه  له هغې وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شو چې ډراېور یې په امنتیي پوسته موټر ونه درولو. له دې پېښې وروسته د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د نوموړي د وژنې د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کړی و. د پاکستان په کچه د صحافيانو دتر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس صدر افضل بټ ډيوه سره خبرو کې د وژل شوي صحافي ارشد شریف د قتل په پلټنو کې د حکومت په ناکامۍ اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه يې کړې د پلټنو عمل دې تېز کړی شي . ښاغلی بټ وايي باید چې د پلټنو کمېشن زر تر زره کېنيا ته لاړ شي او که اړتیا وي نو د ملګرو ملتونو څخه دې هم مرسته وغوښتل شي. د صحافيانو د تحفظ نړیوالو او ملکي تنظيمونو د پاکستان په حکومت د ارشد شریف د قتل د پلټنو په داسې حال کې ټينګار کړی چې په دې وروستو کې د پاکستان دحکومت لخوا سینیټ کې جمع کړل شوو شمېرو کې ویل شوي چي په هېواد کې تېرو څلورو کالو کې 42 خبريالان وژل شوي دي. د پاکستان د پارلیماني چارو مرکزي وزیر ویلي چي ددغه وژل شويو 42 صحافيانو د وژنو په دوسيسو کې يوازې يو تورن تن نيول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ د 2023 کال په خپل رپورټ کې ويلي چې د تېر کال په اوږدو کې د پاکستان دننه حکومت د رسنیو کنټرول ته دوام ورکړی، خبريالان ځورول شوي او ځينې وخت صحافيان او د مدني ټولنې غړي نيول شوي او يا پرې برېدونه شوي دي. له دې مخکې کال 2022 کې د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم ار اېس اېف په خپل جارى کړي رپورټ کې په تېرو 20 کلونو کې د صحافيانو لپاره په هغو خطرناکو هېوادونو کې پاکستان په پينځم او افغانستان په شپږم نمبر ېاد کړی چرته چې زيات خبريالان وژل شوي دي.

22.01.2023 ډیوه

دبلوچستان وزیراعلا وایي مرکز دغه صوبې ته دخپلې برخې اربونه روپۍ نه دي ورکړي

دبلوچستان حکومت وایي مرکزي حکومت  ورته د بلوچستان د برخې اربونه روپۍ لا هم نه دي ورکړې چې له امله يې په دغه صوبه کې مالي ستونزې نورې سيوا شوې دي.  د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو ويلي که ژر تر ژره ور سره مرسته ونه شي صوبه به د سخت مالي مشکل سره مخ شي- پخپل ويډيو پېغام کې د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو ويلي د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف د امر باوجو د پاکستان مرکزي حکومت او ادارې د هغه امر تر اوسه نه دی عملي کړی او د بلوچستان د برخې اتيا اربه څخه زياته روپۍ يې لا نه دي ادا کړي. هغه وايي  دوی(مرکز) د بلوچستان مالي ستونزه بېخي ستونزه نه بولي- دبلوچستان د وزیراعلا له لوري په بیان کې ویل شوي چې پر مرکزي حکومت د تېر کال له 15 څخه تر 20 اربو روپو پاتې دي،  روان کال 30 اربه روپۍ پاتي دي  او د پاکستان پټرولیم لميټډ (پي پي ايل)   د بلوچستان 32 اربه روپې تر اوسه نه دي ادا کړې-   وايي که صوبې ته دا پسې ادا نه شوې مالي ستونزې به دومره زياتې شي چې  بلوچستان حکومت به د سرکاري ملازمانو/ کارمندانو دتنخاګانو ورکولو توان ونه لري۔   وزير اعلا بزنجو ويلي، بلوچستان د امن و امان له لحاظه حساسه صوبه ده، که پي پي ايل د صوبې واجبات ادا نه کړل  نو دبلوچستان حکومت مجبوره دی چې سخته فېصله وکړي-   "وزير اعظم وفاقي ادارو ته حکم کړی و چې بلوچستان ته دې فنډونه ورکړل شي خو ادارې عمل نه ورباندې کوي، بلوچستان يوه حساسه صوبه ده، زموږ ډېر مشکلات دي، زموږ د اېن ايف سي اېوارډ قانوني حق دې راکړل شي، دا اول وار دی چې د بلوچستان  پېسې کمې شوې او وځنډول شوې، زموږ حکومت ترقياتي کارونه زيات کړي پکار خو دا وه چې موږ ته تر وخت له مخه فنډونه راکول شوي وای"  د بلوچستان وزير اعلا پر مرکزي حکومت نيوکه کړې او ويلي يې دي چې  د وزير اعظم لخوا چې د سېلاب ځپلو د مالي مرستي کوم اعلان شوی و هغه هم نه دی پوره شوی، د هغه په خبره د سېلاب نه د اغيزمنو خلکو مسلې په اوسنيو واورو او يخ موسم کې  نوري هم زياتې شوې، وايي اغېزمنې کورنۍ د حکومتي مرستې په تمه دي خو ايالتي حکومت ځکه ورسره مرسته نه شي کولای چې مرکز د بلوچستان د برخې پیسې نه دي ادا کړي۔  د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف او نورو ځينې مرکزي وزيرانو په دې وروستیو کې د بلوچستان د مالي مشکلاتو د ذکر په کولو سره ويلي چې د مشکل په دې وخت کې به بلوچستان  يوازې نه پرېږي خو د بلوچستان حکومت وايي چې تر اوسه کوم عملي ګامونه نه دي پورته شوي- د اقتصاد پوهانو په خبره که د بلوچستان مالي او اقتصادي ستونزي پر وخت هواري نه شي نو د حکومت تر څنګ  به د عامو خلکو مشکلات دوه چنده شي. دا په داسې حال کې ده چې دبلوچستان نه وړاندې دخیبر پښتونخوا صوبې پخواني وزیراعلا محمود خان هم په مرکز تور لګولو چې دصوبې ورپاتې پیسې یې نه دي‌ ادا کړي چې له دې امله صوبه دمعاشي مشکلاتو سره مخ شوې وه اؤ ترڅو میاشتو یې سرکاري ملازمانو ته په وخت دهغوئ معاشونه نه شو ورکولی.

22.01.2023 ډیوه

لشکري ریساني:دپاکستان اسټیبلشمنټ دبلوچستان سياسي ګوندونه شل کړي دي

دبلوچستان ایالت په سرښار کوټه کې راجوړې شوې یوې مهمې غونډې ته دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو،مدني فعالانو اؤ دبشري حقونو مدافعینو دپاکستان مخکینۍ اؤ اوسنۍ داخلې اؤ خارجه تګلارې ناکامې بللې دي اؤ وایي هم دا پالیسۍ پاکستان کې دموجودو ستونزو لامل ګرځېدلې دي. پخواني سینیټر نواب زاده لشکري رئيساني ویلي بلوچستان سره له ډېري مودې راهسې د یوې کالونۍ په څیر چلند کېږي اؤ ددې ځای سياسي ګوندونه د پاکستان د اسټېبليشمنټ له لوري شل کړل شوي دي. د شنبې په ورځ په کوټه کې د نېشنل ډايلاګ آن ري ایمیجننګ اف پاکستان یا د “د پاکستان د بیا تصور په اړه ملکي ډايلوګ” په نامه  راجوړې شوې دې یو ورځنۍ غونډه کې د پاکستان د مرکزی کچې دبېلا بېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو  مشرانو، د لادرکه بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي تنظيم غړو، اقتصاد پوهانو، مدني فعالانو او وکیلانو ګډون درلود۔ دغونډي کډونوالو د پاکستان پر کورنيو او بهرنيو ستونزو او  ناکاميو بحث وکړ او د پاکستان مخکېنۍ او اوسنۍ کورنۍ او بهرنۍ تکلارې يې ناکامه او د ملک د ستونزو بنياد و بللې- د بلوچستان پیس فورم د نظارت لاندې ددې غونډې جوړونکي پخواني سینیټر نواب زاده لشکري ريساني ویلي ددې غونډې موخه  په پاکستان او په خاصه توګه په بلوچستان کې د نا ارامۍ او  سیاسي مسلو لاملونه په ګوته کول او د هغې د حل لاره لټول دي. "خاص مقصد مو دا دی چې د بلوچستان هغه مشکلات چې  نه دي حل شويو له دې ځایه یې حل کړو، په ټولو صوبو کې، پنجاب، سيند، خېبر پښتونخوا او بيا تر اسلام اباد پوري دا ږغ ورسوو تر څو قانون جوړونکي او واک داران مو ږغ واوري"   دهغه وینا وه "له بلوچستان سره له ډېري مودې د یوې کالونۍ په څیر چلند کېږي، ددې ځای سياسي ګوندونه د پاکستان د اسټېبليشمنټ له لوري شل کړل شوي دي، د بلوچستان خاص ستونزي نه هوارېږي، موږ فکر کوو چې په نور پاکستان کې هم خاص دغه حالت دی، د دې لپاره مو له کوټې څخه پیل وکړ" د غونډې دبرخه والو وینا وه چې د ملک ايین او پارليمان بالادست تسليمول، اساسي قانون په رښتيني شکل کې عملي کول لومړي ګامونه دي چې لا هم په پوره او ازاده توګه نه دي اخيستل شوي- د پاکستان پخوانی وزیراعظم  او د مسلم لیګ ن ګوند سنېر مرستیال مشر شاهد خاقان عباسي دې غونډې ته خپله وینا کې ویلي د ملک او صوبو د هر اړخېزه مسلو د جاج او حل موندنې لپاره يو ګام اخستل د وخت ضرورت ؤ چې دوی پېل کړ- هغه وویل"په پاکستان کې نه  قامي اسمبلۍ، نه سینټ او نه هم ایالتي اسمبلیانو د ولس ریښتونی استازيتوب کړی او نه يې ستونزې  حل کړ‎ې ، ځکه مو د داسې فورم جوړلو اړتيا وګڼله او د ټولو سياسي ګوندونو د غړو په ملتيا مو دا ګام اخستی، تر څو د دې حل و لټوو"   د پاکستان پخواني د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي پاکستان دا وخت یوازي له سیاسي بحران سره نه بلکې له سخت مالي بحران سره مخ دی. وي او ای ډیوه سره په خبرو کې مفتاح اسماعیل وویل"پر نړیواله کچه ګراني زياته شوې، د سود کچه لوړه شوې، او بل پاکستان د خپلو قرضو ادا کولو له وجې له ډېر مالي بحران سره مخ دی. "د کرنسۍ جلا جلا بیعې مو ايښي، له ایي ایم ایف سره مو بیا معاهده وکړه، نو څه  پر نړېواله کچه حالات خراب وو، څه د پاکستان  خپل  مسايل وؤ، څه ميس منجمنټ، دا  درې واړه سره یوځای شول او ملک له بحران سره مخ شو" هغه وایي بلوچستان ته نهه فیصده د این ایف سي ایوارډ روپۍ ورکول کېږي چې د بلوچستان تر ابادۍ زیاتې دي  د غونډې ګډونوال  اؤ شنونکی رفیع الله کاکړ د بلوچستان او د پاکستان د ستونزو لوی لامل هغه سياستمداران بولي چې تر نظرياتي سياسي اصولو تېر او د شخصي ګټو لپاره خپله وفا او سياسي لاره بدلوي- ډيوه سره خبرو کې هغه وایي " ددې صوبې تاریخ دی چې دلته د انتخاب وړ خلکو یوه خاص ټولنه ده کومو سره چې د ریاست ملاتړ دی، د دوی د سیاست موډل دادی چې هرپينځه یا لس کاله وروسته  وفادارۍ بدلوي، له یو ګوند څخه بل تل تګ کوي،  د سیاسیانو دغه ډله خپله د مسلې برخه دي"-“  په غونډه کې شريک د لادرکه بلوڅانو دتنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز غړو او د ګوادر د اولسي تحريک (ګوادر کو حق دو) غړو مدني او سياسي فعالانو ياده غونډه ښه ګام وبللو او و يي غوښتل چې ياده غونډه دې د پخوانيو سياسي او حکومتي غونډو په څېر تش د رسنيو تر بيانونو او کاغذونو نه پاتې کېږي او تر وروستي پړاو دې عملي ګامونه واخلي۔

22.01.2023 ډیوه

طالبان: اوزبیکستان دې افغانستان ته د تړون مطابق برېښنا ورکړي

په افغانستان کې د برښنا د بېساري پرچاوي سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ازبیکستان له حکومت څخه وغوښتل چې افغانستان ته د لاسلیک شوي تړون له مخې برښنا ورکړي.

22.01.2023 امریکا غږ

متقي: چین د طالبانو حکومت بهرني سیاست کې مهم ځای لري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت، د چین د بهرنیو چارو له وزیر کین ګانګ سره د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي د ټلیفوني مکالمې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو د دوه اړخیزو دپلوماتیکو اړیکو د ښوالي ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

22.01.2023 امریکا غږ

پخوانی افغان پوځي چې په غیر قانوني توګه امریکا ته تللی، بندي شوی

د افغانستان د مخکني حکومت یو شمیر نظامیان چې د طالبانو تر راتګ وروسته یې هیواد پریښی، په بهرنیو هیوادونو کې د پنا اخیستو لپاره هلې ځلې کوي.

22.01.2023 امریکا غږ

لکي مروت:په جنازه کې د وسله والو په ډزو درې کسان وژل شوي

پولیس وایي دخیبر پښتونخوا لکي مروت سیمه کې دیوې جنازې په مهال د وسله والو ډزو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي. دخالي په ماسخوتن دلکي مروت ضلعې پولیسو پخپل یو بیان کې ویلي دا پېښه په ټپ تختي خیل سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې په سیمه کې د یو مړ جنازې ته ګڼ خلک ورټول شوي وؤ. پولیس وایي په دغه مهال وسله والو جنازه کې په ولاړو کسانو ناتاره ډزې کړي چې پکې درې کسان وژل شوي دي اؤ تر ډزو وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي دي. پولیس وایي پېښه د شخصي دښمنۍ په اساس رامنځته شوې ده چې تر اوسه یې په تړاؤ څوک نه دي نیول شوي خو وایي پېښه کې دککړو کسانو پرضد مقدمه درج کړل شوې ده اؤ دنیولو لپاره یې هڅې روانې دي. لکي مروت دخیبر پښتونخوا هغه سیمه ده چې پولې یې د پنجاب دمیانوالي ضلعې تر څنګ د خیبر پښتونخوا ټانک، ډیره اسماعیل خان، بنو، کرک او قبایلي ضلعو وزیرستان سره لګېدلې دي. په دې وروستیو کې لکي مروت کې د ناامنۍ پېښې سیوا شوي او دغلته په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ د پاکستان پوځ د عملیاتو په پایله کې د وسله والو د وژلو دعوې کړې دي. د لکي مروت د قامي جرګې یوه غړي او سیاست مدار منصور کمال وي او ای ډیوه ته ویلي د ناامنۍ د لاسه شتمنو خلکو خپلې سیمې پریښودې او سره د خپلو کورنيو یې کډې وکړې او یوازې غریب خلک دغلته ژوند کوي. هغه وایي ناامني د علاقې په کاروبار، روایاتو او تعلیم بدې اغیزې کړې دي اؤ په سيمه کې د وسله والو لخوا هم عام ولس د ګواښونو سره مخ دى. په لکي مروت کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پرضد په ولسي کچه لویې احتحاجي غونډې شوې دي چې پکې وینا کوونکو ویلي داخاوره د ترهګرۍ زغم نه لري خو هغه وخت ضلعي پولیسو ویلي وو په ضلعه کې پولیس او نور امنیتي عسکر موجود دي د حلکو د خوندي ساتلو د پاره ګشتونه کوي او چاته به اجازه ور نه کړي چې د علاقې امن خراب کړي

22.01.2023 ډیوه

سومالیه کې د امریکا په هوایي برید کې د الشباب ۳۰ جنګیالي وژل شوي

په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي د سومالیې په مرکزې برخې کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې د الشباب د وسله والې ډلې تقریباً ۳۰ جنګیالي وژل شویدي.

22.01.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو د طالبانو بیرغ سره د دې ادارې د کار کوونکو عکس اخیستو له کبله بخښنه وغوښته

ملګرو ملتونو د هغه انځور اخیستو په خاطر بخښنه غوښتې چې ددې ادارې امنیتي کار کوونکو په کابل کې د طالبانو د بیرغ سره اخیستی او په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی.

22.01.2023 امریکا غږ

د پښتونخوا لنډمهاله وزیراعلا اعظم خان څوک دی اؤ د صوبې د حقونو لپاره د څه کولو اراده لري؟

دخېبر پښتونخوا نوي ټاکل شوي لنډ مهاله وزیراعلا ښاغلي اعظم خان دخپل منصب سمبالولو وروسته ویلي صوبه کې دامنیت ستونزه شته خو دده حکومت به هڅه وکړي چې دصوبې امن پرځائ وساتي. دخالي په ورځ دګورنر په لاس دخپل منصب دسوګند اخستو وروسته رسنیو سره پخپلو لنډو خبرو کې نوي وزیراعلا ویلي دی به دخپلې واکمنۍ په موده کې د مرکز سره دخیبر پښتونخوا دبقایاجاتو،این ایف سي ایوارډ کې دصوبې دبرخې، این ایچ پي اؤ دضم شوؤ قبایلي ضلعو دپنګو ستونزې هم راپورته کوي. د85کلن پخواني بیورو کریټ اعظم خان تعلق دچارسدې دپړانګو سیمې سره دی اؤ هغه دخېبر پښتونخوا دګڼو مهمو سیاسي شخصیاتو سره نزدې خپلوۍ اؤ راشه درشه لري. په کراچۍ کې میشت دپښتو وتلی شاعر اؤ نقاد قیصر اپریدی وي او ای ډیوه ته وایي،اعظم خان یو پښتو پاله شخصیت دی چې په عین حال کې دپښتو ادبي بورډ په نوم دیوې علمي ادارې مشري هم پغاړه لري اؤ د"تاتره" په نوم دپښتو یوه رساله یا مجله هم خپروي . هغه هیله ښایي چې داعظم خان د واکمنۍ په دور کې به دغوره واکمنۍ ترڅنګ دپښتو ژبې،ادب اؤ کلتور ودې ته هم خاص پاملرنه وشي. دنګران وزیراعلا په توګه داعظم خان په نوم اوړمه ورځ دصوبې پخوانی وزیراعلا محمود اؤ داپوزیشن مشر اکرام دراني خپلو کې سلا شوي وؤ اؤ ګورنر یې سپارښتنه کړې وه چې اعظم خان باید نګران وزیراعلا وټاکل شي چې په دغه سپارښتنه ګورنر دجمعې په ورځ لاسلیک کړی ؤ اؤ دپرون دخالي په ورځ اعظم خان دخپل منصب سوګند واخستو. خپلو لنډو خبرو کې ښاغلي اعظم خان ویلي ټولټاکنې کول دالیکشن کمیشن ذمه واري ده خو دهغه هڅه به دا وي چې ترڅو نوی حکومت نه وي جوړ شوی نو چې تر هغې په غوره اؤ غیر متنازعه توګه حکومتي چارې پر مخکې یوسي. اعظم خان څوک دی؟ اعظم خان تر دې وړاندې دخیبر پښتونخوا دچیف سیکرټري اؤ په ګڼو نورو مهمو سرکاري عهدو خپلې ذمه وارۍ سرته رسولي دي اؤ د ریټایرمنټ نه وروسته یې دا مهال یې د پښتو ژبې د ودې لپاره دیو قایم یو غیرسرکاري سازمان پښتو ادبي بورډ دمشر په توګه خپلې ذمه وارۍ سرته رسولې. هغه دپېښور پوهنتون نه د ایل ایل بي کولو وروسته دلنکنګ کا کالج نه دبیرسټرۍ ډګري ترلاسه کړې وه خو ترهغې وروسته یې بیا دسول سروس ازموینه پاس کړې وه اؤ ډسټرکټ منیجمنټ ګروپ یا ضلعي انتظامي ډله کې ګډون اختیار کړی ؤ. دهغه یو بل ورور ښاغلی عباس خان دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر سرلښکر یا ایي جي هم پاتې شوی . نوموړی دملت پاله سیاسي ګوند قومي وطن پارټۍ دمشر افتاب احمدخان شیرپاؤ ،دپاکستان دپخواني پوځي واکمن ایوب خان(مرحوم) دعوامي نیشنل ګوند د وتلي مشر حاجي غلام احمد بلور،د مسلم لیګ نواز ګوند دپخواني پارلیماني غړي خانزاده تاج،دپخواني وزیر خواجه محمد خان هوتي اؤ دپنجاب دپخواني داخله وزیر شجاع خانزاده سره نزدې خپلوۍ لري. اعظم خان پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي کله چې هغه په کال1975-74 کې دایبټ اباد د ډپټي کمشنر په توګه ذمه وارۍ ترسره کولې نو په هغه مهال یې هریپور کې بندي دخدایي خدمتګار تحریک دمشر باچا خان سره هم لیدلي وؤ اؤ حکومت ته یې خواست کړی ؤ چې هغه ته داسانۍ ورکولو په خاطر باید هغه له هریپوره دایبټ اباد یو میلمستون ته منتقل کړي. اعظم خان وایي دباچا خان په هکله پخپله خاطره کې زیاتوي کله چې یې باچا خان دایبټ اباد میلمستون ته منتقل کړو نو دهغه ورسره دیو بل ملګري شاد محمد میږي لپاره یې فروټ ور ولیږل خو وایي باچا خان له هغې فروټو یا میوې  یوازې دوه کیلې،دوه مڼې اؤ دوه مالټې واخستې اؤ وي ویل" مونږ دوه کسان یو، په دې میوه مو کار کیږي دا نوره میوه باید دوکاندار ته واپس کړل شي اؤ داپیسې دې په سرکاري خزانه کې جمع کړل شي"

22.01.2023 ډیوه

چارسده: په پولیسو برید کې دوه عسکر وژل شوی، یو ژوبل

پوليس وايي د خېبر پښتونخوا په چارسده ضلعه کې د پوليسو په چېک پوسټ بريد شوی چې پکې دوه پوليس عسکر وژل شوی او یو ژوبل دی څيړونکي وايي په نزديو کې په خېبر پښتونخوا کې د وسله والو بريدونه زيات شوي دي او ويره ده چې په راتلونکې کې دا نور هم سېوا شي۔ د چارسدې دپوليسو وياند صفي الله ډيوه ته وويل د خيالي په ورځ ماذيګر ناوخته د دریوو وسله والو په ډزو کې د وژل شوي یو پوليس عسکر جنازه د چارسدې پوليس لاين کې شوې او ژوبل شوي عسکر علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي۔ نوموړي وويل په موټر سايکل سورو دریوؤ نامعلومه وسله والو په چېک پوسټ ډزې کړي او په جوابي ډزو کې يو وسله زخمي شوی کوم چې وسله والو د ځان سره وړی دی۔ صفي الله زياته کړه د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات روان دي خو تر دې دمه د کومو مشکوکو وسله والو د نيولو په اړه یې څه نه دي ويلي۔ دچارسدې دپولیسو مشر سهیل خالد رسنیو ته ویلي دې برید کې یو عسکر وژل شوی خو دشپې ناوخته دپولیسو سرچینو وویل چې د ژوبلو دوؤ پولیسو عسکرو څخه هم د رمیز په نوم یو عسکر وروسته په هستال کې ساه ورکړې ده. ددې پېښې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده۔ دې نه وړاندې د زيات په ورځ د خېبر ضلعې په تخته بېګ سيمه کې د پوليسو په څوکۍ ځانمرګي بريد شوی وو چې پکې درې پوليس عسکر وژل شوي وو ۔ تر دې وړاندې د 13مې او 14مې جنورۍ په مينځ شپه کې د پېښور په سربند علاقه کې د ترهګرو یو بريد کې یو پولیس ډي اېس پي سردار حسېن، او دوه پولیس عسکر ارشاد او جهانزېب وژل شوي وو. د دې دواړو پېښو ذمه واري هم تحريک طالبان پاکستان منلې وه۔ د روانې مياشتې په وړومبیو پينځلسو ورځو کې تحريک طالبان پاکستان د دوه ويشتو بريدونو ذمه وارۍ منلې وې. څيړونکی او خبريال ناصر داوړ وايي کله نه چې د حکومت او ټي ټي پي تر مېنځه ډز بندي ختمه شوې د وسله والو په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی. "د مذاکراتو په وخت وسله والو د صوبې هرې ضلعې ته ځان رسولی دی، دوي ښه فعاله دي او ورځ تر بلې د امنيت وضعه په خرابېدو ده" څيړونکي وايي په خېبرپښتونخوا صوبه کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو باندې دبربدونو ترځنګ د ځایي خلکو د هدفي وژنو، قلنګ غوښتلو او د تښتولو پیښې هم سېوا شوي دي. په دويمه جنورۍ دوزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او تر هغې وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ویلي وو د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته به اسانتياوې ورکوي". په اسلام اباد کې څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په کال 2022م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې شوي چې پکې 282 امنیتي اهلکار وژل شوي دي.

22.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more