ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


یونسیف: د یمن په جګړې کې څه باندې ۱۱ زره ماشومان وژل شوي یا ټپي شویدي

ملګرو ملتونو دوشنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۰) ویلي چې د یمن په اته کلنۍ کورنۍ جګړې کې څه باندې ۱۱ زره ماشومان یا وژل شوي او یا ټپي شویدي.

12.12.2022 امریکا غږ

امریکایي ځواکونو سوریه کې د داعش ۲ چارواکي وژلي

د متحده ایالاتو مرکزي قومانانۍ ویلي په سوریه کې امریکایي ځواکونو د دې هیواد په ختیځ کې د هیلو کوپترې په مرستې په یوې سیمې چې د اسلامي دولت یا داعش وسله وال پکې پټ و، په "بریالۍ" چاپې کې د دې ډلې دوه چارواکي وژلي دي.

12.12.2022 امریکا غږ

د سرحدي شخړې وروسته چې په نتیجه کې یې لږ ترلږه ۶ تنه په چمن کې ووژل شول، اوس حالات آرامه ښکاري

د چمن او بولدک تر منځ د ازغن تار پر سر د پاکستاني‌ ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ نښته کې د مرګ ژوبلو د خبر راتلو وروسته، د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ای ايس پي ار په دې شخړه کې د شپږ (۶) تنو د وژل کېدو او اولس (۱۷) تنو د زخمي کېدو تصديق کړی دی. د پېښې دولس (۱۲)  ټپيان يې اول د چمن روغتون او بيا له هغه ځايه څخه د کوټې د سيول روغتون ټراما سېنټر ته وړي دی. د ټراما سنېټر د ډاکټر سېدال خان کاسي په وینا، په ټپيانو کې د دوو تنو حالت مرګونی دی.  ډاکټر کاسي وي او اې ډیوه ته ویلي دي: "دولس تنه ټپيان دلته راوړل شوي دي، دوه تنه پکې زيات ټپيان دي چې اپريشنونه يې روان دي، هغه نور لس تنه لږ ټپي شوي دي". په چمن ښار د ځايي خلکو  په خبره د یکشنبې/اتوار په غرمه د دولسو بجو شاوخوا د چمن او بولدک تر منځ سرحدي لارې باندې باب دوستي په نامه دروازې ته څېرمه  د شیخ لال محمد کلي کې د ازغن تار پر سر د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ  اول د وړو وسلو نښته شوې او  بيا پکې لویې وسلې هم کارول شوي دي. د پاکستاني پوځ له لوري په خپاره شوي بيان کې ويل شوي دي: "د افغان سرحدي ځواکونو بې تفريقه او بې سببه په غټو وسلو سره ډزې کړې چې پکې مارټر او ارټلري کارول شوي چې په نتيجه کې يې د بلوچستان په چمن سيمه کې  شپږ تنه مړه شوي او اولس تنه ټپيان شوي دي. پاکستاني ځواکونو هم  برابر هدفي ځواب ورکړی، خو اولسي وګړي يې ندي په نښه کړي." ّپه خبر پاڼه کې دا دعوه هم شوې چې پاکستاني لوړ پوړو چارواکو په کابل کې له افغان واکمنو سره تماس نيولی، د پېښې او روانو حالاتو  اړوند يې ورسره يې خبرې اترې کړې، او له واکمنو څخه يې په راتلونکي کې داسې پېښو د مخنيوي غوښتنه کړې ده. د پاکستاني چارواکو له لوري د بريد په اړه د دعوو او څرګندونو تصديق په ازاده توګه نه دی شوی او نه هم په دې اړه پر کابل واکمن افغان طالبانو له لوري  کوم دريځ د دې رپورټ د جوړولو تر وخته مخې ته راغلی. ځيني ناتصدیق شوي رپورټونه وايي چې په نښته کې  يو افغان طالب مړ او  د لسو طالبانو په ګډون ديارلس تنه ټپيان شوي دي. د چارواکو په وينا اوس ډزې بندې شوي او حالات آرامه ښکاري.  د کوټې په سيول روغتون کې داخل د پېښې يو ټپي فدا محمد وايي د مازديګر څلور نيمې بجې پر وخت په چمن ښار کې په پاکستان پمپ نومي سيمه کې له خپلو ملګرو سره و چې  نا ببره يې و څنګ ته لوی درز شو او بيا په ځان ندی پوهېدلی. فدا محمد زیاته کړه: "زه اول د بولدک (افغانستان) و لوري ته په کار اخته وم، د ډزو غږ مې اورېده، په دې وخت کې باب دوستي دروازه هم خلاصه وه، زه چمن ته راغلم، پاکستان پمپ سيمې ته را ورسېدم، له خپلو ملګرو سره يو ځای شوم، موږ پر مجلس و چې د پاکستان لوري ته  يو ډېر لوی درز "ډز" وشو. موږ ډېر سوچ پکې بند نه کړ، لس منټه ورستو يو بل غټ درز وشو او بيا موږ په ځان نه يو پوه شوي. خو  چې کله زه بيا زه په سد"هوش" کې راغلم زما څنګ ته انسانان پراته و، د چا سر نه وو، او د چا لاسونه نه و". د چمن ځايي خلکو د ډيوه  خبريال نعمت سرحدي ته ويلي و چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې کله ځينې خلکو  دشیخ لال محمد نومي کله په سيمه کې د پاکستان لخوا پر ډيورنډ کرښه  د لګول شوي ازغن تار د ليري کولو هڅې کولې، چې پاکستاني ځواکونو ورباندې ډزې وکړې او له هغه ورستو له دواړو لورو وسله کارول شوې ده. د نښتو له امله د چمن بولدک تر منځ دروازه هم د څو ساعتو لپاره تړل شوې وه خو د چمن د مرستيال کميشنر حميد زهري په خبره چې اوس دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه ده.

12.12.2022 ډیوه

سپوږمۍ ته لېږل شوی آزمایشي کېپسول په تېزۍ سره ځمکې ته راستون شو

واشنګټن  - د امریکا د خلائي تحقیقاتي ادارې (ناسا) یو کېپسول چې په امتحاني ډول یې سپوږمۍ ته لېږلی و، د اتوار/یکشنبې په ورځ په ډېرې تېزۍ سره د سپوږمۍ نه راستون شو او د مېکسیکو سره نږدې په پاراشوټ سره د اوقیانوس په اوبو کې راولوېد. دا کېپسول چې اوریان نومیږي، یو آزمایشي یا امتحاني مېشن و چې سپوږمۍ ته د خلابازانو د بیا ورتګ لاره هواروي. اوریان کېپسول د آواز د رفتار دوه دېرش (۳۲) چنده تېزۍ سره د ځمکې اټموسفیر ته داخل شو او د واپسې په مهال یې د ۲۷۶۰ سنټي ګرېډ تودوخه وزغمله او د ګواډالیوپ آیلنډ سره نږدې په اوبو کې ولوېد. یو نېوي یا د سمندري قواوو جهاز په تېزۍ سره د کېپسول د لوېدو ځای ته ورنږدې شو چې هغه او په کې درې امتحاني ګوډاګيDummies  د اوبو نه راوباسي. په هغو ګوډاګیانو کې د لړزېدو او د تابکارۍ یا رېډیشن سېنسرونه لګول شوي دي. ناسا د دې دپاره چې د اوریان کېپسول آینده مېشن کې د سپوږمۍ شاوخوا راوګرځي، داسې امتحاني مېشن ته یې ضرورت و. ناسا په پام کې لري چې ۲۰۲۴ کال کې د سپوږمۍ شاوخوا د راګرځېدو مېشن ترسره کړي او په هغه کې به څلور خلابازان هم ناست وي. د هغه نه پس به تر ۲۰۲۵ کاله پورې سپوږمۍ ته یو بل مېشن ولېږل شي چې هغه کې به دوه خلابازان وي او په سپوږمۍ باندې به ښکته شي. آخري ځل چې په سپوږمۍ خلابازان ښکته شوي و، پنځوس کاله مخکې و. د ۱۹۷۲ کال د ډسمبر په ۱۱مه، د اپولو-۱۷ مېشن دوه خلابازن ایوجین سېرنان او هرېسن شمېټ درې ورځې د سپوږمې په سر پاته شول او بیا ځمکې ته ستانه شول چې هغه د سپوږمۍ په سر د بشر آخري قدم وهل و.

11.12.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

11.12.2022 امریکا غږ

امریکا د ۱۹۸۸ لاکربي د 'خونړۍ پېښې مشکوک بمب جوړونکی' نیولی

د امریکا او سکاتلنډ د پولیسو مقامات وايي چې د ۱۹۸۸کال د لاکربي مساپر وړونکې الوتکې د خونړۍ پېښې مشکوک بمب جوړونکی یې نیولی دی. هغه کال د سکاتلنډ په لاکربي کې د «پان ام ۱۰۳» ډوله الوتکې کې چاودنه وشوه او ۲۷۰ تنه په کې ووژل شول. 

11.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

11.12.2022 امریکا غږ

امریکا د ۱۹۸۸ کال د لاکربي واقعې یو ملزم ګرفتاره کړی او په واشنګټن کې به ورباندې عدالتي کاروایي کیږي

واشنګټن  - په کال ۱۹۸۸ کې، د سکاټلېنډ د لاکربي ښار په سر د امریکا یوه مسافر وړونکې طیاره وچاودېده او ټول ۲۵۹ تنه چې په کې سپاره و، مړه شول. د هغې پېښې نه څلوردېرش (۳۴) کاله پس، اوس د امریکا قامي تحقیقاتي ادارې (اېف بي آی) هغه کس ګرفتاره کړی کوم چې د لیبیا په استخباراتو کې یې کار کولو او تور ورباندې دی چې د لاکربي پېښې بم هماغه جوړ کړی و. امریکايي چارواکي وایي د لسګونو کاله هلو ځلو وروسته، ابو عجیله مسعود خیر المریمي ګرفتاره شوی او امریکا ته په لاره دی چې دلته به عدالتي کاروایي ورباندې وشي. دوه کاله وړاندې د امریکا د هغه وخت سترسرکاري وکیل ویلیم بار د مسعود المریمي په خلاف جرمي الزامونه اعلان کړل او ورباندې یې تور ولګولو چې دې کس هغه بم جوړ کړی و کوم چې د پان امېریکن شرکت ۱۰۳ نمبر پرواز کې وچاودېد او په کې ناست ټول ۲۵۹ کسان یې ووژل. په دې کې یو سل او نیوي (۱۹۰) تنان امریکاییان و. د دې ترڅنګ، طیاره چې لاندې راوغورځېده، نو یوولس (۱۱) کسان یې لاندې په ځمکه ووژل. دې جهاز د ۱۹۸۸ کال د ډسمبر په ۲۱مه د لندن نه د نیویارک په مقصد پرواز کړی و، او د پرواز نه اته دېرش (۳۸) مېنټه پس، د سکاټلېنډ د لاکربي ښارګوټي په سر وچاودېده. د مسعود د ګرفتاره کېدو جزئیات لا تر اوسه په ډاکه کړی شوي ندي. کله چې په کال ۲۰۲۰ کې د امریکا له اړخه په هغه باندې الزامونه ولګول شول، نو مسعود په جلا جرمونو، د لیبیا په یو جېل کې بندیوان و. سمدستي دا نده معلومه چې د امریکا حکومت امریکا ته د هغه د راوړولو معامله څنګه ترسره کړې ده. تر دې وړاندې په ۲۰۰۱ کال کې عبدالباسط المقراحي د لاکربي پېښې د بم کېښودونکي په حیث مجرم وګڼل شو. د هغه ترڅنګ، الامین خلیفه فحیمه او مسعود المریمي هم په دې پېښه کې ککړ وپېژندل شول. په مسعود باندې د بم جوړولو تور دی. مسعود په تونس کې پیدا شوی، مګر د لیبیا شهریت لري. په فحیمه او المقراحي باندې وروسته په نیډرلېنډز کې عدالتي کاروایي وچلېده کوم کې چې فحیمه بري شو مګر المقراحي ته عمرقید سزا واورول شوه. المقراحي وروسته په سرطان اخته شو او له دې امله د بنده خوشې کړی شو، مګر په ۲۰۱۲ کال کې مړ شو.

11.12.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

11.12.2022 امریکا غږ

یو شمېر نور ایرانیان هم د مظاهرو په تړاو د فوري اعدام د خطرې سره مخ دي - د بشري حقونو ډلې

واشنګټن   - د بشري حقونو تنظیمونو خبرداری ورکړی چې په ایران کې د د وروستیو سراسري احتجاجونو په سر چې د هغه ملک آخوندي نظام یې لړزولی دی، یو شمېر ایرانیان د اتوار/یکشنبې په ورځ د فوري اعدام خطرې ته برابر شول. تر دې وړاندې ایران د حکومتي ضد احتجاجونو په سر تېره هفته یو کس اعدام کړ چې نړېوال غبرګونونه یې راوپارول. ایران کې د پراخو احتجاجونو د پیل نه دا دی قریب درې میاشتې تېرې شوې. دا مظاهرې د یوې ایرانۍ کردۍ پېغلې، مهسا امیني د مرګ نه وروسته شورو شوې. مهسا امیني د بدحجابۍ په تور نیولی شوې وه او د مذهبي پولیسو په قید کې مړه شوه. د کال ۱۹۷۹ راهیسي چې ایران کې د ملایانو حکومت راغلی دی، دا پراخ احتجاجونه د ایران رژیم ته تر ټولو ستر چلېنج ګڼلی شوی دی. د ایران حکومت دغو مظاهرو ته د "بغاوت" ټکی کاروي او وایي چې د دې تر شا ګني د بهرنیو دښمنانو لاس دی. د ایران چارواکي، احتجاج کوونکي چقوي او د بشري حقونو کارکنان وایي د دې کار مقصد په اولس کې یره خورول دي. د ایران حکومت د زیارت/پنجشنبې په ورځ د محسن شکاري په نوم یو ۲۳ کلن ځوان اعدام کړ. په هغه باندې دا تور و چې ګني په مظاهرو کې یې د انتظامیې په یو ملیشه حمله کړې وه. د بشري حقونو ډلې وایي چې د محسن شکاري مقدمه په بېړنۍ ډول د یو نمایش په توګه مخ ته یووړل شوه او هغه کې عدالتي اصول هم د پامه وغورځېدل. د ایران عدالتي چارواکي وايي چې تر اوسه د احتجاجونو په تړاو، یوولس (۱۱) کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده، مګر فعالان وایي چې د لسو نه پورته نور داسې کسان هم شته چې ورباندې درانه تورونه لګول شوي او کیدای شي هغو ته هم د تېزندۍ سزا واورول شي. په نیویارک کې مېشت د ایران دپاره د بشري حقونو د مرکز (سي اېچ آر آی) یو مشر هادي قایمي وایي که خارجي ملکونه په ایران باندې سفارتکاري او اقتصادي فشار اضافه نکړي، معنا به یې دا وي چې نړۍ "دې قتل عام ته د رضایت علامت ورکوي". اېمنسټي انټرنشنل وایي چې ایران اوس د ۲۲ کلن ماهان سدرات اعدامولو ته آمادګي نیسي. هغه یوه میاشت مخکې عدالت ته پیش کړی شو چې د اېمنسټي انټرنشنل ادارې په وینا، مقدمه یې "په ډېره بې انصافۍ" وچلول شوه. هغه باندې دا تور دی چې په مظاهرو کې یې چاړه راایستلې وه، مګر ماهان دا تور په عدالت کې په کلکه رد کړ. هغه د خالي/شنبې په ورځ د تهران رجائي شهر جېل ته ولېږدول شو او دا یره پیدا شوه چې هلته به فوري اعدام شي. په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو یوه ډله وایي چې ایران کې د نورو اعدام ته برابر کسانو په شان، ماهان ته هم د تحقیقاتو او عدالتي کاروایي په موقع هېڅ اجازت ورنکړ شو چې خپل وکیل سره وګوري. د بخښنې نړېوال تنظیم یا اېمنسټي انټرنشنل خبرداری ورکړی چې د ساهاند نورمحمدزاده په نوم یو بل ګرفتاره کړل شوی ځوان هم په ایران کې د فوري اعدام د خطرې سره مخ دی، او د هغه د مقدمې عدالتي کاروایي دومره په بېړه وه چې هېڅ عدالتي کاروایي ته نه پاته کېده. په هغه باندې دا تور دی چې په مظاهرو کې یې خځلو او ټایرونو ته اور اچولی و. اعدام ته برابر نورو کسانو کې، دوه ځوان رېپران هم شته چې د رېپ موسیقي کې فعاله و او ورباندې د "فساد في الارض" تور لګول شوی دی. د ایران د وروستیو احتجاجونو په دوران کې، ویل کیږي چې ۴۵۸ تنان د امنیتي عسکرو لخوا وژل شوي دي. د دې نه علاوه، لږ تر لږه څوارلس زره (۱۴۰۰۰) نور ګرفتاره کړی شوي دي.

11.12.2022 ډیوه

روس د اوکراین په اودیسا ښار باندې تازه بریدونه کړي

روس د اوکراین په جنوبي بندري ښار اوډیسا باندې د خالي‌ یا شنبې په ورځ د ډرون بریدونه کړي چې له امله یې د چارواکو په وینا په شاخوا سیمه کې برېښنا یا بجلي‌ له منځه تللې. د اوکراین صدر ولادېمېر زېلېنسکي ویلی دي چې په دغو بریدونو کې پنځلس لکه خلک له بجلۍ نه محرومه شوی دي. بلې خوا د امریکې یوې څيړنيزې ادارې ویلی دي چې روس په نیولو شویو سیمو کې په زیات شمېر د چېچنیا چارواکي او ځواکونه د انتظامي کارونو د پاره ورلېږلي دي.   د ورستيو‌ معلوماتو ترمخه اوکراین په سوتوف کې ځوابي‌ عملیات پېل کړي او د کرېمېنا سره نېزدې د روس او اوکراېن ځواکونو ځمکني‌عملیات کړی دي.   په عېن حال کې د روس ځواکونه د بخموت ښار لوري ته د پرمختګ هڅې کوي او د دونېسک په بېلا بېلو سیمو کې یې د خپلې دفاع د پاره د ګامونو پورته کول شورو کړي.   د برتانيې د دفاع وزارت له خوا د ورستيو‌ استخباراتي معلوماتو ترمخه د روس په وفاقي‌ بجټ یا بودیجه کې د دفاع، امنیت او قانوني هلو ځلو د پاره یوسل درې څلوېښت بلينه ډالره شامل کړل شوی دي. دا د روس د ټولې بودېجې نه د دېرش فيصده هم زیاته ده. د بودېجې اټکلونه په امکاني توګه زیات خوشبینه وي، یعني معنا يې دا ده چې په اوکراېن د روان جنګ په وجه د روس د نورو کارونو د پاره به په بجټ کې کم رقم وي. یا نورې برخې به اغېزمنې شي.   په اوکراېن کې د جرمني سفارت د خالي‌ په ورځ ویلی دی چې د دوی یوه وفاقي اداره به اوکراین ته د نولس اشاريه پنځه ملينه یوروز، څلور سوه اویا د بجلۍ جنرېټرې ورکوي. ځني اوکراېن ته ورکړل شوی دي او نورې به ورته ورلګي.   په تېرو یو څو هفتو کې د روس خلاف جنګ کې د اوکراین سره د اسرایل د مرستو خبره ډېره کېږي.   د خالي‌ په ورځ روس د ډرونز سره د اوکراین جنوبي بندر ښاره اوډیسا کې بریدونه کړی دي او د مقامي چارواکو ترمخه په ګېر چاپېره علاقه کې بجلي ‌بنده شوی ده.   د اوکراېن صدر ولودوماېر زېلېنسکي ویلی دي چې تر پنځلس لکه پورې خلک د بجلۍ نه محرومه شوي دي او سیمه ایزو چارواکو هغو خلکو ته د علاقې پرېښودلو غږ کړی چې کورونه يې په بجلۍ اړه لري. چارواکو ویلی دي چې د بجلۍ په بحالۍ کې دوه درې میاشتې وخت لګېدلی شي.   د اوکراین پوځ په فېسبک ویلی دي چې په اوډېسا او ګېرچاپېره سيمو کې روس پنځلس ډرون کارولی دي چې په کې لس دوي وېشتلی دي.‌  راېټرز خبري ادارې د اوکراین د څارنوال د دفتر ترمخه ویلی دي چې ډرونز په دوو بجلي‌ ګرو بريد کړی او دغه د ایران جوړ شهيد- یو سل شپږ دېرش نومې ډرونز وو.   د اوکراین صدر ویلادیمیر زېلېنسکي ویلی دي چې د مشرقي دونېڅک او لوهانڅک صوبو په ښارونو کې حالات ډېر بد دي.   د ای پي خبري ادارې ترمخه که چيری د روس ځواکونه بخموت ونيسي نو دا د اوکراین د کومک لاره له منځه وړلی شي او په دونېسک کې د اوکراین د پوځ مهمو سیمو یعني  کرېماټورسک او سلويانسک ته د روس د کومک لاره هوارولی شي.   د شپږو میاشتو نه هم زیات وخت وشو چې روس په بخموت راکټې بریدونه کوي خو د جولاې په میاشت کې د لوهانڅک نه د اوکراېن د ځواکونو له خوا د دوي په شا تمبولو ورسته روس دغلته ځمکني عملیاتو د پاره پوځیان پرځای کړی دي.‌  د خالي‌ په ورځ د جرمني چانسلر اولف شولز ویلی دي چې د روس صدر ولادمير پوټېن په ظلمونو کې هېڅ کمې نه ويني او نوموړی په هر حال کې د اوکراین ځینې برخې قبضه کول غواړي خو زیاته کړی یې ده چې د جنګ د ختمولو د پاره يې د پوټېن سره د رابطو لاره خلاصه ساتلی ده.   د وي او ای په رپورټ کې د برتانيې د دفاع وزارت ترمخه ویل شوی دي چې ایران د روس پوځي ملاتړی جوړ شوی دی او د وخت تېرېدلو سره به دواړه هېوادونه لا نور یو بل سره نېزدې کېږي.   روس ته په اوکراېین کې د جنګ د پاره د بېلاسټک ميزاېلو او نورو وسلو ضرورت دی او په ځواب کې به روس ایران سره په پوځي او تکنيکي‌ برخو کې زیاتې مرستې وکړي.  د واېټ هاوس د ملي امنیت سلاکار جان کربي د جمعې په ورځ ویلی وو چې امریکا د روس او ایران ترمنځه په دفاعي ‌برخو کې په زیاتو اړیکو اندېښنه لري او د دې اړیکو د ختمولو د پاره ټولې لارې کاروي.  

11.12.2022 ډیوه

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

11.12.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

11.12.2022 امریکا غږ

د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه جګړې کې مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د بلوچستان وزیر اعلی میر عبدالقدوس د افغان طالبانو او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې له کبله اندېښنه ښودلې ده. په کندهار کې طالب چارواکو ویلي دي‌ په دغې جګړې کې «۱۰ طالبان ژوبل شوي او یو شهید» شوی دی. د بلوچستان د وزیر اعلی میر عبدالقدوس په اعلامیې کې چې نن یکشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۰) خپره شوې، د «وژل شویو او زخمیانو» په اړه خواشیني څرګنده شوې او اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې له زیانمنو شویو سره مرسته وکړي. د اعلامیې له مخې په کوټه کې په روغتونونو کې اضطراري حالت اعلان شوی. اعلامیې نه دي ویلي چې دقیقآ دا جګړه کله،‌ چېرې او ولې پیل شوې ده او څومره کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي‌دي. خو په سیمه کې د امریکا غږ ډیوه خبریال وايي چې جګړه د ډیورېنډ په کرښه د ازغن تار د لګولو له کبله پیل شوې او د «چارواکو په وینا د پاکستان لوري ته پکې څلور کسان وژل شوي او تر ۱۵ زیات نور ټپیان» شوي دي. د دغې جګړې له کبله د «چمن باب دوستي دروازه» هم څو ساعتونه تړل شوې وه چې راپورونه وايي بېرته خلاصه شوې ده. راپورونه وايي چې جګړه په ځايي وخت شاوخوا «۱۲:۰۰ پاک افغان بارډر باب دوستي ته ورڅېرمه کلي شیخ لال محمد کې دازغن تار په سر پیل شوه» او بیا دواړو خواو په یو بل درنې وسلې هم کارولې دي. سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دغلته ځینو افغانانو د پاکستان لخوا د لګول شوي ازغن تار د لېرې کولو هڅې کولې چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي دي. په چمن کې د یو ملکي روغتون مرستیال ډاکټر رشید اڅکزي ډیوې ته ویلي دي چې د دغې نښتې له کبله پنځه مړي او تر ۱۵ زیات زخمیان ورانتقال شوي دي.‌ په کندهار کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند هم جګړه تائید کړې او تر څنګ یې د خپلو لسو طالب جنګیالیو د ژوبل کېدو او یو تن د وژل کېدو خبر ورکړی دی، خو د ولسي‌ تلفاتو په اړه یې څه نه دي‌ ویلي‌. دا یې هم نه دي ویلي چې دا جګړه ولې پیل شوې ده. دا په داسې په حال کې ده چې څو اونۍ مخکې یو وسله وال سړي همدلته په پاکستاني سرحدي ځواکونو ډزې وکړې او یو شمېر یې ووژل او ژوبل کړل.

11.12.2022 امریکا غږ

دجنوبي اؤ شمالي وزیرستان مشرانو دعلي وزیر راخلاصولو لپاره جرګه کړې ده

په ډیره اسماعیل خان کې د جنوبي او شمالي وزیرستان مشرانو جرګه کړې چې پکې د جنوبي وزیرستان نه دپاکستان دمرکزي پارلیمان د منتخب شوي غړي علي وزیر د خوشي کېدو غوښتنه شوې ده. مشرانو ویلي که دا غوښتنه نه منل کیږي بیا به په ملکي او نړیواله کچه احتجاجونه پیلوي . علي وزیر د کال 2020 نه د کراچۍ په زندان کې د ریاست او ریاستي ادارو پرضد د ویناګانو په تور بندیوان دی  خو نوموړي دا تورونه رد کړي او دا مقدمې بې اساسه بولي. د پاکستان سپریم کورټ، پېښور هایي کورټ او  د کراچۍ د ترهګرۍ پرضد عدالتونو د هغه پینځوؤ مقدمو کې ضمانتونه منظور کړي دي او د کراچۍ یو عدالت د هغه پرضد جوړه مقدمه د ثبوتونو د نشتوالي په اساس ختمه کړې ده. په ننۍ جرګه کې دقامي مشرانو ترڅنګ سیاسي او مدني فعالان هم موجود وو او دوی ویل علي وزیر د خلکو په رایې د اکثریت سره پارلیمان ته منتخب شوی او هغه په زندان کې بند ساتل د دوی د رایې سپکاوی دی.  د جرکې یو ګډون وال او سیاست مدار اصغر وزیر وویل دعلي وزیر انتخاب خلکو د علاقې د ترقۍ، د ناامنۍ  پرضد او د امن د پاره کړی خو له تیرو دو کلونو راهسې د علاقې د خلکو نه دا حق اخستل شوی دی.  هغه وویل علي وزیر  بندي ساتلو د علاقې په کاروبار او امنیت بدې اغیزې کړي او دا د علاقې د خلکو د رایې سپکاوی دی. علي وزیر په 16م دسمبر کال 2020 کې د ارمي پبلک سکول په ترهګریزه پېښه کې د وژل شوي ماشومانو به یاد کې جوړه شوې دستوره کې د ګډون کولو وروسته دپېښور پولیسو نیولی و او بیا کراچۍ ته بوتلل شوی و. په کراچۍ کې دعلي وزیر پرضد درې مقدمې ښکاره کړل شوې او به هغې کې  یې ضمانتونه منظور شوي او چې په کومه مقدمه کې نیول شوی هغه د کراچۍ د ترهګری پرضد عدالت دثبوتونو دنشتوالي په اساس خارج کړې ده. بیا د پېښور هایي کورټ بنو څانګې د شمالي وزیرستان په یوه مقدمه کې دهغه ضمانت منظور کړی ؤ خو د ډیره اسماعیل خان په یوه مقدمه کې یې ګرفتاري ښکاره کړی شوې ده.  د علاقې یو مخور مشر ملک امیر محمد وایي علي وزیر د امن په نوم خلکو منتخب کړی خو بد قسمتي سره د امن په غوښتنه هغه بندیوان دی. هغه ډیوه سره خبرو کې وویل علي وزیر هیڅ رقم ناامنۍ کې لاس نه لري هغه په خپله د ناامنۍ ښکار دی اؤ دکورنۍ اتلس کسان یې په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. هغه زیاته کړه وزیرستان چې په تیرو  وختونو کې د ناامنۍ په نوم یاد شوی خو علي وزیر له دې ځایه څخه د امن چغه راپورته کړې او د امن په غوښتنه په هغه د ترهګرۍ مقدمې جوړې کړل شوې چې په خپله پاکستاني عدالتونو دا مقدمې دروغجنې ګرځولې دي.  هغه وویل د علی وزیر نور بند ساتل هیڅ معنا نه لري او د روان کال تر اخره که هغه خوشی نه شو بیا به په ملکي او نړیواله کچه اجتجاجونه کوي. حکومت لا په سمدستي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په دې وروستیو کې د خارجه چارو مرکزي وزیر بلاول بوټو زرداري دیو سیمینار په مهال دعلي وزیر د خوشې کولو په غوښتنه خپل غبرګون کې ویلي وؤ "لاړ شئ دهغه چا نه دعلي وزیر د خوشې کولو غوښتنه وکړئ چې چا نیولی دی" څېړونکي دخارجه وزیر دا اشاره دپوځ لوري ته ګڼي اؤ وایي علي وزیر دپوځ په وینا زندان ته اچول شوی دی. علي وزیر پخپله هم ویلي چې پوځ ورته ویلي چې هغه باید بخښنه وغواړي خو نوموړي ویلي وؤ هغه څه جرم نه دی کړی چې بخښنه پرې وغواړي 

11.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more