ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان: لندن کې ضبط شوې په یورانیمو ککړه کارګو زموږ نده

برتانیوي رسنیو خبر ورکړی، چې د لندن په هیدرو هوايي ډګر کې په یورانیمو د ککړې ضبط شوې کارګو (د مالونو بار) اصلي منبع پاکستان دی، خو اسلام آباد وايي، له دې پیټي سره هېڅ تړاو نه لري. 

13.01.2023 امریکا غږ

د بلوچستان پوځي مشر وایي ګوادر به درېوؤ میاشتو کې پولیسو ته وسپارل شي

دپاکستان د کړکېچ ځپلي ایالت بلوچستان پوځي مشر یا کور کمانډر ليفټننټ جنرل اصف غفور ويلي دي چې درې مياشتې وروسته به د ګوادر ښار امنيت په بشپړه توګه پوليسو او ليويز ته وسپارل شي. دپوځي مشر وینا ده چې پولیسو ته دګوادر دسپارل کیدو سره سم به پوځ په دغه سیمه کې خپلو سټېشنونو ته وګرځي او هلته به هڅ یو وسله وال عسکر بیا نه لېدل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په ګوادر کې د ولسي حقونو لپاره د تېرو دوؤ میاشتو راهسې په احتجاج دبوخت تحریک "حق راکړئ" مشر هدایت الرحمان د اړي ګړي اؤ خلکو د راپارولو په مقدمه کې پولیسو نیولی دی. ګوادر د نړۍ تر ټولو ژوره قدرتي بندرګاه لري، د پاکستان او چين ترمنځ د اربونو روپو داقتصادي پروژې (سي پېک) مرکز ګوادر ښار دی. د پاکستان او چين حکومت په بيا بيا ويلي چې د سي پېک اقتصادي پروژه د ګوادر، بلوچستان او ټول پاکستان معاشي تقدير بلوي خو د ګوادر خلک له ډیرې مودې راهسې په احتجاج بوخت دي اؤ دریځ لري چې له کلونو تېروېدو وروسته هم دوی د سي پېک په ګټه نه دي خبر شوي او لاهم د ژوند له بنيادي اسانتياو بې برخې دي. ګوادر ته د خپلې دورې په مهال جنرال اصف غفور ویلي چې دښار امنيت به په بشپړ ډول پوليسو اؤ ليويز ته سپارل کيږي اؤ دپوځ سرلښکر به هم ډير زر دګوادر سفر وکړي. نوموړي په ګوادر کرکټ سټيډيم کې د مدني فعالانو، د سياسي ګوندونو مشرانو، ژورناليستانو، تاجرانو او ښاريانو سره لیدلي اؤ هغوئ ته یې په وینا کې ویلي،ګوادر" ښار زموږ د ټولو کور دی، ددې ورانولو اؤ د ویجاړولو اجازه به چا ته نه ورکول کېږي" هغه وویل په پرلتونو اؤ احتجاجونو ستونزې نه هوارېږي بلكې په ګډه باندې كار كولو سره ستونزې حل كېږي۔ کور کمانډر بلوچستان ليفټننټ جنرل اصف غفور ويل د ګوادر ښار د ستونزو د هوارولو له پاره به يوه کمیټه جوړلی شي او په دې کمېټه کې به د ژوند د بېلا بېلو څانګو خلک شامل وي. هغه وويل چې کمېټه به د ښار بېلابېلې ستونزې په ګوته کوي او وخت په وخت به خپل وړانديزونه وړاندې کوي. ځائ خبر یال کبیر شاکر وایي چې د ګوادر ټول واک د مرکز سره دی اؤ صوبای حکومت بې اختیار دی چې د ګوادر دخلکو غو ښتنی ومني. د مرکز په ایتلافی حکومت کې شامل د بي اين پي منګل ګوند د مرکزي کمېټې غړی غلام نبی مرۍ وي او ای ډیوه ته وایي "سېپک ، سندک، ریکوډک پروژې دلته دي ، د ټولې نړۍ سترګې پر بلوچستان دي، باید دخبرو اترو له لارې دبلوچستان ستونزه هواره شي ،د صوبې په ساحل او وسایلو کې دې خلکو ته واک ورکول شي" دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د "حق راکړئ" غورځنګ احتجاجي پرلت روان وو اؤ پاکستاني میډیا وایي ددغه تحریک مشر هدایت الرحمان د جمعې په ورځ پولیسو داړي ګړي جوړولو په تور نیولی دی. د"حق راکړئ" په نوم داتحریک د بلوچستان او ایران په سرحدي پوله د ازاد تجارت داجازې ورکولو ، په ګوادر کې د څښاک د پاکو اوبو ،ګوادر کې دغیرقانوني سمندري ښکار بندولو او د غیر ضروري چیک پوسټونو د ختمولو پشمول یو شمیر نورې غوښتنې لري. د 46 ارب ډالرو په لګښت جوړیدونکې د سي پېک منصوبه په نړيواله کچه دچین د روانې پروژې بېلټ لېنډ روډ برخه ده او ددې مقصد د چين دمغربي صوبې سنکيانګ د زمکې دلارې د بلوچستان ګوادر بندرګاه سره پېوست کول او بحيره عرب ته لاسرسی ترلاسه کول دي. هند هم ددې منصوبې مخالفت کوي او امریکا هم د سي پېک دا منصوبه د پاکستان لپاره د قرضو يو لټ ګرځوي. په بلوچستان کې هم بلوچ بېلتون خوښې وسله وال ډلې او بلوڅ قامپرستان په سي پېک پروژه اندېښنې لري او تور لګوي چې چين او پاکستان د بلوڅانو په شتمنیو او وسيلو قبضه کول غواړي.

13.01.2023 ډیوه

ایمنیسټي انټرنېشنل، ایچ آر ډبلیو، د ناروې د کډوالو شورا او امریکا وایي، طالبان دې د ښځو پر تعلیم او کار بندیز واخلي

واشنګټن ـــــ د ناروې د کډوالو شورا مشر د طالبانو د علماوو له شورا په یو خط کې غوښتي، په غیرسرکاري ادارو کې ښځو ته د کار د اجازې په اړه دې یو نوی فرمان خپور کړي، ایمنیسټي انټرنېشنل وايي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې دې د ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو د بندیز لرې کولو کلکې غوښتنې وشي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن بیا د افغانستان په اړه د عرب اماراتو او جاپان په غوښتنه خصوصي غونډه کوي، د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل ویلي، دغه شورا باید پخپله غونډه کې پر دې تمرکز وکړي چې څنګه کار، تعلیم، سپورټ او ولسي ځایونو ته د ښځو او نجونو د تګ په اړه د طالبانو د سختو بندیزونو مخه ونیسي. د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اېشیا د څانګې مشرې یمیني میشرا د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې د اقتصادي بحران له کبله د خلکو بېوزلي لا پسې زیاتېږي، په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز پرېکړه افغانستان نور هم له بشري ناورین سره مخ کوي. یمیني میشرا اندېښنه ښکاره کړې چې وایي افغانې ښځې او نجونې له ولسي ژونده ایستل کیږي، وایي په راتلونکو میاشتو کې به دا حالت نور هم خراب شي ځکه چې وایي نارینه کار کوونکي به نور ونه کړای شي چې د ښځو لپاره بنیادي کارونه وکړي. مېرمن میشرا وایي: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید نه یواځې پر طالبانو ږغ وکړي چې ژر پر ښځو او نجونو خپل بندیزونه واخلي، بلکې د هر هغه چا خلاف د طالبانو د اقداماتو د ختمولو غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې د دغو بندیزونو په ضد د احتجاج کولو جرات کوي". د اسلامي همکاریو سازمان وړمه ورځ د افغانستان د روانو حالاتو په اړه په یوه بیړنۍ غونډه کې د طالبانو له لوري په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیزونه د اسلامي قانون خلاف ګڼلي وو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي‌ همکاریو سازمان د غونډې او اعلامیې هرکلی کړی او د نجونو د تعلیم په اړه د هغوی اندېښنې یې د پوهې وړ ګڼلې دي، خو وایي د نجونو تعلیم یې د لنډ وخت لپاره ځنډولی او چې کله موقع برابره شي دا ستونځه به حل کړي. بل لور ته د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلېنډ په کندهار کې د طالبانو له والي او علماوو شورا څخه په یوه پرانیستي خط کې غوښتي دي چې نجونو ته د تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې ښځو ته د کار د اجازې ورکولو په اړه دې یو بل فرمان جاري کړي. ښاغلي ایګلېنډ پخپل خط کې لیکلي، د ناروې د کډوالو شورا اوس مهال په افغانستان کې 470 ښځينه کارکوونکې لري او وایي اووه لکه مجبوره کسانو ته د مرستې رسولو په برخه کې د هغوی همکاري ډېر ضروري ده او طالبان باید هغوی ته د کار اجازه ورکړي. ښاغلي ایګلېنډ ویلي: "موږ بیا هم ژمنه کوو چې په افغانستان کې ټول دودیز اصول او شرطونه به پوره کوو. همدارنګه موږ د یوه فرمان غوښتنه کوو چې ښځو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي او افغانستان په راتلونکي کې ښځینه ډاکترانې، نرسانې، استادانې، انجینیرانې، او نور ماهر کارکوونکي ولري چې په راتلونکي کې له ښځو او کورنیو سره مرستې وکړي." طالبانو لا تر اوسه د دې خط په جواب کې څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې په غیرسرکاري ادارو کې یې د ښځو کار کول ځکه ځنډولي چې وایي هغوی د حجاب په اړه د دوی لارښوونې نه وې عملي کړې. په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له امله ګڼو نورو مرسته کوونکو ادارو هم په افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي دي. د بشري حقونو ملاتړو اندېښنه ښکاره کړې چې له دې امله به په افغانستان کې اقتصادي بحران نور هم زیات شي. د بشري حقونو د څار سازمان د جنورۍ پر دوولسمه په خپل کالني رپوټ کې ویلي، چې طالبانو د وړم کال په اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته په پراخه کچه پر ښځو داسې قوانین او تګلارې عملي کړې دي چې وایي د هغوی ټول بنیادي حقونه یې ترې اخیستي‌ دي. امریکې هم یو ځل بیا د افغانانو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړې دي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په خبري غونډه کې طالبان وغندل ځکه چې وایي له افغانانو یې ازادي اخیستې ده. نیډ پرایس وایي طالبانو واک ته له رسېدو وړاندې په دوحه کې ژمنه کړې وه چې د افغانانو د هر ډول حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د تعلیم، کار، سیاست او نورو ټولنیزو فعالیتونو کې به هیڅ ډول خنډ نه جوړوي، خو وایي هغه ژمنې یې پوره نه کړې.

13.01.2023 ډیوه

پاکستان کې صعنتونو ته د خام مال کمښت، سوداګر وایي راتلونکي کې ګڼ بحرانونه سر راپورته کولی شي

سوداګر وایي په پاکستان کې د ډالرو دکموالي له امله صنعتونو ته د خام مال کمښت نور هم زیات شوی دی. دسوداګرو په وینا د پاکستان برامدات له وړاندې څخه اغیزمن دي او په راتلونکي کي د خلکو د خوراکي توکو نه علاوه  د ژوند د نورو ضرورتونو دبحران خطرې سر راولاړولی شي او د صنعتي مرکزونو د تړل کیدو له امله د نورې ګرانۍ او بې روزګارۍ خطر هم زیات دی . دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان مرکزي بینک په هیواد کې د بنیادي ضرورتونو دتوکیو د درامد اجازه ورکړې خو اقتصادی پوهان وایي پاکستان هرکال د 25 نه 30 اربو ډالرو پورې بهرنیو پانګونو ته اړتیا لري او که داسې ونه شي نو پاکستان به د دیوالیه کیدو د خطر سره مخ وي. د خیبر پښتونخوا دچیمبر آف کامرس او انډسټري پخوانی مشر زاهد خان شینواری وي او ای ډیوه ته وایي  د پاکستان 90 فیصده صنعت په درامدي خام مال اډانه دی او په دې ورستیو کې د ډالرو د کمی له امله د خام مال ستونزه نوره هم زیاته شوې ده . هغه وایي د مرکزی بینک له خوا ایل سیز نه پرانستل کیږي اؤ که اجازه ورکړی شي هم خو بیا د بینکونو څخه ډالرې نه ترلاسه کیږي او له دې امله ټول صنعت د بحران ښکار دی . زاهد شینواري ویره څرګنده کړه چې په مقامي مارکیټ کې د بنیادي ضرورتونو ، خوراکي توکیو او د روزګار دبحران خطر زیات شوی دی. "د امروزه سامانونو او  خوراکي توکو کارخانې په بندیدو دي او امکان لري چې دهر قسمه شیانو په مارکیټ کی کمی راشي، برامدات مکمل ولاړ دي او مقامي مارکیټ کې هم د غټ بحران خطر دی" ورځپاڼه بزنس ریکارډر د صنعتي سرچینو له قوله وایي په ملکی کچه د صنعتو سره د خام مال ذخیره د 3 نه تر 6 میاشتو پورې پاتی ده او امکان دی چې په ملک کې په غټه کچه صنعتونه د خام مال د کمي له وجې خپل فعاليتونه ودروي. خو مرکزي بینک وایي تیره میاشت  د دسمبر په 28مه نیټه د بنیادي ضرورتونو توانایۍ ، خوراکي توکیو او برامدي خام مال دپاره د ایل سیز پرانستلو اجازه ورکړل شوې خو په ملک کې د غیر ملکي زرمبادلې د ذخیرې د کمي له وجې بینک هڅې کوي چې کم نه کم ډالر د ملک نه بهر لاړ شي.  اقتصاد پوهه سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي په تیکنیکی توګه پاکستان د دیوالیه کیدو پغاړه ولاړ دی او نه شي کولی چې د ولس ضرورتونه پوره کړي. هغه وایي راتلونکو 6 میاشتو کې پاکستان ته 12 اربه ډالره پورونه ستنول دي او امکان لري چې دې کې د څه پورونو د ستنولو موده وغځولی شي خو بیا هم پاکستان غیر ملکي پانګونو ته اړتیا لري. "مونږه به د دیوالیه کیدو په غاړه ولاړ یو تر څو چې هر کال پاکستان ته 30 اربو پورې پانګونې نه وي شوې چې یو کال نیم پورې دا بوج اوچت کړی شی" مرکزي بینک وایي بینک سره دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره د 4.5 اربو ډالرو نه هم راکوزه شوې ده او هم ددې له امله په ملکي کچه د وړاندې نه د دګاډو اوټیکسټایل صنعتونه ودریدلي دي چې پکې په سلګونو خلکو روزګار کولو. داقتصادی په وینا دې سره به د پاکستان  قامي پرمختیا هم اغېزمنه شي کومه چې د سیلابونو له وجې د 2نه تر 3 فیصدو پوری اټکل شوې ده .

13.01.2023 ډیوه

انتظامیې سره له مذاکراتو وروسته جنوبي وزیرستان کې احتجاجي‌پرلت ختم کړل شو

د یوې اوونۍ داحتجاجي پرلت کولو وروسته د کوز جنوبي وزيرستان دامن اولسي پاڅون دمشرانو او ضلعي انتظاميي ترمينځه مذاکرات کامياب شوي او تړلي لارې بيرته پرانستل شوې دي۔ دسیمې خلک وایي تر مذاکراتو وروسته پولیسو په وانه بازار کې د امنیت د ټینګښت د پاره ګامونه ټینګ کړي دي.  د ولسي پاڅون یو مشر او د مذاکراتو د کمیټۍ غړي ایاز وزیر وي او ای ډیوه ته وویل ضلعې انتظاميې له څو ورځو راهسې دوی سره خبرې اترې کړي دي . دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې ځنډول شوی چې پرون د انتظامیه مشر مرستیال کمشنر محمد ناصر خان، د ضلعې د پولیسو مشر ډي پي او شبير حسين او ای سي وانه ياسر سلمان خان کنډي د تحصيل وانا چيرمين مولانا صالح وزير سره د احتجاج ځای ته ورغلي و او دوی ته یې د غوښتنو منلو ډاډ ورکړو . مرستیال کمشنر میډیا ته دحال تیرولو پرمهال ویلي د دوی ټولې غوښتنې اییني او قانوني دي، ټولې غوښتنې منل شوي او ډېر زر به د دغو ټولو غوښتنو عملي کول پيل کړي.  هغه ویلي دامنیت ټینګښت دحکومت زمه داري ده او دپولیسو ترڅنګ نورې امنیتي ادارې د امن په ساتلو بوخت دي او چاته به دغلته د ناامنۍ جوړولو اجازه ور نه کړي.  په کوز جنوبي وزیرستان واڼه کې د ناامنۍ پرضد او د امن د پاره ولسي پاڅون تبره اوونۍ د جمعې د ورځې نه پېل شوی و. داحتجاج کوونکو وینا وه چې په سیمه کې د بد ترینې ناامنۍ سره مخ دي اؤ دلته په جبر بې درکۍ، د عملیاتو پرمهال دعام ولس ځورونه، پېسو د پاره دخلکو تښتول او دهدفي وژنو ترڅنګ د کاروباري خلکو نه قلنګ اخستل دومداره دي. احتجاج کوونکو ویل دوي د امن د پاره یو شمیر ولسي غونډې کړي خو د امنیت د پاره ګام نه اخستل کیږي او علاقه د وسله والو او د پاکستان د پوځ ترمینځ د اوږدې مودې نه دجنګ میدان جوړ شوی ځکه  مجبور شوي چې په احتجاجي پرلت لاس پورې کړي.  د احتجاج یو بل ګډونوال او په علاقه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال فرمان وزیر وایي دوی دا پرلت ځنډولی او که په یوه میاشت کې په دې غوښتنو عمل نه ونه شو بیا به یې پېل کوي.  د واڼه بازار نه یو ځایي تن عابد وزیر وي او ای ډیوه ته وویل د دوی غوښتنې د امنیت د ټینګښت دي . هغه زیاته کړه په واڼه سیمه کې په زیات شمیر سره پولیس عسکر اؤ د ایف سي ځواکونه په ګزمه لیدل کیږي ،چې ترمخه یې د تورو شیشو دګاډو پرضد کاروایي روانه ده او د نوو مورچو په جوړولو هم لاس پورې کړی شوی دی.  هغه زیاته کړه په بازارونو کې د پولیسو لخوا اعلانونه کیږي چې په بې لایسنسه وسله مکمل بندیز دی او چې چا سره ونیول شي  قانوني چلند به ورسره کیږي. د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ عملیات کړي او دا سیمه یې له ترهګرو پاکه ګرځولې خو په دې ورستیو کې دا سیمې د وسله والو او د پاکستان د پوځ ترمینځ د اوږدې مودې نه دجنګ میدان جوړ شوی. دغلته زیات بریدونه د افغانستان دپولې ترڅنګ سیمو کې کیږي چې پکې دواړو خواو(پوځ اؤ ترهګرو) یو بل ته د زیانونو اړولو دعوې کوي. د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ضلعو کې دتير کال اګست د میاشتې راهسې د سوات نه پېل شوي د امن پاڅونونه او مظاهرې دوام لري. دې امن احتجاجونو ته د خېبرپښتونخوا دحکومت  له لوري کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی خو د امن په اړه د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ويلي "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي "

13.01.2023 ډیوه

د پاکستان اقتصادي مشکلات هم هغسې په ځای دي، د بهرنیو اسعارو ذخيره یې يوازې څه دپاسه 4 اربه ډالر پاتې ده

د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف د متحده عرب اماراتو د سفر په مهال ددغه هېواد له لوري د دوو اربو ډالرو دپور د بېرته ستنولو دنېټې غځولو او د نور یو ارب ډالرو د پور ورکول کیدو باوجود دپاکستان اقتصادي مشکلات لا نه دي کم شوي او د هېواد د مرکزى بینک سره د غېر ملکي زر مبادلې ذخيره يوازې 4 اربه او 30 کروړه ډالره پاتې شوې ده چې په ګرانه به د دريوؤ اوونیو د درامداتو اړتياوې پوره کړي. د اقتصادي چارو کارپوهان د متحده عرب اماراتو څخه ترلاسه کړي مالي اساني په سمندر کې د څاڅکي په معنا بولي او وايي تر څو چې د ايي اېم اېف سره درېدلی د قرض پروګرام پځائ شوی نه وي نو د پاکستان اقتصادي ستونزې به ورځ تربلې سېوا کېږي. دپاکستان مرکزي بینک ویلي چي د زرمبادلې په ذخیره کې راغلی کمی د بهرنيو پورونو بېرته ستنولو له کبله شوی او پاکستان د جنورۍ په 6مه نېټه  نزدې 1 ارب او 20 کروړه ډالره قرض بېرته ورکړی دی. د پاکستان د مرکزي بینک لخوا دجاري شوؤ  نوؤ شمېرو وروسته د هېواد سره پاتې د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرې به په ګرانه د دريوؤ اوونیو درامدي ضرورتونه پوره کړي. دا په تېرو نهو کلونو کې د زر مبادلې د ذخېرې تر ټولو ټيټه کچه ده. د پاکستان د شمارياتو محکمې له لوري د جارى کړی شوو شمېرو له مخې د حکومت د وروستيو سختو ګامونو په پرتله د تېر نومبر او دسمبر په دوو مياشتو کې د پاکستان د مياشتې درامدي بل 5 اربو اؤ 10 کروړو ډالرو ته رسېدلی او زياتوي چې د زر مبادلې لويه برخه د تېلو او انرژۍ په درامد کولو کې مصرف شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا وخت د سخت سياسي اړي ګړي او د ډالرو د کمي شديد بحران سره مخامخ دی او د حکومتي هڅو باوجود هم د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم اېف سره د قرض پروګرام نه دی بحال شوی. که څه هم د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف د متحده عرب اماراتو د سفر په مهال پاکستان توانېدلی چې ددغه هېواد څخه د ورپورې 2 اربو ډالرو د پور ستنولو نېټه وغځوي او د 1 ارب  ډالرو نوز قرضه ترې هم ترلاسه کړې خو د اقتصادي چارو کارپوهان د متحده عرب اماراتو دغه مالي اساني د پاکستان لپاره په سمندر کې د څاڅکي په معنا بولي. مطبوعاتي رپورټونه وايي ددې باوجود د پاکستان څخه بهر ته د ډالرو تګ دوامداره دی چې له امله یې په ببنک کې د يو امريکايي ډالر نرخ د 228 او په پرانستي مارکيټ کې د 238 روپو څخه اوړېدلی دی. د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه ته وايي 1 ارب ډالر به په مشکله سره د پاکستان د مياشتې لګښتونه پوره کړي او زياتوي داسې پېسې مصرف کېدای نه شي او دا يوازې د زر مبادلې په ذخیره کې د اضافې لپاره اېښودل کیږي. ښاغلی پاشا وايي پاکستان دا وخت بد،بد ګېر دی او تر څو چې د ايي اېم اېف پروګرام نه وي بحال شوی نو تر هغې پاکستان نه خو د کمرشل بېنکونو څخه قرضې اخستی شی او نه په نړيوال مارکیټ کې خپل بانډونه خرڅولی شي. تېره ورځ د پاکستان د سېلاب ځپلو لپاره د جنېوا په کانفرانس کې د لسو اربو ډالرو څخه د زياتو مرستو اعلان شوی خو څېړونکي وايي دا به يوازې د سېلاب ځپلو خلکو په بحالۍ او بيا رغونه کې په راتلونکو دريوؤ کلونو کې مصرف کولی شي خو د پاکستان د غورځېدونکې زر مبادلې ذخیرې نه شي سېوا کولی. د زر مبادلې د غورځېدونکې ذخېرې له امله پاکستاني روپۍ هم په پرله پسې ډول د امريکايي ډالر په وړاندې خپل قدر د لاسه ورکوي او د نړیوال بینک ترمخه په تېرو څو میاشتو کې پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابله کې خپل ارزښت 14 فيصدى بایللی دی. د اقتصادي چارو څېړونکي وايي د بهرنیو قرضو بېرته ستنول هم د مسلم لیګ نواز ګوند په مشرۍ د اتحادي حکومت لپاره يو ستونزمن کار ګرځېدلی ولې چې پاکستان لا هم د اقتصادي سقوط په څنډه ولاړ دی. د مالي چارو کارپوهه شهريار بټ ډيوه ته وايي پاکستان ته به د روانې مياشتې نه تر جون مياشتې پورې 16 اربه ډالره پکار وي. هغه وايي تر څو چې د ايي ایم ایف پروګرام بحال نه شي نو هېواد ته به په ورپېښو اقتصادي ستونزو کې  اضافه کېږي او ددې اخري چاره د ايي اېم اېف قرض پروګرام بحالېدل دي. ښاغلی بټ وايي حکومت په دې اړه ځينې ګامونه پورته کړي او د ګېس بېعې یې سېوا کړي خو باید چې د انرژۍ په څانګه کې د ګردشي قرضو کمولو ته هم پام وکړي. د اقتصادي چارو د څار  نړیوالې ادارې ورلډ اکنامک فورم هم په خپل تازه راپور کې د پاکستان لپاره تر کال 2025 پورې په لويو لسو خطرو کې د خوراک کمی لويه خطره ګرځولې ده او وايي  په داسې  حال کې کې پاکستان لا هم د اقتصادي سقوط د ګواښ سره مخ دې. نړيوال بینک په خپل وروستي رپورټ کې د روان مالي کال دوران د اقتصادي ودې تر 2 فيصدى پورې د کېدو اټکل کړی او ویلي یې دي چې د اويايمې لسيزې راپدیخوا پاکستان د ګرانۍ کچه تر 24 فيصدى پورې رسېدلې ده او اقتصاد پوهان اندېښنې ښايي که پاکستان دېواليه شو نو د ګرانې کچه تر 60 فيصدې پورې ختلی شي.

13.01.2023 ډیوه

د کندهار علماو شورا ته د يان ايګلنډ ليک: پر نجونو د تحصيل او کار بنديزونه ليرې کړئ

د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي سرمنشي یان ایګلنډ په کندهار کې د طالبانو والي او د دیني عالمانو شورا ته یو لیک کې لیکلي، د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې په افغان نجونو د زده‌کړو او کار بندیز د ویجاړونکو پایلو په اړه طالب مشران خبر کړي. دا لیک د یان په رسمي ټویټرپاڼه خپور شوی. په دې لیک کې د یان ایګلنډ له قوله د کندهار والي او د دیني عالمانو شورا ته په خطاب کې لیکل شوي، خبر شوی چې نور هغوی له ده سره د کتنې لپاره منتظر نه‌شي پاتې کېدای، خو ایګلنډ کندهار ته د خپل سفر د ځنډ لامل د هوا خرابوالی بللی. خو د کندهار د والي ویاند حاجي زید بیا ازادي راډیو ته وویل، دوی یان ایګلنډ ته د لیدنې د لغوه کېدو خبر نه‌دی ورکړی. هاخاو د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي سرمنشي هم هیله ښودلې چې بیا به هم هڅه کوي مخامخ او یا هم په انلاین ډول د کندهار والي او د دیني عالمانو شورا غړو سره خبرې وکړي. یان ایګلنډ په دې یادښت کې ځینې نورو مهمو ټکو ته هم اشاره کړې ده. هغه لیکلي، هغه مهال چې دې خبر شو چې طالبانو په افغان نجونو او ښځو زده‌کړې او کار بندیز ولګاوه حیران شو، ځکه د ده له قوله، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، طالب چارواکو په ځلونو په دوحه، اوسلو، اسلام‌اباد او کابل کې دوی سره ژمنه کړې چې افغان نجونو او ښځو ته به د زده‌کړو او کار زمینه برابروي. یان زیاتوي، که څه هم د طالبانو پلاوي د دوی په کارونو له څار وروسته کومه ستونزه و نه مونده، مګر بیا یې هم بې له دې چې دوی ته خبرداری ورکړل شي، ښځې په نا دولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې. یان ایګلنډ وايي، د افغانانو له دود سره سم دوی نه‌شي کولای د نارینه‌و په وسیله ښځو ته مرستې ورسوي، له همدې امله تر هغه چې د دوی ښځینه همکارانو ته د کار اجازه ور نه کړل شي، دوی به خپل فعالیتونه پیل نه ‌کړي. د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي سرمنشي غوښتنه کړې چې هر څه افغان نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار د اجازې په اړه نوی فرمان صادر شي، څو افغانستان په راتلونکې کې ښې ډاکټرانې، انجینرانې، ښوونکې، نرسانې او ماهرې کارکوونکې ولري. هغه ژمنه کړې چې نجونو او ښځو ته د کار په اجازې سره به بیا هم دوی د افغانستان ټول دودیز اصول مراعتوي. یان ایګلنډ د تېرې یک‌شنبې په ورځ کابل ته راغی، څو طالب مشران په دې قانع کړي چې افغان نجونو او ښځو په نا دولتي مؤسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي. هغه هیله ښودلې وه چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره به هم وګوري. له کله چې طالبانو په نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز ولګاوه، د نږدې ۹۰ سلنه نا دولتي چارې په افغانستان کې په ټپه او یا هم جزوي توګه ودرېدې، هغه چې له وړاندې بحران سره مخ افغانان یې نور هم وځپل.

13.01.2023 ازادي راډیو

فواد چودري: د پښتونخوا اسمبلي به د خالي په ورځ ماته کړی شي

د پاکستان تحریک انصاف فواد چودري ویلي، د پنجاب وزیراعلا پروېز الهي د پنجاب اسمبلۍ ماتولو سمري لاسليک کړې او ګورنر يې ته لېږلې ده، او د خېبرپښتونخوا اسمبلي به د خالي/ شنبې په ورځ [14 جنورۍ] ماتولی شي. نوموړي دغه اعلان تيره شپه په خبري غونډه کې کړی دی.

13.01.2023 ډیوه

د بخښنې سازمان: د امنیت شورا غونډه کې دې د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو پر لیري کولو تمرکز وشي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې سره هم مهاله، د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې دغه شورا دې نه یوازې داچې له طالبانو څخه پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د ژر تر ژره لیري کولو غوښتنه وکړي، بلکې د هغه کسانو ځپل دې هم پای ته ورسوي چې د د غه محدودیتونو په اړه غږ پورته کوي.

13.01.2023 امریکا غږ

ایګلنډ د طالبانو علماو شورا ته: د نجونو زده کړو او ښځو کار اجازې په اړه دې نوی فرمان صادر شي

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ین ایګلنډ د طالبانو حکومت علماو شورا څخه غوښتي چې د دغه هیواد په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز لیري کولو په اړه دې  یو بل فرمان صادر شي.

13.01.2023 امریکا غږ

افغانستان کې د هوا یخه څپه؛ د سالنګونو لار د تند بادونو او طوفانونو له امله بنده شوې

د واورې او بارانونو سره هم مهاله افغانستان ته د هوا یخې څپې رارسېدو سره مهاله، د  طالبانو حکومت فواید عامې وزارت د تېز باد  او تندو طوفانونو له امله د ترافیکو پر مخ د سالنګونو لویې لارې د بندېدو خبر ورکړی دی.

13.01.2023 امریکا غږ

د نقيب مسید د وژنې پينځه کاله وشو خو قضيه تر اوسه په عدالت کې روانه ده

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد پينځه کاله وړاندې په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی، په ياده پېښه سپريم کورټ از خود نوټس اخستی او د هغه وخت د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نقيب کورنۍ ته د انصاف ورکولو ويلي خو ياده قضيه اوس هم په عدالت کې ده.

13.01.2023 ډیوه

څېړونکي: اېم کيو اېم د مقتدره قوتونو په خوښه مات شوی او اوس بيا يو ځای شو

څيړونکي وايي متحده قومي مومنټ [پاکستان] ګوند چې د کله نه جوړ شوی د پاکستان اسټبلشمنټ يا مقتدره قوتونو چلولی، مقتدره قوتونو ياد ګوند ډلې ډلې کړی او اوس یې بيا دا ډلې رايو ځای کړې.

13.01.2023 ډیوه

نړيوال اقتصادي فورم: پاکستان اوس هم د ديواليه کېدو د خطرې سره مخ دی

نړیوالې اقتصادي ادارې [ورلډ اکنامک فورم] اندېښنه څرګنده کړې چې پاکستان ته اوس هم د ديواليه کېدو خطره ده او د 2025 پورې دغه هيواد ته په ورپېښو خطرو کې تر ټولو غټه خطره د خوراک د کمي ده.

13.01.2023 ډیوه

روسیې په اوکراین کې د جګړې لپاره د پوځ لوی درستیز نوی قوماندان ټاکلی

د روسیې دفاع وزارت پنجشنبه جنوري ۱۲ (مرغومي۲۲) په اوکراین کې د جګړې د مشرۍ لپاره خپل تر ټولو جګپوړي جنرال ټاکلی دی.

13.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more