شاته

کریس هپکینز د نیوزلنډ نوی صدراعظم شو

د نیوزلنډ د مخکنۍ صدراعظمې جسیندا اردرن له غیر مترقبه استعفا وروسته نن چهارشنبه جنوري ۲۵ (سلواغه پنځم) کریس هپکینز د دغه هېواد د ۴۱ صدراعظم په توګه وټاکل شو.

کریس هپکینز ۴۴ کلن دی او په ۲۰۰۸ کال کې د نیوزلنډ د پارلمان غړی شو. هپکینز د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د کووید۱۹ سره د مبارزې وزیر وټاکل شو او بیا د پولیسو وزیر شو. هغه همدغه راز د جسیندا اردرن په کابینې کې د تعلیم او عامه خدمتونو وزیر هم پاتې شوی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې په اقتصادي برخې باندې به ډېر تمرکز وکړي.

هپکینز په خپلې افتتاحیه وینا کې وویل چې «دا زما د ژوند تر ټولو لوی امتیاز او مسئولیت دی. زما په مخکې چې کومې ستونزې [ننګونې] شته، له هغه انرژي اخلم» او کار ته لیوال دی.

کارمل سپولوني د هغه مرستیال ټاکل شوی دی. هغه د نوي صدراعظم څخه مننه وکړه چې پرې یې باور کړی.

نوی صدر اعظم به د اکتوبر تر ۱۴ نېټې پورې، چې انتخابات کېږي، د صدارت په څوکۍ ناست وي. لا معلومه نه ده چې د هغه کارګر ګوند به هغه د خپل کاندید په توګه انتخاباتو ته ودروي که نه.

په نیوزلنډ کې په هرو دریو کلونو کې یو ځل انتخابات کېږي او رایه ورکوونکي دوه ډوله رایه ورکوي: یوه رایه د خپلې خوښې ګوند او بله رایه د پارلمان کاندیدانو ته.

جسیندا اردرن، چې شپږ کاله مخکې د نیوزلنډ صدراعظمه شوه، د نړۍ ځوانه رهبره ګڼل شوې وه. هغې تېره پنجشنبه له خپل مقام څخه استعفا وکړه. هغې وویل چې شپږ کاله یې کار وکړ او نوره د کار حوصله نلري.