شاته

امریکا او اروپايي ټولنه: د افغان ښځو او نجونو په څنګ کې درېږو او د حقونو ننګه یې کوو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په افغانستان کې له زده کړو څخه د ښځو او نجونو په محرومېدو یو ځل بیا انتقاد کړی او ویلي دي چې هېواد یې لا هم د افغان میرمنو او نجونو ترڅنګ ولاړ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن، د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۵ ( سلواغې پنځم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې اوس مهال افغانستان کې افغان میرمن او نجونې په سیستماتیک ډول د طالبانو له خوا له انساني حق څخه محرومې شوې دي.

ښاغلي بلینک افغان میرمونو او نجونو ته په خطاب کې ویلي: "مونږ ستاسو په څنګ کې دریږو او پرته د کوم خنډ څخه ټولو افغانانو ته د یوباکیفیته تعلیم په برخه کې د برابر لاسرسي غوښتنه کوو."

طالبانو په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې او مخ په زیاتیدونکي ډول باندې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې یو لړ بندیزونه ولګول. په دې بندیزونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز او د شپږم ټولګي څخه پورته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړو بندیزونه هم شامل دي.

د بلې خوا د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسول جوسپ بوریل، د ملګروملتونو د عمومي منشې د مرستیالې میرمن امینه محمد سره په کتنه کې د افغانستان پر حالاتو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي بوریل د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې اروپايي ټولنه د ملګروملتونو سره په ګډه د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو ترڅنګ دریږي.

امینه محمد تیره اونۍ افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په کابل، کندهار او هرات کې د طالبانو د چارواکو سره د ښځو په کار او د نجونو د تعلیم په مسلو خبرې کړي او له طالبانو څخه یې ددغو محدودیتونو د ژر لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو په تیرو نږدې ۱۷ میاشتو کې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د نایره کوهستاني، په نوم د ښځو د حقونو یوې فعالې امریکا غږ ته وویل:" په ټوله کې له نړۍ څخه د افغانستان د خلکو تمه داده، چې طالبان باید د رهبرۍ او له قدرت څخه لیرې شي."

د میرمن کوهستاني د وینا له مخې د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون باید نړیواله ټولنه پر طالبانو باندې فشار راړوي ترڅو دا ډله پر ښځو محدودیونه لیرې کړي او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ورکړي.

د میرمن کوهستاني په باور که د طالبانو پر وړاندې جدي اقدامات ونه شي، نو افغانستان کې به په تیرو دوو لسیزو کې د ښځو ټولې لاس ته راوړنې له منځه لاړې شي او دا ډله به پر ښځو نور محدودیتونه هم ولګوي.

تراوسه هیڅ کوم هیواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندل په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو ته درناوي او د تروریستي ډلو سره د طالبانود اړیکو پرې کولو پورې مربوط کړي دي.