شاته

جرمني یوکراین ته د خپلو ځانګړو ټانکونو استول تصویب کړل

د امریکا متحده ایالتونه او جرمني اوکراین ته پرمختللي ټانکونه ورکوي چې د روسیې په مقابل کې په روانې جګړې کې ورسره مرسته وکړي.

د جرمني د صدراعظم یو ویاند اولاف سکولز نن چهارشنبه جنوري ۲۵ (سلواغه پنځمه) په یوې اعلامیې کې وویل چې برلین به کیف ته د « Leopard 2» ۱۴ ټانکونه ورکوي. اعلامیه وايي چې دا ټانکونه به مستقیمآ د جرمني ځواکونو له پوځي ګودام څخه ورکول کېږي.

جرمني مقامات وايي چې د دغو ټانکونو د استعمال لپاره به په جرمني کې د اوکراین ځواکونه روزي او لوژیستک او مهمات به هم ورته برابروي.

ټاکل شوې چې د جرمني صدراعظم سکولز به د چهارشنبې په ورځ ناوخته د خپل هېواد پارلمان ته دا تصمیم رسمآ اعلان کړي. د جرمني دا پرېکړه داسې مهال اعلانېږي چې متحده ایالتونه هم اوکراین ته د « M1» ابراهمز ټانکونو په ورکولو غور کوي.

والسټریټ ژورنال تېره ورځ راپور ورکړ چې د واشنګټن دا پرېکړه له جرمني سره د دپلوماتیک تفاهم یوه برخه ده چې اوکراین ته به « Leopard 2» ټانکونه استوي.

امریکایي رسنۍ وايي چې واشنګټن په دې غوره کوي چې څه باندې ۳۰ مغلق ټانکونه د اوکراين جګړې ته واستوي. یو امریکايي مقام چې په دې مسئلې خبر دی امریکا غږ ته وویل چې سپینه ماڼۍ د دې پلان په نهايي کولو کار کوي خو اوکرایني ځواکونه به وخت ته اړتیا لري چې په جګړې کې ددغو ټانکونو په استعمال پوه شي.

دغه چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له کبله نغواړي نوم یې خپور شي، وویل چې دا ټانګونه به د «پنټګان یوکراین امنیتي ابتګار» له لارې کیف ته ورکول کېږي.

د «پنټګان یوکراین امنیتي ابتکار» د متحدو ایالتونو دفاع وزارت ته اجازه ورکوي چې د دفاعي شرکتونو او یا نورو منابعو څخه وسلې او مهمات وپیري او مستقیمآ یې د امریکا د وسلو له ګودامونو څخه وانخلي.

دغه مقام وايي چې ممکن امریکا د « M1 Abrams » ټانګونه له نورو هېوادونه څخه وپیري، او اوکراین ته یې تر استولو مخکې برابر او ورغوي.

په همدې حال کې د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د امریکا او جرمني د دغو پرېکړو هرکلی کړی دی. ده هم ژمنه کړې وه چې اوکراین ته به د خپل هېواد « Challenger 2 » ۱۴ ټانکونه ورکوي.

نوموړي په خپل ټویټر کې دا د «د ناټو د متحدینو او ملګرو په ځای پرېکړه بللې» چې په خبره یې «د اوکراین دفاعي ځواک» به غښتلی کوي.

هغه لیکلي دي: «په ګډه خپلې هلې ځلې زیاتولی شو چې مطمین شو اوکراین دا جګړه ګټلای شي او دایمي سوله تامین کړو.»

په همدې حال کې په واشنکټن کې د روسيې سفیر انتوني انتونوف د سفارت په فیسبوک کې د امریکا دا ممکنه پرېکړه د روسیې په «ضد یو بل پاروونکی ګام» بللی دی. هغه لیکلي دي چې « دا ښکاره ده چې واشنګنټن قصدآ غواړي چې یوه ستراتېژیک ماتې په موږ وتپي». سفیر لیکلي دي چې د «امریکا ټانکونه به هم د ناټو د نورو پوځي وسايلو په څېر ویجاړ» کړل شي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دمتري پسکوف دا «ناکام پلان» وباله او وویل چې د جرمني او امریکا ټانکونه به هم د «نورو په څېر وسوځول» شي.

روسیې تېرکال په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی او له اوکراین سره پوخي او بشري مرستې کوي چې د مسکو په ضد دا جګړه وګټي.