ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ناټو پخوانی جنرال د چک جمهوریت ولسمشر شو 

متقاعد جنرال پیټر پاول، د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۸ د چک جمهوریت ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. 

28.01.2023 امریکا غږ

طالبانو د خصوصي پوهنتونو د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د مخنیوي امر وکړ

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې نجونو ته د راتلونکې میلادي میاشتې د کانکور په آزموینه کې د ګډون اجازه ورنکړي.

28.01.2023 امریکا غږ

د هند دوه جنګي جېټ الوتکې غورځېدلي

واشنګټن – د هند دوه جنګي جېټ الوتکې د روزنې د عملیاتو پر وخت غورځېدلې دي. د هند هوايي ځواک ویلي، چې د شنبې یا خالي‌ د ورځې په دغه پېښه کې له دریو ښکېلو پیلوټانو څخه یو یې مړ شوی دی. دوی ویلي، یاده پېښه د مدیا پرادیش مورینا ځای ته څېرمه شوې. سیمیزو رسنیو راپور ورکړی چې په پېښه کې له غورځېدلو الوتکو څخه یوه سخوی (Sukhoi-30) او بله مېراج(Mirage 2000 )  ډوله وه.

28.01.2023 ډیوه

د برتانيې دفاع وزارت: روس ممکن د نوي کال د شپې مړي کم ښودلي وي

واشنګټن- د برتانيې د دفاع وزارت ويلي چې دا تر ډېره حده امکان لري روس د نوي کال په شپه د دونیڅک ښار په ماکيوکا سيمه کې د اوکرايني ځواکونو په بريد کې د 300 نه زيات پوځيان بايللي وي خو شمېر يې کم ښودلی وي. ياد وزارت د خالي- شنبې په ورځ ویلي، په دې باور لري چې د روس اکثريت پوځيان لا خو وژل شوي او لا غايب شوي دي خو وایي د ژوبل کېدو امکان يې نه ښکاري. د برتانيې وزارت ويلي د روس د دفاع وزارت په مشکله سره منلي چې د خپلو وژل شوو پوځيانو شمېر په ډاګه کړي او دغه شمېر د روس د وينا تر مخه 89 تنه دی. وزارت وايي امکان دی د روس وزارت جاج اخیستی وي چې په دې پېښه ضرور څه ووايي ځکه د ياد بريد په ترڅ کې روسي پوځي جنرالان د خؤرا نيوکو سره مخ وو. د برتانيې وزارت وايي د دوی استخباراتو په ټوېټر تازه حال ورکړی او وايي داسې لګي چې د روس ورکړی شمېر ريښتيا نه وي ځکه چې د دغه هېواد په اعلانونو کې تر ډېره غلط بياني موندل کيږي. وایي دا غلط بياني د وزارت په نظر کې روس ځکه کوي چې لوړ پوړي چارواکي د ډېرو وجوهاتو له سوبه نويو افسرانو ته د دې اجازت ورکوي او هغه بيا ځکه ريښتيا پټوي چې ځان د روس د تور لګولو او د څوکۍ نه د لرې کولو د عمل نه وساتي. د اوکرين چارواکو د جمعې په ورځ ويلي تېزه جګړه روانه ده او د روس د ميزايل په حمله کې لس عام وګړي وژل شوي او شل نور ژوبل دي. کيف وايي د دونیڅک سيمې په ختيځه برخه اوهليډار کې د روسي ځواکونو سره سخته جګړه روانه ده. 

28.01.2023 ډیوه

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

28.01.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

28.01.2023 امریکا غږ

د افغانستان او پاکستان تر منځ زیات شوي تجارت کې ډېره برخه د سکرو ده

واشنګټن - د نړيوال لا ولډ بېنک تازه رپورټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تېر کال لومړیو نهو میاشتو کې پاکستان ته د صادر شوو توکو برخه 65% پورې ښيي او وايي زیاتره صادر شوو توکو کې معدن، سبزي او تاري تولیدات یا مصنوعات دي. ‎د افغانستان او پاکستان د کاروباريانو او تاجرانو ګډ چيمبرز مشر خان جان الکوزي وي او ای ډيوه ته وويل د افغانستان د تجارت غټه برخه د معدنياتو ده چې پکې سکاره یا کوله، مرمر، کرومايټ او ټالک چې افغانان يې په شو کاڼي يادوي په چين او پاکستان خرڅيږي. ښاغلی خان جان تېر کال د افغانستان نه پاکستان ته د سکرو صادرات د 870 ملینو ډالرو پورې ښيي. ‎د پاکستان سره د کولې یا سکرو د تجارت په اړه الکوزي وويل دا يواځې د افغانانو تاجرانو کاروبار دی چې په خپل هېواد کې ياد معدن په افغانۍ کرنسۍ کې اخلي او بيا د پاکستاني شرکتونو او کمپنيانو سره شريک کاروبار او کارخانې لري. ‎“مونږ د افغانانو او پاکستاني کاروباريانو او سرمايه کارو په لاهور، کراچۍ، پېښور او ان په چمن کې شريکې کارخانې لرو”. افغانستان کې طالب واکمن نقدو پیسو ته اړتیا لري او پاکستان د انرژۍ د کمښت پورا کولو او په خزانه کې د لږو پیسو د چېلنج سره مخ دی. ځېني سوداګر وايي د سکرو د تجارت اوسنۍ بڼه دواړو خواو ته ګټه کوي. د ولډ بېنک رپوټ د تېر کال نهو میاشتو کې د افغان صاداراتو کچه نزدې 1.7 اربه یا ملیارډو ډالرو پورې ښيي. په رپوټ کې د پاکستان وروسته د افغان صادراتو بل لوی بازار هند دی. نزدې 20% صادارات هند او پاتې نور چین او ایران ته ځي. د افغان طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت چارواکي وايي حکومت يې د کومې بهرنۍ کمپنۍ سره رسمي قراداد نه لري او څومره تجارت او کاروبار چې کيږي دا شخصي شرکتونه او کمپنيانې کوي. د وزارت چارواکي د وي او ای اشنا د کابل خبريال ته ويلي “وزارت يې د هيڅ کوم بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد نه دی کړی او قرارداد د افغان کمپنيو سره شوی. هغوی چې يې چيرې خرڅوي د هغوی کار دی”. ‎د پاکستان سره د تجارت په اړه د طالبانو چارواکي سپيناوی کوي چې دا معلومه خبره ده چې قرارداد په افغانيو کې کيږي ځکه کمپنۍ د افغانانو دي خو وايي پاکستان غواړي د سکرو/کولې کاروبار په کالدارو لا پاکستاني روپو کې وکړي ځکه کالداره د بهرنۍ کرنسۍ د مشکل سره مخ ده. نړيوال بينک د افغانستان د اقتصاد په اړه ويلي د هېواد صادرات لا برامدات د کال 2021سره په پرتله د 2022 د جنورۍ نه د نومبر پورې نزدې 90% زيات شوي او 1.7 بيلين ډالرو ته رسېدلي. رپورټ وايي په ياد کال کې د افغانستان د مالييې د ټولولو نظام هم مظبوط شوی چې د مارچ نه د ډيسمبر پورې 1.54 بيلين ډالرو ته رسېدلی. ‎افغان اقتصاد پوهان وايي د افغانستان په صادراتو کې د زياتوالي غټ لاس د کولې پاکستان ته صادرول دي. خان جان الکوزی وايي د روان تجارت په اړه د افغانستان د حکومت او د پاکستان حکومت دومره اثر رسوخ ځکه نشته چې دواړه هېوادونه کوم رسمي قراردادونه نه لري. الکوزی وايي دواړه هېوادونه د ګومرک لا کسټم د حاصلاتو نه پرته بل کوم کار ورسره نه لري. ‎الکوزي وويل د کولې چې د خپل اصليت او تودوالي له کبله ورته جنس عالي ويل شوی، يو ټن اوس د دوه سوه ډالرو نه اوچت خرڅيږي چې د جنس د نړيوالې بيعې د کچې نه نزدې 10% په کمه بيه ورکول کيږي. ‎هغه وايي دا پخوا ډېر په ټيټه بيه خرڅېدله چې د يو ټن قيمت يې د شپېته ډالرو نه د اتيا ډالرو پورې و او زياته يې کړه د تېر په پرتله په کال 2022 کې د پاکستان سره نزدې 870 ميلينه ډالره تجارت شوی. د ټالک او شوکاڼي د خرڅ په اړه الکوزي وويل د دې زيات تجارت د چين سره کيږي او څه تجارت د پاکستان سره هم شته چې نزدې 80,000 ټنه صادرات د ورځې کيږي. الکوزی وايي دا معدن په کاسميټېکس او دوايانو کې پکار راځي. ‎“مونږ د دې معدن د توليداتو نزدې 35 کارخانې يواځې په ننګرهار کې لرو”. 

28.01.2023 ډیوه

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

28.01.2023 امریکا غږ

افغانستان کې د یخنۍ له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۱۶۶ ته لوړ شوی - چارواکی

طالب چارواکو د شنبې په ورځ جنوري ۲۸ (سلواغې اتمه) وویل چې په افغانستان کې د سړې هوا د څپې له امله د مړو شویو کسان شمیر ۱۶۶ تنو ته رسیدلی دی.

28.01.2023 امریکا غږ

د هند د هوايي ځواک دوه جنګي جټ الوتکې ټکر شوي؛ یو پیلوټ وژل شوی 

د هند د هوايي ځواک دوه جنګي جټ الوتکو د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۸ (سلواغې ۸) د پلازمېنې نوي ډهلي په جنوب کې د پوځي تمرینونو پر مهال ټکړ وکړ، یو پیلوټ ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

28.01.2023 امریکا غږ

سوداګر وایي د ډالر بیعې لوړېدو سره به پاکستان کې د توانایۍ اؤ خوراکي توکیو بیعې نورې هم وخیژي

څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا په پوليس پوستو يا څوکيو باندې شوي ځينې بريدونه د شپې په وخت ترسره شوي او د وسله والو له خوا په دې کې جديده وسله يا تهرمل سائټ ټيکنالوجې هم کارول شوې ده۔  پوليس چارواکو له خوا په روستيو کې ويلئ شوي ؤ د وسله والو له خوا تهرمل سائټ ټيکنالوجي په مردان، بنو، ډي ايي خان او پېښور کې کارول شوې ده۔  "د ترهګرۍ په پېښو نظر لرونکئ د پېښور خبريال طارق وحيد وي او اې ډيوه ته وويل دا ترهګرۍ په نوې څپه کې تاسو ته پته ده چې د ترهګرو تګلاره يا سټرېټجي بدله ده او تير کال تاسو وليدل چې ترهګرو سل يا دې نه زيات پوليس په نخښه کړي وو۔  هغه زياته کړه د ترهګرۍ په تيرو څپو کې ځينې مسلکونو خلک او د عبادت ځايونه په نخښه کېدل، عام وګڼي خو اوس يا پوليس او دې نه پس د امنيتي ځواک چارواکي په هدف کېږي۔  نوموړي وويل د ۸۰ فيصده نه زياتو پېښو کې پوليس سرتيرو په نخښه شوي دي۔  هغه دا هم وايي نګران حکومت پوليسو ته ډډګېرنه ورکړې چې د ترهګرۍ مخنيوئ وکړي او مونږ وليدل چې تيره ورځ دپوليسو مشر هم زړورې او په ښکاره خبرې وکړې ولې چې د تحريک انصاف پخواني حکومت د ترهګرۍ په ضد تګلاره شکمنه وه او نګران حکومت تګلاره هم واضحه ده"۔  په خېبرپښتونخوا کې د وسله والو په بريدونو کې زياتوالي په ترڅ کې خېبرپښتونخوا حکومت د دغو پېښو د مخنيوي د پاره د جديدې وسلې يا تهرمل سائټ ټيکنالوجۍ اخشتو پرېکړه يا فيصله کړې وه۔   د خېبرپښتونخوا پوليس چارواکي وايي د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې هغوئ د ځينې نه ولې د ټولې صوبې د پوليسو تربيت کولو پرېکړه هم کړې ده۔  "د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري تيره ورځ په پېښور پرېس کلب کې د خبريالانو د پښتنو په ځواب کې وويل د جنوبي سيمې چې په کې ټانک، ډيي ايي خان، جنوبي وزيرستان، لکي مروت، بنو او شمالي وزيرستان راځي په دغو سيمو کې تر ډېر هد او پورې پوليس تهاڼو يا پوستو ته جديده وسله (تهرمل سائټ ټيکنالوجي) چې د شپې ليدلو صلاحيت لري ورکړل شوې ده۔  هغه زياته کړه نورې چې کومې سيمې پاتې کېږي نو وخت په وخټ هغو ته هم وسله ورکولئ کېږي۔  د پوليسو مشر د يوې پښتنې په ځواب کې وويل هغوئ د ټولې صوبې د پوليسو تربيت کولو پرېکړه هم کړې ده چې د ترهګرۍ د پېښو مخنيوي وکړي۔  هغه وايي مونږ د ټولې صوبې پوليسو تربيت ځکه کول غواړو چې که يو ځائ نيم پاتې شي نو داسې نه چې اوبه په کمزوري ځائ ورشي نو ځکه مونږ بندونه جوړاول غواړو چې د ترهګرۍ مخنيوئ وکړئ شي" خبريالان وايي د پوليس چارواکو ته د جديدې وسلې ورکولو ترڅنګ هغوئ ته د خېبرپښتونخوا اوسني حکومت له خوا ډډګېرنه ورکول هم پکار ده۔  د خېبرپښتونخوا پوليس چارواکو په روستيو کې ويلي ؤ په کال ۲۰۲۲ کې د خېبرپښتونخوا په پوليس چارواکو باندې ۱۵۵ بمي چاودنې، هدفي وژنې او نور د ترهګرۍ بريدونه شوي او په کې ۱۱۸ پوليس وژل شوي او ۱۱۶ نور ژوبل شوي دي۔

28.01.2023 ډیوه

" د پاکستان د حکومت پر وړاندې جګړه حرامه ده"؛ د مفتي عثماني دغه وینا په څه معنا ده؟

مفتي تقي محمد عثماني، د پاکستان له مشهورو دیني علماوو څخه په دې وروستیو کې ویلي چې پاکستان یو اسلامي دولت لري او پر وړاندې یې هر ډول وسله واله جګړه "حرام او ناجایزه" ده. د ده دا خبرې افغانستان او پاکستان کې پراخ غبرګونونه پارولي دي. د مثلث په دې اونۍ کې د دغو غبرګونونو، د پاکستان مذهبي حلقې دا ډول څرګنونو لاملونه او پر پایلو مو، خبرې کړي دي.

28.01.2023 ازادي راډیو

ایچ آر ډبلیو: نړیوال عدالت دې په افغانستان کې د ټولو جنګي مجرمانو خلاف اغېزمنو خلکو ته انصاف ورکړي

واشنګټن ـــــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یا هیومن رایټس واچ د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې په جنګي جرمونو کې د ټولو لاس لرونکو تورنو کسانو خلاف د انصاف او د هغوی د سزا کېدو غوښتنه کړې ده. هیومن رایټس واچ وايي، څنګه چې د جرمونو نړیوال عدالت په افغانستان کې د ممکنه نړیوالو جرمونو په اړه خپلې څېړنې پیلوي نو دا ضروري ده چې د دا ډول جرمونو ټولو اغېزمنو خلکو ته انصاف ورکړل شي. د دې ادارې د اېشیا څانګې مشرې پېټریشیا ګوسمن د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي د افغانستان د شخړې د یوه اړخ جرمونو ته پام کول او د جګړې د اصل اغېزمنو خلکو له پامه غورځول به انصاف ته د رسېدو مخه ونیسي. مېرمن ګوسمن ویلي: "د 11م ستمبر له پېښې وروسته 2018م کال په افغانستان کې تر ټولو خونړی کال وو. امریکې او افغان حکومت هوايي حملې ځکه زیاتې کړې او سخت پوځي‌ اقدامات یې وکړل چې د طالبانو د ځواکمنېدو مخه ونیسي، په دې کال کې تر 500 زیات عام خلک ووژل شول." د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې پرون دا اعلامیه د 2018م کال د جنورۍ په 27مه د طالبانو له ‌خوا په کابل کې د جمهوریت روغتون مخې ته په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو په یاد خپره کړې ده. د کابل د جمهوریت روغتون مخې ته په یو امبولنس موټر کې د هغه ځانمرګي برید په نتیجه کې تر 100 زیات کسان وژل شوي او په لسګونو نور پکې ټپیان شوي وو چې ذمه واري یې طالبانو منلې وه. د بشري حقونو د څار ادارې مشرې په خپل بیان کې د هغې نجلۍ یادونه کړې ده چې تر هغه برید څو شېبې مخکې یو دوکان ته ننوتې وه خو په برید کې سخته ټپي شوې وه او له برید وروسته یې تر سترګو وینې روانې وې او ویل یې کوڅه یې له مړیو ډکه لیدلې وه. د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان په تېره جګړه کې په ځینو پېښو کې مخکینی جمهوري حکومت، امریکا او د اسټرېلیا په ګډون یو شمېر هېوادونه هم په غیرعدالتي وژنو کې ذمه وار ګڼلي دي. مېرمن پېټریشیا ګوسمن په خپل بیان کې ویلي: "د هماغه 2018م کال په اپرېل مياشت کې پر يوه مدرسه د افغان حکومت په هوايي برید کې تر 30 زیات ماشومان ووژل شول او 50 نور ټپيان شول، حکومتي چارواکو پر دې پېښه بخښنه وغوښته خو له هیچا سره یې حساب ونه کړ". دغه برید په شمالي ولایت کندز کې شوی وو، چې د زده کوونکو دیني‌ طالبعلمانو په ګډون په لسګونو کسانو په یوه مدرسه کې د دستاربندۍ په غونډه کې ګډون کړی وو. د بشري حقونو د څار ادارې تور پورې کړی چې د تېر حکومت پوليسو او ځانګړو ځواکونو د ماشومانو د جنسي ځورونو په ګډون د خلکو په دوامداره تښتولو او ځورولو کې هم لاس درلود، خو وایي په داسې کارونو تورن کسان نه عدالت ته مخامخ او نه سزا شول. په بیان کې راغلي د 2021م کال په اګست کې چې طالبان بیان واکمن شوي په افغانستان کې یې په غیرعدالتي وژنو او د خلکو په لادرکه کولو لاس پورې کړی او داسې تګلارې یې عمل کړې دي چې د ښځو او نجونو حقونه یې محدود کړي دي. د ایچ آر ډبلیو د اېشیا څانګې مشره پېټریشیا ګوسمن وایي: "طالبانو د دغو شدیدو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره تر اوسه هیڅ ګام نه دی اخیستی، د داسې کارونو ذمه واره کسانو په اړه پلټنه یا د هغوی خلاف قانوني ګام اخیستل خو لرې خبره ده". د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورې ادارې پر طالبانو تور لګوي چې له واک ترلاسه کولو وروسته یې د تېر حکومت او افغان ځواکونو یو شمېر غړي یې نیولي، ځورولي او په لسګونو یې وژلي دي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي‌ دي. طالبانو له تېر څه کم یونیم کال راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي، په ولسي‌ ژوند کې پر ښځو له نورو ګڼ‌ شمېر بندیزونو سره سره یې هغوی له پوهنتونونو او په کورنیو او نړیوالو غیرسرکاري ادارو کې له کاره هم راوګرځولې دي.

28.01.2023 ډیوه

اروپایي ټولنه: افغانستان کې ښځینه او نارینه سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ له افغان ښځینه او نارینه سوداګرو سره د دغه ټولنې او نړیوال بانک د استازو د لیدنې خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې هغوی اوس مهال له یو لړ ستونزو سره مخ دي.

28.01.2023 امریکا غږ

لکي مروت کې د وسله والو پرضد د امنیتي ځواکونو درانه هوایي اؤ زمکني علمیات روان دي

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې نن په دریمه ورځ هم د وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ او پولیسو شریک عملیات دوام لري.  د پاکستان پوځ او پولیس په رسمي توګه ددې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې یو امنیتي چارواکي وي او ای ډیوه ته تاید کړه چې لکی مروت ښار سره نزدې د کرم سیند په غاړه احسان پور سیمه کې د وسله والو دموجودیت په اطلاع ځنګل په ګیره کې اخستی. هغه وویل د عملیاتو پرمهال د جنګي چورلکو څخه یې د مشکوکو وسله والو په پټنځایونو ډزې کړي او په درنو وسلو یې هم ویشتلي دي. هغه ویل دوی د وسله والو کره استخبارتي مالومات تر لاسه کړي چې په دغه ځنګلونو کې پټې ځالې لري او له دې ځایه لکي مروت او نورو سیمو کې د بریدونو منصوبې جوړوي . هغه زیاته کړه چې دعملیاتو پرمهال وسله والو سره نښتې شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه دي ترلاسه کړي.   تیر ورځ تحریک طالبان پاکستان دې عملیاتو کې د پاکستان د پوځ  د دوو افسرانو په ګډون دشپږو عسکرو د وژل کېدو دعوی کړې وه خو دا دعوه تر دې مهاله نه ده تصدیق شوې. د لکي مروت پولیسو دمشر ضیاالدین ددفتر چارواکو ډیوه ته وویل د صدر او ډډیوالې تاڼو تر مینځ دکرم سیند په غاړه نن په دریمه ورځ عملیات دوام لري چې تر مخه یې په ضلعه کې موبایل سروس تړل شوی او انټرنیټي اسانتیاوې ځنډول شوې دي. د دوی په وینا په عملیاتو کې د پاکستان پوځ ته هوایي او زمکنۍ مرسته ترلاسه ده، ټوله علاقه په ګیره کې اخستل شوې او  جګړه روانه ده . احسان پور سیمه ښار سره نیزدې د کرمې سیند په غاړه جنوب کې موقعیت لري چې پکې څو واړه کلي شتون لري، او زیاتره سیمه یې په ځنګلونو مشتمله ده . د پنجاب میانوالي او د خیبر پختونخوا کرک ضلعو  سره په پوله دغه سیمه کې په دې وروستیو میاشتو کې په پولیسو باندې د ترهګرو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی. په نومبر کې هم د کرم سیند په غاړه په وانډ شهاب خيل سيمه کې د ترهګرو په بريد کې شپږ پوليس عسکر وژل شوي وو، په همدې مياشت کې له وسله والو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوی او د يوه افسر په ګډون دوه عسکر ټپيان شوي وو. په وانډه پشان سيمه کې له بريد يوه ورځ وروسته پوځ د کوبرا هيلي کاپټرو څخه د وانډا پشان په ځنګلونو کې د مشکوکو وسله والو پر پټنځایونو عملیات کړي وو. ځايي خلک وایي چې د عملیاتو پرمهال د درنو چاودنو غږونه اورېدل کیږي.  دوئ زیاتوي د عملیاتو له وجې په ضلعې کې کاروبار او نورو برخو کې عام ژوند متاثره شوی دی او خلک یې د سختې ویرې سره مخ کړي دي. ځینې امنیتي سرچینې وایي عملیاتو ته بنو نه نور عسکر بوتلل شوي دي اؤ  بل لوري ته د لکي مروت ضلعې حکومتي چارواکو لویه غونډه روانه ده چې پکې ددې عملیاتو جاج اخستل کیږي.

28.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more