ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


له خرابیدونکي بشري وضعیت سره د مخ هیوادونو لست؛ افغانستان دریم ځای کې دی

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیدنۍ ۲۳) د هغو ۲۰ هیوادونو لست خپور کړ چې د سخت بشري کړکیچ له خطر سره مخ دي. په دې لست کې افغانستان دریم ځای کې دی. د یادې کمیټې د بیړني نظارت په کلني فهرست کې لومړی ځای سومالیا او دویم ځای ایتوپیا خپل کړی دی. د ‌ژغورنې نړیواله کمیټه IRC وایي اقتصادي‌ کړکیچ په افغانسان کې بشړي اړتیا په دوامدار ډول پراخې کړي دي. د یادې کمیټې مشر ډیویډ میلبنډ وویل دغې کمیټې په تیر کال د نړیوال سیستم ناکامۍ تشخیص کړي خو اوس هم بشري اړتیاوي د جبري بیځایه کیدو او د خوراکي‌ توکو د کموالي‌ لامل شوي او دا وضعیت مخ په خرابیدو دی. هغه زیاته کړه، سږ کال د تیر کال په نسبت ۶۵ میلیونه ډیر کسان بشري مرستو ته اړ شوي دي او په نړۍ کې د بیځایه شویو شمیر څه باندې ۱۰۰ میلیونو ته رسیدلی دی. میلبنډ زیاته کړه، په هغو هیوادونو کې چې جګړه ده، هغه اسباب لکه سیمه ایز، ملي او نړیوال سیستمونه چې د بشري ناورین څخه یې د خلکو محافظت کاوه د له منځه تلو په حال کې دي. د ژغورنې د نړیوالې کمیټې د ۲۰۲۳ کال د بیړني نظارت کلنۍ لست ښکاره کوي چې بشري کړکیچونو ته باید د نړیوالو د رسیدګۍ تګلارې بدلې شي کوم چې سیاسي، اقتصادي، امنیتي او د اقلیم کړکیچونه یې په سر کې ځای لري. د یاد بنسټ په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به شاوخوا ۳۴۰ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا ولري او دې کسانو ته د ښو پروګرامونو د درلودلو په هدف، ډیرې بودیجې ته اړتیا ده. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې اټکل کړی په افغانستان کې به په ۲۰۲۳ میلادي‌کال کې ۲۸ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې په دې منځ کې ۱۳ میلیونه ماشومان دي. دې ټولنې همدارنګه ویلي ۲۰ میلیونه افغانان چې د هغه هیواد ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، له لوږې سره مخ دي او ۵.۷ میلیونه نور افغانان په ګاونډیو هیوادونو کې د مهاجرو په توګه ژوند کوي چې بشري مرستو ته اړتیا لري. له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم په افغانستان کې د معیشت د وضعیت د خرابیدو په اړه خبرداری ورکړی وو. دې کمیتې د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې وویل چې په افغانستان کې په لس ګونو زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د ورځنیو اړتیاوو په پوره کیدو کې له مشکلاتو سره مخ دي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې زیاته کړې:"له نړیوال ملاتړ پرته، وضعیت خرابیږي. د وضعیت د ډیر خرابوالي د مخنیوي په هدف په یاد هیواد کې ډیرو پانګونو ته اړتیا ده." دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د شاوخوا ۱۶ میاشتو حاکمیت وروسته، یاده ډله د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوې نده او د نوموړي هیواد اقتصاد هم سقوط ته نږدې دی.

15.12.2022 امریکا غږ

د ريکوډک منصوبې د ټيکسونو قانوني اختيار بيرته بلوچستان ته ورکول کيږي

د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن مشرتابه په ځانګړې توګه وزيراعظم شهباز شريف، د جمعيت علما اسلام ف او بي اين پي مينګل له مشرتابه سره تماس نيولی او باور يې ورکړی چې د دوی غوښتنې به ومنل شي او د رېکوډک اړوند مسله به حل شي.

15.12.2022 ډیوه

سوات: د امن کمېټۍ پخوانی غړی په ډزو وژل شوی

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په چارباغ تحصيل کې نامعلومه وسله والو د امن کمېټۍ پخوانی غړی په ډزو وژلی دی. د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

15.12.2022 ډیوه

امریکا د افریقا د روغتونونو لپاره د بریښنا رسولو پروژه اعلان کړه

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیدنۍ ۲۳) د افریقا روغتونونو ته د بریښنا د برابرولو یو نوښت اعلان کړ چې ارزښت یې ۱۵۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.

15.12.2022 امریکا غږ

مراکش ته له ماتې وروسته به فرانس له ارجنټینا سره د فوټبال د نړیوال کپ په فاینل کې لوبېږي

واشنګټن ـــــ په قطر کې د فوټبال په نړیوال کپ لوبو کې د سېمي فاینل دویمه لوبه د فرانس او مراکش تر منځ وشوه، چې فرانس په دوو ګولونو وګټله او پایلوبې ته ورسېد، خو مراکش له پاتې شو. مسلمان افریقایي هېواد مراکش د کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل سېمي‌ فاینل ته رسېدلی وو او په دې هیله وو چې فاینل ته په رسېدلو به یو نوی تاریخ جوړ کړي، خو په سېمي فاینل کې له ماتې خوړلو سره له نړیوال کپه بهر شو. د امریکا د فاکس ټي وي د لوبو چېنل کې څېړونکو د مراکش لوبډلې د کمال او مهارت ستاینه وکړه. هغوی ووېل د مراکش اوسنۍ لوبډلې چې د فوټبال په روان نړیوال کپ کې کومه لوبه وکړه دا به د مراکش نوی نسل تر ډېرې مودې یاد ساتي او ویاړ به پرې کوي. د فرانس ولسمشر ایمانویل مېکرون هم د خپل هېواد د ګڼ شمېر نندارچیانو او د خپلې لوبډلې د پلویانو غوندې د دوحې د فوټبال لوبو په میدان کې د لوبې لیدو ته ناست وو او د خپلې لوبډلې پوره ملاتړ یې کاوه. د فرانس له اړخه لومړی ګور تهیو هرنانډس د لوبې تر پیلېدو پینځه منټه وروسته وکړ او دویم ګول رېنډل کولومواني په 79م منټ کې وکړ، خو مراکش یې په جواب کې یو ګول هم ونه کړ. د فرانس لوبډلې له لومړي ګول وروسته د مراکش لوبغاړو پر مخالفې لوبډلې بریدونه زیات کړل، خو ګول یې ونه کړ او په لوبه کې د صفر په مقاله کې په یو ګول د منځ دمه یا وقفه شروع شوه. په دویمه نیمايي کې مراکش خپله تګلاره بدله کړه او د ګول کولو څو موقعې په لاس ورغلې، خو ونه توانېدل چې ګول ادا کړي، په همدې حال کې فرانس دویم ګول هم وکړ. له هغه وروسته هم د مراکش لوبډلې ښه زیار وکړ او په وروستیو څو منټو کې یې پرله پسې د ګول کولو هڅه وکړه خو کومه ګټه یې ونه کړه او فرانس لوبه د صفر په مقاله کې په دوو ګولونو وګټله. په نننۍ لوبه کې داسې شېبې هم ولیدل شوې چې د فرانس په مقابله کې د مراکش لوبغاړو زیات وخت بال د ځان سره ساتلی وو، دوی څو وارې په فرانس د ګول کولو هڅې هم وکړې. د لوبې په دویمه برخه کې یو ځل د مراکش د لوبغاړي په شا لور ته لته باندې ګول قابو شوی وو او بیا د لوبې اخر کې هم مراکش په فرانس وېره تېره کړه. فرانس د فټبال د تېر نړیوال کپ ګټونکې لوبډله ده او د لوبې ماهرینو د وړاندې نه دا اټکلونه کړي وو چې د سیمي فاینل د ګټلو لپاره د فرانس امکان زیات دی. د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ د فوټبال د دې روان نړیوال کپ په لومړۍ سېمي فاینل لوبه کې ارجنټینا کروشیا ته د صفر په مقاله کې په درو ګولونو ماتې ورکړه او فاینل ته ورسېد. د فیفا د فوټبال فاینل لوبه به د راتلونکي اتوار- یکشنبې په ورځ د فرانس او ارجنټینا د لوبډلې تر منځ کېږي.

14.12.2022 ډیوه

پېشبینۍ وایي کېدای شي هندوستان تر 2030م کال پورې د نړۍ دریم لوی اقتصاد شي

واشنګټن ـــــ د یوې مالیاتي سروې د پېشبینۍ له مخې د هندوستان اقتصاد د نړۍ په شتمنو هېوادونو کې ډېر په تېزۍ وده کوي او دې ته لاره هواروي چې تر 2030م کال پورې د نړۍ درېیم لوی اقتصادي طاقت شي. د وي او اې د خبریالې انجانا پاسریشا د رپوټ له مخې څنګه چې په هند کې کمپنۍ د هغوی د ریکارډ له مخې چټکه وده کوي او تنخاوې یې زیاتې کړې دي، دې کار مسلکي کسانو کې خوشبیني پیدا کړې ده. په نوي ډیلي کې د جیدیپ منچندا په نوم د بازار موندنې یو مسلکي تن- چې تازه یې یو نوی موټر اخیستی- وایي هندي کمپنۍ ډېره ښه وده کوي: "حتی زما په ملګرو کې هم ډېر خلک خپل کارونه بدلوي او ښو ځایونو ته ځي، خپله زموږ لپاره هم، زما مېرمنې په وروستیو کې یو نوی کار شروع کړ". د منچندا او د ده د مېرمنې تانیا ټنډن غوندې پېرودونکي کورنۍ غوښتنې مخته بیایي ځکه چې هند له کورونا وایرس وروسته ډېر په زور سره را پورته کېږي او د مثال په توګه د موټرو صنعت یې په تېر نومبر کې تر ټولو زیات موټر وپلورل. د پېشبینۍ له مخې په هندوستان کې نوې سرمایه کاري روانه ده، چې وایي دا به له هغو اکثرو هېوادونو سره مرسته وکړي چې پرمختګ یې ورو شوی دی. په اوکراین کې د روس د جګړې له کبله له پیدا شوي اقتصادي بحران سره سره تمه کیږي چې د هندوستان اقتصاد سږ کال هم تقریباً اووه فیصده وده وکړي. په نیویارک کې د «مورګن سټېنلې او ایس اینډ پي ګلوبل» په نوم د سرمایه کارۍ  د یوې کمپنۍ له وروستۍ پېشبینۍ سره سم  که د هندوستان اقتصادي وده همداسې په حرکت کې وي دا به ورسره مرسته وکړي چې جاپان او جرمني شاته کړي او د نړۍ دریم لوی اقتصاد شي. دا مهال امریکا او چین د نړۍ ستر اقتصادي قوتونه دي، خو د پیسو نړیواله اداره ای ایم ایف په پام کې لري چې هندوستان هم تر 2028م کال پورې دې مقام ته ورسیږي او د نړۍ درېیم اقتصاد شي. په روانه دسمبر میاشت کې د هندوستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بېنک په وروستي رپوټ کې هم ویل شوي وو چې هند د نړۍ د نورو پرمختلونکو اقتصادي بازارونو په نسبت په نړیواله کچه د حالاتو په مقابله کې نسبتاً ښه لري: په هند کې د نړیوال بېنک مشر اګسټ تانو کوامې وایي د دې میاشتې په پیل کې رپوټ کې ویلي وو: "د هند اقتصاد له خرابېدونکو بهرنيو حالاتو سره تر ډېره حده ډغره وهلای شي". د نړیوال بېنک په وینا د هندوستان اقتصاد نسبتاً په جزوي توګه تر څه حده ناخوندي دی ځکه چې وایي یو لوی کورنی بازار لري، خو له نړیوال تجارت سره تړاو نسبتاً کم دی. د مالیاتي پېشبینۍ له مخې تمه کیږي د هند اقتصادی وده راتلونکی کال ې کمه شي ځکه چې وایي د ډېرو نورو هیوادونو غوندې به هند هم په نړۍ کې د خوراکي توکو او تېلو د بیو له لوړوالي وروسته له ګرانۍ سره مخ شي.   خو په نوي ډیلي کې د ابزرور څېړنیز مرکز اقتصادپوه ابیجیت مکهوپاډیا وایي نړیواله ګراني بیا هم د هند په اړه خوشبیني نه کموي، ځکه چې وایي په ټوله نړۍ کې بدلونونه راځي چې ځینې به یې د هند د اقتصاد لپاره ګټور کېدای شي: "حتی که د هند اقتصاد په دوامداره توګه شاوخوا پینځه نیم یا شپږ فیصده هم وده وکړي دا ډېره ده". څېړونکي وايي د هند لپاره نوې موقعې را مخې ته کیږي ځکه چې وایي د چین او امریکې ترمنځ تجارتي او جیو پولیټیکل تاوتریخوالی ورځ په ورځ پسې ډېرېږي او ژور کیږي.

14.12.2022 ډیوه

ناڅرګند برخلیک؛ رونالدو مادرید کې یوازې تمرین کوي

پرتګالی فوټبالر کریستیانو رونالدو چې لا تر اوسه په قطر کې د فوټبال له نړیوال جام څخه د پرتګال په وتلو غمجن دی، په داسې حال کې د ریال مادرید په روزنیز میدان کې یوازې تمرین کوي چې کلب یې معلوم ندی.  

14.12.2022 امریکا غږ

طالبانو  په هلمند کې ۲۷ ښځې او نارینه په عام محضر کې په درو ووهل

د افغانستان د هلمند په ولایت کې د طالبانو د حکومت مسئولین وايي چې نن چهارشنبه ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) ۲۷ کسان یې د «غلا او نا مشروع اړیکو د لرلو» په تور په عام محضر کې په درول وهلي دي. په دوی کې یې دوې ښځې دي.

14.12.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

14.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

14.12.2022 امریکا غږ

طالبانو په هلمند او زابل ولایتونو کې د دوو ښځو په شمول ۲۷ کسانو ته د درو سزاګانې ورکړې

یوه هفته مخکې په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس په لومړي ځل یو تن ته په یوه غونډه کې د مرګ سزا ورکړه. د طالبانو ترجمان وویل د قصاص سره سم مبینه قاتل د مقتول پلار په ډزو ووژلو

14.12.2022 ډیوه

امريکايي ساينس پوهانو د فیوژن ري اېکشن په زریعه د توانايي پیدا کولو کامیابه تجربه کړې

ساينس پوهانو دا پخوا معلومه کړې وه چې دوه ايټمز د يو بل سره شريک کړل شي چې يو نوی څه ترې جوړ شي نو دا په غټه کچه توانايي خارجوي. د مثال په توګه نمر د فيوژن توانايۍ لويه زريعه ده چې پکې ډېر تاوده زرات د يو بل سره په ډېر زور کې يو ځای کيږي چې نوي زرات پيدا کوي او زياته توده توانايي جوړوي

14.12.2022 ډیوه

ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه ایران وویست

د ملګرو ملتونو اقتصادي او اجتماعي شورا نن چهارشنبه ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه د ایران د اېستلو په اړه رایه ورکوي.

14.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

14.12.2022 امریکا غږ

دبلوچستان قامپالو او سياسي ګوندونو د ريکوډک په اړه نوی قانون دبلوچستان پر حق ډاکه بللې ده

د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د دسمبر پر لسمه يو قرارداد منظور کړل شو چې پکې د بلوچستان د چاغي سيمې د سرو زرو د کان رېکوډک په منصوبه کې بلوچستان ته د ورکول کېدونکو ټيکسونو واک له دې قرارداد وروسته د پاکستان مرکز يا وفاق ته ورکړل شو

14.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more