شاته

افغانستان کې د یخنۍ له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۱۶۶ ته لوړ شوی - چارواکی

طالب چارواکو د شنبې په ورځ جنوري ۲۸ (سلواغې اتمه) وویل چې په افغانستان کې د سړې هوا د څپې له امله د مړو شویو کسان شمیر ۱۶۶ تنو ته رسیدلی دی.

د طالبانو د حکومت طبیعي پيښو ته د رسیدو وزارت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د معلوماتو پر اساس وویل چې په تیره یوه اوونۍ کې ۸۸ نور کسان هم یخنۍ له امله مړه شوي چې له دې سره مجموعي شمیر ۱۶۶ تنو ته ورسید.

د یاد وزارت یو چارواکي عبدالرحمان زاهد په یو ویډیویي پیغام کې ویلي دغه کسان د سړې هوا، سیلابونو، د ګازي بخاریو د ګازو او اورلګیدنو له امله مړه شوي دي.

ویل کیږي چې د سیلابونو او سړې هوا له امله کابو ۱۰۰ کورونه ویجاړ او یا هم زیانمن شوي او شاوخوا ۸۰ زره څاروي چې د بیوزلو افغانانو لپاره خورا مهم ګڼل کیږي، له منځه تللي دي.

پر افغانستان د سړې هوا دغه څپه په داسې حال کې راځي چې د نوموړي هیواد وګړي د اقتصادي مشکلاتو له امله ګڼې ستونزي لري.

د جنوري له لسمې څخه د افغانستان په یو شمیر برخو کې هوا په داسې حال کې د سانتي ګریډ په کچه حتی منفي ۳۳ ته ټیټه شوې چې په ځینو برخو کې ډیره واوره اوریدلې او بریښنا هم په منظمه توګه نشته.

خیریه موسسو پر افغانستان د سړې څپې له راتګ مخکې خبرداری ورکړی وو چې د نوموړي هیواد د ۳۸ میلیونه نفوس څخه څه باندې نیمایي له لوږې سره مخ دي او کابو څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ څخه رنځیږي.

بلخوا په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان روانه اوونۍ وویل چې د بدخشان ولایت په یوې لیري پرته ولسوالۍ پامیر کې د «سختې تنفسي ناروغۍ» له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې خرابه هوا ددې لامل شوي یادې سیمې ته مرستې ونه رسیږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته، دا دویم ژمی دی چې خلک یې د طالبانو په بیا حاکمیت کې تیروي.

خو د جمهوري نظام تر ړنګیدو او د طالبانو تر حاکمیت وروسته نړیوالې مرستې دفعتا او د پام وړ کمې شوې او د افغانستان بانک شاوخوا اوه میلیارده ډالر د متحدو ایالتونو له خوا کنګل شوې.

په داسې حال کې چې نړیوالې مرستندویه ډلې وایي افغانستان د نړۍ له یو بې ساري بشري ناورین سره مخ دی د طالبانو حکومت تیره میاشت له بشري سازمانونو سره د میرمنو‌ پرکار بندیز ولګاوه چې له امله یې ګڼې چارې ودرول شوې.

خو وروسته بیا په صحي سکټور کې میرمنو ته د کار اجازه ورکړل شوه او یو شمیر سازمانونو خپل پروګرامونه پیل کړل.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی