شاته

د هند د هوايي ځواک دوه جنګي جټ الوتکې ټکر شوي؛ یو پیلوټ وژل شوی 

د هند د هوايي ځواک دوه جنګي جټ الوتکو د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۸ (سلواغې ۸) د پلازمېنې نوي ډهلي په جنوب کې د پوځي تمرینونو پر مهال ټکړ وکړ، یو پیلوټ ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

پداسې حال کې چې د هند حکومت هڅه کوي خپل وسله وال ځواکونه عصري کړي او پیچلو امنیتي ننګونو ته ځواب ووایي، دا ټکر د هند د پوځي الوتکو د ټکرونو د لړۍ یوه وروستۍ پیښه ده.

د عیني شاهدانو په وینا په دې پیښه کې د روسیې ساخت سوخوی Su-30 جنګي الوتکې چې دوه پیلوټان درلودل او په فرانسه کې جوړه شوې میراج ۲۰۰۰، الوتکه چې یو پیلوټ یې درلود په هوا کې سره ټکر شوي دي.

دواړه الوتکې د ګوالیر له هوایی اډې څخه الوتې وې او ددې اډې په شاوخوا ۵۰ کیلومترۍ کې یې سره ټکر کړی دی.

د هند هوايي ځواک په یو بیان کې ویلي، "الوتکې په عادي ډول په روزنېز ماموریت بوختې وې" او زیاته کړې یې ده چې له درېیو پیلوټانو څخه یو یې مرګونی ټپي شوی دی.

د هند هوایي ځواک همداشان ویلي چې د الوتکې د لوېدو د لامل د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

لومړۍ الوتکه د نوي ډهلي جنوب شاوخوا ۳۰۰ کیلومترۍ کې د مرکزي مدهیا پردیش ایالت د پاهادګر په ځنګلونو کې لویدلې ده.

د مورینا ولسوالۍ د پولیسو مشر اشوتوش باګري فرانس پرس اژانس ته وویل چې: "دوه پیلوټان د غورځېدو ځای ته نږدې وموندل شول، چې وروسته په یو هیلکوپتر کې د درملنې لپاره یوړل شول." هغه زياته کړه چې دواړه پیلوټان د مرګ له خطره بچ دي.

دویمه الوتکه په راجستان ایالت کې یو څه لرې غورځېدلې، او د ژغورنې د سیمه ایزو چارواکو عکسونه ښیې چې پوځيان پر ځمکه د الوتکې میخانیکي ټوټې معاینه کوي.

هند په دې وروستیو میاشتو کې د پوځي هوايي ځواک د ټکرونو له څو پېښو سره مخامخ شوی دی.

د هند د صدراعظم نریندرا مودي حکومت د نوموړي هیواد د وسله وال پوځ د عصري کولو په بیړنۍ دنده بوخت دی.

هند تیر کال په نوموړي هیواد کې جوړه شوې خپله لومړنۍ الوتکه لیږدونکې بیړۍ د حکومت د هڅو د یوې برخې په توګه نندارې ته وړاندې کړه، چې د داخلي دفاعي صنعت په رامینځته کولو سره په روسیه باندې تکیه راکمه کړي. په تاریخي توګه روسیه هند ته د وسلو خورا مهم عرضه کونکی هیواد دی.