ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د روسیې د یوې ډلې پخوانی قوماندان چې افغان کومانډویان یې هم ګمارل تښتېدلی

د روسیې د واګنر ډلې یو پخوانی قوماندان ناروې ته تښتېدلی او د پناه غوښتنه یې کړې ده. د واګنر ډلې د اوکراین په جګړه کې د روسي پوځیانو ترڅنګ د جګړې لپاره بهرني جنګیالي هم استخدامول.

17.01.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

17.01.2023 امریکا غږ

څیړونکي: پاکستان سیمه کې د ترهګرۍ څخه د اندیښنې په ښودلو له نړۍ څخه باج اخلي

افغان کارپوهان په ملګروملتونو کې د پاکستان د سفیر منیر اکرم وروستي خبرداری چې ګواکې د پیسو کمښت او د طالبانو د عاید نشتوالی به د داعش سره ددې ډلې د غړو د یوځای کیدو سبب شي، د پاکستان یو بل ډول باج اخیستنه ګڼي.

17.01.2023 امریکا غږ

وایټ هاوس: په ډېلاوېیر کې د صدر بایډن کور ته ورتلونکو خلکو د تګ راتګ رېکارډ نه شته

د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ غړي چې اوس یې د ایوان اکثریت ترلاسه کړی دی دا معلومول غواړي چې د جوبایډن د نایب صدارت د وخت هغه خفیه دستاوېزاتو ته چا په ممکنه توګه لاس رسی کولی و شو چې په واشنګټن کې د بایډن د څېړنيزې ادارې دفتر او د هغه په ډېلاوېیر کور کې موندل شوي دي

17.01.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

17.01.2023 امریکا غږ

اکسفام: د نړۍ یو فیصد بډایه خلکو د نړۍ دوه پر درې برخې شتمني ترلاسه کړې

په داسې حال کې چې د نړۍ د سیاسي او اقتصادي چارو مشران دا اونۍ د سویس په ډاووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې راټول شوي، د اکسفام موسسې ویلي د نړۍ یو فیصد تر ټولو بډایه خلکو د ټولې نړۍ دوه پر درې برخې شتمني ترلاسه کړې ده.

17.01.2023 امریکا غږ

دملګرو ملتونو خبرداری:پاکستان کې به سږکال بې روزګاري اؤ ګراني نوره هم سیوا شي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې پاکستان دکمې امدنۍ په هیوادونو کې پاتی دی او په کال 2023م کې هم د توانایۍ د بحران او قیمتونو د کمي او زیاتي ستونزو سره مخ کیدای شي.  اقتصادي پوهان وایي په پاکستان کې د سیلابونو له وجې په عام ولس بدې اغیزې شوي او د اقتصادي ستونزو له امله په راتلونکي کې د توانایۍ د کمي او زیاتو بیعو له امله ګراني او بې روزګاري نوره هم سيوا کیدای شي. دمردان 42 کلن محمد عارف د کاروبارونو د نشتوالي له وجې بی روزګاره شوی، اؤ وایي 6 نفره کورنۍلري خو د بې روزګاری له وجې یې ژوند ګران دی.  "سحر راشو ماښامه پورې هسې ناست یو ،روزګارونه نشته او ګراني ده کله د یو سترګو ته ګورو کله د بل خو روزګار نه وي، ډیر پریشانه یو ،مسلی راته ډیرې دي او خرڅونه نه پوره کیږي" د ملګرو ملتونو د مزدورانو ایجنسۍ خبرداری ورکړی چې په کال 2023م کې به د تیرکال په مقابله کې کارونه یا نوکرۍ موندل هم مشکل وي. په رپوړټ کې ویل شوي هرڅو که د روس او اوکراين له جګړې د سویلی ایشیا هیوادونه نیغ په نیغه نه دي متاثره شوي خو په نړیواله کچه د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې د ګرانۍ د خطرو سره مخ دي او ددې تر څنګ د قدرتي افتونو ستونزې هم مخې ته راځي. د رپوړټ مطابق په پاکستان کې د سیلابونو له وجې په توانایۍ حکومتي رعایتونه ختم کړی شوي او په خلکو د مالیاتي بوج د زیات والي په وجه په غربت او بې روزګاری کې هم اضافه کیږي. اسد خان په خیبر پښتونخوا مردان کې د سنګ مرمرو کارخانه چلوي، دی وایي د هغوی د کاروباري بجلۍ د یو یونټ نرخ نزدې 60 روپۍ دی او هره میاشت 15 لکه روپۍ یوازې د بجلۍ په مد کې ورکوي. اسد خان وایي 20 نفره مزدوران یې په کارخانه کې کار کوي، خو ډیر زر ده چی کارخانه بنده کړي. "نن سبا په یو شفټ کی 20 مزدوران کار کوي، د ګرانې بجلۍ له وجې مو شفټونه کم کړي دي او اخري کارخانه بندیدو ته روانه ده" دپاکستان د اقتصادي سروی 2022-23 مطابق په پاکستان کې سړي سر امدني 1658 ډالره ده چې د ورځې په حساب 4.6 ډالره امدن جوړیږي او په پاکستاني روپو کې یو تن د ورځې 1000 روپۍ امدن لري خو سرکاری شمیرې ښایي چې د سیلابونو وروسته په ملک کې د بې روزګارۍ شرحه 6 فیصدي نه زیاته شوې ده. د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې دغیر ملکي زرمبادلې کمی دی او پاکستان زیاتره بجلي په ډیزلو هم ترلاسه کوي او 70 فیصدي پټرولیم مصنوعات د بهرنیو هیوادونو څخه درامد کوي. هغه وایي په راتلونکي وخت کې د درامدي توان د کمي له امله ګراني او بې روزګاري نوره هم سيوا کیدای شي. "حکومت به ضرور پټرولیم مصنوعاتو  ته پام کوي خو که داسې قسمه حالات وي نو ددې درآمد هم کمیدای شي او  مصنوعي بحران او ذخیره اندوزي به پیدا شي او ددې قیمتونه به نور ګران شي" د ملګرو ملتونو لیبر ایجنسۍ په خپل رپوړټ کې وایي په کال 2023م کی به په نړیواله کچه بې روزګاري 208 میلينه ته زیاته شي او ددې شرحه به 5.8فیصدي شي. د مزدورانو نړیواله اتحادیه یا لیبر ارګنایزیشن وایي په نړیواله کچه د اقتصادي ستونزو یا سست رويۍ له وجې خلک به په کمه تنخا کار ډیر کار کوي. د ملګرو ملتونو د رپوړټ تر مخه دا وخت په نړیواله کچه چې زیات تره پکې دسویلي ایشیایې هېوادونه شامل دی ، 214 میلينه خلک د غربت له وجې  1.90 ډالره ورځ په کار کولو مجبوره دي چې پکې 290 میلينه ځوانان هلکان او جینکۍ شامل دی .

17.01.2023 ډیوه

د پاملرنې نړیواله اداره وایي په افغانستان کې خپل ځنډېدلي روغتیايي کارونه بیرته پیلوي

واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د ماشومانو د صحت  او ژغورنې په اړه کارکوونکې ادارې سیو دي چلډرن او آيي سي ار سي نه وروسته د پاملرنې یو بلې نړیوالې ادارې کیئر انټرنېشنل هم ویلي د طالبانو له خوا ښځو کارکوونکو ته د اجازت وروسته دوي افغانستان کې خپلې هلې ځلې بېرته پېلوي. په افغانستان کې یو شمېر نړیوالو تنظیمونو خیریه خپل فعالیتونه وروسته تر هغې ودرولي وو  چې د افغان طالبانو حکومت تېر کال د دسمبر په ۲۴مه د یو امر د لارې په ټولو داخلي او بهرنیو غیردولتي تنظیمونو او سازمانونو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار بندیز اعلان کړ. تر دغه اعلان څو ساعتونه وروسته د پاملرنې د نړیوال تنظیم (کېر انټرنېشنل) په ګډون د ماشومانو د صحت د پام ادارې (سېو دي چلډرن) او د ناروې د کډوالو شورا په نوم څو غیر دولتي نړیوالو ادارو  په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړل. د پاملرنې نړیوالې موسسې د ګل- دوشنبې په ورځ ناوخته جنورۍ ۱۶ پر خپل ویبپاڼه خپور کړي بیان کې ویلي چې ښځې کارکوونکې د تنظیم لازمي برخه ده او ددوي نه بغېر کارونو ته دوام نه شي ورکړی کېدلی. بیان کې ویل شوي افغان اولس ته د ورپېښو چېلنجونو ته د ځواب ویلو دپاره د سړو سره د ښځو کارکونکو فعالیتونه هم د پام وړ دي او اوس چې د طالبانو لخوا ښځو کارکوونکو ته د کار کولو باور ورکړی شوې نو دوي افغانستان کې د انساني بحران مخنیوي په خاطر د صحت او خوراک د کمی په لړ کې خپلې هلې ځلې بیا پېلوي د موسسې په بیان کې دا هیله هم څرګنده کړی شوې ده چې په ښځو به ټول بندېزونه لرې کړی شي او دوي هڅې کوي چې د ټولو کارکوونکو د پاره په اسانۍ سره د کار کولو زمینه برابر کړي ځکه چې تنظیم په افغانستان کې د روغتیايي فعالیتونو تر سره کېدو لپاره ښځینه او نارینه دواړو کارکوونکو ته اړتیا لري. د پاملرنې موسسې له 1961 راهیسې  په افغانستان کې خپل فعالیتونه پيل کړي دي  او دا وخت په اوو ولایتونو کې د ۳۰ روغتیايي ګرځنده ټېمونو سره کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ساتنې موسسې (سېو دي چلډرن) هم د یکشنبې- اتوار په ورځ د جنورۍ په ۱۵  اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو محدوده برخه کارونه  بیرته پیلوي. د ماشومانو د ساتنې موسسې د یکشنبې- اتوار په ورځ پر خپله ویبپاڼه په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په هغو سیمو کې خپل فعالیتونه بیرته له سره پيلوي په کومو سیمو کې چې د دوی د کار کوونکو د بیرته راګرځېدو په اړه دغه سازمان ته بشپړه خوندي او باوري ضمانتونه  ورکړل شوي دي.

17.01.2023 ډیوه

څېړونکي: افغان طالبان به پاکستان کې د بریدونو ودرولو لپاره په ټي ټي پي فشار رانه وړي

په داسې حال کې چې پاکستان کې د ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان له اړخه د ترهګري په پیښو کې زیاتوالی راغلی، هیواد کې دننه تاوده بحثونه پیل  شوي چې د پاکستان سره کومې هغه لارې شته چې افغان طالبان په دې سلا کړي چې په ټي ټي پي بد ترهګرېز بریدونو  ودرولو دپاره فشار واچوي. دا په داسې حال ېک ده چې حکومتي وزیران تور لګوي چې دغه ترهګر د افغان مزکې څخه عملیات کوې خو د افغان طالبانو حکومت دغه تورونه ردوې او واېې چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په پآکستان کې میشت دي. د څیړونکو وینا ده چې افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان په نظریاتي توګه یو دي نو دوې نه شي کولی چې تحریک طالبان باندې د ترهګریږو بریدونو ودرولو فشار واچوي البته د دوي تر مخه پاکستان یوازې د افغان طالبانو د حکومت سره نه بلکې  باید د ټریک ټو خبرو د لارې د افغان ولسي مشرانو او پوهانو سره هم د خبرو لړۍ یوځل بیا پیل کړي. د پاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمنځ داوربند د شوي تړون له ماتېدو وروسته کالعدم تحریک طالبان پاکستان د امنیتي چارواکو په نخښه کولو ته دوام ورکړی او په وروستیو میاشتو کې یې خپلو بریدونو کې زیاتوالی راوستی دی. ټي ټي پي یوازې په تیرو دریوو میاشتو کې د 150 څخه د زیاتو ترهګرو بریدونو مسولیت په غاړه اخستی دی. د څېړونکو وینا ده پاکستان غواړي چې د افغان طالبانو حکومت وهڅوي ترڅو د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټې ټی پی) لخوا رامینځته شوی ګواښ بې اثره کړی. پخوانی سفارتکار اصف دراني وي او ای ډیوه ته وایي،د ضرب عضب عملیاتو په مهال تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پناه اخستې وه چې یو حقیقت دی. هغه وایي افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان په نظریاتي توګه یو دي نو دوې نه شی کولی چې تحریک طالبان باندې د ترهګریږو بریدونو  ودرولو فشار واچوي. دهغه په خبره  پاکستان او افغان طالبان باید د ستونزو د هواري د پاره خبرو ته لاره هواره کړې"او پاکستانې مشران یوازې د افغان حکومت سره د خبرو پر ځاي ټریک ټو یعنې د افغانستان د ولسې مشرانو او پوهانو سره هم د خبرو لړې یوځل بیا پیل کړي" نوموړی دا هم وایي پاکستانې چارواکو ته به په افغانستان کې د لاس وهنې څخه ځآن کرځول او افغانان خپلې خوښې ته پریښول وي که چرې په افغانستان کې ثبات راشې نو د پاکستان په ګټه دی.  دپاکستان حکومت تیر کال د کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره د افغان طالبانو په غوښتنه، د سولې خبرې پیل کړې وې. په پیل کې دسولې دغو خبرو اترو ځینې پایلې رامینځته کړې اؤ پاکستاني طالبانو دحکومت سره د اوربند یوه موافقه وکړه چې د ټي ټي پي ځینې غړو ته اجازه ورکړي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي خو دا خبرې اترې وروسته ماتې سره مخ شوې او پرمخ لا نه ړې. څیړونکې وایي افغان طالبان په شخصي ناستو کې د پاکستان اندېښنو ته د رسېدو لپاره لېوال وو، خو ټي ټي پي سره د نزدې اړيکو له امله  دهغوئ پر وړاندې کوم ګام پورته کولو زړه نه ښه کوي له همدې امله افغان حکومت پر پاکستان غږ کړی چې ټي ټي پي سره خبرو ته کېښني. ستر خبریال طاهرخان وې او اې ډیوه ته وایي"د افغان طالبانو زه نور رول نه وینم، دا ممکنه نه ده چې د افغان طالبان دې د پاکستان د پاره پر پاکستانې طالبان, باندې فشار راوړي یا د پاکستان د پاره هغوې څوک د افغانستان څخه وباسي.ځکه چې پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو مرسته کړې وه کله چې هغو افغانستان ته د امریکې د راتګ نه وروسته پاکستان ته راغلي وو، بل ددوي نظریه هم یوه ده" په عین حال کې دټي ټي پي د بریدونو چټکتیا د هیواد ملکي او نظامي مشرتابه دې ته اړ کړل چې  دافغانستان په اړه تګلارې ته بیاکتنه وکړي. د روانې میاشتې په پیل کې د ملي امنیت کمیټې (این ایس سي) د ترهګرو بریدونو د زیاتوالي په اړه د بحث لپاره غونډه کړې وه چې پکې دترهګرو په وړاندې دهیڅ زغم نه لرلو دپالیسۍ خپلولو هوډ ښودل شوی ؤ. د ملکي او پوځي مشرتابه ددغه غونډې په خپره شوې بیانیه کې که څه هم د افغانستان نوم نه و اخستل شوی خو وروسته ددفاع وزیر خواجه اصف ویلې وو د کالعدم ټی ټی پې ترهګر د افغانستان څخه پاکستان ته راځي او د افغان طالبانو د حکومت ذمه وارې ده چې ترهګر د اړې ګرې خورولو څخه منعې کړي. دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم ویلي وو که افغانستان د ټي ټي پي د پټو ځایونو په ضد کارروایي نه کوي نو د نړیوالو قوانینو له مخې دوې دا حق لري چې که کومه ترهګره ډله له خپلو پټنځایونو څخه په بله سیمه کې د برید پلان لري نو کولی شي چې په ضد یې برید وکړي.  د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله له دې وړاندې ویلي وو که د تحریک طالبان پاکستان غړي تسلیم شي او د ریاست رټ ومني نو پاکستان ورسره خبرې کولی شي. د پاکستان د حکومتې وزیرانو د دغه بیانو په عکس العمل کې د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې پر حالاتو قابو موندلو د پاره ګامونه پورته کول د پاکستان ذمه واري ده. هغه ویلي وؤ د دوئ حکومت د پاکستان او ګاوندې هیوادونو سره ښه اړیکې غواړې او پاکستان دې د کرکه خورونکو او بې بنیاده بیانونو څخه ډډه وکړي. نوموړې د بي بي سي پښتو سره یوه مرکه کې دا هم ویلي وو چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې نه بلکې پاکستان کې میشت دي. بل پلو ته په هیواد کې دننه د خیبر پښتونخوا او وفاقي حکومتونه د ترهګرۍ د مخنیوې دغه ذمه وارې پر یو بل اچوي.

17.01.2023 ډیوه

کابل کې يوې نجلۍ له زده‌کړو د بې برخې نجونو لپاره کورنی ښوونځی جوړ کړی

په کابل کې یوې نجلۍ د یو شمېر نورو نجونو په مرسته له زده‌کړو د بې برخې نجونو لپاره یو کورنی ښوونځی جوړ کړی دی.  قدریه رضايي د کابل په يوه کور کې له زده‌کړو د بې برخې نجونو ته درس ورکوي. دغه مېرمن وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته پر نجونو زده کړې بندې شوې او دغه شان کورسونو او پوهنتونونو ته یې په تګ بندیز ولګېدو له يو شمېر نورو نجونو سره يې د "ایستاده ګي برای تحصیل" په نوم د کابل په لوېدیځ کې دا ښوونځی جوړ کړ، ترڅو په خبره یې له زده کړو بې برخې نجونې په‌کې درس ووايي. قدریې رضايي ازادي راډيو ته وویل: "کله چې طالبانو تر بل امر پورې د نجونو پر مخ ټول ښوونیز مرکزونه وتړل، ما فکر وکړ چې د دوی لپاره یو ځای ځانګړی کړم، ترڅو دوی له درسونو څخه لرې پاتې نه‌شي، له نېکه‌مرغه موږ دلته ډېر ټولګي لرو، دلته بې‌سواده مېرمنې، نجونې، سوالګر ماشومان او هغه کسان چې د کورس فېس نه‌لري راځي او زده‌کړه کوي." د دې کورني ښوونځي یوې بلې ښوونکې پروین سلطاني ازادي راډيو ته وویل، چې د دوی د زده‌کوونکو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي. نوموړې وايي، چې په اوسنيو حالاتو کې پکار ده، د هغو نجونو لپاره چې له زده‌کړو بې برخې دي یو څه وکړو. نوموړې وايي: "د دې کورني ښوونځي له جوړولو څخه زموږ موخه دا ده هغه کسان چې له زده کړې څخه لرې پاتې دي د لیک لوست زمینه ورته برابره کړو، دلته درې برخې دي، یو هغه ماشومان چې د کورس فېس نه‌لري، بل هغه مېرمنې چې سواد نه‌لري، د سواد اموزۍ کورس ورته لرو او درېیم هم هغه نجونې چې له زده‌کړو څخه لرې پاتې دي درس ورکوو." د دغه کورني ښوونځي د ښوونکو په وینا د دوی د زده‌کوونکو شمېر تر ۶۰ تنو رسېږي. مرضيه چې يوه زده‌کوونکې ده، ازادي راډيو ته وويل: "کله چې یو کال مخکې ښوونځي زموږ پر مخ وتړل شول، موږ ډېر مایوسه وو خپلې هیلې مو په بشپړه توګه له لاسه ورکړې وې، خو اوس زه ډېره خوشحاله یم، چې دلته راغلې یم، لږ تر لږه څه مې چې زده دي هغه خو به نه هېروم، په دې هیله چې یوه ورځ وکولی شو چې په ازاده توګه خپلې زده کړې پر مخ یوسوو." د زليخا په نوم يوه بله زده‌کوونکې وايي: "ما هیله درلوده چې په راتلونکي کې ډاکټره شم، خو ما هیڅ امید نه درلود، کله چې دې کورس ته راغلم ډېره خوشحاله شوم او د خوښۍ احساس کوم، چې دلته ښوونکي درس راکوي، ترڅو په راتلونکي کې ډاکتره شم او خپل هېواد ته خدمت وکړم." د دې کورني ښوونځي ښوونکي له هغو نجونو څخه چې باسواده دي غواړي چې په هر ځای کې وي، د سیمې د نجونو د زده‌کړې له پاره کورني ښوونځی جوړ کړي.

17.01.2023 ازادي راډیو

په تېر شپېته کاله کې د چين ابادي په وړومبي ځل په کمېدو ده

واشنګټن- د چين حکومت ويلي تېر کال د هېواد ابادي کمه شوې ده چې په شپېته کاله کې په وړومبي ځل د نړۍ د دويم لوی اقتصادي قوت په اړه نوې څرګندونه ده. د چين د شمارياتو څانګې بيورو اف سټيټېسټېک د نهې- سې شنبې په ورځ ويلي په کال 2022 کې 9.56 ميلينه بچي پيدا شوي او 10.41 خلک مړه دي چې له سوبه يې په ابادۍ کې د 850.000 تنو کمی راغلی. دا کمی د 1950 د لسيزې نه وروستو په وړومبي ځل راغلی کله چې د نظام بنياد ايښودونکي ماو زيتونګ د اقتصاد د ښه کولو تجربه وکړه او په نتيجه کې يې قحط راغی او په ميلينونو خلک ترې مړه شول. د چين د څو لسيزو راهسې د يو بچي پيدا کولو پاليسۍ دا کمی رامنځ ته کړی ځکه کورنيو د دې خلاف ورزي نه شوه کولی. چين دا پاليسي په کال 2016 کې نرمه کړه او کورنيو ته يې يو شمېر مراعات ورکړل چې خاندانونه جوړ کړي او د دې د پاره يې ورته نغدې پيسې ورکول هم پيل کړل. خو ډېر چينايي ځوانې کورنۍ د يو بچي د پاليسۍ ملتيا کوي او لا هډو بچي پيدا کول نه غواړي ځکه چې د ګرانۍ د لاسه د 1.41 بيلينه ابادۍ په ملک کې اوسېدل ګران شوي دي. کارپوهان وايي د بچو د پيدایښت کمی به چين د کارکوونکي ځوان کول د کمي سره مخ کړي چې د ملک اقتصادي انجن وچلوي او د پاسه پرې د بوډا کېدونکي نسل د پېنشنونو بوج بيل راروان دی.

17.01.2023 ډیوه

ماهرین: په تېرو دوو کلونو کې د بلوچستان په چاپېریال کې د پولیو وایرس نه دی موندل شوی

که څه هم په بلوچستان کې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی خو چارواکي وايي د جنوبي وزيرستان او افغانستان سره د صوبې پر غځېدلو لارو د پوليو ويکسين ورکولو سخته څارنه کېږي ځکه چې پر  دغو لويو لارو هره ورځ زرګونه خلک له خپلو ماشومانو سره سفر کوي

17.01.2023 ډیوه

د ډيلي لرغوني جامع جومات "شاهي او میراثي" امام بدلولو لپاره محکمې ته عریضه شوې

د ډيلي جامع جومات چې اوس د سیمې د تاریخ او کلتور یو مهم شناخت ګرځېدلی، د مغلیانو دورې پاچا شاه جهان د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو ۱۸۵۰-۱۸۵۶ پورې جوړ کړ.

17.01.2023 BBC

ملګرو ملتونو د لشکرِ طیبه مرستیال مشر عبدالرحمان مکي نړیوال ترهګر ونوماوه

واشنګټن ـــــ ملګرو ملتونو په پاکستان کې د موجودې توندروه ډلې لشکرِ طیبه مرستیال مشر عبدالرحمن مکي د نړیوال ترهګر په توګه نومولی دی او په نړۍ کې یې د هغه اثاثې یې کنګل کړې، پر سفر او وسلو یې بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د «القاعده او داعش د بندیزونو کمېټۍ 1267» د جماعت الدعوه او لشکرِ طیبه د مشر حافظ سعید اخښی 68 کلن عبدالرحمن مکي د ګل- دوشنبې په ورځ د ترهګرو په فهرست کې شامل کړ. د تېر کال په جون مياشت کې چين په دغه فهرست کې د عبدالرحمن مکي د شاملولو په اړه د هند او امریکې ګډ وړانديز په وروستۍ شېبه کې درولی وو، خو دا ځل چين خپله غوښتنه بیرته اخیستې ده. پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له 15 غړو څخه 14 د هند او امریکې د وړاندیز په ملاتړ رایې ورکړې دي او له هغه وروسته عبدالرحمن مکي په دې فهرست کې اچول شوی دی. مکي په 2019م کال کې په پنجاب صوبه کې حکومت د امن د خرابولو په تور نیولی وو او وروسته یې په هغه باندې د ترهګرو د مالي مرستو په تور مقدمه درجه کړې وه او په دې مقدمه کې د سزا له کبله اوس هم په زندان کې دی. رپوټونه وایي د حافظ سعید خور د عبدالرحمن مکي مېرمن ده او د مکي خور د حافظ سعید کورودانه ده، ځکه خو هغه ځانګړی اهمیت لري او د جماعت الدعوه ډلې مرستیال مشر دی. عبدالرحمن مکي د پنجاب د بهاولپور اوسېدونکی دی چې د 1954 کال د دسمبر په 10مه نېټه زېږېدلی دی. له حافظ سعید سره د نیژدې اړیکو له امله هغه تل د خپلې ډلې پر لوړو څوکیو پاته شوی دی. د حافظ سعید او عبدالرحمان مکي پر تنظیم لشکرِ طیبه باندې د 2008م کال په نومبر کې د ممبۍ د حملو په ګډون په هند کې په ګڼ شمېر نورو بریدونو کې د لاس لرلو تور لګېږي. د ممبۍ تر حملو وروسته د امریکې د انصاف ادارې هم عبدالرحمن مکي په 2010م کال کې د ترهګرو په نړیوال فهرست کې شامل کړی وو او د هغه پر سر یې دوه میلینه امریکایي ډالر اعلان کړي‌ وو. عبدالرحمن مکي د 80 په لسیزه کې د اسلام اباد په اسلامک پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله او دا هغه وخت وو چې د اسامه بن لادن د استاد عبدالله عزام په ګډون ګڼ شمېر عرب او افغان استادان له دې پوهنتون سره تړلي وو. د بي بي سي د رپوټ له مخې دا نه ده معلومه چې مکي به له عبدالله عزام او يا نورو جهادي مشرانو اړیکې لرلې یه نه خو وایي داسې ویل کېږي چې هغه د القاعدې له پخواني مشر ایمن الظواهري سره نیژدې اړيکې لرلې. رپوټ وایي عبدالرحمن مکي په اسلامک پوهنتون کې د استادۍ پر مهال د ډاکټرېټ زدکړو لپاره سعودي عرب ته لاړ او هلته يې د مکې مکرمې له جامع القراء پوهنتونه د اسلامي سياست پر موضوع پي ایچ ډي وکړه. پاکستان د 2002م کال په جنورۍ کې لشکرِ طیبه ناقانونه اعلان کړ، بیا یې په 2019م کال کې جماعت الدعوه او له دغو دواړو تنظیمونو سره تړلی یو بل تنظیم «فلاح انسانیت فاونډیشن» هم ناقانونه اعلان کړ.

17.01.2023 ډیوه

د تېر نظام د ولسي جرګې ښځينه وکيلانو کاناډا کې د پناه ورکولو د غوښتنې هرکلی کړی

په خیبر پښتونخوا کې مېشته د تېر جمهوري نظام په ولسي جرګې کې د ننګرهار ولایت د خلکو پخوانۍ استازې سایمه خوږیاڼۍ افغانستان کې د ټولو مېرمنو په ځانګړي ډول د ښځينه وکيلانو په اړه اندېښمنه ده. دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوي، چې د تېرې یکشنبې په شپه د کابل په احمدشاه مېنه کې د جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخوانۍ استازې مرسل نبي‌زاده له خپل یوه ساتونکي سره د نامعلومه کسانو له‌خوا ووژل شوه، او ورور یې ټپي شو. له دې پېښې وروسته پرون د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د کاناډا یو شمېر معتبرو رسنیو د یاد هېواد د پارلمان د شپږو تنو غړو یوه کډه اعلامیه خپره کړه، چې په‌کې د کاناډا په هېواد غږ شوی و، چې په افغانستان کې له خطر سره د مخ ښځینه وکیلانو د خوندیتوب په برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي. په دې اعلامیه کې د مرسل نبي‌زاده په وژنه خواشیني او د ټولو افغان نجونو او ښځو د ژوند په اړه اندېښنه ښودل شوې ده. د تېر جمهوري نظام په ولسي جرګې کې د ننګرهار ولایت د خلکو پخوانۍ استازې سایمه خوږیاڼۍ، له افغان ښځو په ځانګړي ډول ښځینه وکیلانو د کاناډا هېواد د پارلمان د غړو ملاتړ ستايي او له هغه هېواد غواړي، چې د افغان ښځو د ژغورنې له‌پاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "دا چې د کاناډا پارلمان احساس د مسولیت کړی او د انساني همدردۍ له‌مخې یې د افغانستان د وکیلانو ملاتړ کړی دی، مننه کوم. د کاناډا حکومت باید ژر تر ژره اقدام وکړي، ځکه مرسل په ډېر وحشتناک ډول ووژل شوه او زما هیله دا ده چې له نورو وکیلانو سره دې د مرسل نبي‌زاده کورنۍ هم له افغانستان څخه وباسي." د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې چې په افغانستان کې دننه پاتې دي وايي، د امنیتي ستونزو له امله خبرې نه‌شي کولای. خو له دوی یوه، چې نه‌غواړي نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په یو پیغام کې ادعا کړې، چې د دې په کور هم څو ځله چاپې اچول شوې دي. ياده پخوانۍ وکيله وايي: "له هغې ورځې څخه چې جمهوریت سقوط کړی، ټولو ښځو په تېره بیا سیاسیونو او پخوانیو ښځینه وکیلانو ته ستونزې پیدا شوي، شخصاً زما پر کور ۱۲ ځله چاپې واچول شوې، مرسل نبي‌زاده زما نږدې ملګرې وه، زه خپل د اوسېدلو ځای ته وخت په وخت تغیر ورکوم، مرسل ته مې وویل چې خوش باوري مه کوه، خو هغې ونه منله، ویل یې چې همدا مې وطن دی او غواړم همدلته کار وکړم. بالاخره په‌دې وطن کې یې د کار انجام مرګ شو." د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې دا پخوانۍ وکیله هم د کاناډا له حکومت غوښتنه کوي، چې د مرسل نبي‌زاده کورنۍ او پاتې وکیلانې ژر تر ژره له افغانستان وباسي. له طالب ویاندویانو ذبیح‌الله مجاهد او بلال کریمي مو د دغو ادعاو او په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي شورا د غړو د خوندیتوب په اړه وپوښتل، خو د راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب تر لاسه نه‌کړ. د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران په خپل ټوېټر پاڼه د مرسل نبي‌زاده د وژل کېدو په تړاو لیکلي، چې د پېښې په اړه تر اوسه څوک نه‌دي نیول شوي خو څېړنې روانې دي. د یادونې ده، چې کاناډا د تېر جمهور نظام د ملي شورا ډېری غړو ته پناه ورکړې، چې دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم. د کاناډا هېواد د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي او د کډوالو وزیر شان فریزر د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې موږ د افغانستان د پارلمان د پخوانۍ غړې مرسل نبي‌زاده وژنه غندو او د دوی په ټکو، هغې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره په زړورتیا سره مبارزه کوله. په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې، د کاناډا حکومت ژمن دی چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه په کاناډا کې ۴۰ زره افغان کډوال مېشت کړي، چې په‌کې ښځینه قاضیانې، د بشري حقونو مدافعانې، مدني فعالانې، خبریالانې او د پارلمان ښځینه غړې هم شاملې دي.

17.01.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more