نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
افغان هندوان او سیکان د هند ویزې ته په تمه دي – خالصه
افغان هندوان او سیکان د هند ویزې ته په تمه دي – خالصه
طالبانو د 'افغان پانګې' په نوم شرکت پرانیست
طالب چارواکو په افغانستان کې د «افغان پانګې» په نوم د یو محدودالمسؤلیت داخلي شرکت د پرنیستلو خبر ورکړ.
یونیسف: تېر کال نړۍ کې شاوخوا ۲۷ میلیونه ماشومان بېځایه شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي جګړې، تاوتریخوالی او نور بحرانونه ددې لامل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۶.۵ میلیون ماشومان بېځایه شي.
ستانکزی: 'اسلامي امارت' دې نارینه او ښځو ته د تعلیم زمینه برابره کړي
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د «افغان پانګې» په نوم محدودالمسؤلیت شرکت پرانیستل شو.
امریکا د ۵ کالونو څخه کم عمرو ماشومانو ته د کرونا ضد واکسین کول منظور کړل
په متحده ایالاتو کې د روغتیایي چارو مسؤلینو پنځه کلنو او تر پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د فایزر او مودیرینا د کرونا ضد واکسینونو کول منظور کړل.
د ایران یوه جنګي جیټ الوتکه لویدلې خو پیلوټان یې ژوندي دي
په ایران کې مطبوعات وایي د دې هیواد یوه جنګي جیټ الوتکه د اصفهان ښار سره نږدې وروسته تر هغه ولویده چې ماشین یې کار پریښود.
د طالبانو ادعا: د حکومت په رسمیت پیژندلو کې مو تر ټولو ستر خڼد امریکا ده
په افغانستان کې طالبانو ادعا کړې چې متحده ایالات د دې ډلې د حکومت په رسمیت پیژندلو کې تر ټولو ستر خنډ دی.
وسله والو په پاکستان کې ۳ تنه وژلي
په پاکستان کې چارواکي وایي وسله والو چې معلومه نده څوک به و، د بلوچستان په ایالت کې د سړک جوړولو په یو شرکت برید کړی لږ تر لږه ۳ کارګران یې وژلي او ۵ نور یې ټپي کړي.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
مظنونو جهادیانو د نایجریا په شمال ختیځ کې ۱۰ کسان وژلي
د ملیشو سرچینو د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولې ۲۸) وویل چې په تازه تاوتریخوالو کې د داعش پورې اړوند شکمنو وسله والو د نایجیریا د شمال ختیځ بارنو ایالت کې ۱۰ ملکي کسان وژلي دي. دوو سرچینو د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په وژل شویو کې د یوې ښځې په ګډون نهه نارینه شامل دي. ددې سرچینې په وینا، پر دغو کسانو باما ښار ته نږدې هغه مهال برید وشو چې د سوځیدلو موټرونو څخه د توکو په راټولو بوخت وو. د ملیشو رهبر باباکورا کولو، وویل:" لس کسان په مرمیو ووژل شول، ټول قربانیان د فلزي داغمه جاتو باندې مصروف وو چې د ترهګرو له خوا پرې برید وشو." اورپکي وایي چې د قربانیانو جسدونه د خلکو له خوا وموندل شول او مړی یې د باما ښار ته لیږدول شوي دی. د ناجیریا اردو چې په سیمه کې میشت دی تر اوسه د برید په اړه څه ندي ويلي. جهادیان په دې وروستیو کې هغه ملکي افراد چې د موټرونو پرزې لوټوي په نښه کوي او وایي چې هغوی د نایجیریا اردو ته جاسوسي کوي. د افریقا په لودیځ کې د اسلامي دولت ډله چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د بوکو حرام ډلې څخه جلا شوه اوس د نایجیریا په شمال کې لوی تهدید ګڼل کیږي. امنیتي سرچینې او د مرستې رسونې ډلې وایي چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د غربي افریقا په سیمه کې د جمعې په ورځ د ملیشې ډلې درې غړي ووژل او د یوې مرسته رسوونکي ډلې درې کارکوونکي یې له ځانه سره بوتلل. د هغه راپور له مخې چې د ملګرو ملتونو له خوا خپور شوی، له ۲۰۰۹ کال څخه راپدیخوا د جهادیانو په تاوتریخوالو کې څه باندې ۴۰ زره کسان وژل شوي او شاوخوا دوه میلیونه نور د هغه هیواد له شمال ختیځ څخه بیځایه شوي دي. امنیتي سرچینو همدارنګه ویلي دي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون میاشتې په اومه نیټه، ۲۳ نور کسان ددغه هیواد دیکو سیمې ته نږدې د مګدالا په کلي کې د موټرونو د ټوټو د راټولو پرمهال د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شول. باورونه دادي چې دا وسله وال هم د افریقا په غرب کې د داعش د وسله والې ډلې پورې اړوند کسان دي. دا برید په داسې حال کې کیږي چې د یکشنبې په ورځ جون ۱۵ د نایجیریا په سهیل لودیځ کې په یوې کلیسا کې د ډزو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډو ۵۰ کسان ووژل شول.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱