شاته

طالبانو د 'افغان پانګې' په نوم شرکت پرانیست

طالب چارواکو په افغانستان کې د «افغان پانګې» په نوم د یو 'محدودالمسؤلیت' داخلي شرکت د پرانیستلو خبر ورکړ.

نن یکشنبه جون ۱۹ (غبرګولې ۲۹) د یاد شرکت د پرانیستلو مراسمو کې د لوړپوړ طالب چارواکو ترڅنګ، افغان پانګولو او د ځينو هیوادونو سفیرانو هم ګډون کړی و.

طالب چارواکي وايي، دغه شرکت چې په لومړیو کې ۱۳ افغان پانګوالو پکې ۲۵۰ میلیون ډالره پانګونه کړې د کانونو انرژۍ، ساختماني او کرنې په برخو کې فعالیت کوي.

د طالبانو د کانونو او پترولیزم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د دغه شرکت د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې په دغه شرکت کې ۱۳ افغان سوداګرو پانګونه کړې ده او هغوی ژمنه کړې ده چې په راتلوونکې کې به یې پانګونه نوره زیاته شي.

ښاغلي دلاور زیاته کړه چې هغوی په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې پانګونې ته د زمینې برابرولو ته ژمن دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې دغه سوداګر په داسې حال په افغانستان کې ۲۵۰ میلیون ډالرو پانګونې ته زړه ښه کړی چې ځینو کسانو له افغانستان څخه په میلیونونو ډالر «غلا کړل» او له هیواد څخه بهر یې یووړل. دغه طالب چارواکي د کوم شخص نوم یاد نکړ.

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر هم وویل چې په افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده او له افغان سوادګرو څخه یې وغوښتل چې خپلې پانګې بیرته دغه هیواد ته انتقال کړي.

ښاغلي برادر همدارنګه وویل چې سوداګري د یو هیواد لپاره حیاتي ارزښت لري او زیاته یې کړه چې هغوی په افغانستان کې له سوداګرۍ او خصوصي سکتور څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

دغه طالب چارواکي وویل چې دوی به په افغانستان کې د سوداګرو امنیت ته جدي توجه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورنو له مخې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ګڼ شمېر سوداګرو خپلې پانګې له هیواد څخه ایستلي او اوس مهال په متحده عربي اماراتو، ترکیې او ځینو نورو هیوادونو کې یې خپل کارونو ته دوام ورکړی دی.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې پخپل راپور کې ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته څه باندې نیم میلیون کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او بحران رامنځته شوی دی،د افغانستان اقتصاد یې فلج کړی او د کار مارکېټ یې تر سخت فشار لاندې راوستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلینو له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ لپاره د طالبانو د حکومت د پالیسۍ هر کلی کړی او د هغه پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.

طالب چارواکو د جنورۍ پر ۱۹مه د «افغانستان اقتصاد» اړوند یوې غونډې کې وویل چې خصوصي سکتور د حکومت په پالیسو کې ځانګړی ځای لري او د دغه سکتور په پياوړي کېدو سره به د افغانستان اقتصادي ستونزې حل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې په تیرو حکومتونو کې هم ژمنې ورسره شوي وې او اوس هم ورته ژمنې کیږي، خو په دې برخه کې عملي کار ته اړتیا ده.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې که څه هم امنیت ټینګ دی او فساد نشته، خو تر څو چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژندل شي، په سواګرۍ او ترانزیټ برخه کې به د خصوصي سکتور ستونزې هواري نشي.