ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
د ملګرو ملتونو راپور: فلسطینانو سره شخړه کې اسرائیل اصلي مقصر دی
د ملګرو ملتونو محققانو نن سه شنبه جون اوومه (غبرګولي ۱۷) وویل چې د فلسطین د قلمرو «اشغال» او له فلسطینیانو سره د اسرائیل تبعیض په سیمه کې د نه ختمیدونکي تاوتریخوالي عمده علتونه دي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
تر څو چې طالبان موقف بدل نکړي، په رسمیت به ونه پېژندل شي -انالینا
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک نن سه شنبه جون اوومه (غبرګولي۱۷) پاکستان ته د خپل سفر په مهال وویل چې د طالبانو په حاکمیت کې افغانستان په ښه لوري روان نه دی. طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، خو لا هم نړیوالې ټولنې د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک وویل: «تر څو پورې چې طالبان په دې لارې روان وي، د افغانستان د مشروع حاکمانو په توګه د هغوی د رسمی پېژندلو او د روابطو د عادي کولو لپاره به کوم فرصت موجود نه وي.» نوموړې وویل چې د طالبانو له کبله خلک بې وزلي شوي او کړیدلي او نړیواله ټولنه باید په یو غږ او واضح ډول طالبانو ته ووايي چې په غلطې لارې روان دي. میرمن بیرباک وویل: «میندې او پلرونه نپوهېږي چې څنګه خپلو اولادونو ته ډوډۍ برابره کړي. نجونې له تعلیم څخه بې برخې دي. ښځې تقریبآ په عادي ژوند کې له ګډون څخه اېستل شوي. د مخالفانو غږ په ظالمانه ډول خپ کېږي.» له دې هر څه سره سره هغې وویل چې نړیواله ټولنه به افغانان هېر نکړي او زیاته یې کړه چې هغوی به له افغانانو او په خاص ډول له ښځو او نجونو سره، چې تر بل هر وخت اوس ډېرو مرستو ته اړتیا لري، همکاري او مرسته روانه ساتي. په افغانستان باندې د طالبانو له حاکمیت وروسته دا هېواد له بشري بحران سره مخامخ شوی او ملګري ملتونه وايي چې ۹۵ سلنه افغانان کافي غذا او خواړه نلري. د پاکستاني رسنیو د راپور په اساس، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو له خپلې جرمنۍ سیالې سره په افغانستان کې د بشري بحران، فقر او بې وزلې په اړه په تفصیل سره غږېدلی دی. میرمن بیرباک ویلي دي چې په افغانستان کې روان کړکیچ له افغانستان څخه د باندې هم خپل اغیز لري او په خبره یې پاکستان هم ترې زیان وینی. د دویچه وله د راپور په اساس میرمن بیرباک به هڅه کوي چې د بشري حقونو په برخه کې په افغان طالبانو فشار راوړي او همدا یې پاکستان ته د سفر مهمه مسئله هم بلل کېږي. نوموړې تېره ورځ وویل چې په افغانستان کې له خطر سره د مخامخ افرادو د انتقال په برخه کې یې پاکستان مهم شریک دی. د دې راپور په لیکلو کې د دویچه وله او پاکستان تربیون له معلوماتو استفاده شوې ده.
د طالبانو حکومت وايي د پوهنې برخه کې یې زرګونه دندې اعلان کړې
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت په ټول هیواد کې څه باندې ۷زره د معلمۍ او پنځم شپږم اداري بستونه اعلان کړل.
د اوکراین جګړې کې سلګونه روسان 'جبري عسکري خدمت' ته استول شوي
په روسیې کې یو څارنوال نن سه شنبه جون اوومه (غبرګولي ۱۷) وویل چې مسکو د اوکراین جګړې ته د جبري عسکري خدمت لپاره د یو شمیر کسانو له استولو وروسته له څه باندې لسو نظامي افسرانو څخه تحقیقات کړي دي.
مقاومت جبهې یو ځل بیا طالبان د خپلو پلویانو په وژلو تورن کړل
د طالبانو حکومت خلاف د مقاومت جبهې د افغانستان په ځینو ولایتونو په ځانګړي ډول پنجشېر ولایت کې په جنګي جنایتونو تورن کړي، خو طالب چارواکي د دغه جبهې ادعاوې ردوي.
امریکا د بوسنیا په ۲ مشهورو مشرانو بندیزونه ولګول
د امریکا متحده ایالاتو دوشنبه جون ۶ (غبرګولي۱۶) د بوسنیا په دوو مشهورو چارواکو بندیزونه ولګول. واشنګټن ویلي چې دا مشران د قومیت پر اساس داسې سیاسي اجنډاوې تعقیبوي چې بوسنیا د دموکراتیکو ادارو په قیمت تمامیږي.
سیګار: هغه ادعاوې ریښتیا ندي چې غني د افغانستان څخه د وتلو پر مهال میلونونه ډالر وړي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش (سیګار) په تازه راپور کې ویلي داسې ښکاري چې په هغو ادعاوو کې مبالغه شوې چې وایي مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل څخه د تیښتې پر وخت د ځان سره ۱۶۹ ملیونه امریکایي ډالر وړي.
برتانیه اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکوي
وروسته تر هغه چې متحده ایالاتو تیره اوونۍ اعلان وکړ چې اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکي توغندي ورکوي، برتانیې هم دوشنبه جون ۶ (غبرګولي۱۶) وویل چې د روسیې د "ظالمانه توپونو) د مقابلې لپاره اوکراین ته وسل عینې وسلې ورکوي.
سور صلیب: په کابل کې خلک لا هم د ډوډۍ پیدا کولو لپاره د کور وسیال پلوري
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشر دوشنبه جون ۶ (غبرګولي۱۶) ویلي چې په کابل کې لا هم خلک د خپلو کورنیو لپاره د نفقې د پیدا کولو لپاره د کور لوازم پلوري.