شاته

یونیسف: تېر کال نړۍ کې شاوخوا ۲۷ میلیونه ماشومان بېځایه شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي جګړې، تاوتریخوالی او نور بحرانونه د دې لامل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۶.۵ میلیون ماشومان بېځایه شي.

یونیسف په دې اړه خپل راپور کې ویلي چې د دغه سازمان د اټکل له مخې، دا تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د بېځایه شویو ماشومانو تر ټولو لوړ شمېر دی.

په دغه راپور کې راغلي: "په دې شمېر کې ۱۳.۷ میلیون بېځایه شوي او کډوال شوي ماشومان دي او نژدې ۲۲.۸ میلیونه هغه ماشومان دي چې د جګړو او تاوتریخوالي له امله په کور دننه بېځایه شوی دي... تیر کال په نړۍ کې د بېځایه شویو ماشومانو په شمېر کې ۲.۲ میلیون زیاتوالی راغلی دی."

یونیسف ویلي چې په دغه شمېر کې هغه ماشومان چې د طبیعي پېښو له امله بېځایه شوي او په ۲۰۲۲ میلادي کال کې تازه د جګړو له امله بېځایه شوي نه دي شامل.

په راپور کې ویل شوي چې د بېځایه شوو ماشومانو د شمېر زیاتوالی د مسلسلو بحرانونو پایله ده چې له دې ډلې د افغانستان په شان هیواد کې سختې او اوږد مهاله جګړې او په کانګو جمهوریت او یمن کې کمزوری وضعیت او د اقلیمي بدلونونو له امله دي.

د یونیسف اجرائیوي مدیرې کارترین راسل ویلي: "موږ نشو کولای چې شواهد نادیده ونیسو، د هغه ماشومانو شمېر چې د جګړو او بحرانونو له امله بېځایه شوي دي په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې دي او زموږ مسؤلیت هغوی ته لاس رسی دی."

د اوکراین د جګړې په څېر بحرانونه چې د روان کال د فبرورۍ میاشتې راپدېخوا یې د دوو میلیونو څخه زیات ماشومان بېځایه کړي او په درې میلیون کسان نور په داخل د هیواد کې بېځایه شوي دي.

په راپور کې اقلیمي بدلونونه لکه په افریقا کې سخته وچکالي او په بنګله دېش، هند کې او جنوبي افریقا کې سخت ساحلي سېلابونه په نړۍ کې د ماشومانو د بېځایه کېدو له نورو عمده لاملونو څخه بلل شوي دي.

یونیسف له دولتونو څخه غوښتي چې د ټولو کډوالو، داخلي بېځایه شوو او بېځایه شوو ماشومانو لپاره د مساوي حقونو او فرصتونو د تضمین لپاره شپږ ګامونه پورته کړي. په دې ډول له توپیر پرته له ماشومانو څخه ملاتړ وکړي.

یاد سازمان همدارنګه له دولتونو څخه غوښتي چې بېځایه شوي کډوال ماشومان په لومړۍ درجه کې د ماشوم په توګه په رسمیت وپيژني او ټولو ماشومانو ته د اغېزمنو خدماتو رسولو په برخه کې اقدام وکړي.