ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

25.06.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

25.06.2022 امریکا غږ

امریکا یو ورځ کې ۲.۴۵ میلیونه هوایي مسافر ثبت کړي؛ دا د ۲۰۲۰ راهیسې ستره شمیره ده

د امریکا د لیږد رالیږد د امنیت ادارې د جمعې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ دریمه) د ۲.۴۵ میلیونه هوایي‌ مسافرو لیږد رالیږد ثبت کړی چې دا شمیر د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې راپدیخوا په یوه ورځ کې تر ټولو ستر رقم دی. دا شمیر که څه هم په ۲۰۱۹ کال کې د همدې ورځې د ۲.۷۳ میلیونو کسانو له شمیر څخه کم دی خو بیا هم د هوا او د کارمندانو د مشکلاتو له امله د هوایي مسافرو ستر رقم شمیرل کیږي. دFlightAware  ویبپانې د معلوماتو له مخې د امریکا هوایي شرکتونو د جمعې په ورځ ۷۱۱ پروازونه لغوه کړل او ۶۰۰۰ نور یې وځنډول. امریکایي مسافر په روان دوبي کې سر له همدا اوس څخه مشکلات ویني، ځکه د کرونا ویروس له پیلیدو وروسته هوایي شرکتونو خپل زرګونه کارکوونکي له کارونو لیرې کړي او دغه شرکتونه اوس بیرته د کارمندانو په ګمارلو بوخت دي. د امریکا د لیږد رالیږد د امنیت ادارې یو ویاند د شنبې په ورځ جون ۲۵ پر ټویټر پاڼه د مشورې په توګه مسافرو ته ویلي «هوایي ډګر ته وختي ولاړ شئ، ګڼه ګوڼه ده.» د امریکا د هوایي شرکتونو ډلې د جمعې په ورځ د امریکا د ترانسپورت وزیر پت بوتیجج ته په یو لیک کې ویلي چې د کارکوونکو په برخه کې د ننګونو له امله حتی په ښه هوا کې هم پروازونه مختل شوي دي. په دې لیک کې د ښه پوهاوي په هدف له اړوندو ادارو سره د یوې غونډې د ترسره کیدو وړاندیز هم شوی دی. د ۲۰۱۹ میلاد‌ي کال په وروستیو کې د کرونا وبا د خپریدو له امله په ټوله نړۍ کې د پروازونو بهیر ګډوډ وشو او شرکتونه اړ شول چې خپل په زر ګونه کارکوونکي له کارونو ګوښه کړي.

25.06.2022 امریکا غږ

اوکراین وایي د بلاروس له خاورې څخه پرې پراخ بریدونه شوي 

اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) وویل چې د ګاونډي هیواد بلاروس څخه ورباندې پراخ بریدونه شوي دي. بلاروس چې د روسیې نږدې متحد هیواد دی، په رسمي شکل د اوکراین په جګړه کې برخه نده اخیستې، خو دغه بریدونه له یاد هیواد څخه یوه ورځ وروسته له هغه پر اوکراین شوي چې کیف د سورودونتسک ښار څخه شاتګ وکړ. د اوکراین نظامي چارواکو په یوې بیانیه کې ویلي دي‌ چې د چیرنیګیف په شمال کې پر دسنا کلي ۲۰ راکټونه توغول شوي‌ دي. بیانیه زیاتوي چې په دې بریدونو کې د یاد ښار تاسیسات په نښه شوي خو تر اوسه د تلفاتو راپور ورکړل شوی ندی. بلاروس د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه مسکو ته لوژیستیکي ملاتړ برابر کړی دی په خاص ډول په لومړیو څو اوونیو کې. خو دا هیواد هم د روسیې په شان د غرب له بندیزونو سره مخ شوی دی. د اوکراین د استخباراتو څانګې ویلي دي: « د نن ورځې بریدونه په مستقیم ډول د کرملن له هغو هڅو سره اړتباط لري‌ چې غواړي بلاروس د یو ملاتړي په توګه د اوکراین جګړې کې ښکیل کړي.» دغه راکټي بریدونه د شنبې په ورځ د روسیې په سنټ پیټرزبورګ کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو تر ملاقات مخکې شوي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د بروکسل هغه پریکړه وغندله چې اوکراین ته یې په رسمي ډول د اروپايي ټولنې د غړبتوب د کاندیدو حثیت ورکړ. مسکو دا کار په جیوپولیټیکي لحاظ د "روسیې محدودیدو" لپاره هڅه بولي. ټاکل شوېده د اوکراین غربي متحدین، د جي۷ یا اوو صنعي هیوادونو مشران د یکشنبې په ورځ په جرمني کې په داسې حال کې غونډه وکړي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي به هم د غونډې یو وینا وال وي. بلخوا روسیې د شنبې په ورځ جون ۲۵ ادعا کړې چې ځواکونو یې په دقیقو بریدونو کې د اوکراین په ختیځ کې تر ۸۰ پورې پولنډي جنګیالي وژلي دي. د روسیې دفاع وزارت دا ندي‌ ویلي چې دغه بریدونه څه وخت شوي دي. په بیانیه کې زیاتې شوې چې د اوکراین په جنوبي میکولایف ښار کې هم د یوې ورځې په جریان کې څه باندې ۳۰۰ اوکرایني او بهرني جنګیالي وژل شوي او د درندو وسلو ۳۵ دستګاوي له منځه تللي دي. مسکو په اپریل میاشت کې هم ادعا کړې وه چې په اوکراین کې یې کابو ۳۰ پولنډي جنګیالي وژلي وو.

25.06.2022 امریکا غږ

ناروې کې په یو "تروریستي" برید کې دوه تنه وژل شوي 

د ناروی په پلازمینه اوسلو کې د شنبې په ورځ جون ۲۵ د همجنسبازانو کلنی لاریون وروسته له هغه لغو شو چې د ښار په منځ کې دوه تنه په «ترهګریز» ډزو کې ووژل شول او ۲۱ تنه نور ټپیان شول. 

25.06.2022 امریکا غږ

یونیسف: د پکتیکا او خوست زلزله کې ۱۲۱ ماشومان مړه شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تیري چهارشنبې شپې زلزله کې ۱۲۱ تنه ماشومان هم مړه شوي دي.

25.06.2022 امریکا غږ

ایران: طالبان دې د هلمند اوبو معاهدې اړوند ژمنې عملي کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هیواد د بهرنیو چارو امیر حسین عبداللهیان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د هلمند اوبو اړوند معاهدې د عملي کېدو په اړه ټلیفوني خبرې کړي دی.

25.06.2022 امریکا غږ

د امریکا کانګرس د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه

په متحده ایالاتو کې د وسله وال تشدد په څو پیښو کې د ښوونځي د ماشومانو په ګډون د ګڼ شمیر کسانو تر وژل کیدو وروسته کانګریس جمعه جون ۲۴ (چنګاښ۳) د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه.

25.06.2022 امریکا غږ

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر ایران ته تللی

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل تهران ته په ناڅاپي سفر جمعه جون ۲۴ (چنګاښ۳) روان شوی چې د ایران د اتومي موافقې په هکله په ټپه ولاړو خبرو د بیرته پیل کیدو لپاره یوه هڅه بلل کیږي.

25.06.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

25.06.2022 امریکا غږ

د امریکا او اروپا د بندیزونو باوجود روسیې او افغانستان د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک کړ

پداسې حال کې چې روسیه او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو د جدي اقتصادي بندیزونو سره مخ دي خو مسکو او کابل تازه د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک کړی.

25.06.2022 امریکا غږ

د امریکا سترې محکمې د سقط جنین قانوني حق وروسته له ۵۰کالو لغو کړ 

د متحده ایالاتو سترې محکمې د جمعې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ ۳) د نیمې پیړۍ یو حکم څنډې ته کړ چې د اساسي قانون په بنسټ یې اشخاصو ته د سقط جنین حق تضمین کاوه، او د امریکا ایالتونو ته یې واک ورکړ چې سقط جنین ته د اجازې ورکولو او یا نه ورکولو په هکله تصمیم ونیسي.

24.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

24.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

24.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

24.06.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more