![](https://gdb.voanews.com/A6310297-394B-41A1-BDD5-8C1207453C01_w800_h450.jpg)
امریکا یو ورځ کې ۲.۴۵ میلیونه هوایي مسافر ثبت کړي؛ دا د ۲۰۲۰ راهیسې ستره شمیره ده
د امریکا د لیږد رالیږد د امنیت ادارې د جمعې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ دریمه) د ۲.۴۵ میلیونه هوایي مسافرو لیږد رالیږد ثبت کړی چې دا شمیر د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې راپدیخوا په یوه ورځ کې تر ټولو ستر رقم دی.
دا شمیر که څه هم په ۲۰۱۹ کال کې د همدې ورځې د ۲.۷۳ میلیونو کسانو له شمیر څخه کم دی خو بیا هم د هوا او د کارمندانو د مشکلاتو له امله د هوایي مسافرو ستر رقم شمیرل کیږي.
دFlightAware ویبپانې د معلوماتو له مخې د امریکا هوایي شرکتونو د جمعې په ورځ ۷۱۱ پروازونه لغوه کړل او ۶۰۰۰ نور یې وځنډول.
امریکایي مسافر په روان دوبي کې سر له همدا اوس څخه مشکلات ویني، ځکه د کرونا ویروس له پیلیدو وروسته هوایي شرکتونو خپل زرګونه کارکوونکي له کارونو لیرې کړي او دغه شرکتونه اوس بیرته د کارمندانو په ګمارلو بوخت دي.
د امریکا د لیږد رالیږد د امنیت ادارې یو ویاند د شنبې په ورځ جون ۲۵ پر ټویټر پاڼه د مشورې په توګه مسافرو ته ویلي «هوایي ډګر ته وختي ولاړ شئ، ګڼه ګوڼه ده.»
د امریکا د هوایي شرکتونو ډلې د جمعې په ورځ د امریکا د ترانسپورت وزیر پت بوتیجج ته په یو لیک کې ویلي چې د کارکوونکو په برخه کې د ننګونو له امله حتی په ښه هوا کې هم پروازونه مختل شوي دي.
په دې لیک کې د ښه پوهاوي په هدف له اړوندو ادارو سره د یوې غونډې د ترسره کیدو وړاندیز هم شوی دی.
د ۲۰۱۹ میلادي کال په وروستیو کې د کرونا وبا د خپریدو له امله په ټوله نړۍ کې د پروازونو بهیر ګډوډ وشو او شرکتونه اړ شول چې خپل په زر ګونه کارکوونکي له کارونو ګوښه کړي.