نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د ناټو د چټک غبرګون ځواکونو شمیر د ۴۰زرو څخه ۳۰۰زرو ته زیاتیږي
د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ ۶) وویل چې د ناټو متحدین غواړي ددې تړون د چټک غبرګون د ځواکونو شمیر ۳۰۰زرو سرتیرو لوړ کاندي.
له وسله والو سره په جګړې کې د پاکستان 'دوه سرتېري وژل' شوي
د پاکستان پوځ وايي چې د وسله والو سره په یوې نښتې کې د دوی دوه سرتېري او اووه وسله وال وژل شوي دي.
د ښځو د حقونو ځینې فعالانې د طالبانو د 'عالمانو جرګې' ته خوشبینې نه دي
د طالبانو د دينې عالمانو لویه جرګه او د ښځو د حقونو د فعالانو اندېښنه
په زلزله ځپلو سیمو کې بشري فعالانو ته د کمپونو د جوړېدو غوښتنه شوې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا (OCHA) وايي، د مخابراتي شبکو او لارو خرابولي له امله په پکتیکا او خوست ولایتونو په زلزله ځپلو ولسوالیو کې د بشري فعالانو لپاره د کمپونو جوړول یوه جدي اړتیا ده.
د بشري حقونو نړیوال سازمانونه: طالبان باید 'ډله ییز مجازات' بند کړي
د بشري حقونو څار سازمان د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د غچ اخیستونکو اقداماتو راپورونو خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
امریکا اوکراین ته د توغندیو د دفاع پرمختللی سیستم پیري: سرچینه
متحده ایالات ښایي په همدې روانې اوونۍ کې اعلان وکړي چې د اوکراین لپاره د توغنديو داسې پرمختللی سیستم پیري چې د لنډ او منځنۍ واټن توغندیو د دفاع وړتیا ولري.
د جنوبي افریقا د نڅا په یو کلب کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي
د جنوبي افریقا د ختیځ لندن په بندري ښار کې پولیس د نڅا په یو کلب کې د لږ تر لږه شلو کسانو د مړینې په هکله تحقیقات کوي.
د ترکیې جمهور رئیس د فنلنډ او سویډن د مشرانو سره ګوري
پداسې حال کې چې ټاکل شوې د ناټو د غړیو هیوادنو مشران د همدې روانې جون میاشتې په ۲۹ مې او ۳۰ مې د هسپانیې د مادرید په ښار کې جرګه شي، د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یکشنبه جون ۲۶ (چنګاښ۵) ویلي چې د سویډن او فلنډ د مشرانو سره ګوري.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
زلزله ځپلو ته د مرستو رسېدو په لاره کې ویجاړ سرکونه او نور خنډونه
د افغانستان په جنوب ختیځ کې د زلزلې راهیسې پنځه ورځې تیريږي. د اسوشیټډ پرس د خبر په اساس، د پکتیکا او خوست ځینو سختو ځپل شویو سیمو ته د ویجاړو شویو لارو او خرابو سرکونو له آمله لا تر اوسه کافي مرسته نده رسېدلې. د پکتیکا د ګیان د ولسوالۍ اوسېدونکی نعیم ګل چې د خټو او ډبرو جوړ کور یې د چهارشنبې په زلزله کې ویجاړ شوی او پلار او دوه خویندې یې پکې وژل شوي دي، د مرستو کمښت ته اندېښمن دی. نعیم ګل نن یکشبنې ۲۶ جون (چنګاښ ۵) اسوشیټد پرس ته وویل: "نه پوهیږم چې موږ به څه کوو او خپل ژوند څنګه بیرته پیل کړو. د بیا رغونې دپاره پیسې هم نلرو". د پکتیکا او خوست په زرګونو نوري کورنۍ هم همدا اندېښنه لري. په دغه سیمه کې له وړاندې اقتصادي ستوزې وې خو زلزلې ددغه ځای د اوسېدونکو ژوند ډیر سخت کړی دی. طالبانو چې پیسې او امکانات ورسره محدود دي، پر نړیوالو د مرستې غږ کړی دی. د شبنې په ورځ د طالبانو حکومت یو ځل بیا له واشنګټن څخه وغوښتل چې د افغانستان اووه میلیارد ډالر کنګل شوي پیسې خلاصې کړي. ملګرو ملتونو، نړیوالو مرستندویه موسسو او ځینو هېوادونو افغانستان ته د مرستو لیږل پیل کړي دي. چین پرون د ۷.۷ میلیون ډالرو عاجلو بشري مرستو اعلان وکړ. ایران، پاکستان، جنوبي کوریا، متحده عربي اماراتو او قطر له وړاندې زلزله ځپلو ته خیمې، البسه او د اړتیا وړ نور توکي لېږلي دي. د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي آستازی، رامیز الکباروف پرون په پکتیکا کې زیانمنې شوې سیمې ته ورغلی وو چې د مرستو د وېش بهیر له نږدې وویني. د ملګرو ملتونو په ډوډۍ، اوړو، وریجو، کمپلو او نورو اړینو توکو بار ټرکونه دغه سیمې ته رسېدلي دي. خو د پیسو او ضروري وسایلو کمښت د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړي دي. په لوجیستیکي او نورو برخو کې دغه محدودیتونه د طالبانو لپاره هم ستره آزموینه ده چې څنګه د ویجاړو شویو کورونو خاورې خځلې لرې کړي او ځپل شویو کورنیو ته مرستې ورسوي. په ډیرو ځپل شویو کلیو کې مړي په ډلییزو قبرونو کې دفن شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د غمغږئ د ادارې (OCHA) د معلوماتو له مخې، نږدې ۸۰۰ کورنۍ بې سرپناه پاتې دي. د ګیان د ولسوالۍ نعیم ګل ته د یوې سیمییزي خیریه ټولنې لخوا یوه خیمه او څو کمپلې ورکړل شوي دي. خو هغه او د کورنۍ ژوندي پاتې غړي یې چې په زلزله کې یې هر څه له لاسه ورکړي دي، باید خپل چاره پخپله وکړي. افغانستان په تېر اګست کې، واک ته د طالبانو د رسېدلو راهیسې، د نړیوالو مرستو د درېدو له آمله له سخت اقتصادي مشکل سره مخامخ دی او زلزلې د خلکو ژوند نور هم سخت کړی دی. د لویدیځ مرسته کوونکو هېوادونو خپلې اوږد مهالې مرستې بندې کړي او له طالبانو یې غوښتي چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او بشري حقونو ته احترام وکړي. اوس د افغانستان د ۳۹ میلیونه نفوس نږدې نیمايي د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخامخ دی. د دولتي ادارو ډاکترانو، ښوونکو او نورو کارکوونکو په میاشتو خپل معاش نه دی اخیستی. د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې هڅه کوي چې اړمنو افغانانو ته خواړه ورسوي، د عامې روغتیا سیستم فعال وساتي او افغانستان له یوه بشري ناورین او لوږې څخه وژغوري. د پکتیکا او خوست په لیرې پرتو سیمو کې چې د چهارشنبې زلزلې سختې ځپلي دي، امکانات له وړاندې کم وو. د افغانستان ځینې شتمن کسان او سوداګر لاس په کار شوي دي. د افغانستان د پانګونې او سوداګرئ خونو نن اعلان وکړ چې د پکتیکا او خوست دپاره یې یو نیم میلیون ډالر راغونډ کړي دي. خو د ډیرو ځپل شویو کورنیو دپاره چې په زلزله کې یې کورونه ړنګ شوي دي، کیدای شي دا مرستې هم کافي نه وي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه