شاته

اوکراین وایي د بلاروس له خاورې څخه پرې پراخ بریدونه شوي 

اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) وویل چې د ګاونډي هیواد بلاروس څخه ورباندې پراخ بریدونه شوي دي.

بلاروس چې د روسیې نږدې متحد هیواد دی، په رسمي شکل د اوکراین په جګړه کې برخه نده اخیستې، خو دغه بریدونه له یاد هیواد څخه یوه ورځ وروسته له هغه پر اوکراین شوي چې کیف د سورودونتسک ښار څخه شاتګ وکړ.

د اوکراین نظامي چارواکو په یوې بیانیه کې ویلي دي‌ چې د چیرنیګیف په شمال کې پر دسنا کلي ۲۰ راکټونه توغول شوي‌ دي. بیانیه زیاتوي چې په دې بریدونو کې د یاد ښار تاسیسات په نښه شوي خو تر اوسه د تلفاتو راپور ورکړل شوی ندی.

بلاروس د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه مسکو ته لوژیستیکي ملاتړ برابر کړی دی په خاص ډول په لومړیو څو اوونیو کې. خو دا هیواد هم د روسیې په شان د غرب له بندیزونو سره مخ شوی دی.

د اوکراین د استخباراتو څانګې ویلي دي: « د نن ورځې بریدونه په مستقیم ډول د کرملن له هغو هڅو سره اړتباط لري‌ چې غواړي بلاروس د یو ملاتړي په توګه د اوکراین جګړې کې ښکیل کړي.»

دغه راکټي بریدونه د شنبې په ورځ د روسیې په سنټ پیټرزبورګ کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو تر ملاقات مخکې شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د بروکسل هغه پریکړه وغندله چې اوکراین ته یې په رسمي ډول د اروپايي ټولنې د غړبتوب د کاندیدو حثیت ورکړ. مسکو دا کار په جیوپولیټیکي لحاظ د "روسیې محدودیدو" لپاره هڅه بولي.

ټاکل شوېده د اوکراین غربي متحدین، د جي۷ یا اوو صنعي هیوادونو مشران د یکشنبې په ورځ په جرمني کې په داسې حال کې غونډه وکړي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي به هم د غونډې یو وینا وال وي.

بلخوا روسیې د شنبې په ورځ جون ۲۵ ادعا کړې چې ځواکونو یې په دقیقو بریدونو کې د اوکراین په ختیځ کې تر ۸۰ پورې پولنډي جنګیالي وژلي دي.

د روسیې دفاع وزارت دا ندي‌ ویلي چې دغه بریدونه څه وخت شوي دي. په بیانیه کې زیاتې شوې چې د اوکراین په جنوبي میکولایف ښار کې هم د یوې ورځې په جریان کې څه باندې ۳۰۰ اوکرایني او بهرني جنګیالي وژل شوي او د درندو وسلو ۳۵ دستګاوي له منځه تللي دي.

مسکو په اپریل میاشت کې هم ادعا کړې وه چې په اوکراین کې یې کابو ۳۰ پولنډي جنګیالي وژلي وو.