شاته

افغان هندوان او سیکان د هند ویزې ته په تمه دي – خالصه

افغان هندوان او سیکان چې اوس یې کم شمیر په افغانستان کې ژوند کوي، پرون یو ځل بیا د داعش د خراسان څانګې له خوا په نښه شول.

له برید وروسته، یو شمیر رسنیو راپور ورکړ چې ګواکې د هند حکومت تصمیم نیولی چې سمدستي دې دیني لږکیو ته الکترونیکي ویزې صادرې کړي.

خو د افغانستان په ولسي جرګه کې د هندوانو او سیکانو پخواني استازي، نریندرسینګ خالصه امریکا غږ ته وویل چې ددې اقلیت غړي له میاشتو راهیسې د هند ویزو ته انتظار باسي.

ښاغلي خالص زیاته کړه: "اووه میاشتې وړاندې مو د هند حکومت ته د ۲۰۰ کسانو نوملړ واستاوه او د ویزو غوښتنه مو وکړه، خو تر اوسه مو د هند له حکومت څخه څه نه دي اورېدلي. موږ هم اورېدلي چې هند ویزې ورکوي، خو تر اوسه هیڅ رسمي مسله نشته."

د راپور شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې د جګړې له پیل مخکې د هندوانو او سیکانو شمېر شاوخوا ۲۰۰ زره و؛ خو اوس چې په سلو کې ۹۹ یې مهاجر شوي دي، یوازې دوه هندو کورنۍ او ۱۷ سک کورنۍ په افغانستان کې پاتې دي چې د هند ویزې ترلاسه کولو ته انتظار باسي تر څو ددې هیواد نه ووځي.

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د هند حکومت په لوی شمېر افغان هندوان او سیکان هند ته انتقال کړل.

د وړاندې شویو شمېرو له مخې، د افغانستان هندوانو او سیکانو په ۳۲ ولایتونو کې ۱۶۲ معبدونه درلودل (پرته له بدخشان او پنجشیر)؛ مګر د دوی له سلو څخه ډیر معبدونه غصب شوي دي.

خو هغه څه چې د افغانستان هندوان او سیکان یې ډیر اندیښمن کړي او د خپل هیواد د پریښودو هوډ یې کړی دی پر هغوی هدفي بریدونه دي.

په کابل کې د افغان سکهانو پر معبد باندې د شنبې د ورځې برید په وروستیو کلونو کې پر دغو لږکیو څلورم برید دی.

په وروستیو کلونو کې په هندوانو او سیکانو باندې په بریدونو کې تر ۴۰ ډېر افغان هندوان او سیکان وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې دغه بريد غندلى او د عاملينو د نيولو لپاره يې د دې ډلې د هڅو خبر ورکړی دی.

خو نریندر سینګ خالصه د امریکا غږ ته وویل: "امارت غواړي چې موږ پاتې شو، خو هیڅ تضمین نشته، پالیسي روښانه نه ده چې دوی څنګه زموږ ساتنه کوي، دا غوره ده چې موږ ووځو."

د هندوانو او سیکانو ستونزې

د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ مشر عبدالله احمدزی وايي، د افغان هندوانو او سیکانو ستونزې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو او د مجاهدینو له راتګ وروسته پیل شوې، د دوی ډېری شتمنۍ غصب شوې او د کار او زده کړو زمینې یې محدودې شوې.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: "د طالبانو د لومړۍ دورې له سقوط وروسته هم د افغانستان د هندوانو او سیکانو د جایدادونو غصب دوام درلود؛ خو د جمهوریت په دوره کې د افغانستان د سیکانو او هندوانو د جایدادونو د بیرته ورکولو، ټولنیزو ازادیو او د هغوی د حیثیت د اعاده کولو لپاره کومه هڅه نه وه شوې او یا لږ تر لږه ما نده لیدلې او کوم سند هم پدې هکله نشته."

د سیکانو پر معبد باندې په پروني برید کې دوه تنه ووژل شول او اوه تنه نور ټپیان شول، چې پړه یې د داعش د خراسان څانګې په غاړه اخیستې ده.