ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د کرونا له امله زیاتېدونکي محدودیتونه؛ ملیونونه عیسویان ایستر جشن لمانځي

په ملیونونو عیسویان نن یکشنبه (د اپرېل څلورمه) د ایستر یا د عیسویانو د سپېڅلي اختر جشنونه په داسې حال کې لمانځي چې په ګڼو هېوادونو کې حکومتونو د کرونا ویروس له کبله محدودیتونه لګولي دي.  په فرانسه کې په ملي سطحه درېیم ټولبند یا لاکډاون پرون شنبه په داسې حال کې پیل شو چې روغتونونه د شدیدې څارنې په څانګو کې د ناروغانو د شمېر زیاتېدو له کبله تر فشار لاندې دي. په اروپا کې ایټالیا هم پرون د ایستر پر مهال ټولبند پیل کړ، دغه هېواد داسې انګېرلي چې د اوونۍ د پای د رخصتۍ پر مهال ښايي د کرونا ویروس له کبله د خطر اندازه لوړه وي. په جرمني کې بیا پرون مظاهره‌چیانو د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه داسې وخت وکړه چې حکومت د ایستر پر مهال د ټولبند د سختولو پلانونه لري. د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل له خلکو غوښتي چې فزیکي تماسونه محدود کړي.  بل‌خوا د فرانسې حکومت هڅه کوي چې پر ګرځېدو راګرځېدو د محدودیتونو په لګولو، د ښوونځیو او غیر حیاتي کاروبارونو په تړلو سره د کرونا ویروس د نوې بڼې د مثبتو پېښو د زیاتېدو مخه ونیسي. په فرانسه کې دغه تازه اقدامات او محدودیتونه له پرون شنبې نافذ شول چې یوه میاشت به دوام کوي. ولسمشر امانوئل مکرون ژمنه کړې چې په فرانسه کې به د واکسین کمپاین ګړندی کوي، دغه‌راز دفاع وزارت ویلي چې ۷ پوځي روغتونونه به له راروانې سې شنبې د واکسین لګولو لپاره لاس په کار کېږي.  په کاناډا کې پرون د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ مثبتې پېښې تر یو ملیون واوښتې، بل‌خوا بریتانوۍ کولمبیا هم په همدې ورځ د کرونا ویروس ۲،۰۰۰ نوې پېښې ثبت کړې. دغه‌راز ټایوان د کوواکس په نوم د واکسین شریکولو نړیوال پروګرام له لارې د کرونا ضد استرازینیکا واکسین لومړۍ بسته چې دوه لکه دوزه دي، ترلاسه کړه چې سر له نن به د واکسین لګولو پروګرام ګړندی کوي.  په کاناډا کې د خلکو د واکسین کولو پروسه د دغه واکسین د رسولو په چارو کې د ځنډ له کبله ورو مخ ته ځي، د دغه هېواد یوازې ۱۴ فیصده وګړو لږترلږه د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده.  په فیلیپین کې لګول شوی ټولبند چې د دغه هېواد څه باندې ۲۴ ملیونه کاتولیک عیسویان هم اغېزمن کړي، د یوې بلې اوونۍ لپاره تمدید شو. د فیلیپین چارواکو هغو روغتونونو ته چې د ناروغانو د شمېر زیاتېدو له کبله تر فشار لاندې دي، خیمې او نور روغتیايي کارکوونکي ګمارلي دي. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۳۰ ملیونو او ۷ لکه ۷۰ زرو اوښتی دی.

04.04.2021 ازادي راډیو

سرچینه: د استانبول غونډه د اپرېل پر ۱۶مه کېږي

د ملي مصالحې عالي شورا یوه چارواکي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۶مه کېږي.   د دې چارواکي په خبره، دغه غونډه د افغانستان د روانې شخړې د حل او د سولې پروسې د چټکتیا لپاره خورا مهمه ده.   د استانبول د غونډې پر اجنډا له تېرې پنج شنبې د ترکیې او د امریکا د متحدو ایالتونو استازي د دولت او طالبانو له هیئتونو سره په خبرو بوخت دي.   تفصیل زموږ په سهارنیو خپرونو کې

03.04.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: افغانستان د کرونا ویروس د درېیمې څپې ګواښ سره مخ دی

افغانستان ممکن د نړۍ د ډېرو کمو هغو هېوادونو له ډلې وي چې خلک یې اوسمهال د کرونا په غم کې نه دي.  دغلته خلک په پراخه کچه د غم-ښادۍ په مراسمو کې برخه اخلي، سیاسي او ټولنیزې غونډې جوړوي او هېڅ ډول فزیکي واټن نه مراعتوي.  د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې د کرونا ویروس د بریتانوۍ بڼې تثبیت او دغه راز ګاونډېو هېوادونو پاکستان او ایران کې د ویروس د دې ډول زېاتېدو اندېښمن کړي دي.  د وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل، دا مهال دوی د کرونا د درېیمې څپې له ګواښ سره مخامخ دي: "لومړۍ څپه کې د کرونا موږ تجربې ترلاسه کړې، دوهمه څپه کې مو هغه خلاوې ډکې کړې چې درلودې مو، اوس موږ د درېیمې څپې په تهدید کې قرار لرو، د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره موږ لازم تدابیر لرو."  دې وروستیو کې په ننګرهار کې د کرونا ویروس د بدلون موندلې بڼې ۷ مثبتې پېښې ثبت شوي.  د عامې روغتیا وزارت وایي، له همدې پېښو وروسته دوی له پاکستان او ایران سره پر پوله پرتو ولایتونو کې د هغو کسانو واکسین پيل کړی چې هېواد ته ستنېږي.  د وزارت د ویاند مرستیال ښاغلی علیزی وایي، دوی پر راستنېدونکو سربېره د ټولنې ځینې نور وګړي هم د واکسین کړۍ کې شامل کړي دي: دی زیاتوي: "د کرونا د نوي ډول د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت په ۳۴ ولایتونو کې منظم تدابیر نیولي دي، لومړی دا چې له پاکستان او ایران سره په سرحدي ولایتونو کې د مهاجرینو د واکسین چارې پيل شوي دي، د دې ترڅنګ د هغو کسانو واکسین هم پيل شوی چې له پنځوسو کلونو یې عمر لوړ دی او ضمیموي ناروغۍ لري، بندیانو او کوچیانو او هغو کسانو ته هم واکسین پيل شوی چې بې وزلۍ کې ژوند کوي."  د عامې روغتیا وزارت پرون وویل، په څلورویشتو ساعتونو کې په ټول افغانستان کې د ۱۶۳۷ مشکوکو پېښو له منځه ۲۳ هغه یې مثبتې ختلي دي.  د کرونا وبا له پيله تراوسه عامې روغتیا وزارت د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۵۶۵۹۵ رسمي پېښې ثبت کړي او له دې ډلې ۲۴۹۷ تنه مړه شوي دي.  خو اندېښنې دا دي او په وار-وار چارواکو هم ویلي چې نارسمي شمېرې له دې څو برابره زیاتې دي.  څه باندې میاشت وړاندې افغانستان کې د کرونا ضد واکسین پيل شوی او تردې مهاله څه باندې ۶۱ زره کسان واکسین شوي دي. 

03.04.2021 ازادي راډیو

"سږ۱۴ مېرمنې د هدفي وژنو ښکار شوي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دې اقدام وکړي"

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې پر هدفي وژنو اندېښنه ښيي. د دغه کمېسیون د نشریاتو او ارتباطاتو د برخې رئيس ذبیح الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل، په کار ده چې نړیواله ټولنه اقدام وکړي. ښاغلي فرهنګ زیاته کړه: "د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه افغانستان کې ۱۴ ښځې په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۲۲ نورې ژوبلې شوي دي. دې نهیلوونکي حالت ته په کتو موږ له نړیوالو همکارانو په تېره بیا له ملګرو ملتونو غواړو چې د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوربند لپاره پر طالبانو او حکومت له خپل نفوذه کار واخلي." په افغانستان کې پر ښځو د هدفي بریدونو په دوام کې پرون پنجشنبه(د وري ۱۲مه) په جلال اباد ښار کې یوه پولیسه ووژل شوه. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وايي، دا پولیسه هغه مهال وویشتل شوه چې کار ته روانه وه او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. د ده په وبنا، د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي. د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. په وروستیو کې په ننګرهار کې پر ښځو پر له پسې بریدونه کېږي. تر دې وړاندې په دغه ښار کې نامعلومو وسله والو درې واکسیناتورانې ووژلې. تېره میاشت په جلال اباد کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې وویشتل شوې. اسلامي دولت یا داعش ډلې د انعکاس ټلوېزېون د کار کوونکو د وژلو مسوولیت ومانه. د بشري حقونو د څار ډلې د اسیايي برخې مرستیالې پاترېشیا ګاسمن پرون پنجشنبه (د وري ۱۲مه) ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې د خبریالانو په تېره بیا د ښځینه خبریالانو ژوند ته پر پاملرنې ټینګار وکړ. هغې زیاته کړه:​هغه وخت راغلی چې د افغانستان د سولې د پروسې ټول ملاتړ کوونکي هېوادونه په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او ښځو په ګډون د خبریالانو د خوندیتوب لپاره پر خپلو کلکو ژمنو ټینګار وکړي." په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیلېدو را وروسته په افغانستان کې پر دولتي مامورینو، مدني فعالانو او خبریالانو هدفي بریدونه ډېر شوي دي. په هلمند ولایت کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژلو په شمول د اکثرو هدفي بریدونو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی. افغان او امریکايي چارواکي وايي چې اکثره دا ډول بریدونه طالبان کوي، خو طالبان د اکثرو پېښو مسوولیت په غاړه نه اخلي.

02.04.2021 ازادي راډیو

اروپا کې د کرونا پېښو زیاتوالی او د واکسین ورو بهیر له نیوکو سره مخ شوی

د روغتیا نړیوال سازمان په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ضد واکسیناسیون پر ورو والي انتقاد وکړ او په دې لویه وچه کې یې د کرونا د پېښو پر زیاتوالي اندېښنه ښکاره کړه.  په اروپا کې د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس هانس ګلوکې پرون پنجشنبه(د وري ۱۲مه) وویل چې په اوسني ډول د کرونا واکسین د ورکولو ټکنۍ پروسه د نه منلو ده.  ده په عین حال کې د کرونا ضد واکسین په تولید کې د زیاتوالي او په اروپا کې د واکسیناسیون پر وړاندې د خنډونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.  د روغتیا د نړیوال سازمان له اټکل سره سم، راتلونکې میاشتې به د کرونا د پېښو د زیاتوالي له نظره د اروپا لپاره تر پخوا بدې وي. پنځه اوونۍ وړاندې په اروپا کې هره اوونۍ په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر تر یو میلیون لږ و، خو اوس په اوونۍ کې تر یو میلیون او ۶ لکه اوښتی دی.  د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په اروپايي اتحادیه کې په کرونا د مړو شوېو کسانو شمېر یو میلیون کسانو ته په نژدې کېدو دی او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۵ میلیونو ته نژدې شوی دی. په همدې منځ کې ځینو اروپايي هېوادونو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه ډېر کړي دي. فرانسې اعلان کړی چې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ۴ اوونیو لپاره محدودیتونه وضع کوي. د اروپا په نژدې ۹۰۰ میلیونه وګړو کې یوازې لس فیصدو تراوسه یو ډوز واکسین کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان په راتلونکو رخصتیو کې، په تېره د مسحیانو د اختر د رخصتۍ په مناسبتونو کې د خلکو د یوځای کېدو له کبله د کرونا د لا خپرېدو اندېښنه لري. د اسټرازینیکا واکسین له جوړونکو سره د اروپايي اتحادیې ورو خبرې سبب شوي چې د دې اتحادیې په غړیو هېوادونو کې د واکسین چارې ټکنۍ شي. ځینو اروپايي هېوادونو په دې خاطر چې د اسټرازینیکا واکسین د څو تنو وینه غوټه کړه، د دغه واکسین ورکړه درولې ده. له بلې خوا له فایزر او موډرنا شرکتونو سره د اروپايي اتحادیې قراردادونه د واکسین د تولید او وېش په برخو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

02.04.2021 ازادي راډیو

هندوستان کې د کرونا ویروس په ورځني ډول زیاتوالی

هندي چارواکي وایي چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د نویو مثبتو پېښو په شدت کې د تېر په پرتله کموالی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې تازه په دې هېواد کې د هولي جشن تېر شوی، د رنګونو په دې مېله کې خلکو د کرونا ویروس د لاخپراوي د مخنیوي په هدف روغتیايي لارښوونې هم نه‌دي عملي کړي.

01.04.2021 ازادي راډیو

عمران خان: پاکستان د کرونا درېیمې څپې سره مخ دی، سراسر محدودیتونه نه لګوو

د پاکستان صدر اعظم عمران خان پرون چهارشنبه (د وري ۱۱مه) د سراسري ټولبند یا قرنطین لګول رد کړل، خو وې منله چې هېواد یې دا مهال د کرونا له درېیمې څپې سره لاس او ګریوان دی.  خان د همږغۍ ملي کمېټې ته وویل، دوی باید د کرونا ویروس د مخنیوي او د پاکستان اقتصاد او دغه راز بې وزلو خلکو ته ته د زیان نه رسېدو ترمنځ یو متوازن چلند خپل کړي.    د پاکستان حکومت په پام کې لري، هغه څه ته چې ځیرک محدودیتونه بلل شوي مخه کړي او له مخې به یې د کرونا ویروس د کابو کولو لپاره پر وړو سیمو د لنډې مودې لپاره محدودیتونه ولګول شي.    که څه هم د خلکو پر غونډو، عامه ټرانسپورټ محدودیتونه لګول شوي او په ځینو ایالاتونو یا هم د دغو ایالاتونو په مرکزونو کې د ماسکونو کارول جبري شوي، خو خلک دغه مقررات دومره نه رعایتوي.    د پاکستان د روغتیا وزیر فیصل سلطان وویل، د چین له خوا د سینوفارم په نوم د کرونا ضد نژدې اته لکه ډوزه واکسین خلکو ته لګول شوی دی.    ده زیاته کړه، پنځه لکه ډوزه نور واکسین چې له چین څخه رانیول شوي، دوه نیم لکه یې پاکستان ته رسېدلي دي. پاکستان په پام کې لري چې د روغتیا له نړیوال سازمانه نور واکسینونه هم ترلاسه کړي.  اسلام اباد خصوصي سکټور ته هم د کرونا ضد واکسین د واردولو او خرڅولو اجازه ورکړې ده، خو د واردوونکو شرکتونو او حکومت ترمنځ د واکسین د بیې پر سر اختلافاتو د واکسین دغه بهیر ځنډنی کړی دی.     د پاکستان حکومت وړمه ورځ په کرونا ویروس د ۴۷۵۷ نورو کسانو د اخته کېدو او په دې ویروس د ۷۸ نورو کسانو د مړینې خبر ورکړ.   تراوسه دغه هېواد کې د کرونا څه باندې شپږنیم لکه پېښې ثبت شوي او نژدې ۱۴ نیم زره کرونایي ناروغان مړه شوي دي. 

01.04.2021 ازادي راډیو

د جګړو له امله وير؛ کندز کې یو شمېر کونډې له جدي ستونزو سره مخ دي

په کندز ولایت کې هغه شمېر ښځو چې د خپل د کورنۍ نفقه ګټونکي یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي، وايي چې اوس دوی له جدي ستونزو سره مخامخ دي. دغه ښځې وايي چې اوس دوی د خلکو په کورونو کې کار کوي چې د خپلو ماشومانو نسونه ماړه کړي. د ۵۰ کلنې مریم مېړه پنځه کاله وړاندې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې وژل شوی دی. نوموړې اوس له خپل ۷ کوچنیانو سره د کندز ښار د خان اباد بندر سیمه کې په یوه زاړه کور کې ژوند کوي. دا وايي: "زه کلیو ته ځم هلته چې خلک د ونو ښاخونه پرې کوي هغه راټولوم او دغه‌راز زوځان راټولوم او بیا يې پر خپل اوږو کور ته راوړم. د خلکو په کورونو کې کار کوم، کالي پرې مینځم او له همدې لارې خپلو بچیانو ته ډوډۍ پیدا کوم." دغه مېرمن پر دې سربېره چې د خلکو په کورونو کې کار کوي د پیسو په بدل کې د خلکو څاروي هم ساتي چې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي. د مریم څېره هغه ستونزې او ناخوالې بیانوي چې دا په دې موده کې ورسره مخ شوې ده: "زه دلته په زر افغانیو یو اس او په ۲،۰۰۰ افغانیو دوه خوسۍ هم ساتم، ځکه زه ورته اوبه، خوراکي توکي ورکوم او غوجلې هم ورته پاکوم او بیا څښتنان‌یې ما ته پیسې راکوي." د دغې ښځې لور رقیه چې ۳۰ کلنه ده، درې کاله کېږي کونډه شوې او درې کوچنیان لري. رقیه وايي چې اوس له بېلابېلو ننګونو سره مخ ده: "په جګړو کې زما خاوند شهید شو او د ماما زوی مې هم شهید شو، نو مجبوره شوم خپلې مور سره د کندز ښار ته راکډه شوو. زه اوس د خلکو کالي پرېمینځم، ډو‌ډۍ پخوم او خپلو یتیمانو ته ډوډۍ پيدا کوم. موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، له دولت او شتمنو خلکو غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي." دا یوازې مریم او رقیه نه‌دي چې په جګړه کې يې د ژوند ډېر څه له لاسه ورکړي، بلکې اوس‌مهال په کندز کې په سلګونه مېرمنې له ورته برخلیک سره مخامخ دي. د ۴۰ کلنې شاه ګل مېړه هم په جګړو کې وژل شوی دی: "موږ جګړو اړ کړو چې له خپل کلي کډه وکړو. در په در یو هېځ شی نه‌لرو اوس په همدې کنډواله کور کې له خپل پنځه ماشومانو سره ژوند کوم. د خلکو په کورونو کې کار کوم ترڅو د خپلو ماشومانو نسونه ماړه کړم." دغه کونډې زیاتوي چې د بې‌وسۍ او اقتصادي ستونزو له کبله‌يې کوچنیان له ښوونې او روزنې څخه محروم شوي دي او اوس‌مهال یو شمېر په شاقه کارونو بوخت دي چې د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ وګټې.

31.03.2021 ازادي راډیو

څېړنه: کرونا ویروس ښايي له اسمان څکالي (شوپرک) انسانانو ته لېږدول شوی وي

د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو ګډ راپور هغه وړاندوینې سمې ثابتې کړي چې ویل کېدل کرونا د اسمان څکالي یا خفاش(شوپرک، الوتونکو ژویو) له لارې انسانانو ته انتقال شوې. د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو ګډ راپور نن رسماً خپور شوی ښيي چې ډېر احتمال شته کرونا په اصل کې له اسمان څکالي یا خفاشه انسانانو ته انتقال شوي وي. ښایي مستقیماً یا هم د نورو ژویو له لارې. دغه ګډ راپور له دې چې د کرونا د اصلي ځای په اړه څه نه دي ویلی، ګڼ شکونه را ولاړ کړي دي او هم امریکايي چارواکو پرې بې باوري ښودلې چې چینايي چارواکو به لاس وهنه په کې کړي وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا ویلي، د رپوټ د مېتود او دا چې څنګه جوړ شوی دوی ته جدي اندېښنې پيدا کړي او دا حقیقت چې بیجېنګ ظاهراً د رپوټ په لیکلو کې مرسته کړې ده. د امریکا د ساري ناروغیو لوړپوړی متخصص ډاکتر انتوني فوچي ویلي، مخکې له دې چې د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو د رپوټ د باورمندۍ په اړه پرېکړه وکړي، غواړي لومړی لاس او خام معلومات وګوري. د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهنوم ګبریسیوس بیا د رپوټ تر رسمي خپراوي مخکې ویلي چې د کرونا وبا د اصلي ځای یا ټاټوبي په اړه فرضیې ازادې دي ځکه لا زیاتې څېړنې ته اړتیا لري. د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو.اېچ.او' او چینایي کارپوهانو دا ګډ راپور د وحشي پشیو، پنګولین او مږو په څېر له ځینو نورو ژویو هم د کرونا د انتقال اټکلونه نه دي رد کړي. په انسانانو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د ۲۰۱۹ میلادي کال په ډسمبر کې د چین په ووهان کې ثبت شوې. د روغتیا نړیوال سازمان دا راپور بیا وایي، د ووهان د ژویو د خرڅلاو د مارکیټ رول لا روښانه نه دی. د ژویو په دې مارکېټ باندې چې وروسته تړل شوی و، د کرونا د خپرېدو د یوې اصلي منبع په توګه شک کېده ځکه ګڼ هغه ژوي په کې خرڅېدل چې د کرونا د پخوانیو ډولونو په انتقال کې ښکېل بلل شوي و. د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو دا راپور د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو خلکو هغه ادعاوې چې ویل یې کرونا ویروس د چین د ووهان له یوه لابراتوار خپور شوی ډېرې ناسمې اټکل کړي. دغه راپور د چین حکومت هغه وړاندوینه هم چې ویل یې ویروس په اصل کې له چین نه دی خپور شوی بلکې په کنګل شویو خوړو کې چین ته وارد شوی "ممکنه" بللې خو ښایي ډېر داسې څه به نه وي. د روغتیا نړیوال سازمان او د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ادارې مخکې د کولډ – چېن یا سړې – کړۍ هغه فرضیه رد کړې وه چې د چین له خوا د څېړنو د سیاسي کولو د هڅو په اړه ادعا کېده. چین په دې ګرم بلل شوی و چې هڅه کوي د ویروس اصلي ځای له دغه هېواد بهر وښيي. کرونا ویروس سره له دې چې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې یې واکسین روان دی د رسمي شمېر له مخې د ۲۰۱۹ کال له ډسمبر تر اوسه څه باندې ۱۲۷ میلیونه ( ۱۲۷۶۵۴۹۷۹) کسان اخته کړي. له دې ډلې نږدې اته ویشت لکه کسان ( ۲۷۹۲۰۴۴) مړه شوي.

30.03.2021 ازادي راډیو

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون: کرام‌الدین کریم باید ژر تر ژره ونیول شي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه کوي، د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونه تورن کرام‌الدین کریم چې تر اوسه نه‌دی محاکمه شوی، باید ژر تر ژره ونیول شي. دغه کمېسیون وايي، د کرام‌الدین کریم نه‌نیول کېدل یا محاکمه کېدل په هېواد کې د جنسي ځورونې پر وړاندې د چپ پاته کېدو او معافیت فرهنګ پیاوړی کوي او پر حکومت د خلکو اعتبار ضعیفه کوي. د دې ادارې کمېشنرې شبنم صالحي د مارچ په ۲۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "له کشفي عدلي او قضايي نهادونو څخه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه دا ده چې کرام‌الدین کریم دې ژر تر ژره ونیسي او د عدالت منګولو ته دې يې وسپاري. د ده نه‌نیول او د عدالت نه‌تطبیق د ښې حکومتوالۍ یو له اساسي اصولو څخه چې د قانون حاکمیت دی، متضرر کېږي او د خلکو باور پر حکومت باندې او پر عدلي او قضايي سیستم باندې له‌منځه ځي." تر دې مخکې د همدې ادارې رئیسې شهرزاد اکبر هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د جنسي ځورونې دومره ناندریزه قضیه لا هم ناحل شوې پاته ده. دې وویل: "د معافیت فرهنګ چې افغانستان ته په تېرو دوو لسیزو کې له اووښتو زیانونو یو دی او یوه بېلګه‌یې د کرام‌الدین کریم قضیه ده چې پر وړاندې يې د جنسي ځورونې جدي تورونه دي، خو تر اوسه نه هم نیول شوی او نه محاکمه شوی دی. دا د اندېښنې وړ خبره ده. د ده نه‌نیول کېدل هغو زړورو ښځو او نجونو ته هېڅ ښه پيغام نه‌رسوي چې د جنسي ځورونې وضعیت‌یې افشا کړ."   د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې په دې اړه اندېښنه څرګندوي چې تر دوه کاله وروسته هم افغان حکومت نه‌دی توانېدلی چې د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم د هغو تورونو په خاطر ونیسي چې د فوټبال ټيم ښځينه غړو پر ده پورې کړي چې دوی یې جنسي ځورولي.   لږ تر لږه پنځو افغان لوبغاړو پر ده تور پورې کړی وو چې له ۲۰۱۳م څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې يې دوی جنسي ځورولي.  هغه مهال یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړل چې کرام‌الدین کریم د فوټبال پر یوې ښځینه لوبغاړې تر جنسي تېري وروسته، هغه او کورنۍ يې د چپ نه‌پاتې کېدو په صورت کې په مرګ هم ګواښلي وو. د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ میاشت کې د بشري حقونو نړیوال سازمان راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۲۰ ښځو د کریم او په افغان فوټبال فدراسیون کې پر ځينو نورو چارواکو د جنسي ځورونې تورونه پورې کړي. د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا دا تورونه وڅېړل او د تحقیقاتو په نتیجه کې يې وموندل چې کریم له خپلې دندې ناوړه ګټه اخیستې او د فوټبال یو شمېر ښځينه غړې يې په جنسي توګه ځورولي. کریم مخکې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي. ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو: "زه تاسي ته ډاډ درکوم چې زه دا قضیه تعقیبوم، له خپلو حقونو دفاع کوم او په دې قضیه کې ګټونکی یم، افغانانو ته ثابتوم چې دا دسیسه له کومه راغله او چا یې ملاتړ وکړ." داسې مهال چې د افغانستان لویې څارنوالۍ له کورنیو چارو وزارت څخه د کریم د نیولو غوښتنه کړې وه، د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې په اتمه نېټه فیفا په یوه اعلامیه کې وویل چې دغې ادارې د فوټبال په برخه کې د تل لپاره پر کرام‌الدین کریم بندیز ولګاوه او دی یې یو ملیون ډالره جریمه کړ.   تر دې یوه ورځ وروسته د جون په نهمه نېټه افغان چارواکو د کرام‌الدین کریم د نیولو امر وکړ، خو د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې دی پټ شوی دی. له دغو ښځو چې پر کریم‌یې د جنسي ځورونې تور پوري کړی، یوه خالده پوپل ده. دې هغه مهال د فیفا دا پرېکړه ستایلې وه، خو اوس وايي چې یو شمېر دولتي ادارې غواړي دا قضیه له پامه وغورځېږي او له خلکو هېره شي. دې د تېرې دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "قضیه روانه ده، خو څوک نه‌شته چې پوښتنه‌یې وکړي. د افغانستان پولیسو یو ډول ښکاره کړه ورغلل پنجشېر ته چې کرام‌الدین ونیسي، خو دا یې یوازې یوه ننداره جوړه کړه چې ګواکي موږ غواړو کریم ونیسو، خو ځايي خلک نه‌غواړي چې موږ دی ونیسو. له بده مرغه قضیه هېڅ خوا ته نه‌ده تللې. له ډيرو نږدې سرچینو مې اورېدلي چې کرام‌الدین په ازاده توګه له کابله تر پنجشېره ازاد تګ راتګ کوي، هلته‌یې کورونه دي." خالده پوپل ازادي راډيو ته په خبرو کې زیاته کړه چې هغه څارنوالان او قاضیان چې پر دې قضیه‌یې کار کاوه، تهدید شوي او څو ځلې تغییر او تبدیل شوي دي.   د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په دې اړه چې ولې دا قضیه تر اوسه بې‌پایه پاته ده؟ داسې وویل: "د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس په اړه په هېواد کې دننه او دباندې پلټنې بشپړې شوې دي او دوسیه‌یې محکمې ته لېږل شوې ده. محکمې په قضايي غونډه کې ځانګړې پرېکړه کړې چې په محکمه کې به د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس له حضور وروسته په دې اړه پرېکړه کوي."   د ښاغلي رسولي په وینا کله چې کرام‌الدین کریم ونیول شو، لویه څارنوالي به لازمي اقدامات وکړي او نوې دوسیه به د پرېکړې لپاره محکمې ته ولېږي. که څه هم د کورنیو چارو وزارت چارواکو مخکې ویلي وو چې کرام‌الدین کریم پټ دی، خو د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر میاشت کې هغه په ازاده توګه علني مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ او ویې‌ویل چې حاضر دی ثابته کړي چې مجرم نه‌دی.   لویې څارنوالې د کریم د نیول کېدو حکم د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې صادر کړی و، خو یو کال وروسته د ۲۰۲۰م کال د اګسټ میاشتې په ۲۳مه نېټه افغان ځانګړو ځواکونو د پنجشېر ولایت په بازارک سیمه کې چېرته چې ویل کېږي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم اوسي، د ده د نیولو په هدف عملیات وکړل. یوه ورځ وروسته د پنجشېر مرستیال والي محمد امین صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات بې‌نتیجې پاته شول ځکه د ده په خبره د سیمې خلکو د ځانګړو ځواکونو مخه ونیوله.  د بشري حقونو نړیوال سازمان د اسیا څانګې مشرې پاترېشیا ګاسمن د دې پېښې په غبرګون کې ازادي راډيو ته ویلي و چې په افغانستان کې ستونزه دا ده چې زورواکي او جګړه‌ماران د ځان د خوندي ساتلو لپاره خپلې ملېشې لري او دا ملېشې قانون ته درناوی نه‌لري. د دې ادارې مشره څېړونکې هیدر بار بیا په دې باور ده چې افغان حکومت نور له دې قضیې لاس اخیستی دی.   ميرمن بار زیاتوي: "د کرام‌الدین کریم قضیه دا څرګندوي چې په افغانستان کې د معافیت فرهنګ څومره ژور او پراخ دی. داسې ښکاري چې حکومت د ده له نیولو نور لاس پر سر شوی که څه هم پر ده تورونه ډېر جدي دي او کاغذي کارونه‌یې هم شوي دي او ټول په دې قضیه خبر دي. حکومت باید په دې اړه شرمېدای، خو داسې نه‌ښکاري."  خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې حکومت اوس هم ژمن دی چې کرام‌الدین کریم ونیسي او محکمې ته‌یې وړاندي کړي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د مارچ په ۲۲مه نېټه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هېڅ‌څوک له قانونه پورته نه‌دی. موږ د څارنوالۍ حکم په هر حال کې تطبیقوو. په دې اړه کلک جدیت موجود دی. کرام‌الدین که هر ځای وي، موږ د زمان څخه په استفاده سره خپل اقدامات کوو، خو موږ پر وخت متکي نه‌یو ځکه د څارنوالۍ حکم له موږ سره شته، خو په فرصت سره موږ د څارنوالۍ دا حکم عملي کوو."   د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې دغې قضیې ته ژمنتیا تکراروي چې له افغان ولسمشر څخه نیولې په کابل کې د امریکا سفارت تر شارژدافیر پورې ټولو په دې قضیه کې د عدالت د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.  په ۲۰۱۹م کال کې د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور له مخې، د ښځينه فوټبال ټیم د اتو لوبغاړو تجربه ښيي، هغو ښځو چې جنسي غوښتنې يې ردولې، له ټيمه وایستل شوې او هغو چې په دې اړه‌یې علني شکایت وکړ، له تهدیدونو سره مخامخ شوې.

30.03.2021 ازادي راډیو

د روغتیا سازمان او چین ګډه څېړنه؛ ښايي کرونا له حیواناتو انسان ته انتقال شوې وي

د روغتیا نړیوال سازمان او چین یوه ګډه څېړنه ښيي، دا احتمال شته چې کرونا ویروس دې د ماښامي یا ښاپېرک په وسیله له بل حیوان نه انسان ته لېږدول شوی وي.  دا خبره د همدې څېړنې په یوه طرحه کې چې یوه کاپي یې اسوشیټډ پرس اژانس ترلاسه کړې شوې ده.  په دې مطالعه کې چې لا بشپړه شوې نه‌ده، هغه راپورونه په کلکه له امکانه لیرې بلل شوي چې ویل کېدل، کرونا ویروس له لابراتواره خپور شوی دی.  د راپور له مخې د کرونا ویروس د ریښې موندلو په هدف د روغتیا نړیوال سازمان او چین شوې ګډه مطالعه پراخه ده، خو داسې ویل شوي چې ګڼې پوښتنې لا بې‌ځوابه پاتې دي. څېړونکو بیا د خپل کار د دوام وړاندیز کړی دی او ویلي یې دي، دوی په هره برخه کې پراخه څېړنه کوي، خو یوازې هغې تیوري سره غرض نه‌کوي چې له لابراتواره د ویروس د تیتېدو خبره په‌کې ده. د راپورونو له مخې د چین او ډبلیو.اېچ.او د دې ګډ راپور خپرېدل هم ځنډېدلي دي، له دې سره داسې اندېښنې راپورته شوي چې ممکن چین د راپور په موندنو کې لاسوهنه وکړي او د ځان د ملامتۍ ټکی ترې وباسي.  د روغتیا نړیوال سازمان یوه چارواکي بیا تېره اوونۍ وویل، د دوی دا موندنې به په څو ورځو کې خپرېدو ته چمتو شي.  د موندنو په هغې طرحه کې چې اسوشیټډ پرس ته یوه ډيپلومات د نوم نه‌ښودو په شرط ورکړې، څو برخې شاملې دي. دلته ویل شوي چې له یوه حیوان یا ژوي د بل په وسیله انسان ته د ویروس د لېږد احتمال شته، دوی دغه لېږدوونکی ژوی ماښامی یا ښاپېرک یاد کړی دی.  ځکه دغه ویروس ته د نږدې بل ویروس نښې نښانې په همدې ښاپېرک کې لیدل شوې دي.  پنګولین هغه سمندري ژوی دی چې د راپور له مخې د دغه ویروس نښې په‌کې لیدل شوي، خو د موندنې اټکل دا دی چې د ویروس لېږدوونکي همدا ښاپېریک او د مینک په نوم بل ژوی دی.  راپور کې راغلي، د کنګلي یا یخو  خوړو له لارې هم د ویروس د لېږد احتمال شته، خو ډېر نه.

29.03.2021 ازادي راډیو

ځانګړی: د روسیې پنځوس سلنه تیل څنګه غلا کیږي؟

د ازادي راډیو/ ازادې اروپا راډیو روسي څانګې په یوه څېړنه کې موندلې چې د روسیې نژدې پنځوس سلنه ناخالص تیل له استخراج وروسته غلا کیږي. په دې څېړنه کې روښانه شوې چې دولتي چارواکي او خصوصي شرکتونه د روسیې د اقتصاد ددې مهمې سرچینې په غلا کې رول لري، تر دې حده چې همدا جنایتکارې ډلې په بازار کې د تیلو بیه ټاکي.

27.03.2021 ازادي راډیو

شباب: د ناوړه دودونو د ختمولو په خاطر  ويډيويي ډرامې جوړوم

د ازادي راډيويي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې شاعر او لیکوال عبدالغفور لېوال د اسطورو په اړه راته غږېږي. د جرس ادبي جرګې غړی امان افریدی په کراچۍ کې د ادبي فعالیتونو په اړه معلومات راکوي. د افغانستان په جنوب کې د موسیقي د یوې مشهورې الې په اړه راپور لرو. او له ځوان ممثل شفیع الله شباب سره مرکه لرو چې وايي، د ناوړه دودونو د ختمولو په خاطر لنډې ویډيويي ډرامې جوړوي. دا پروګرام د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: جوړونکی: همایون هېواد

27.03.2021 ازادي راډیو

کرونا: یو شمېر زده کوونکي: ښوونځیو کې روغتیایي تدابیرو ته پاملرنه نه کېږي

د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال په پیل سره، یو شمېر زده کوونکي وایي چې ښوونځیو کې روغتیایي تدابیرو ته پاملرنه نه کېږي. ‎د هېواد له ځینو ولایتونو یو شمېر زده کوونکو ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ښوونځیو کې نه ماسکونه اچول کېږي، نه ټولنیز واټن په پام کې نیول کېږي او نه هم نورې روغتیایي لارښوونې په پام کې نیول کېږي. ‎فهیم الله له پکتیا او بصیر احمد له کابله ازادي راډیو ته وویل: "د حکومت له لوري هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول تدابیر نشته، یوازې هغه کسان چې ښه مالي امکانات لري له ځان سره ماسک او سنیټایزر 'د مکروب ضد مایع' راوړي، نور زده کوونکي ښوونځي ته له ماسکونو پرته راځي چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده. - ښوونځیو کې هېڅ ‌‌‌‌‌‌‌ډول تدابیر نه تر سترګو کېږي، ټول زده کوونکي یو د بل څنګ کې کېني، موږ له دې امله اندېښمن یو چې کوم زده کوونکی کووېډ-۱۹ ناروغي ونه لري او نورو ته یې انتقال نه کړي." ‎خو د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د ښوونځیو د درسونو له پیل سره زده کوونکو ته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو ورکول پیل شوي دي.   اغلې ارین زیاته کړه: "موږ د ښوونیزو حوزو، د ښوونځیو د مدیریتونو او په مستقیمه توګه د ښوونکو له لارې زده کوونکو ته د عامه پوهاوي بهیر پبل کړی، څو هغوی ته د دغه ویروس د ګواښونو په اړه پوهاوی ورکړو او د پوهنې وزارت د لارښوونو پر بنسټ مو له ښوونکو غوښتي چې زده کوونکو ته جدي پاملرنه وکړي." ‎اغلې ارین دغه شان وویل چې عامې روغتیا وزارت پوهنې وزارت سره په همغږۍ په ښوونځیو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو طرحه لري چې په خبره یې دا به له تایید وروسته د پلي کېدو وړ وي، خو د عامې روغتیا وزارت په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورنه کړل. ‎په دې وروستیو کې ښوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین کول هم پیل شوي‌، د پوهنې وزارت د چارواکو په خبره په کابل، هرات او ننګرهار کې تر اوسه ۳۰ سلنه ښوونکو ته دغه واکسین تطبیق شوی دی.‎ له دې سره د عامې روغتیا وزارت افغانستان کې د کرونا ویروس کنټرول د قناعت وړ بولي. ‎د دغه وزارت یو ویاند عثمان طاهري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ښوونځیو ته د زده کوونکو تګ کې څه ستونزه نشته: "په افغانستان کې د کرونا ویروس وضعیت ښه دی، د هرې ورځې په تېرېدو پېښې کمېږي، خو حد اقل زده کوونکي باید په ټولګیو کې ماسکونه وکاروي او ټولنیز واټن هم باید پام ونیسي له دې زیات ښوونځي او پوهنتنونه نه شو رخصتولی، فعلاً شرایط ښه دي." ‎د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۱۴۰۰ نوي ښوونیر کال د پیل په ورځ له عامې روغتیا وزارت نه وغوښتل چې د دغه ویروس له درېیمې جوپې له رارسېدو مخکې دې د زده کوونکو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ‎بل خوا د پوهنې وزارت له ښوونکو غوښتي چې سږ کال دې هڅه وکړي چې د کرونا ویروس قرنطین له امله د تېرکال پاتې درسونه هم جبران کړي. ‎د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۱۶۸۱ مشکوکو پېښو ټېسټونه شوي چې۳۶ پېښې یې مثبتې وې او په دې موده کې دوه کسان هم د دغه ویروس له امله مړه شوي دي. ‎د دغه وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تردې دمه۵۶۲۹۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي، چې ۴۹۹۹۴ ترې بېرته رغېدلي او۲۴۶۹ کسان هم له دې امله مړه شوي دي.

27.03.2021 ازادي راډیو

کرونا؛ برازیل ۲ ډوله واکسینونه معرفي کړل چې یوه ورځ کې یې ۳۶۵۰ تنه مړل شول

برازیل پرون جمعه (د وري ۶مه) داسې مهال د کرونا ضد دوه کورني واکسینونه معرفي کړل چې دغه هېواد کې په همدې ورځ ۳۶۵۰ کرونایي ناروغان مړه شول.  د جنوبي امریکا دغه هېواد کې وړمه ورځ، د مارچ په ۲۵مه د کرونا مثبتې پېښې هم ۱۰۰۱۵۸ وې چې دا ثبت د ریکارډ تر کچې یا تر نورو ورځو لوړ ګڼل شوی دی.  دې لوړو ارقامو ته په کتو، برازیل دا مهال د کرونا ویروس د خپرېدو په نړیوال مرکز بدل شوی دی.  برازیل کې تر اوسه څه باندې درې لکه کسان په کرونا مړه شوي دي، دا د نړۍ په کچه له امریکا وروسته دوهم هېواد دی چې له دې اړخه ډېره مړینه په کې رامنځته شوې.  امریکا کې څه باندې پنځه لکه او اته څلویښت زره ۵۴۸۰۰۰ کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.  په همدې حال کې برازیل خپل دوه کورني واکسینونه د تطبیق لپاره کاندید کړل.  دا واکسینونه به لومړی ازمایل کېږي او څو میاشتې وروسته به د تطبیق پړاو ته ځي، خو چارواکي ورته تمه ښيي چې دا او په ورته وخت کې د خلکو له خوا د ماسک بندول چې عامې روغتیا وزیر اعلان کړي، د ویروس خپرېدا ورو کړي.  د برازیل یو واکسین دې ته جوړ شوی چې دغلته د ویروس د (پي یو) P1 بڼې مخه ونیسي، د ویروس دا بڼه تېر کال د امازون په سیمه کې پيدا شوه او اوس نوې پېښې هم له همدې ویروس سره لوړې کچې ته رسیدلي دي.  په امازون ایالت کې روغتونونه تر فشار لاندې دي او ټاکل شوې چې نن د جرمني له خوا مرسته شوي د اکسیجن ۸۰ وسیلې ور ورسېږي.  چیلي نوي بندیزونه اعلان کړل له برازیل سره په څنګ کې چيلي هم د کرونا له کبله نوي بندیزونه اعلان کړي او دغو بندیزونو د دغه هېواد د ۱۹ میلیونه نفوس اتیا فیصده اغېزمن کړي دي.  دغه هېواد کې د مارچ په ۲۵مه د کرونا څه باندې ۷ زره پېښې ثبت شوې.   له دې سره اروپایي هېوادونه هیله من دي چې د واکسین بهیر ګړندی کړي، ځکه د اروپا د درملو د تنظیم ادارې د واکسین د تولید نوې سیمې تایید کړي دي.  دغې ادارې اعلان کړی چې د هالنډ په لېدین کې یې اسټرازینیکا، د جرمني په مربورګ کې یې فایزر/بیو ان ټیک او سویس کې یې د مودرنا واکسین د تولید لپاره سیمې ځانګړې کړي دي. 

27.03.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more