شاته

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون: کرام‌الدین کریم باید ژر تر ژره ونیول شي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه کوي، د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونه تورن کرام‌الدین کریم چې تر اوسه نه‌دی محاکمه شوی، باید ژر تر ژره ونیول شي.

دغه کمېسیون وايي، د کرام‌الدین کریم نه‌نیول کېدل یا محاکمه کېدل په هېواد کې د جنسي ځورونې پر وړاندې د چپ پاته کېدو او معافیت فرهنګ پیاوړی کوي او پر حکومت د خلکو اعتبار ضعیفه کوي.

د دې ادارې کمېشنرې شبنم صالحي د مارچ په ۲۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "له کشفي عدلي او قضايي نهادونو څخه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه دا ده چې کرام‌الدین کریم دې ژر تر ژره ونیسي او د عدالت منګولو ته دې يې وسپاري. د ده نه‌نیول او د عدالت نه‌تطبیق د ښې حکومتوالۍ یو له اساسي اصولو څخه چې د قانون حاکمیت دی، متضرر کېږي او د خلکو باور پر حکومت باندې او پر عدلي او قضايي سیستم باندې له‌منځه ځي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره شبنم صالحي

تر دې مخکې د همدې ادارې رئیسې شهرزاد اکبر هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د جنسي ځورونې دومره ناندریزه قضیه لا هم ناحل شوې پاته ده.

دې وویل: "د معافیت فرهنګ چې افغانستان ته په تېرو دوو لسیزو کې له اووښتو زیانونو یو دی او یوه بېلګه‌یې د کرام‌الدین کریم قضیه ده چې پر وړاندې يې د جنسي ځورونې جدي تورونه دي، خو تر اوسه نه هم نیول شوی او نه محاکمه شوی دی. دا د اندېښنې وړ خبره ده. د ده نه‌نیول کېدل هغو زړورو ښځو او نجونو ته هېڅ ښه پيغام نه‌رسوي چې د جنسي ځورونې وضعیت‌یې افشا کړ."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې په دې اړه اندېښنه څرګندوي چې تر دوه کاله وروسته هم افغان حکومت نه‌دی توانېدلی چې د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم د هغو تورونو په خاطر ونیسي چې د فوټبال ټيم ښځينه غړو پر ده پورې کړي چې دوی یې جنسي ځورولي.

لږ تر لږه پنځو افغان لوبغاړو پر ده تور پورې کړی وو چې له ۲۰۱۳م څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې يې دوی جنسي ځورولي.

هغه مهال یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړل چې کرام‌الدین کریم د فوټبال پر یوې ښځینه لوبغاړې تر جنسي تېري وروسته، هغه او کورنۍ يې د چپ نه‌پاتې کېدو په صورت کې په مرګ هم ګواښلي وو. د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ میاشت کې د بشري حقونو نړیوال سازمان راپور ورکړ چې لږ تر لږه ۲۰ ښځو د کریم او په افغان فوټبال فدراسیون کې پر ځينو نورو چارواکو د جنسي ځورونې تورونه پورې کړي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا دا تورونه وڅېړل او د تحقیقاتو په نتیجه کې يې وموندل چې کریم له خپلې دندې ناوړه ګټه اخیستې او د فوټبال یو شمېر ښځينه غړې يې په جنسي توګه ځورولي.

کریم مخکې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي. ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو: "زه تاسي ته ډاډ درکوم چې زه دا قضیه تعقیبوم، له خپلو حقونو دفاع کوم او په دې قضیه کې ګټونکی یم، افغانانو ته ثابتوم چې دا دسیسه له کومه راغله او چا یې ملاتړ وکړ."

داسې مهال چې د افغانستان لویې څارنوالۍ له کورنیو چارو وزارت څخه د کریم د نیولو غوښتنه کړې وه، د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې په اتمه نېټه فیفا په یوه اعلامیه کې وویل چې دغې ادارې د فوټبال په برخه کې د تل لپاره پر کرام‌الدین کریم بندیز ولګاوه او دی یې یو ملیون ډالره جریمه کړ.

تر دې یوه ورځ وروسته د جون په نهمه نېټه افغان چارواکو د کرام‌الدین کریم د نیولو امر وکړ، خو د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې دی پټ شوی دی.

له دغو ښځو چې پر کریم‌یې د جنسي ځورونې تور پوري کړی، یوه خالده پوپل ده.

دې هغه مهال د فیفا دا پرېکړه ستایلې وه، خو اوس وايي چې یو شمېر دولتي ادارې غواړي دا قضیه له پامه وغورځېږي او له خلکو هېره شي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ کپټانه خالده پوپل
د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ کپټانه خالده پوپل

دې د تېرې دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "قضیه روانه ده، خو څوک نه‌شته چې پوښتنه‌یې وکړي. د افغانستان پولیسو یو ډول ښکاره کړه ورغلل پنجشېر ته چې کرام‌الدین ونیسي، خو دا یې یوازې یوه ننداره جوړه کړه چې ګواکي موږ غواړو کریم ونیسو، خو ځايي خلک نه‌غواړي چې موږ دی ونیسو. له بده مرغه قضیه هېڅ خوا ته نه‌ده تللې. له ډيرو نږدې سرچینو مې اورېدلي چې کرام‌الدین په ازاده توګه له کابله تر پنجشېره ازاد تګ راتګ کوي، هلته‌یې کورونه دي."

خالده پوپل ازادي راډيو ته په خبرو کې زیاته کړه چې هغه څارنوالان او قاضیان چې پر دې قضیه‌یې کار کاوه، تهدید شوي او څو ځلې تغییر او تبدیل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په دې اړه چې ولې دا قضیه تر اوسه بې‌پایه پاته ده؟ داسې وویل: "د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس په اړه په هېواد کې دننه او دباندې پلټنې بشپړې شوې دي او دوسیه‌یې محکمې ته لېږل شوې ده. محکمې په قضايي غونډه کې ځانګړې پرېکړه کړې چې په محکمه کې به د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس له حضور وروسته په دې اړه پرېکړه کوي."

د ښاغلي رسولي په وینا کله چې کرام‌الدین کریم ونیول شو، لویه څارنوالي به لازمي اقدامات وکړي او نوې دوسیه به د پرېکړې لپاره محکمې ته ولېږي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

که څه هم د کورنیو چارو وزارت چارواکو مخکې ویلي وو چې کرام‌الدین کریم پټ دی، خو د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر میاشت کې هغه په ازاده توګه علني مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ او ویې‌ویل چې حاضر دی ثابته کړي چې مجرم نه‌دی.

لویې څارنوالې د کریم د نیول کېدو حکم د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې صادر کړی و، خو یو کال وروسته د ۲۰۲۰م کال د اګسټ میاشتې په ۲۳مه نېټه افغان ځانګړو ځواکونو د پنجشېر ولایت په بازارک سیمه کې چېرته چې ویل کېږي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم اوسي، د ده د نیولو په هدف عملیات وکړل.

یوه ورځ وروسته د پنجشېر مرستیال والي محمد امین صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات بې‌نتیجې پاته شول ځکه د ده په خبره د سیمې خلکو د ځانګړو ځواکونو مخه ونیوله.

د بشري حقونو نړیوال سازمان د اسیا څانګې مشرې پاترېشیا ګاسمن د دې پېښې په غبرګون کې ازادي راډيو ته ویلي و چې په افغانستان کې ستونزه دا ده چې زورواکي او جګړه‌ماران د ځان د خوندي ساتلو لپاره خپلې ملېشې لري او دا ملېشې قانون ته درناوی نه‌لري.

د بشر حقونو نړیوال سازمان د اسیا برخې مشره پاترېشیا ګاسمن
د بشر حقونو نړیوال سازمان د اسیا برخې مشره پاترېشیا ګاسمن

د دې ادارې مشره څېړونکې هیدر بار بیا په دې باور ده چې افغان حکومت نور له دې قضیې لاس اخیستی دی.

ميرمن بار زیاتوي: "د کرام‌الدین کریم قضیه دا څرګندوي چې په افغانستان کې د معافیت فرهنګ څومره ژور او پراخ دی. داسې ښکاري چې حکومت د ده له نیولو نور لاس پر سر شوی که څه هم پر ده تورونه ډېر جدي دي او کاغذي کارونه‌یې هم شوي دي او ټول په دې قضیه خبر دي. حکومت باید په دې اړه شرمېدای، خو داسې نه‌ښکاري."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې حکومت اوس هم ژمن دی چې کرام‌الدین کریم ونیسي او محکمې ته‌یې وړاندي کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د مارچ په ۲۲مه نېټه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هېڅ‌څوک له قانونه پورته نه‌دی. موږ د څارنوالۍ حکم په هر حال کې تطبیقوو. په دې اړه کلک جدیت موجود دی. کرام‌الدین که هر ځای وي، موږ د زمان څخه په استفاده سره خپل اقدامات کوو، خو موږ پر وخت متکي نه‌یو ځکه د څارنوالۍ حکم له موږ سره شته، خو په فرصت سره موږ د څارنوالۍ دا حکم عملي کوو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې دغې قضیې ته ژمنتیا تکراروي چې له افغان ولسمشر څخه نیولې په کابل کې د امریکا سفارت تر شارژدافیر پورې ټولو په دې قضیه کې د عدالت د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

په ۲۰۱۹م کال کې د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور له مخې، د ښځينه فوټبال ټیم د اتو لوبغاړو تجربه ښيي، هغو ښځو چې جنسي غوښتنې يې ردولې، له ټيمه وایستل شوې او هغو چې په دې اړه‌یې علني شکایت وکړ، له تهدیدونو سره مخامخ شوې.

اړوند مطالب