شاته

د روغتیا سازمان او چین ګډه څېړنه؛ ښايي کرونا له حیواناتو انسان ته انتقال شوې وي

د روغتیا نړیوال سازمان او چین یوه ګډه څېړنه ښيي، دا احتمال شته چې کرونا ویروس دې د ماښامي یا ښاپېرک په وسیله له بل حیوان نه انسان ته لېږدول شوی وي.

دا خبره د همدې څېړنې په یوه طرحه کې چې یوه کاپي یې اسوشیټډ پرس اژانس ترلاسه کړې شوې ده.

په دې مطالعه کې چې لا بشپړه شوې نه‌ده، هغه راپورونه په کلکه له امکانه لیرې بلل شوي چې ویل کېدل، کرونا ویروس له لابراتواره خپور شوی دی.

د راپور له مخې د کرونا ویروس د ریښې موندلو په هدف د روغتیا نړیوال سازمان او چین شوې ګډه مطالعه پراخه ده، خو داسې ویل شوي چې ګڼې پوښتنې لا بې‌ځوابه پاتې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان او چین د ګډې مطالعې په اړه خبري کنفرانس
د روغتیا نړیوال سازمان او چین د ګډې مطالعې په اړه خبري کنفرانس

څېړونکو بیا د خپل کار د دوام وړاندیز کړی دی او ویلي یې دي، دوی په هره برخه کې پراخه څېړنه کوي، خو یوازې هغې تیوري سره غرض نه‌کوي چې له لابراتواره د ویروس د تیتېدو خبره په‌کې ده.

د راپورونو له مخې د چین او ډبلیو.اېچ.او د دې ګډ راپور خپرېدل هم ځنډېدلي دي، له دې سره داسې اندېښنې راپورته شوي چې ممکن چین د راپور په موندنو کې لاسوهنه وکړي او د ځان د ملامتۍ ټکی ترې وباسي.

د روغتیا نړیوال سازمان یوه چارواکي بیا تېره اوونۍ وویل، د دوی دا موندنې به په څو ورځو کې خپرېدو ته چمتو شي.

د موندنو په هغې طرحه کې چې اسوشیټډ پرس ته یوه ډيپلومات د نوم نه‌ښودو په شرط ورکړې، څو برخې شاملې دي.

د چین په ووهان، هغه ښار چې د کرونا ویروس ترې خپور شو د روغتیا نړیوال سازمان څېړونکي
د چین په ووهان، هغه ښار چې د کرونا ویروس ترې خپور شو د روغتیا نړیوال سازمان څېړونکي

دلته ویل شوي چې له یوه حیوان یا ژوي د بل په وسیله انسان ته د ویروس د لېږد احتمال شته، دوی دغه لېږدوونکی ژوی ماښامی یا ښاپېرک یاد کړی دی.

ځکه دغه ویروس ته د نږدې بل ویروس نښې نښانې په همدې ښاپېرک کې لیدل شوې دي.

پنګولین هغه سمندري ژوی دی چې د راپور له مخې د دغه ویروس نښې په‌کې لیدل شوي، خو د موندنې اټکل دا دی چې د ویروس لېږدوونکي همدا ښاپېریک او د مینک په نوم بل ژوی دی.

راپور کې راغلي، د کنګلي یا یخو خوړو له لارې هم د ویروس د لېږد احتمال شته، خو ډېر نه.