شاته

کرونا؛ برازیل ۲ ډوله واکسینونه معرفي کړل چې یوه ورځ کې یې ۳۶۵۰ تنه مړل شول

برازیل پرون جمعه (د وري ۶مه) داسې مهال د کرونا ضد دوه کورني واکسینونه معرفي کړل چې دغه هېواد کې په همدې ورځ ۳۶۵۰ کرونایي ناروغان مړه شول.

د جنوبي امریکا دغه هېواد کې وړمه ورځ، د مارچ په ۲۵مه د کرونا مثبتې پېښې هم ۱۰۰۱۵۸ وې چې دا ثبت د ریکارډ تر کچې یا تر نورو ورځو لوړ ګڼل شوی دی.

دې لوړو ارقامو ته په کتو، برازیل دا مهال د کرونا ویروس د خپرېدو په نړیوال مرکز بدل شوی دی.

برازیل کې روغتیا پالان
برازیل کې روغتیا پالان

برازیل کې تر اوسه څه باندې درې لکه کسان په کرونا مړه شوي دي، دا د نړۍ په کچه له امریکا وروسته دوهم هېواد دی چې له دې اړخه ډېره مړینه په کې رامنځته شوې.

امریکا کې څه باندې پنځه لکه او اته څلویښت زره ۵۴۸۰۰۰ کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

په همدې حال کې برازیل خپل دوه کورني واکسینونه د تطبیق لپاره کاندید کړل.

دا واکسینونه به لومړی ازمایل کېږي او څو میاشتې وروسته به د تطبیق پړاو ته ځي، خو چارواکي ورته تمه ښيي چې دا او په ورته وخت کې د خلکو له خوا د ماسک بندول چې عامې روغتیا وزیر اعلان کړي، د ویروس خپرېدا ورو کړي.

د برازیل یو واکسین دې ته جوړ شوی چې دغلته د ویروس د (پي یو) P1 بڼې مخه ونیسي، د ویروس دا بڼه تېر کال د امازون په سیمه کې پيدا شوه او اوس نوې پېښې هم له همدې ویروس سره لوړې کچې ته رسیدلي دي.

په امازون ایالت کې روغتونونه تر فشار لاندې دي او ټاکل شوې چې نن د جرمني له خوا مرسته شوي د اکسیجن ۸۰ وسیلې ور ورسېږي.

د خلکو له خوا د ماسک بندول ددې ویروس خپرېدا به ورو کړي.
د خلکو له خوا د ماسک بندول ددې ویروس خپرېدا به ورو کړي.
  • چیلي نوي بندیزونه اعلان کړل

له برازیل سره په څنګ کې چيلي هم د کرونا له کبله نوي بندیزونه اعلان کړي او دغو بندیزونو د دغه هېواد د ۱۹ میلیونه نفوس اتیا فیصده اغېزمن کړي دي.

دغه هېواد کې د مارچ په ۲۵مه د کرونا څه باندې ۷ زره پېښې ثبت شوې.

له دې سره اروپایي هېوادونه هیله من دي چې د واکسین بهیر ګړندی کړي، ځکه د اروپا د درملو د تنظیم ادارې د واکسین د تولید نوې سیمې تایید کړي دي.

دغې ادارې اعلان کړی چې د هالنډ په لېدین کې یې اسټرازینیکا، د جرمني په مربورګ کې یې فایزر/بیو ان ټیک او سویس کې یې د مودرنا واکسین د تولید لپاره سیمې ځانګړې کړي دي.