ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


هند د کووېډ-۱۹ له "څونامي" سره مخ دی

هندوستان په یوه بله ورځ هم د نړۍ په کچه بې سابقه د کرونا ویروس نوې پېښې ثبت کړي دي. راپورونه وايي چې د دې هېواد روغتونونه د بسترونو او اکسیجن له شدید کمي سره مخ دي. یو هندی چارواکی دا په دې هېواد د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ څونامي بللې ده. هندوستان د شنبې (د مرغومي ۴مه) په ورځ د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نژدې ۳۴۷ زره نوې پېښې ثبت کړي دي. په دې هېواد په دې کچه د کووېډ-۱۹ پېښې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره په نړۍ کې بې ساري دي. له دې سره په هندوستان کې د کرونا وبا د پیل راهېسې په دې ویروس د اخته شوېو کسانو له ۱۶ میلیونو وواښت. د یو میلیارد او درې سوه میلیونو د وګړو په دې هېواد کې د کرونا وبا یوې تازه څپې شدت خپل کړی دی. د شنبې په ورځ د هندوستان د روغتیا وزارت په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له کبله د ۲۶۲۴ نورو مړینو راپور ورکړ. له دې سره هند کې کرونا له کبله د تایید شوېو مړینو شمېر یو سلو نهه اتیا زره او پنځه سوه څلور څلوېښت کسانو ته ورسېد. د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې د کووېډ – ۱۹ سره د تړلو مړینو په دې شمېر هند له امریکا، برازیل او مکسیکو وروسته د نړۍ څلورم هېواد دی چې کرونا په کې زیات خلک وژلي دي. هندوستان کې د کرونا دې بې سارې پېښو راپور داسې مهال ورکول کېږي چې د هندوستان ځايي رسنۍ وايي، روغتونونه د اکسیجن له شدید کمي سره مخ دي. د انډین اېکسپرېس ورځپاڼې په وینا د نوي ډیلي په روغتونو کې ۲۰ تنه د کووېډ-۱۹ شدید ناروغان د اکسیجن د فشار د کمي له کبله یوازې په یوه شپه مړه شوې دي. په هند کې مېشت افغان لیکوال او د ازادي راډیو پخواني همکار ومان نیازي ازادي راډیو ته وویل چې هند کې خلکو او روغتونونو د داسې یو وضعیت اټکل نه وکړی. له ومان نیازي سره مرکه دلته واورئ: نوموړي وویل، خلکو د ګڼې ګوڼې څخه په ډکو مذهبي مراسمو او همدارنګه په انتخاباتي کمپاینونو کې برخه اخېسته او په دې هېواد کې عمومي باور دا وو چې کرونا نوره ماته شوې ده. هند سره د امریکا د مرستې ډاډ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پر خپل ټویټر له هندوستان سره د کرونا وبا د وروستۍ څپې له کبله د مرستې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي: "موږ د هندوستان په حکومت کې له خپلو شریکانو سره له نژدې کار کوو او په چټکه توګه به د هندوستان خلکو او د هند د روغتیايي سیستم اتلانو ته اضافي ملاتړ ورسوو."   هند سره د پاکستان له خوا د مرستې وړاندیز په پاکستان کې د ایدهي بنسټ له خوا هم هندوستان ته د مرستې وړاندیز شوی دی. د دې بنسټ مشر فیصل ایدهي په یو لیک کې د هند صدراعظم ناریندارا مودي ته لیکلي، دوی ته دې اجازه ورکړي چې د داوطالبانو او پنځوس امبولانسونو سره د کرونا وروستۍ څپې په وړاندې د مبارزې په خاطر د هند د روغتونو ملاتړ ته ورشي. تر اوسه نه ده څرګنده چې هندوستان د پاکستان دې خیریه بنسټ د مرستې وړاندیز ته څه ځواب ویلي. ایدهي فاونډیشن په پاکستان کې د خیر ښیګڼې د کارونو یو مخکښ بنسټ دی او په دې هېواد کې د امبولانس پراخ خدمات وړاندې کړي. هند سره د ایران چلند بل خوا د ایران د هوايي چلند ادارې هند او پاکستان ته په دې هېوادونو کې د کرونا ویروس په پېښو کې د ناڅاپي زیاتوالي له کبله الوتنې بندې کړي دي. ایرنا خبري اژانس ویلي، دا پرېکړه چې د شنبې د ورځې راهېسې عملي شوې د ایران د روغتیا وزارت کړې ده. هند سره د جرمني چلند جرمني هم د کرونا د هغې بدلې شوې بڼې له ویرې چې په هندوستان کې لیدل شوې پلان لري دې هېواد ته پر سفر بندیز ولګوي. جرمني رسنیو د دې هېواد د روغتیا وزیر له خولې ویلي، حکومت به یې هند د هغو هېوادونو لېست کې شامل کړي چې په کې د کرونا د نوې بڼې د رامنځ ته کېدو اندېښنه ده. د جرمني د روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه د کرونا ویروس د هندي بڼې څو انفرادي پېښې رپورټ شوي. جرمني خپله هم د نن ورځې څخه په دې هېواد کې د کرونا د خپریدو د مخنیوي لپاره نوې بندیزونه لګولي دي او د دې هېواد صدراعظمې انګېلا مېرکل له خلکو غوښتي نوي محدودیتونه دې چې د شپې ګرځبندیز هم په کې شامل دی عملي کړي.

25.04.2021 ازادي راډیو

ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ " ۲۷ سلنه افغانان د ملاریا له خطر سره مخ دي"

په ملاریا باندې اوس هم د نړۍ په میلیونونه خلک اخته کېږي او هرکال په زرګونو خلک وژني. دا ناروغي په افغانستان کې هم عامه ده چې هرکال د هېواد په ګرمو سیمو کې لسګونه زره خلک پرې اخته کېږي. ملاریا یو باکتریایي ناروغي ده چې د 'انافیل) غوماشو د چېچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي. کله چې دا مېکروب د انسان د وینې جریان ته ننوځي، نو انسان ناروغه کوي. په جرمني کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سمیر بیات د دې ناروغۍ نښې داسې بیانوي: "د ملاریا په نښو کې لوړه تبه او تودوالۍ، شدید سردرد، استفراق، د بدن شدید دردونه او د وینې کموالی شامل دی. دا نښې تر ډېره د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو کې ډېر عام وي، داسې ځایونو کې چې ګرم اقلیم لري او حفظ الصحه نه مراعت کېږي، دا ناروغۍ پېښېږي." د ښاغلي بیات په وینا، ملاریا د وینې د معاینې له لارې تشخیص کېږي او د هغې درملنه د ناقل د نوعې له امله توپیر لري او د تشخیص وروسته، په اړوند درملو سره یې درملنه کېږي. نوموړی وایي ملاریا کولی شي په انسان کې ځینې ستونزې رامنځته کړي، لکه پړسوب او د مغز زیان، تنفسي ستونزې، د پښتورګو او ینې ستونزې، همدارنګه، په انسان کې د ویني د کمښت لامل کېږي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه هېواد کې دوه ډوله ملاریا شته چې یو یې د وایواکس په نوم او بل یې د فلسيپارم په نوم یادېږي. لومړی ډول یې په افغانستان کې خورا عامه ده، خو خطر یې ډېر کم دی، مګر دوهم ډول یې ډېر خطرناک دی، خو سرایت او انتقال يې کم دی. د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، تېر کال ۹۷سلنه ناروغانو لومړی ډول او ۳ سلنه ناروغانو دوهم ډول درلود. د دغه وزارت د ملاریا د کنټرول ملي پروګرام مشر محمد نعیم حبیب ازادي راډیو ته وویل، که څه هم ځینو ولایتونو کې د ملاریا خطر ډېر دی، خو د هېواد په ځینو لویدیځو، شمالي او شمال ختیځو ولسوالیو کې دا کچه صفر ته راټیټه شوې ده. د نوموړي په وینا، په عموم کې د افغانستان ۲۷ سلنه نفوس د دې ناروغۍ د اخته کېدو له لوی خطر سره مخ دي. ښاغلي حبیب زیاته کړه چې ۵۰ سلنه نفوس په متوسط خطر کې دي او۲۳ سلنه نور یې په داسې سیمو کې ژوند کوي چېرې چې دې ناروغۍ د اخته کېدو خطر نشته. دی وايي: "د هېواد په ختیځ او سوېل ختیځ کې د ملاریا قضیې ډېرې دي. د ۲۰۲۰ میلادي کال د شمېرو له مخې د ملاریا ۹۱سلنه پېښې په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، پکتیکا او خوست ولایتونو کې راپور شوي چې دا ولایتونه په لومړي کټګورۍ کې دي او د دې پروګرام تر ډېره حده تمرکز هم په همدې ولایتونو کې دی. " د ښاغلي حبیب په وینا، د ملاریا تشخیص او درملنې خدمتونه په ټولو روغتیایي مرکزونو کې وړیا دي. سربېره پر دې، د تېرکال په اوږدو کې شااوخوا درې میلیونه پشه خانې د لوړ خطر لرونکو ولایتونو لکه ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، خوست او پکتیکا کې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره ویشل شوي دي. هغه وویل، تېرکال کله چې کرونا افغانستان ته خپره شوه، نو د ملاریا ناروغۍ ته هم توجه وشوه: "د ملاریا پېښې په تېرکال کې د کرونا ناروغۍ له امله یو څه کمې شوې، ځکه چې د ملاریا او کرونا ناروغۍ دواړې تبې لرونکي نښانې لري. د کرونا د ناروغانو د تشخیص او درملنې سربېره، په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د ملاریا ناروغانو تشخیص او درملنې ته هم ځانګړې پاملرنه شوې. " د ښاغلي حبیب په وینا ، تېرکال شااوخوا،۱۰۵ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي، خو تېرو دوو کلونو کې د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی. د نوموړي په وینا، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یو کس د دې ناروغۍ له امله مړ شو. د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۹ کې د ملاریا نږدې ۲۹۹ میلیونه قضیې ثبت شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ میلادي کې دا شمېره ۲۲۸ میلیونه وه. اټکل کېږي چې دې ناروغي په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په نړۍ کې د ۴۰ زره او ۹۰۰ خلکو او په ۲۰۱۸ کې د شااوخوا ۴۱ زره خلکو ژوند اخېستی دی.

25.04.2021 ازادي راډیو

هند کې کرونا وبا وروستۍ څپې ورځنی ژوند اغېزمن کړی 

په هندوستان کې د کرونا وبا وروستیو ورځو کې بې ساري شدت خپل کړی دی. دې هېواد کې یوازې د جمعې په ورځ د کرونا له درې سوه زرو زیاتې نوې پېښې او تر دوه زره زیاتې مړینې ثبت شوي دي. د نوي ډیلي او د هند شمالي ایالت اتر پردېش په شمول چې د اوونۍ پای کې بشپړه ټولبندي په کې لګېدلې، د دې هېواد بېلابېلو سیمو کې محدودیتونه زیات شوي دي. په هند کې  مېشت افغان لیکوال او د ازادي راډیو پخوانی همکار  اومان نیازی وايي چې دغلته وروستیو مذهبي مراسمو او انتخاباتي کمپاینونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د کرونا ویروس د زیاتې خپریدنې سبب شوه. له اومان نیازي سره اجمل اند په هندوستان کې د کرونا وبا د وروستي وضعیت او د خلکو په ځانګړي توګه هلته د مېشتو افغانانو پر ژوند یې د اغېزو په اړه مرکه کړې ده. دا مرکه دلته اوریدلی شئ:  

24.04.2021 ازادي راډیو

هند د کرونا وبا په نړیوال مرکز بدل شوی

په هند کې د کرونا ویروس مثبې پېښې په بې ساري توګه زیاتې شوي دي.د یو اعشاریه درې میلیارډه وګړیو دا هېواد د اکسیجن له کمبود سره مخامخ دی، په روغتونونو کې اکسیجن او امکانات په خلاصېدو دي او د ډېرو ناروغانو پالنه په سمه توګه نه کېږي. سیمه ییزې رسنۍ د روغتیایي وسایلو د غلا خبر ورکوي چې ځینې کورنۍ د مړو شوېو ناروغانو د اکسیجن سلنډر غلا کوي او خپلو ناروغانو ته یې ږدي. رسمي شمېرې ښیي چې تر درې لکه ډېر کسان په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا اخته شوي او تر دوه زره ډېر یې مړه شوي دي. د سیمه يیزو رسنیو، رویټرز او فاننشل ټایمز د راپورونو له مخې د رسمي شمېرو پرتله د هند په څو لویو ښارونو کې په لوړه کچه د جسدونو د سوځولو او خاورو ته سپارلو راپورونه ورکړل شوي دي. په ډیلي کې په درېیو کسانو کې چې معاینه یې شوې ده، د یوه نتیجه مثبت ختلې چې له دې څخه د مثبتو پېښو د شمېر اټکل کېدای شي. په پلازمېنې نوي ډیلي کې وروسته له دې سخت ګرځبندیز ولګېد چې په یو شمېر نورو ښارونو کې هم بندیزونه پيل شول، څو د کرونا پېښې راکمې شي. په ورته وخت کې د هند سیروم انسټیټیوټ چې اسټرازینیکا واکسین تولیدوي او پخوا یې اټکل کاوه چې تر جون پورې به تر سل میلیونه ډوزه واکسین د میاشتې تولیدوي، اوس ویلي چې دې هدف ته نه شي رسیدلی او تر جولای پورې له شپیتو تر اویا میلیونه ډوزه تولیدولی شي. دا ځنډ به د واکسین ورکولو چارې ورو کړي، تر اوسه نژدې یو سل او دېرش میلیونه کسانو په هند کې د کرونا واکسین ترلاسه کړی دی. بل لور ته د 'کووواکسین' په نوم د هند د خپل تولید چارواکي وایي چې دا واکسین اته اویا په سلو کې اغېزمن دی. د فرانسې، بریتانیا او د امریکا د متحد ایالاتونو په ګډون یو شمېر هېوادونو هند ته د خلکو پر سفر او له هنده دغو هېوادو ته د سفر خبرداری ورکړی او بندیزونه یې لګولي دي.

22.04.2021 ازادي راډیو

پکتیا کې نږدې ۲۰ تولیدي کارخونې او مؤسسې تړل شوي

پکتیا کې نږدې ۲۰ تولیدي کارخونې او مؤسسې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوې دي. پانګوونکي وایي د کورنیو محصولاتو نه‌ملاتړ او ورسره د کرونا وبا پراخېدا پاتې هغه هم د درېدو له ګواښ سره مخامخ کړې دي.  صدیق خان د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ټوکر اوبدنې کارخونه چې لسګونه کسان په‌کې د ټوکرو په تولید بوخت دي، د یوې مناسبې پانګې په لګولو جوړه کړې ده، خو وایي هغسې ونه‌چلېده چې زړه‌یې و او نوره‌یې پرانیستې نه‌شي ساتلی. صدیق خان وايي: "زموږ کارخانه ځکه سقوط شوه چې بهرني تولیدات زیات و، زموږ تولیدات چا نه‌اخیستل، بل د برق موضوع چې اوس حل شوه او بله دا د پارک صنعتي موضوع ده، موږ ته چا توجه نه‌کوله، د بانکونو مشکل ډېر زیات دی چې موږ ته چا قرضه نه‌راکوله." فضل‌الدین جلالزی د پکتیا یو بل پانګه‌وال او د صنعت او کانونو په چارو کې د پانګه‌والو استازی دی. فضل‌الدین هم د ګڼو نورو پانګه‌والو ډلې ته ورګډ شوی چې فابریکې یې پرچاو شوې دي. د فضل‌الدین بله فابریکه‌یې هم داسې نه‌چلېږي چې په ګټې پورې یې زړه وتړي: "پکتیا کې تر ۵۰ پورې فابریکې فعالې دي، هغه هم بالکل نیمه فعالې دي او یا ډېر په بد وضعیت کې دي، بازارونه نه‌شته، خام مواد نه پیدا کېږي، بند شوي شرکتونه ډېر زیات دي چې له جملې یې یو زما هم بند شوی دی." جلالزی وایي نږدې یوه نیمه لسیزه وشوه چې د صنعتي پارک د جوړېدو ژمنه شوې، خو هماغسې ژمنه پاتې شوه. صنعتي پارکونه د نورو ترڅنګ، تولیدي کارخونو او مؤسسو ته د برېښنا په چمتو کولو کې هم مرسته کوي. چارواکي وایي په یوه کال کې ۱۸ تولیدي مؤسسې پرچاو شوي، خو څه باندې دوه هومره نورې یې لا هم چلېږي چې تر یو نیم زرو تولیدوونکي او تخنیکي کارکوونکي په‌کې بوخت دي. والي حلیم فدايي د دغو ننګونو د غوڅېدو لپاره د پلان خبره کوي چې ځینې یې همدا اوس په پلي کېدو دي. صنعتي پارک چې ډېر صنعتکاران‌یې نشتوالی په لویو خنډونو کې بولي، کار پرې د والي په وینا ژر پیلېدونکی دی. ښاغلی فدایي د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې د ځمکني ټرانزیت او د کابل او خوست له هوایي ډګرونو د هوایي لېږد ژر پیل بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي امکانات بولي چې د ده په باور د فابریکو د پرچاوېدو خطر راټیټوي. هغه پانګه‌والو ته په ولایتي کچه د پورونو اسانتیا یو خنډ وباله، خو وایي دا ستونزه د حل لارې هم لري: "په پکتیا کې پانګه‌وال ډېر نه‌شته، بانکونه ډېر باصلاحیته نماینده‌ګۍ نه‌لري، اما د پکتیا پانګه‌وال کولای شي چې له مرکزي بانکونو د شرایطو پوره کولو وروسته قرضه واخلي." په طرح شوي صنعتي پارک کې نږدې ۶۰۰ تنو غوښتنلیکونه سپارلي چې په دغه ولایت کې پانګونې ته د لېوالتیا څرګندویي کوي، خو غوښتونکي وایي له یوې نیمې لسیزې وروسته ورته ځمکې وېشل شوې نه‌دي. دوی اندېښمن دي چې دا او دغه‌راز د کرونا وبا پراخېدا ښایي د ولایت دا پاتې تولیدي مؤسسې هم له څرخېدو راوګرځوي.

21.04.2021 ازادي راډیو

په سیند کې د هندوو نجونو مذهب بدلولو پېښو تر شا څه دي؟

د پاکستان په سیند صوبه کې ځینې هندوې کورنۍ دعوه کوي چې لوڼه یې په زور مسلمانېږي او مسلمانو هلکانو ته ودېږي. دوی تور پورې کوي چې د ګوټکي ضلعې د برچونډي شریف درګاه مشران د هندوانو مذهب بدلوي. خو د درګاه مشران دا تور په کلکه ردوي او وايي، په زور د خلکو د مسلمانولو یوه قضیه هم نشي ثابتېدای. د بشري حقونو فعالان د هندوانو دعوې مني خو وايي، په زور د مذهب بدلول ثابتول خورا ګران کار دی. موږ په سیند کې د دین بدلولو پېښې پلټلي او دا ځانګړی مستند فلم مو جوړ کړی. کتونکو تاسې هم کولای شئ چې تر دې فلم لیدو وروسته دې ته ورته کیسې راسره شریکې کړئ. مهرباني وکړئ د دې موضوع اړوند کیسې راته په لاندیني ایمېل پتې راوستوئ

21.04.2021 ازادي راډیو

د کندز ولايت یو شمېر ولسوالیو او د ښار په څنډو کې جګړو زور اخیستی

له تېرو څو ورځو راهيسې د کندز ولايت په یو شمېر ولسوالیو او دغه‌راز د ښار په څنډو کې جګړو زور اخیستی چې د کندز د خلکو ورځنی ژوند یې نور هم ستونزمن کړی دی. دغه نښتې او بریدونه د روژې له رابره کېدو سره په کندز کې زیات شوي چې د دې ولایت خلک‌یې ان د سولې د روانو هڅو په اړه نهیلي کړي دي. وسله‌والو طالبانو د دې ولایت په خان‌اباد، امام صاحب، چهار درې او ګلتپې ولسوالیو او دغه‌راز د کندز ښار ته نږدې سیمو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بریدونه زیات کړي او ډېر کله د کندز ښار په منځ کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي. د کندز ښار د چله مزار سیمې یو اوسېدونکی ۴۰ کلن قدرت‌الله ابراهیم‌خېل وايي: "د روژې په دې میاشت کې هره ورځ او هره شپه جنګ وي، غږ یې اورېدل کېږي او ان مرمۍ زموږ په کورونو لګېږي. موږ حیران پاتې یو چې چېرته ولاړ شو او چېرته وتښتو." د کندز یو بل اوسېدونکي ۳۵ کلن نصرالله وویل، که وضعیت همدا شان ادامه پیدا کړي دوی یو ځل بیا کندز ښار ته د طالبانو د رسېدو وېره لري. دی وايي: "بیا د کندز ښار په شااوخوا نږدې سیمو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي. د شپې له‌خوا ان خلک خوب نه‌لري او خلک‌یې له ستونزو سره مخ کړي دي. موږ وېره لرو چې کندز د درېیم ځل لپاره سقوط ونه‌کړي." د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي هم د کندز روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي. ښاغلی ایوبي زیاتوي: "له څو میاشتو راهیسې په خان‌اباد او امام صاحب ولسوالیو کې او دغه‌راز د کندز ښار په نږدې سیمو کې جنګ ادامه لري. دې مسئلې خلک سخت پرېښانه کړي دي. د شپې له‌خوا د جګړو شدت زیاتېږي او له امله‌یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي." ۶۰ کلن محمد سرور لودین د کندز ښار د سه صد فامیلیو سیمې اوسېدونکی دی. د هغه چې یو لاس‌یې د کندز ښار په لومړي سقوط کې د هاون د مرمۍ په یوه چاودنه کې پرې شوی، له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه کوي. لودین وايي: "موږ په افغانستان کې یو دایمي او پایه‌داره سوله غواړو. هره ورځ د معلولینو په شمېر کې زیاتوالی راځي او د شهیدانو وارثین زیاتېږي. موږ نور له دې جنګ څخه ستړي شوي یو او په وطن کې دایمي سوله غواړو." د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني له ازادي راډیو سره په خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې د دوی ځواکونه د طالبانو د بریدونو د شنډولو توان لري. رحماني زیاته کړه: "په وروستو څو ورځو کې د افغان ګډو ځواکونو د دې ولایت په کچه د وسله‌والو طالبانو ۱۴ بریدونه‌یې شنډ کړي او دې ډلې ته‌یې کلکه ضربه او درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده او جسدونه‌یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي." د کندز عام اوسېدونکي وايي، داسې مهال چې په رسنیو کې هره ورځ د سولې د هڅو راپورونه اوري، د روژې په دې میاشت کې یې په ولایت کې د جګړې شدت د سولې له هڅو مأیوسه کړي. دوی وايي دواړو خواوو ته په‌کار ده چې لږترلږه د روژې په میاشت کې جګړې ودروي څو خلک دا میاشت په ارامۍ تېره کړي.

21.04.2021 ازادي راډیو

'جانسن اېنډ جانسن' په اړه امریکا خپله اروزونه د اوونۍ پای کې اعلانوي

د اروپا د دوا د تنظیم اداره وایي، د جانسن اینډ جانسن د واکسین او د وینې د غوټه کېدو ترمنځ ښایي رابطه وي، خو د کووېد-۱۹ ناروغۍ د دې واکسین ګټې د هغه تر خطرونو خورا زیاتې دي. د اروپا د درملو موسسې دا نظر د سې شنبې (د وري ۳۱مه) په ورځ ورکړ او تمه ده چې د امریکا متحد ایالاتونه د دې واکسین په د اوونۍ په پای کې اعلان کړي اړه چې موقتاً یې درولی دی، خپله ارزونه د اوونۍ په پای کې اعلان کړي. د اروپا د درملو موسسې رئیسه ایمر کووک خبریالانو ته وویل چې د دې واکسین جانبي عوارض خورا لږ دي، خو دا ډېره مهمه ده چې ډاکټران او ناروغان دې نښې ته متوجه وي. د مارچ په میاشت کې په ۲۷ هېوادونو کې د درملو د تنظیم د چارو ادارو ورته نښې وموندلې او د دې واکسین پرځای چې یو ډوز یې د کرونا لپاره کافی دی، د بل واکسین د ورکړي تجویز وکړ. اروپایي ټولنې د مارچ په درېیمه جانسن اېنډ جانسن واکسین تصویب کړ خو تر اوسه یې خلکو ته د ورکړې چارې نه دي پيل کړي. د امریکا په متحد ایالاتونو کې دا واکسین شااوخوا اووه میلیونه کسانو ته ورکړل شوی دی او په شپږ مورده کې د وینو د غوټه کېدو راپور ورکړل شوی دی. د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې له څه باندې یوه کال راهیسې چې بندیزونو پر اقتصاد اغېز کړی اوس د واکسین د ورکړي چارې ګړندۍ شوي دي. د اروپا د داخلي مارکیټونو د چارو کمېشنر تییري بریتون د فرانسې لي فیګارو ورځپاڼې ته وویل، اوس کافي واکسین ترلاسه شوی دی، څو د جولای تر نیمایي اویا فیصده مشرانو ته واکسین ورکړل شي. سپوټنیک-وي بل لور ته، ارجنټاین به په لاتین امریکا کې لومړی هېواد شي چې د روسیې سپوټنیک-وي واکسین تولید کړي. د روسیې هغه کمپنۍ چې دا واکسین جوړوي، وویل چې د ارجنټاین ریچمونډ کمپنۍ به د جون په میاشت کې یو میلیون ډوزه سپوټنیک-وي واکسین تولید کړي او بیا به دا اندازه د میاشتې تر پنځه میلیونو پورې لوړه شي. ارجنټاین د لاتین امریکا لومړی هېواد دی چې په ډیسمبر کې یې د سپوټنیک-وي واکسین تایید کړ او پردې واکسین ډېره تکیه کوي. دا واکسین تر اوسه شپیتو هېوادونو تایید کړی دی. اوسمهال په نړۍ کې د کرونا وبا مثبتې پېښې تر ۱۴۳میلیونه او پنځه لکه اوښتې دي.

21.04.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: له بهره ټول راتلونکي مسافر باید د کرونا منفي ټيست ولري

په افغانستان کې د کرونا د درېمې څپې د مخنیوي لپاره د افغانستان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې ټول کورني او نړېوال او هوایي شرکتونه باید تر سفر وړاندې له مسافرو د کرونا منفي ټيسټ اسناد واخلي. د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه پرېکړه د کرونا د درېيمې څپې د مخنیوي په هدف ترسره شوې. عليزي زیاته کړه: "د کرونا درېيمه څپه په هېواد کې پیل شوې نه ده، خو موږ د کرونا د درېیمې څپې تر جدي ګواښ لاندې یو، دا مهال د کرونا ډېری پېښې په ننګرهار، هرات، میدان وردګ او کابل کې ډېرې دي." په افغانستان کې د کرونا د ناروغۍ له پیله تر اوسه د مثبتو پېښو شمېر۵۸ زره او۳۷ تنو ته رسېږي. همدارنګه د کرونا له امله د مړو شمېر۲۵۵۰ تنو ته رسیږي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په منځني ډول هره ورځ له یو نیم زرو تر دوه زرو پنځه سوه کسان په خصوصي او دولتي لابرتوارونو کې د کرونا ټيسټ کېږي چې له دې ډلې له ۸۰ تر۱۲۰ تنو پورې مثبت دي. په ورته وخت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه اقدام سر له نننه په ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو پلي کېږي. ښاغلي صالحي وویل، ټولو شرکتونو ته سپارښتنه شوې چې تر سفر وړاندې مسافر باید د کرونا د منفي ټيسټ اسناد ولري: "د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې ټولو کورنیو او بهرنیو هوایي شرکتونو ته اعلان کړی چې سر له نننه د مسافرو د کرونا منفي ټېسټ اړین دی او هر مسافر چې له بهره راځي باید د کرونا د منفي ټېسټ اسناد له ځان سره ولري." په افغانستان کې د کرونا وېروس د نوې څپې د خپرېدو اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې دا وېروس د سیمې او افغانستان ګاونډيو هېوادونو کې د خپرېدو په حال کې دی.

20.04.2021 ازادي راډیو

د ماشوم ادبیاتو دوې خویندې لیکوالې

د دې اوونۍ په راډيويي مجلې کې د چنار مشاعرې او ماشومانو ته د لسو چاپ شویو کتابونو په اړه راپورونه لرو.   ماشومانو ته د لیکل شویو دوو کتابونو له لیکوالو معصومې عزیزي او کاملې عزیزي سره مرکه لرو. شاعر او لیکوال علم ګل سحر د خپل تازه چاپ شوي کتاب د کابل لویې تراژيدي په اړه راته غږېږي.  دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:  

19.04.2021 ازادي راډیو

امریکا کې له ۱۸ کلونو پورته نږدې ۱۳۰ ملیونه کسانو د کرونا ضد یو دوز واکسین لګولی

د امریکا په متحده ایالاتو کې نیمايي لویان، نږدې ۱۳۰ ملیونه هغه کسان د کرونا پر ضد لږترلږه یو ځل واکسین شوي چې له ۱۸ کلونو پورته عمرونه لري. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز پرون (د اپرېل په ۱۸مه) راپور ورکړ چې دا د لویانو د نفوس ۵۰،۴ فیصده برخه جوړوي.  دې ډله کې کابو ۸۴ ملیونه کسانو ته چې د نفوس یو پر درېیمه برخه جوړوي، بشپړ واکسین ورکول شوی دی.  دغه هېواد کې چې کرونا تر ټولو زیات ځپلی د واکسین چارې ګړندۍ شوي او په ورځ کې څه باندې درې ملیونه کسانو ته تزریقېږي. له دې سره هم‌مهاله داسې اندېښنې شته چې د واکسینېدونکو کسانو شمېر ممکن امریکا کې کم شي، ځکه یوې سروې موندلې چې په هرو پنځو امریکایانو کې یو تن لېواله نه‌دی چې ځان واکسین کړي. د امریکا ترڅنګ په اسرائیلو کې هم څه باندې نیمایي وګړي په بشپړ ډول د 'کووېډ-۱۹' پر ضد واکسین شوي دي.  دغلته پرون له یوه کال وروسته په لومړي ځل له سرپټو ځایونو بهر د ماسکونو د تړلو حکم لیرې شو.  اسرائیل د نړۍ په کچه لومړنی هېواد دی چې خپل ډېر وګړي یې واکسین کړي او دغلته اوس د مثبتو پېښو شمېر کم شوی او دې ته زمینه برابره شوې چې ښوونځي، رستورانتونه، میخانې او نور کاروبارونه خلاص شي.  د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي، راتلونکي کې واکسین ته نوره اړتیا هم پیښېږي، ځکه په خبره‌یې ویروس بېرته ورګرځېدلی شي.  امریکا او اسرائیل که د کرونا په برخه کې ښه خبرونه لري، خو داسې هېوادونه شته چې همدا اوس په‌کې په ورځني ډول د کرونا بې‌ساري شمېر مثبتې پېښې ثبتېږي.  هند، پاکستان او ترکیه د دې ډول هېوادونو په سر کې دي. په هند کې د روغتونونو بسترونه ډک شوي او د عاجلو ناروغانو لپاره د اکسیجن له کمي سره هم مخامخ شوي دي.  په اروپا کې بیا جرمني د دغې وبا له کبله د خپلو نږدې ۸۰ زره کسانو پر مړینه د ویر مراسم ترسره کړي او د دغې لویې وچې ځیني نور هېوادونه د ویروس له درېیمې څپې سره مخامخ دي.  فرانسې تازه خپلې خاورې ته له ارجنتاین، چيلي، جنوبي افریقا او برازیل څخه د کسانو په ورتګ محدودیتونه لګولي دي.

19.04.2021 ازادي راډیو

نورستانیان د څارویو له وړیو او وژغنو څه ډول دودیزې جامې جوړوي؟ 

په نورستان کې لا هم خلک د څارویو له وړیو او وژغنو جامې جوړوي، دا چې دوی په واورینو او سړو سیمو کې ژوند کوي، نو په خبره یې په کورونو کې د څارویو له وړیو جوړېدونکي جامې ګرمې دي. دوی وايي، غواړي دغه لرغونی دود ژوندی وساتي او د وړیو څخه په معاصر ډول مصنوعات جوړ کړي خو په ټکو یې دې برخه کې د دولت مرستې ته اړ دي . د نورستان خلک له پخوا راهېسې له وړیو څخه په خپل لاس د جوړو شوېو جامو په اغوستلو مشهور دي. دا غرنی ولایت چې سوړ ژمی لري، د اوسیدونکو په وینا یې د وړیو جامې دوی په سړه هوا کې تاوده ساتي. یو مهال د نورستان لېرې پرتو سیمو ته د تګ راتګ برخه کې شته ستونزې د دې لامل شوې وې چې خلکو ته یې له بازارونو معاصر مصنوعات ونه رسېږي. هغه مهال د دې غرنیو سیمو اوسیدونکو تر ډېره خوراک او پوښاک برخه کې له خپلو ځايي وسایلو په دودیز ډول کار اخېست.  اوس که څه هم د نورستان تر لېرې- لېرې سیمو تګ راتګ نسبتاً اسانه شوی او خلک یې د کابل په ګډون د افغانستان بېلابېلو ښارونو ته تګ راتګ کوي، خو دوی کې ګڼو یې  ځینې پخواني دودونه لکه له وړیو جامې جوړول په یو ډول وساتي. د نوروستان یو شمېر اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل، د څارویو له وړیو او وژغنو د جامو جوړول ورته له نیکونو پاتې‎ او غواړي دا دود وپالي، خو د څارویو له وړیو او وژغنو نورستانیان په څه ډول دودیزې جامې جوړوي؟  د دې ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالحکیم سجاد یې په اړه وايي: " د سرطان میاشت په ګرمۍ کې وړۍ او ویختان په څارویو غټ شوي وي، په هغوی هم ګرمې بده اغېزه کوي، نو چوپانان ترې ویښتان قینچي کوي، هغه په پاک ټوکر کې راټولوي، بیا يي په صابن پاکوي، وروسته يې په ویرانچي (ډانډس )باندې دانه دانه کوي. بیا ترې غونډاري جوړوي، له غونډارو څخه په چاتر (څرخې )تار جوړوي. په څرخه نري او پلن تارونه جوړیږي، نری تار د واسکټ،پکول او څادر لپاره کارېږي او غټ تار د اوټ (پرتوګ) لپاره  کارول کېږي."        د سجاد په خبره چې ژمي کې سړي د څارویو له څرولو او ښځې د پټو له کارونو وزګارې شوې وي، نو په ګډه په کورونو کې له برابرو کړو تارونو  پکولونه، چپنې، جامې، څادرونه او نور توکي جوړوي.  له وژغنو او وړیو د جامو جوړول یوازې په مرکزي نورستان کې دود نه دي، بلکې د ختیځ او لویدیځ نورستان اوسیدونکي هم د ژمي پر مهال د یادو توکو په جوړولو بوخت وي . د لویدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسیدونکی صاحب داد همدرد وايي، له وژغنو او وړیو د جامو جوړول ډېر ستونزمن دي، خو خلک اړ دي چې په واورو او یخنۍ کې د ځان ګرم ساتلو لپاره دغه لباسونه جوړ کړي: "خلک د حیواناتو له وړیو او وژغنو ګرمې جامې جوړوي،لکه ویټ ورته وايي لنډ پرتوګ دی، همداسې چپن، پېتاوې او نور شیان ترې جوړوي. غرنۍ ساحه ده، ډېره واوره کېږي، په ژمي کې له دې جامو استفاده کېږي،کله چې له غرونو څارویو ته څېړۍ راوړي هم ترې ګټه اخلي او یا هم په غرونو او واورو کې څوک ګرځي هم دا جامې اغوندي. " نورستانیان وايي، له ډېرو کلونو دوی وړېنې او د وژغنو جامې، پکولونه، چپنې او څادرونه جوړوي، خو اوس د دوی دودېز لباس د نورو ځایونو په نومونو یاديږي . د پارون قومي شورا غړی او د ولایتي شورا منشي مولوي زینت الله ازادي راډیو وویل: "کوم دود چې دلته د کمېس، پرتوګ او خولۍ جوړولو دی، اوس يې هم خلک جوړوي، پکول زموږ رواج دی، خلک ورته چترالي وايي. چپن ،پرتوګ او واسکټ جوړول او استعمال يې دلته لرغونی دود دی." مولوي زینت الله وايي، په دغو جامو کې د ګلونو جوړولو لپاره شنه،سره  او نور رنګارنګ تارونه هم کارول کېږي. نورستانیان وايي، پخوا ټولو خلکو همدا له وژغنو او وړیو جوړیدونکي جامې کارولې، خو توپېر په دې کې و چې د چا به مالداري او پانګه زیاته وه، هغوی به د کال څو جوړه جامې کولې او څوک به چې کمزوري و، نو یوه جوړه به يې ډېر وخت کوله . دوی له حکومته ګېله کوي چې تر اوسه یې د نورستانیانو د ملي لباس د ساتلو او ورته د ودې ورکولو لپاره هېڅ نه دي کړي او په وینا یې که ورسره مرسته وشي، له وړیو دودیزې جامې په ښه بڼه په معاصرو ماشیني وسایلو جوړیدلی شي. چارواکي بیا وایي، هڅې يې پیل کړي چې په نورستان کې لاسي صنایعو ته پراختیا ورکړي او بازار ورته پیدا کړي . د نورستان والي ویاند محمد سعید مومند ازادي راډیو ته وویل: "د نورستان اداره په دې هڅه کې ده چې دلته جوړېدونکو توکو ته ښه بازار پیدا کړي. هغه ورونه او خويندې چې دغه ډول لباسونه جوړوي، هغوی نور هم وهڅوي څو خپلو کارونو ته دوام ورکړي، موږ یو شمېر هغو موسساتو سره خبرې کړي چې څوک د کورني اقتصاد د پياوړتیا برخه کې کار کوي، څو دا برخه نوره هم ځواکمنه او پراخه کړي." نورستانیان په داسې حال کې له وړېو او وژغنو د جوړېدونکو شیانو بازار موندنې غوښتنه کوي چې هېواد ته ډېری توکرونه او نور شیان له بهرنیو هېوادونو وارديږي او هر کال يې په بدل کې په میلیونونه ډالر له افغانستانه وځي. خلک وايي، که د هېواد دننه د ټوکرانو جوړولو فابرېکې جوړې شي نو له یوې خوا به په زرګونو بې روزګاره کسانو ته د کار زمېنه برابره شي او له بل لوري به بهر ته تلونکي پېسې هم کور کې پاتې شي .

18.04.2021 ازادي راډیو

د روزګار درندو بارونو اړ کړې راحله لاس ګاډی ګرځوي او خپله لور ښوونځي ته لېږي

د مالونو د لېږدولو لپاره د لاس ګاډو یا ګراچیو ګرځول معولاً د نارینه‌وو کار دی، خو په ځیني حالاتو کې ښځې هم اړې شوي چې دا کار وکړي. له دغو ښځو څخه یوه هم ۴۳ کلنه راحله ده چې د روزګار درندو بارونو اړ کړې چې د کابل ښار په واټونو کې څلور ټایره لاس ګاډی وګرځوي او په دې توګه خپلې کورنۍ ته خرڅ راوړي. مېړه‌یې شااوخوا نهه کاله مخکې په کابل کې په یوې چاودنه کې ووژل شو او په یوازې ځان ورته د کور د خرڅ ګټل ور تر غاړې شول. دا اووه کاله کېږي په داسې ټولنه کې چې ډېری ښځې یې په کورونو کې ناستې دي او د کوره بهر ورته کار کول شرم ښکاري، پر لاس ګاډي ځیني توکي خرڅوي. راحله وايي: "سهار راځم او په همدې څلورلارې کې کېنم. تر ۱۰-۱۱ بجو پورې ځای جارو کوم، بیا کاغذي دستمالونه راباسم، قرانشریف لولم، بیا حرکت کوم د عبدالله تر سرکه، بیا تایمني، کلوله پشتې، مارکېټ او لیرې ځایونو ته ځم، کار نه‌شته، خو بیا هم شکر دی، په ورځ سل یو نیم سل ګټم داسې ورځ هم راځي هېڅ کار نه‌وي." د راحلې په خبره له ډېرو ستونزو سره مخ ده. دا چې په افشارو کې په کرایي کور کې اوسېږي وايي، د مزدورۍ په لږې ګتې له ستونزو سره مخ ده. خو راحله له دې امله خوشحاله ده چې د خپل کور او خپلې لور ته چې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکې ده، لګښتونه پوره کوي. دا وايي، ښځې هم کولای شي د ژوند څرخ تاو کړي: "څلورنیم زره مې د کور کرایه ده، درې میاشتې راباندې پاتې دي. ۲۰ زره پوروړې یم. کله خرما کله کاغذي دستمالونه په دغه لاس ګاډي پلورم. ډېرې پیسې نه‌لرم چې مال پرې واخلم. خو له خپل کاره خوښه یم." که څه هم په افغانستان کې ډېرې ښځې شته چې د کور د خرڅ ګټندوی نه‌لري، خو دودیزې ټولنې یې د کار مخه نیولې او کار کول‌یې عیب ګڼي. سره له دې چې راحلې ته هم د داسې کار کول ګران دي او هره ورځ له ډېرو نامناسبه چلندونو سره مخ کېږي، خو وايي دغه غبرګونونه‌یې د خوارۍ مزدورۍ مخه نه‌شي نیولی. دا یوازې راحله نه‌ده چې د ژوند ناخوالو ځورولې، بلکې د دې په شان ډېری ښځې شته چې جګړو زیانمنې کړې دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په افغانستان له ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ زرو پورې بې‌سرپرسته ښځې شته چې د کورنیو نارینه‌یې په جګړو کې وژل شوي دي. د افغانستان ښځو په جګړو کې په مستقیمه توګه هم زیان لیدلی دی. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ کال په درې لومړیو میاشتو کې ۴۴ ښځې وژل شوي او ۹۸ ټپیانې شوې دي. د دغه کمیسیون د خپرونو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ښځې هم د ټولنې د نورو افرادو په څېر له جګړو څخه خوندي نه‌دي، یوازې په ۲۰۲۰ کال کې ۳۳۰ ښځې وژل شوي، ۵۱۷ ټپیانې او په تېرو ۱۲ کلونو کې ټولې ۲،۸۰۱ وژل شوې دي." ښاغلی فرهنګ تمه لري چې د بشري حقونو نړیوال اصول مراعت او تاوتریخوالی ودرېږي. که څه هم بېلابېلو بنسټونو په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې ملکي خلکو او په تېره ښځو ته دې زیان نه‌رسوي، خو دا چاره لا هم روانه ده.

18.04.2021 ازادي راډیو

د افغانستان د بیان ازادۍ کور انیسه شهید د کال غوره خبریاله اعلان کړه

د افغانستان د بیان ازادۍ کورد شنبې په ورځ انېسه شهید د۱۴۰۰ کال د غوره خبریالې په نوګه وپېژندله او ورسره یې، د خبریالانو د هدفي وژنو په درېدو او د خبریالانو پر وړاندې د وژنو او تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې غوښتنه وکړه. دغه بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سولې خبرو په پای ته رسېدو سره د بیان ازادي او خبریالانو د ژوند په خوندیتوب ټینګار وکړ. د افغانستان د بیان ازادۍ د کور په خبرپاڼه کې راغلي چې رسنۍ باید د سولې خبرو اترو جزئیاتو ته لاسرسی ولري او ترڅنګ یې د رسنیو او مدني ټولنو استازي باید د سولې په مذاکراتو کې حضور ولري. په خبرپاڼه کې راغلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، د ډله ییزو رسنیو قانون او د بیان ازادۍ تضمین لپاره باید یو حقوقي چوکاټ رامنځ ته شي. په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزار سرپرست طاهر زهیر وویل چې بیان ازادي او رسنۍ د افغانو لپاره یو د پام وړ لاسته راوړنه شمېرل کېږي: "دا یوه منل شوې لاسته راوړنه ده چې ټول ورباندې اجماع لري، په دې کې د بیان ازادي، د میډیا وده او د چاپي رسنیو پراختیا او نور شامل دي. دا د ملت - دولت او په افغانستان کې د هرچا لاسته راوړنه ده." په ورته وخت کې په افغانستان کې روان وضعیت او په ځانګړي ډول د سولې ناڅرګند برخلیک او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو د یو شمېر خبریالانو اندېښنې راپارولي دي. افغان خبریاله هوسۍ احمدزی وايي: "د افغانستان اوسني وضعیت په ځانګړي ډول هدفي وژنو او زموږ د یو شمېر همکارانو وژل کېدو موږ سخت اندېښمن کړي یو، دغه د افغان خبریالانو شل کلنې لاسه راوړنې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به څنګه شي؟" په ورته وخت کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې 'نی' اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر وايي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د جګړې دوام د رسنیو فعالیت له ستونزو سره مخ کړي: "که موږ د جګړې د دوام شاهدان اووسو د بیان ازادي، د خبریالانو او رسنیو ازادي له ستونزو سره مخ کېږي، هیله ده چې له ټولو ارزښتونو، د بیان د ازادۍ له ارزښت ملاتړ وشي." دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په څو وروستیو میاشتو کې پر خبریالانو، د رسنیو پر کارکوونکو او مدني فعالانو بریدونه زیات شوي دي. افغان حکومت طالبان د دغه بریدونو مسوول ګڼي، خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړي او ویلي چې په دې بریدونو کې لاس نه لري.

17.04.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: تېرو دوو اوونیو کې پر کرونا د اخته کسان شمېر ۳۰ سلنه زیات شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو اوونیو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په شمېر کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي. د دې وزارت یوه ویاند عثمان طاهري نن شنبه (د وري ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، روان وضعیت ته په کتو سره باید خلک روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول په پام کې ونیسي. دی وايي: "تېرو دوو اوونیو کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی لیدل کېږي، په یوه اوونۍ کې موږ ۵۷۷ مثبتې پېښې درلودې، د دې ویروس هغه نوې بڼه چې د (انګلیسي) په نوم ده، تر دا مهاله شااوخوا ۲۰۰ کسان پرې اخته شوي دي." خو ښاغلی طاهري وايي، افغان حکومت د دې ویروس د لا زیات خپرېدو د مخنیوي لپاره لازم چمتوالی نیولی. د نوموړي په خبره، په تېرو ۴۵ ورځو کې ۱۸۰ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین شوي. د خپاره شوېو راپورونو له مخې افغانستان سره تر دا مهاله ۵۰۰ زره ډوزه هندوستان او ۴۶۸ زره ډوزه د اروپايي ټولنې له لوري د کرونا ضد واکسین مرسته کړې. د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا د نور واکسین د راوړلو لپاره هڅې روانې دي. د افغان حکومت د لومړیتوبونو پر بنسټ دغه واکسین په لومړي پړاو کې روغتیايي کار کوونکو، امنیتي او دفاعي ځواکونو، خبریالانو، زندانیانو ، استادانو او ښوونکو ته ورکول کېږي. په ورته وخت کې یو شمېر روغتیا پالان بیا د کرونا ویروس د ۳۰ سلنه زیاتوالی په تېرو دوو اوونیو کې د اندېښنې وړ بولي. روغتیاپال امین الله توخي وايي، کرونا ویروس باید ټوکې ونه ګڼل شي: " وروستی شمېر واقعاً د اندېښنې وړ دی، خلک باید دا ویروس ټوکې ونه ګڼي، په دې حالت کې خلک باید هماغه روغتیايي سپارښتنې چې د لاسونو پریمنځل، ماسک اچول، له ګڼې ګوڼې څخه ځان ساتل او دېته ورته نورې سپارښتنې باید جدي په پام کې ونیسي، څو دغه ویروس په ټولنه کې راکم شي. " ښاغلی توخي ټينګار کوي که خلک دغه ویروس جدي ونه ګڼي پایلې به یې خطرناکه وي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په دې ویروس شااوخوا ۵۷ زره کسان اخته شوي. د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دې ویروس تر دا مهاله ۲۵۳۹ کسه مړه کړي او شااوخوا ۵۲ زره نور بیا ترې بېرته روغ شوي دي.

17.04.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more