شاته

عمران خان: پاکستان د کرونا درېیمې څپې سره مخ دی، سراسر محدودیتونه نه لګوو

د پاکستان صدر اعظم عمران خان پرون چهارشنبه (د وري ۱۱مه) د سراسري ټولبند یا قرنطین لګول رد کړل، خو وې منله چې هېواد یې دا مهال د کرونا له درېیمې څپې سره لاس او ګریوان دی.

خان د همږغۍ ملي کمېټې ته وویل، دوی باید د کرونا ویروس د مخنیوي او د پاکستان اقتصاد او دغه راز بې وزلو خلکو ته ته د زیان نه رسېدو ترمنځ یو متوازن چلند خپل کړي.

د پاکستان حکومت په پام کې لري، هغه څه ته چې ځیرک محدودیتونه بلل شوي مخه کړي او له مخې به یې د کرونا ویروس د کابو کولو لپاره پر وړو سیمو د لنډې مودې لپاره محدودیتونه ولګول شي.

د پاکستان صدر اعظم عمران خان
د پاکستان صدر اعظم عمران خان

که څه هم د خلکو پر غونډو، عامه ټرانسپورټ محدودیتونه لګول شوي او په ځینو ایالاتونو یا هم د دغو ایالاتونو په مرکزونو کې د ماسکونو کارول جبري شوي، خو خلک دغه مقررات دومره نه رعایتوي.

د پاکستان د روغتیا وزیر فیصل سلطان وویل، د چین له خوا د سینوفارم په نوم د کرونا ضد نژدې اته لکه ډوزه واکسین خلکو ته لګول شوی دی.

ده زیاته کړه، پنځه لکه ډوزه نور واکسین چې له چین څخه رانیول شوي، دوه نیم لکه یې پاکستان ته رسېدلي دي.

پاکستان په پام کې لري چې د روغتیا له نړیوال سازمانه نور واکسینونه هم ترلاسه کړي.

د پاکستان د روغتیا وزیر فیصل سلطان
د پاکستان د روغتیا وزیر فیصل سلطان

اسلام اباد خصوصي سکټور ته هم د کرونا ضد واکسین د واردولو او خرڅولو اجازه ورکړې ده، خو د واردوونکو شرکتونو او حکومت ترمنځ د واکسین د بیې پر سر اختلافاتو د واکسین دغه بهیر ځنډنی کړی دی.

د پاکستان حکومت وړمه ورځ په کرونا ویروس د ۴۷۵۷ نورو کسانو د اخته کېدو او په دې ویروس د ۷۸ نورو کسانو د مړینې خبر ورکړ.

تراوسه دغه هېواد کې د کرونا څه باندې شپږنیم لکه پېښې ثبت شوي او نژدې ۱۴ نیم زره کرونایي ناروغان مړه شوي دي.