د کوټې پېښې مېندې غمجنې کړې
د کربلا مثال خو د مسلمانانو په تاريخ کې تل د ډېر وحشت او بربريت د پېښي په توګه ياديږي، خو د پښتنو په سيمه او کورونو کې هره ورځ د کربلا تاريخ نوی کېږي.
کابل کې امریکايي پوهنتون ته نژدې چاودنه شوې
څو شېبې وړاندې د کابل دارالامان سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوې دی. پولیس وايي چاودنه افغان - امریکايي پوهنتون ته نژدې شوې او له پوهنتونه د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
رويو ۲۰۱۶: د نړۍ تر ټولو لويه نندراه
د برازیل ریو ښار کې له ۱۶ ورځنیو رنګارنګ اولمپیک سياليو وروسته د اولمپیک مشعل مړ شو. د دغو سیالیو ۳۱ لوبو کې له ۲۰۷ هېوادونو نه له ۱۰ زره ډېرو لوبغاړو برخه درلوده، چې ۳۰۶ لوبغاړي وتوانېدل مډالونه تر لاسه کړي.
بامیان: د سیمه ییزې موسیقې ژغورنې هڅې
د افغانستان په مرکزي ولایت بامیان کې یو شمېر نجونې د سیمه ییزې موسیقۍ خوندې ساتلو لپاره د موسیقۍ زده کړه کوي. د نجونو دغې وړې ډلګۍ یوه لوی کار ته ملا تړلې، چې دسیمې لرغونې موسیقي له ورکېدو وژغوري.
تر ټولو اوږدې الوتکې ته د کېناستو پر مهال زیان اوښتی
د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه ' ایرلانډر ۱۰ ' د دویمې ازمایښتي الوتنې پر مهال پړمخې ړنګه شوه او زیان ورته اوښتی دی. دغه الوتکه چې ۹۲ متره اوږدوالی لري نیمه برخه یې الوتکه ده او نیمه یې هم هوايي بېړۍ.
د افغانستان د هوایي ځواک جوړېدو ۹۵مه کلیزه
د افغانستان د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي وایي، د دوی هوایي ځواک اوس څه نا څه په خپلو پښو دریدلی او په خپلواکه توګه عملیات پلانوي. ښاغلي حبیبي وويل ددغو ځواکونو د لا سمبالښت او رزونې لپاره هر اړخیزې هڅې روانې دي.
کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پولیسو قومندان 'په کور کېنولی'
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امر کړی چې د عامه نظم د پولیسو قومندان پاسوال زمري پیکان دې "په کور کېني او په وزارت کې دې دنده نه ترسره کوي ترڅو چې د هغه پر زوی د وژنې تور څېړل کېږي." د زمري په ۲۹ مه د کابل ښار په زړه کې یو شمېر کسانو یو کس په ډزو وواژه.
هندۍ هنرمنده د "پاکستان دوزخ نه دی" له خبرې بښنه نه غواړي
یوه هندۍ فیلمي ستورې د هند په ګاونډي او سیال هېواد پاکستان کې په دې ستایل شوې او سیاسي څېره ترې جوړه شوې چې له خپلې مخکینۍ خبرې انکار نه کوي او نه بښنه غواړي، ان که په بلوا یا بغاوت هم تورنه شي.
ایټالیا کې زلزله
ایټالیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد په منځنۍ یا مرکزي برخه کې د ریختر په کچه ۶٫۲ درجې زلزلې ګڼ کسان ووژل او لسګونه نور یې تر کنډوالو لاندې کړل.
هندو: ۲۰۱۱ کال راهیسې پاکستان سره د امریکا مرسته ٪۷۳ کمه شوې
هند کې چاپیدونکې دې هندو ورځپاڼه "له ۲۰۱۱ کال راهیسې له پاکستان سره د امریکا امنیتي مرستې ۷۳ سلنه کمې شوې"
د ترکیې ځانګړي ځواکونه د سوریې خاورې ته ننوتي
د سوریې له جرابلس ښار نه د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د اورپکو ویستلو لپاره د ترکیې ځانګړي ځواکونه له پولې اوښتي او سوریې خاورې ته ننوتي دي. ځانګړو ځواکونو تراوسه ځمکني عملیات نه دي پيل کړي.
شمالي کوریا اوبتل نه بالسټیک توغندی توغولی
امریکا او سوېلي کوریا وایي، شمالي کوریا د خپل ختیځ ساحل اوبو کې له اوبتل نه یو بالسټیک توغندی توغولی او د جاپان له اوبو ۵۰۰ کیلومتره لرې پرېوتی. دا ازمایښت داسې مهال کېږي چې سوېلي کوریا او امریکا خپل کلني پوځي تمرینونه پیل کړي دي.
په مرکزي ایټالیا کې زلزلې ۱۳ کسان ووژل
ایټالیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد په منځنۍ یا مرکزي برخه کې د ریختر په کچه ۶٫۲ درجې زلزلې لږ ترلږه ۱۳ کسان ووژل او ګڼ نور یې تر کنډوالو لاندې کړل.
ترکي پوځ د سوریې جرابلس کې عملیات کړي
د ترکیې پوځ ویلي، د سوریې له شمالي جرابلس ښاره یې د "اسلامي دولت" نومې ډلې د جنګیالیو شړلو په موخه پوځي عملیات پیل کړي. جرابلس د ترکیې پر پوله پروت د سوریې ښار دی.
بندیز د برکیني پلور '۲۰۰ سلنه' ډېر کړ
اسټرالیایۍ مېرمن چې د 'برکینې' په نوم لباس یې جوړ کړی وايي، په فرانسه کې د ټول بدن د پټولو لپاره پر اسلامي جامو له بندیز وروسته یې د توکي پلور ډېر شوی دی.