ایټالیا کې زلزله
-
Getty
ایټالیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد په منځنۍ یا مرکزي برخه کې د ریختر په کچه ۶٫۲ درجې زلزلې ګڼ کسان ووژل او لسګونه نور یې تر کنډوالو لاندې کړل.
-
Getty
په دې زلزله کې یوه ډېره ځپل شوې سیمه اماتریس ښار دی، چې ښاروال یې وايي:" نیم ښار له منځه تللی."
-
Getty
دغه ښار ته نژدې اکومولي مېنه کې د یوې څلور کسیزې کورنۍ غړي د خپل کور په کنډواله کېدو کې مړه شوي دي.
-
Getty
زلزله له روم ۶۵ میله لرې په شمال ختیځ کې شوې، خو د پلازمېنې ودانۍ یې هم تر ۲۰ ثانیو پورې خوځولې دي.
-
Getty
زلزلې اماتریس ښار ډېر وران کړی چې له امله یې څو کسان مړه دي او له کنډوالو لاندې شویو خلکو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
-
Getty
پولیسو ویلي د پیسکارا دل ټرونټو کلي دوه اوسېدونکي وژل شوي.
-
Getty
د ښار اصلي کوڅې ورانې شوې او د بېړنیو پېښو کارکوونکي هڅه کوي له کنډوالو لاندې شوي خلک وژغوري.
-
Getty
چارواکي خبرداری ور کوي چې ممکن د مرګ ژوبلې شمېر ډېر شوي.
-
Getty
د اماتریس ښاروال سرګيپروزي د ایټالیا دولتي رادیو ته ویلي"ښار ته راغلي سړکونه تړل شوي، نیم ښار له منځه تللی دی، خلک له کنډوالو لاندې شوي، ځمکې ښویېدلې، ممکن پل هم غورځېدلی وي."
-
Getty
د ولسي خوندیتوب څانګې مشر دا زلزله په اکویله ښار کې د ۲۰۰۹ کال له زلزلې سره پرتله کوي چې ۳۰۹ کسان پکې ووژل شول.
-
Getty
چارواکي په راتلونکو ساعتونو کې د زلزلې د نورو ټکانونو د امکان خبرداری هم ور کوي.
-
Getty
لزلزلپوه اندریا ټرټولینیه وايي، باوري ده چې نور ټکانونه به هم وي، خو شدت به یې کم وي." خو دا هم له پامه نشم غورځولی چې د لومړنیو ټکانونو په څېر به ممکن نور ټکانونه هم وي."
-
Getty
د ایټالیا د صدراعظم دفتر وايي چې سختو ځپل شویو سیمو ته یې ژغورونکې ډلې لېږلې دي.
-
Getty
ځینې ودانۍ په ۲۰ ثانیو لړزې کې ویجاړې شوې