BBC
 شاته

هندو: ۲۰۱۱ کال راهیسې پاکستان سره د امریکا مرسته ٪۷۳ کمه شوې

هندو:

هند کې چاپیدونکې دې هندو ورځپاڼه "له ۲۰۱۱ کال راهیسې له پاکستان سره د امریکا امنیتي مرستې ۷۳ سلنه کمې شوې" تر سرلیک لاندې لیکي؛ د امریکا کانګرس ته د چمتو شوي یوه ریپوټ له مخې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژل کېدو له امله د امریکا او پاکستان د اړیکو د خرابیدو په پایله کې له پاکستان سره د امریکا امنیتي مرستې ۷۳ سلنه کمې شوي.

ورځپاڼه لیکي؛ له ۲۰۱۱ کال نه په امنیتي برخه کې د مرستو له کمېدو سره دا کچه له ۱،۳ ملیاردو ډالرو نه په ۲۰۱۵ کال کې ۳۴۵ ملیونو ډالرو ته کمه شوه، او په همدې موده کې له پاکستان سره په اقتصادي برخه کې د امریکا مرستې له ۱،۲ ملیاردو ډالرو نه ۵۶۱ ملیونو ته کمې شوي.

دې هندو لیکي چې د همدې میاشتې په لومړیو کې د امریکا د دفاع وزارت پرېکړه وکړه چې له اسلام آباد سره د ۳۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت پوځي مرسته په دې خاطر ونه کړي چې پاکستان د حقاني شبکې پرضد له اقدام کولو ډډه کوي.

ډان:

"د پاکستان له شک سره سره افغانستان له هنده د لا ډېرو وسلو غوښتونکي دي" تر عنوان لاندې پاکستان کې چاپیدونکې د ډاڼ ورځپاڼه په نوې ډیلي کې د افغانستان سفیر له خولې لیکي؛ حتی که پاکستان د افغانستان او هند پوځي همکاریو ته د شک په سترګه هم ګوري هند چمتو دی چې له اورپکو سره په جګړه کې د مرستې په خاطر افغانستان ته لا ډېر وسلې ورکړي.

ورځپاڼه لیکي؛ په تېرو ۱۵ کلونو کې هند له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې د څه باندې دوو ملیاردو ډالرو په ارزښت مرستې کړي خو د پاکستان د غبرګون له امله د وسلو د مرستې په برخه کې محدود پاتی شوی.

ډان د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي له خولي لیکي؛ په سیمه کې امنیت په خرابیدو دی او د افغانستان امنیتي ځواکونه له طالبانو، داعش او نورو اورپکو ډلو سره د مبارزې په خاطر پوځي مرستو ته اړتیا لري. ده د هند د څلورو څرخي الوتکو له مرستې مننه کړې خو ویلي یې دي چې افغانستان د هند لا ډېرو پوځي مرستو ته اړتیا لري.

اېنډېپنډنټ:

Image copyright Subrat Kumar Pati

"نیجریا کې قهریدلو د هغه مسلمان کور وسوځاوه چې مذهب ته په سپکاوي تورن عیسوي د ژغورلو هڅه یې کړې وه"، دا په بریتانیا کې د چاپیدونکې اېنډېپنډنټ ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي؛ قهریدلو خلکو د هغه مسلمان سړي د کور په سوځولو اته کسان ووژل چې هڅه یې کړې وه چې هغه عیسوی محصل له وژلو وژغوري چې اسلام ته د سپکاوي په تور د خلکو له خوا وژل کېده.

ورځپاڼه لیکي، دې پېښې په نیجریا کې چې نیمايي وکړي یې عیسویان دي د مذهبي شخړو په اړه اندېښنې پیدا کړي او ولسمشر محمدو بوهاري رامنځته شوې پېښه وحشیانه او د نه منلو بللې ده.

نیویارک ټایمز:

Image copyright AFP

"ګوانتانامو کې شکنجه شوی ابو زبیده د خوشي کېدو دوسیه جوړوي" ترعنوان لاندې د نیویارک ټایمز ورځپانه لیکي؛ له ۱۴ کلن بند وروسته ابو زبیده په لومړي ځل یوه استماعیه غونډه کې څرګند شو او د خوشي کېدو غوښتنه یې وکړه. هغه وویل په دې خاطر باید خوشي شي چې امریکا ته یې کوم ګواښ نه دی پېښ کړی.

د نیویارک ټایمز د لیکنې له مخې؛ د ابو زبیده بیان د یوه سرتېرې لخوا ولوستل شو چې هغه په کې ویلي؛ امریکا یا کوم بل هېواد ته د زیان رسولو هوډ نه لري بلکې غواړي چې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي او یوه اندازه پېسې لري چې ځانته پرې یو کاروبار پیل کړي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې؛ د امریکا استخباراتي ادارې (سي آی اې) فکر کاوه چې ابوزبیده د القاعده شبکې له مشرانو دی ځکه نو په ګوانتانامو کې د بند پرمهال شکنجه شوی دی.

ابوزبیده په سعودي عربستان کې زېږدلی او پر امریکا د سپتمبر د یولسمې نیټې له بریدونو شپږ میاشتې وروسته د امریکايي ځواکونو له خوا ونیول شو.

ډیلي مېل:

Image copyright Getty

ډیلي مېل په یوه مطلب کې لیکي چې امریکایۍ جنیفر لارنس په دویم ځل په ټوله نړۍ کې تر ټولو ډېر عاید لرونکې فلم ستورې پیژندل شوې ده. د ورځپاڼې د لیکنې له مخې؛ میرمن لارنس په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۴۶ ملیونه ډالر عواید لرل چې یوه ډېره برخه یې د پسینجر (مسافر) په نامه فلم کې د کار کولو له امله ده.

جنیفر لارنس ۲۶ کاله عمر لري او له هغې وروسته ملیسا مک کارتی بله هنرمنده ده چې کلنی عاید یې ډېر دي. تېر کال اغلې لارنس ۵۲ ملیونه ډالر عواید لرل.