ډاکټرانو د هندي ناروغ له خېټې ۴۰ چړې وایستلې
د هند شمالي امرتسر ښار ډاکټرانو د عملیاتو پرمهال د یوه ناروغ له خېټې ۴۰ چړې ایستلې دي. ناروغ له دې کبله روغتون ته د درملنې لپاره تللی و، چې ګني د ګېډې شدید درد لري.
د بامیانو زیارت
د باميان په وچو غرونو او غونډيو کې هم داسې يو ځاى شته چې ځینې ځايي خلک فکر کوي دلته يو وخت د اسلام څلورم خليفه حضرت على ( رض ) ورغلى و.
ولې یوه لسیزه کې ۴۰ میلیارده افغانۍ سوځول شوې
افغانستان کې هر کال تر ۶ میلیارده افغانیو بانک نوټونه په دې سوځول کېږي چې زاړه وي.
بریتانیا به الطاف حسین پاکستان ته وسپاري؟
پر پاکستان له سختو نیوکو وروسته، د دغه هېواد کورنيو چارو وزير له بریتانيا غواړي چې لندن مېشتې الطاف حسين ورسپاري. دا غوښتنه به یې ومنل شي؟
کراچۍ: د الطاف حسین له څرګندونو وروسته سیاسي ناکراري
د پاکستان تر ټولو لوی او سوداګریز ښار کراچۍ کې تر هغه وروسته سیاسي حالات ترینګلي دي، چې د متحده قومي غورځنګ ایم کیو ایم سیاسي ګوند مشر الطاف حسین چې په لندن کې اوسېږي د پاکستان او د دغه هېواد د پوځ د مشر پرضد شعارونه ورکړ.
پر بایسکل نژدې ۸۰۰ کیلومتره سفر
د خیبر پښتونخوا کوز دیر اوسېدونکې ثمرخان د ګلګت بلتستان تر واورینې غر څوکې' بیافو ' پورې د بایسکل ځغلونې یو نوی ریکارډ جوړ کړی.
د دیر ثمر پر واورین غره د بایسکل ځغلولو ریکارډ جوړ کړ
د پښتونخوا پیغلې ثمرخان له پلازمېنې اسلام اباد نه پر بایسکل له اته سوه متره سفر وروسته د ګلګت پر واورینه څوکه 'بیافو ' د بایسکل ځغلولو نوری ریکارډ جوړ کړی دی.
''هلمند کې ټپي شوي امریکايي پوځي ساه ورکړه''
افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي یو سرتېری یې چې په مرکز لښکرګاه کې ټپي شوی وو، نن اګست ۲۳ مه یې ساه ورکړه.
د یونیسکو له سره نوملړه د بامیانو نوم ژغورنې هڅې
د ودانیزو چارو یو جرمني مېشتی افغان ماهر په بامیانو کې د ودانیزو چارو دودیز طرز بېرته راژوندی کړی او له هغو توکو یې کور ودان کړی، چې په سیمه کې موندل کېږي، موخه یې د سیمې ودانیز سبک خوندیتوب بلل کېږي.
'د ټاکنو قانون نوې طرحه ټاکنیزو اصلاحاتو ته لار پرانیزي'
افغانستان کې د ټاکنو د څار یو شمیر بنسټونه وایي، د کابینې لخوا د ټاکنو د نوي قانون د طرحې تایید به د ټاکنیز نظام اصلاح کولو لپاره د عملي ګامونو پورته کېدو لاره پرانیزي. دا طرحه پارلمان ته نه استول کېږي او ولسمشر اشرف غني یې د تقنیني فرمان په بڼه لاسلیکوي.
خوړو اوسنی انسان څنګه جوړ کړ؟
د انسان د مغز فوق العاده وړتیاوې، لکه موندل، پنځول او اختراع هغه څه دي، چې دا ژوی له نورو حیواناتو بېلوي. د انسان په مغز پورې تړلې دا وړتیا هغه ته د فکر، غور، شننې او تحلیل قدرت ور کوي.
د خیبر پښتونخوا دیر یوه ښوونځي کې چاودنه شوې
د خیبر پښتونخوا دیر بالا پولیس وايي، د سې شنبې په ګهیځ په یوه ښوونځي کې لاسي بم چاودلی، چې لږترلږه دوه ماشومان یې ټپیان کړي. چارواکو ویلي، پېښه د ډیورنډ کرښې ته نژدې شوې ده.
کشمیر کې د ګرځبندیز پرمهال ښوونځي
د هند تر واک لاندې کشمیر په ډېرو برخو کې د روان تاوتریخوالي او ګرځبندیز له امله ډېر ښوونځي تړل شوي دي.
ګوګل د انډرویډ ۷،۰ نوی چلیځ سیسټم جوړ کړی
"ګوګل" شرکت د ګرځنده ځیرکو تیلېفونونو او ټابلیټونو انډرویډ چلیځ سیسټم ته اوومه بڼه نوی سیسټم جوړ کړی. نوي سیستم ته "Nougat نوګاټ" نوم ورکړی شوی دی.
فاریاب: 'طالبانو د محصل سر پرې کړی، جسد کې یې ماین اېښی'
د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار ویلي، طالبانو د فاریاب پوهنتون یوه محصل سر پرې کړی او د هغه مړي کې یې ریموټ کنټرول بم ځای پرځای کړی او د لویې لارې ترڅنګ یې ایښی دی. دطالبانو لا ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.