شمالي کوریا اوبتل نه بالسټیک توغندی توغولی
امریکا او سوېلي کوریا وایي، شمالي کوریا د خپل ختیځ ساحل اوبو کې له اوبتل نه یو بالسټیک توغندی توغولی دی.
یوه امریکایي چارواکي وویل، د کې اې – ۱۱ توغندی سینپو ته له نژدیو اوبو وتوغول شو او د جاپان له اوبو ۵۰۰ کیلومتره لرې پرېوت.
د سوېلي کوریا لوی درستیز وویل، دغه توغندی د "جاپان هوایي دفاع پېژندنې سیمه کې" پرېوتی دی.
دا ازمایښت داسې مهال کېږي چې سوېلي کوریا او امریکا خپل کلني پوځي تمرینونه پیل کړي دي.
د "یولچي فریډم" په نوم دې پوځي مانورو کې د سوېلي کوریا او امریکا ۸۰ زره پوځیان برخه لري.
شمالي کوریا په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې دا تمرینونه د کوریا ټاپو وزمه د جګړې لور ته بیایي او د غچ لپاره یې د اټومي برید ګواښ وکړ.
امریکا او سوېلي کوریا تېره میاشت همداراز هوکړه وکړه چې د شمالي کوریا د ګواښونو سره د مقابلې لپاره د توغندي ضد دفاعي سیسټم نصب کړي.
د شمالي کوریا د توغندي دا ازمایښت په توکیو کې د سوېلي کوریا، چین او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو کتلو سره ورته وخت کې شوی.
د چهارشنبې سهار ازمایښت ظاهرا په خپل ډول کې د شمالي کوریا تر ټولو بریالی ازمایښت و. د "اېس اېل بي ایم" ډوله توغندي په ځانګړې توګه له دې امله د اندېښنې وړ دي چې سیار دي ځکه چې تر سمندر لاندې ځای پرځای کېږي او تر توغول کېدو وړاندې څرک نه موندل کېږي.
د سوېلي کوریا د پوځ خبري اژانس یونهاپ وویل، "داسې ښکاري چې دا ازمایښت د سیول او واشنګټن ګډو پوځي تمرینونو په غبرګون کې د پوځي ترینګلتیا ډېرولو په موخه ترسره شوی وي."
د سوې کوریا پوځ وویل، "د شمالي کوریا هرډول پاروونکي خوځښت ته به پرېکنده او شدید غبرګون وښيي."
د جاپان لومړي وزیر شنیزو ابې وویل، دا توغندي "د جاپان امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او ازمایښت یې د بخښنې وړ نه دی چې سیمه کې سولې او ټیکاو ته زیان اړوي."
هغه وویل، جاپان په دې تړاو شکایت کړی خو د سوېلي کوریا ددې راپور په اړه چې توغندی د "جاپان هوايي دفاع پېژندنې سیمه" کې پرېوتی – هغه سیمه چې د جاپان تر کنټرول لاندې ده – څه ونه ویل.