BBC
 شاته

ترکي پوځ د سوریې جرابلس کې عملیات کړي

ترکیې له سوریې سره پر پوله زغره وال ټانکونه ځای پرځای کړي Image copyright AP
Image caption ترکیې له سوریې سره پر پوله زغره وال ټانکونه ځای پرځای کړي

د ترکیې پوځ ویلي، د سوریې له شمالي جرابلس ښاره یې د "اسلامي دولت" نومې ډلې د جنګیالیو شړلو په موخه پوځي عملیات پیل کړي. جرابلس د ترکیې پر پوله پروت د سوریې ښار دی.

ویل کېږي چې ترکیې په دې عملیاتو کې له توپخانې او جنګي الوتکو ګټه اخیستې ده.

له بمباریو وروسته له ښاره لوګي پورته شوي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس ویلي، په دې عملیاتو کې د ترکیې ځمکنیو ځواکونو او هوايي ځواک برخه لرله.

په خبر کې ویل شوي "برید پر ځايي وخت څلور بجې پیل شو، چې له سیمې او سرحد نه ترهګرې ډلې وشړي او د پولې امنیت خوندي شي".

دغه خبري اژانس وايي، د پوځي عملیاتو موخه دا وه چې "د خلکو د کوچېدو مخه ونیوله شي او په سیمه کې ایسارو ولسي وګړو ته بشري مرستې ورسېږي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د سې شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې هېواد به یې "هر ډول ملاتړ" ته ځان چمتو کړي چې له سرحدي جرابلس ښاره د "اسلامي دولت" نومې ډلې اورپکي وشړي.

Image copyright
Image caption ترکیې ژمنه کړې چې له سرحدي سیمو به د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې لمن ورټولوي
Image copyright AP

د داعش پرضد دغو بریدونو کې د ترکیې خواخوږو سوریايي مخالفانو هم برخه لرله.

ترکي چارواکو د ترکیې قارقامش ښار هغو اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی، چې له جرابلس سره ډېر نژدې اوسېږي.

خلکو ته په لاسپیکرونو کې د وتلو امر شوی او د هغو خلکو د وتلو لپاره بسونه هم استول شوي چې موټر او د لېږد وسیلې نه لري.

د سې شنبې په ورځ ترکي ځواکونو د سوریې جرابلس کې بمبارۍ پیل کړې.

دا بریدونه وروسته تر هغه پیل شول، چې د شنبې په ورځ د ترکیې غازي عنتاب ښار پر یوه واده ځانمرګي برید تر ۵۰ ډېر کسان ووژل.