BBC
 شاته

په مرکزي ایټالیا کې زلزلې ۱۳ کسان ووژل

ایټالیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد په منځنۍ یا مرکزي برخه کې د ریختر په کچه ۶٫۲ درجې زلزلې لږ ترلږه ۱۳ کسان ووژل او ګڼ نور یې تر کنډوالو لاندې کړل.

په دې زلزله کې یوه ډېره ځپل شوې سیمه اماتریس ښار دی، چې ښاروال یې وايي:" نیم ښار له منځه تللی."

دغه ښار ته نژدې اکومولي مېنه کې د یوې څلور کسیزې کورنۍ غړي د خپل کور په کنډواله کېدو کې مړه شوي دي.

زلزله له روم ۶۵ میله لرې په شمال ختیځ کې شوې، خو د پلازمېنې ودانۍ یې هم تر ۲۰ ثانیو پورې خوځولې دي.

زلزلې اماتریس ښار ډېر وران کړی چې له امله یې څو کسان مړه دي او له کنډوالو لاندې شویو خلکو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

Image copyright AP

د اماتریس ښاروال سرګيپروزي د ایټالیا دولتي رادیو ته ویلي"ښار ته راغلي سړکونه تړل شوي، نیم ښار له منځه تللی دی، خلک له کنډوالو لاندې شوي، ځمکې ښویېدلې، ممکن پل هم غورځېدلی وي."

د ښار اصلي کوڅې ورانې شوې او د بېړنیو پېښو کارکوونکي هڅه کوي له کنډوالو لاندې شوي خلک وژغوري.

پر همدې مهال، پولیسو ویلي د پیسکارا دل ټرونټو کلي دوه اوسېدونکي وژل شوي.

چارواکي خبرداری ور کوي چې ممکن د مرګ ژوبلې شمېر ډېر شوي.

د ولسي خوندیتوب څانګې مشر دا زلزله په اکویله ښار کې د ۲۰۰۹ کال له زلزلې سره پرتله کوي چې ۳۰۹ کسان پکې ووژل شول.

چارواکي په راتلونکو ساعتونو کې د زلزلې د نورو ټکانونو د امکان خبرداری هم ور کوي.

لزلزلپوه اندریا ټرټولینیه وايي، باوري ده چې نور ټکانونه به هم وي، خو شدت به یې کم وي." خو دا هم له پامه نشم غورځولی چې د لومړنیو ټکانونو په څېر به ممکن نور ټکانونه هم وي."

د ایټالیا د صدراعظم دفتر وايي چې سختو ځپل شویو سیمو ته یې ژغورونکې ډلې لېږلې دي.