روانې چارې او بېلابېل
جرګي د وراني ماشوړي جرړه ومونده
زموږ په ملک کي روانه جګړه او په تاریخ کي نور جنګونه چه زموږ هیواد يي ډیر ځله د ویجاړي کندي ته غورځولي، اکثره يي عقیدوي ریښي لري. خلکو یرغلګر کافران، پرنګي، شوریان او اشغالګر ګڼلي او د سر په بیه يي ورسره جګړي کړي دي. د توري په میدان زموږ خلکو ګټلي خو دسیاست او عقل میدان يي تل بایللي دي چه اصلي میدان همدا د سیاست میدان دي او زموږ خلک يي تر ننه بایلي ځکه نور توره کار نه کوي او خبره د نوي ټکنالوژي کیږي چه دا ټکنالوژي هم په عقل ولاړه ده هغه څه چه موږ يي تل له کمښت سره مخ یو. روان جنګ چه له څلویښتو
سوله او تنظیمونه
په بامیانو کې د ایران د قونسلګرۍ له جوړیدو د مخه، د هیواد د دوه ملیونو کوچیانو غټ شمیر به د اوړي په موسم کې په اوښانو کې پړي واچول او د ایلبندونو په تکل به د بامیان او دایکندي په لور رهي شول. د کرزي صیب د حکومت د کش او فش لمړۍ میاشتې وې چې یو څو ځایي بانډه چیانو او بزګرانو د احتجاج په توګه د کوچیانو خلاف غږ پورته کړ. خبره سوکه سوکه ټوپکمارو او بیا د حزب وحدت سیاسي مشرانو ته ورسیده. سره ددی چې ښاغلي خلیلي هغه مهال د ولسمشر دویم مرستیال وو، خو دا چې خپل، خپل او پردي په ډیرو نارو خپل وي، ن
لویه جرګه: د سولې او نوي افغانستان په لور بېساری ګام!
لویه جرګه: د سولې او نوي افغانستان په لور بېساری ګام! د سولې لویه جرګه په دې موخه پرانیستل شوه چې هېواد کې څلويښت کلنه جګړه ختمه کړي، هېواد د تلپاتې سولې په لور راهي کړي او افغانان د هېواد په بیا ودانۍ کې په یو ټغر را ټول کړي. دغه جرګې ته د ثور ۹ مه نېټه ځکه په پام کې نېول شوې ښکاري چې دلته د ثور د ۷ مې او ۸ مې پېښو په توپیر؛ رامنځته شویو ناخوالو، تربګنیو، جګړو او ویجاړیو ته د پای ټکی کېږدي او د نوې افغانستان د بنسټ ډبره چې هلته تلپاتې سوله واکمنه وي افغانان بیرته یو موټي او د هېواد په
سپین سترګۍ باجوا او ډارن کابل
احمدجان تڼی سپین سترګۍ باجوا او ډارن کابل د پنجاپی پوځ الوتکو د خوست په سرحدي سیمو د زاڼو اتڼ اچولی او د خوست خلک یې د بیوسۍ ننداره کوي او کابل هم نه یی په خپله ګوري او نه د خلکو غږ اوري. د کابل منحوسې ادارې یو ځل په خوست کې د پنجاپی رژیم د هوايی او ځمکنیو بریدونو په وړاندې سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړل او هم ځایي خلک نه پریږدي چې د خپل کور ، کلي او ناموس څخه ساتنه وکړي. په تصویرونو کې لیدل کیږي چې یو امنیتی مسوول یوازې د بمونو او توغندیو د لګیدو له ځایو لیدنه کو
مسولیت
ګوره، مسولانه خبري کوه، دا هر څه چه په خوله درشي مه يي وایه چه ستا شخیصت ته زیان رسوي. هغه دي نه دي اوریدلي چه د توري زخم جوړیږي خو د ژبي زخم نه جوړیږي. دا څه وايي، دا نو بیا څه خبره شوه چه د ژبي زخم د توري تر زخم ژور وي، ژبه څنګه سړي زخمي کوي، ته ځان ته هوښیار وايي خو بیا د ماشومانو خبري کوي. انسان خو سپي نه دي چه سړي وداړي او زخمي يي کړي، خو هو ځیني انسانان په چا خوله لګوي کله چه له چا سره جنګ کوي، سړي ډیر خوږوي چه دا کسان بیا له سپیو هم بدتر دي. خو دا چه په خبرو او یا ژبه سړي زخمي کی
د استرالیا کارګر ګوند وايي د مهارت لرونکو بهرنیانو پر ویزو به سخت قواعد وضع کړي
د بېل شارټن کارګر ګوند چې دمګړۍ د استرالیا د راتلونکې میاشتې ټاکنو لپاره په کمپاین بوخت دی، په یوه اعلامیه کې ویلي، که بریالي شي نو د مهارت لرونکو ویزو پر درلودونکو به کاري قوانین سخت کړي. کارګر ګوند ویلي، دغه ډول ویزې به یوازې هغو سيمو پورې محدوده کړي کومو ځایونو کې چې په ریښتیني ډول د مهارتونو کمښت لیدل کیږي او همدارنګه د دغو ویزو د ورکړې ارزونې به هم تقویه کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې بهرني کارکونکي سم مهارتونه او مسلکي جوازونه ولري. کارګر ګوند همداراز ژمنه کړی چې د دغو ویزو
په توقیف خونه کې یو بندې کډوال باید اوس د سرطان ناروغۍ سره مبارزه وکړي
په توقیف خونه کې د لسو کلونو تیرولو وروسته او لا تراوسه په توقیف خونه کې بندي یو تامیل کډوال باید اوس له یوې نوی ننګونې یعنې سرطان ناروغۍ سره مبارزه وکړي. دغه تامیل کډوال (سیاګورو نوان تراسا) نومیږي چې په کال ۲۰۰۸ کې له سریلانکایي کورنیو جګړو وتښتیده او په مالیزیا کې له یو کال تیرولو وروسته استرالیا ته په یوې کښتېۍ کې کډوال شو، خو نوموړی وینول شو او د استرالیايي حکومت لخوا د ناقانونه کډوال په توګه توقیف کړل شو. سیاګورو لس کاله کیږي چې استرالیا کې د یو ناقانونه کډوال په توګه تو
مشهورتي لویه جرګه او ولس دوښمنه مطبوعات
د هیواد په لیکلي تاریخ کي لمړي ځل دي چه عوام را غوښتل کیږي او د یوه عظیم ملک د برخلیک واک ورسپارل کیږي. کونډی، یتمان، بوري او نور په زړه سوري او ویرجن خلک خپل اواز پورته کوي او د فیصلي حق د سیاسي نخبه ګانو( فرعونانو) له لاسه وزي، فرعونیت او جعلي خدايي يي تر پوښتني لاندي کیږي او د نمرودي پاچاهي پايي يي لړزیږي، نو ځکه ځيني فرعونان ددي عظیمي جرګي د ځنډیدو غوښته کوي او ځيني ابدي غله او قاتلان يي تحریموي. که مرورشوي ځان به خوار کړي جنیکي کله مرور پخـــــــلا کوینه فرعونانو فکر ک
دغوايي د مياشتې د اوومې او اتمې د فاجعو يادون
د غوايي د اوومې ناورين چې د کمونستانو په خونړۍ کودتا شروع او د غوايي په اتمه يې د تنظيمي وحشتواکۍ په راتلو دوام پيداکړ د افغانستان په تاريخ کې د دوو ظالمانه ، جنايتکارانه او خايينانه دورو د لړزوونکي جنايتونو او بربريت د يادون سمبول دي . حال داچې د دغو دوو دورو هرساعت ، ورځ ، مياشت او کال په افغان اولس دبې مثاله ځنګلي کړنو او قتل عام د ضد انساني اعمالو د متواتره جريان شاهدي ور کوي . ددې دوو تراژيديو او مصيبت د پوهېدو دپاره دتاريخ مطالعې او تحقيق ته حاجت نشته ، ځکه شاهدان او قربانيا
جرګې سره مخالفت د سولې سبوتاژ دی!
جرګې سره مخالفت د سولې سبوتاژ دی! په هېواد کې د ټینګې او تلپاتې سولې په پار هڅې او هلې ځلې، د ملي دندو او وجایبو په سر سر کې ځای لري. نن، ټولې دندې وروسته، خو اوربند او سوله تر ټولو نورو دندو لومړی! دا مهال د ټولو ملي ګټو او ارزښتونو پېژند او بسیا، د سولې پر محوریت راڅرخې او د سولې په برکت تر سره کېدای شي. که سوله نه وي هېواد خوندي نه دي، د افغانانو سر او مال خوندي نه دی د ملې ګټو او ارزښتونو بسیا په هسې خبرو بدلیږي، د هېواد تاریخ او هویت هر څه د خطر سره مخ دي. نو ځکه باید ټ
چرا تحریم به خیر افغانستان است
اگر درست قضاوت کنید تعدادی از رهبران احزاب سیاسی، چهره های مطرح سیاسی، مشران قومی، چهره های سر شناس مدنی و مدافع حقوق بشر و ... افغانستان را به این حالت رسانیده اند، چون اینها از خود استقلالیت ندارند، تطبیق کننده برنامه های شوم و تباه کننده همسایه گان و خارجی ها، جاسوس و مزدوران آنها هستند و سالهاست ثابت کرده اند که بجز از خیانت، جنایت، شیطانت و نفاق هیچ دست آورد برای مردم افغانستان ندارند، بهتر است این افراد ایکسپایر در جرگه مشورتی صلح و دیگر برنامه های مهم دولتی نباشند تا جرگه و دولت افغانس
څوک په قانون کودتا کوي، ولسمشر غني که مخالفان؟
په داسې حال کې چې لا هم د ملي شورا د اوولسمې دورې پرانيسته نه ده ترسره شوې؛ ولسمشر غني تېره ورځ په ارګ کې د ملي شورا له نویو وکيلانو سره په خبرو کې ويلي هر هغه څه چې د افغانستان اساسي قانون څنډې ته کوي، یوه کودتا ده. نوموړي نويو وکيلانو ته په خطاب کې ويلي چې د ملت تالار باید د کشکمش پر میدان بدل نه شي، هره ستونزه چې لرو باید په&nb
د سولې مشورتي که د حکومت فرمايشي لویه جرګه؟
په داسې حال کې چې په راتلونکو څو ورځو کې به کابل د سولې مشورتي لويې جرګې شاهد وي؛ د حکومت منتقد سياسيونو او طالبانو له دغې جرګې سره خپل مخالفت اعلان کړی دی. افغان حکومت دغه جرګه د سولې لپاره يو تاريخي ناسته بولي، په ځانګړې توګه ولسمشر غني دغه جرګه د سولې لپاره د حدودو ټاکلو لپاره مهم فرصت ګڼي. تېره ورځ ولسمشر غني د لويې جرګې تالار ته ولاړ او د جرګې له ترسره کوونکي او تنظيموونکي کمېسيون له غړو سره يې د جرګې د ترسره کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې. ولسمشر غني د جرګې په تالار کې ويلي، ا
تناقضات زنانه ی ارگ
خرید کاپی تذکره ی زنان و دختران افغان در بدل 500 افغانی، تفسیر و تعبیر اعمال به اصطلاح خانم اول افغانستان را متفاوت کرده است. از آغاز ریاست جمهوری داکتر غنی تا کنون، تبلیغات زنانه یی حکومت پیرامون رولا غنی، بی بی گل را به گلی تشبیه می کنند که گویا سر سبد زنان افغان شده است. خانم عرب تبار و غیر مسلمان رییس جمهور تحت عواطف افغانی مردم ما بسیار نکوهش نشد، اما اخبار&
د روان مصيبت نه دتل دپاره د خلاصون لاره
ډېرو کنفرانسونو ، جلسو ، بيانيو ،ليکنو ، تبصرو اوسياسي بحثونو مې نفس تنګ او زړه مې يې خولې ته راووست . حتمي به تاسو هم د داسې حالت سره مخامخ ياستئ. لاکن د افغانستان د مصيبت او تراژيدي د ختمولو د پاره نه يوه واحده نسخه وړانډې شوه او نه مؤثره دوا . حالات ورځ په ورځ نور هم خونړي او د کنترول نه په وتو دي . د يوم البتر کيسه روانه ده . خو زما فقير او حقير په نظر د افغانستان د معضلې دائمي حل او ددې منجلاب نه راوتل په دوو بعدونو کې دئ : ۱-خارجي ۲- داخلي په خارجې ب
د اندیښنې وړ څو پوښتنې
د اندیښنې وړ څو پوښتنې بي بي سي لیکي، دوی ته یوې باوري سرچیني ویلي چې اندونیزیا او ازبکستان په خپلو خاورو کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستو وړاندیز کړی دی. همدارنګه زیاتوي چې د ولسمشر سلاکار فضل محمود فضلي هم دوی ته ویلي، ښه به دا وي چې د سولې خبرې د قطر پر ځای کوم بل هېواد کې وشي. خو پوښتنه دا ده، د طالبانو اصلي مشرتابه چې افغانستان کې جګړه مخې ته وړي، د هیبت الله اخوند په مشرۍ ښکاره کویټه او اسلام اباد ته تګ راتګ لري او هلته استوګن دي؛ خو د سولې خبرې اترې نه دې مشرتابه سره او نه پ
د سولې سم ګرامر، خو ناوړه شننه
د پوهاند استاد یون په ځواب کې وایي ویښیاري (هوښیاري) داسې ده لکه نېکر ۔ باید تل یې ولرې، خو دا اړینه نه ده چې خلکو ته یې ور وښیې!۔ همداسې باید د هر سړي د خپلې ژبې ګرامر یا پښویه زده وي، خو دا چې سړی د ولسمشر غني د سولې ناره واخلي، تر پښوییزو دویونو (قاعدو) یې تېره کړې او دلیل ووایي چې سوله بې عزته او با عزته نه وي، نو سړی باید پوه شي چې خپل منطق، دک او دلیل يې باید تر هر څه وړاندې وارزول شي۔ د نظام او ولس غلیمان تور لګوي چې ګواکي ولسمشر غني سوله نه غواړي، دسولې د نارې ګرامر
سوء استفاده از ارزش ها
استفاده های سیاسی و ابزاری از ارزش های تاریخی و فرهنگی، به خصوص لویه جرگه، حتی شامل چپی ها و راستی های دوران بحران می شود. در طول نضج تاریخی این پدیده ی مقدس که به گونه ای اصل آسمانی «شورا» در قرآن کریم را توجیه می کند و با منطق آن در جامعه ی اسلامی ما تعمیم می یابد، افزون بر راهگشایی، سوگمندانه کسانی را نی
چیزشناسی
در بحران سیاسی سالیان اخیر، بحران اعتماد نیز به دغدغه ی خاطر مردم ما مبدل شده است. حضور طیف به اصطلاح تکنوکراتان، افغان ها را امیدوار کرده بود که با کنار ماندن آنان از زمینه ی ویرانگری و کشتار، احیای پُل های فکری با قبل از هفت ثور، پیش از همه به تطهیر سیاسی می انجامد؛ هرچند بودند و استند کسانی که صادقانه سعی کردند افغان ها از هر طیف و هر گروه قومی، به خصوص بی طرف ها با راهیابی در سیستم، طرف مردمی را سنگین بسازند، اما جاذبه های قدرت، امکا
د سولي هڅي که د استعمار نوي توطيي
زمونږ هیواد افغانستان ډیر ویاړلی مګر د غم لړلو پیښو ډک تاریخ لري، د افغان هیواد د خپل حساس ستراتیژیک او تاریخي موقعیت په اساس ډیرځله د جګړې ،استخباراتي دسيسو او پرديو د تګلارو د عملي کيدو ډکر ګرخيدلی، پښتون اولس هرځل د پردیو اهدافو قرباني شوی، دتاریخ په اوږده مسیر کي څو څو ځلي افغانستان دبهرنیو دښمنانو له لوري د نامعلومه جګړې په لومه کې راګیر شوی دی. افغان پرګني او ولسونه د لسیزو راهیسې د یوسولیز ژوند ته دلاس نه رسیدو په علت د نړئ د سیاسې، او اقتصادې ودې څخه ایثار پاتي شوي دی، چې د مل
د فکر سمون
د فکر سمون: خيني خلک دا متل کوي: خدايه ! عمر دي د سپي راباندي تیر کړ او سوال به د سړي رانه کوي ( په اخرت کي). مطلب يي دا وي چي خداي دي په هغه دنیا د سپي غوندي چلند راسره وکړي او پوښتنه دي نه راڅخه کوي. د انسان مغز هم یو عجیب او غریب قدرت لري، کله انسان تر عظمته رسوي او کله يي همدا خپل فکر دومره ذلیل کړي چي د سپي په ژوند خوشحاله وي. انسان د خپل فکر بنده دي او کله چي د سړي فکر د سړي نه وي نو سړي هم سړي نه پاتي کیږي. او کله چي سړي سړي پاته نه شي نو بیا په پلار، نیکه او پنځه زره کلن تاریخ
بنګله دیش کې لسګونه روهنګیايي کډوال له قاچاقبرو ژغورل شوي
د بنګله دیش پولیس وايي تیره شنبه ورځ یې ۱۱۵ روهنګیايي کډوال چې په پام کې وه د قاچاقبرو لخوا د کب نیونې په کوچنیو کښتیو کې مالیزیا ته قاچاق شي، ژغورلي، خو په دې تړاو دوی د هيڅ کوم شکمن قاچاقبر په نیولو نه دي توانیدلي. د روهنګیايي کډوالو دغه ډله د بنګله دیش د (کوټا پلانګ) مهاجرت کمپ سره تړاو لري چې میانمار سره پر پوله موقعیت لري او د نړۍ تر ټولو ستر مهاجرت کمپ بلل کیږي. د بنګله دیش د پولیسو افسر انور حسین په دې اړه وویل، د روهنګیايي کډوالو دغه نوې ډله په داسې حال کې وژغورل شوه چ
روهنګیايي کډوال د انساني قاچاق له مخ په زیاتیدونکي خطر سره مخ دي
د انساني قاچاقبرو له منګولو ژغورل شوې روهنګیايي کډوال ضیا الرحمن وايي، کله چې ده د بنګله دیش په کاکس بازار مهاجرت کمپ کې ژوند کولو د انساني قاچاقبرانو لخوا اختطاف شو او وروسته په راتلونکو دریو میاشتو کې چې به دی له یوې سیمې نه به بلې ته وړل کیدو نو د قاچاقبرو یوې ډلې به بلې ته پلورلو. نوموړی وايي، دی مالیزیا ته تر رسیدو او له ژغورل کیدو مخکې ټولټال اووه ځله پلورل شوې. نوموړی وايي، له کاکس مهاجرت کمپ څخه هغو خلکو وتښتولو چې ځانته یې کډوال ویل او په کمپ کې يې له دوی سره شریک ژون
اصلاح مدیریت، نه تغییر نظام!
نارضایتی از شیوه ی مدیریت سیاسی، موج انتقادات را برانگیخته است. این در حالی واقع می شود که در جو کمپاین ها، هرچند با تعویق انتخابات، اما آزمندی هایی که در دسته ها و گروه ها، نوع دیگر انحصار را نوید می دهند، صلاح دیدگاه ها و انتقاداتی را نیز ستر کرده اند که با ماهیت اصولی ارائه می شدند. نظام کنونی جمهوری اسلامی افغانستان، حاصل 18 سال توافق سیاسی، جمعی، فرهنگی افغان ها در زمینه ی فرصت هایی ست که جامعه ی جهانی فراهم آو
د بخمل او ململ سیاست
د ۶۲۷ میلادي کال د مارچ په میاشت کې چې د هجرت د شپږم کال د ذی القعدې له میاشتې سره سمون خوري، حضرت محمد (ص) د مکې له قریشو سره د حدیببې د سولې د تړون په پار، خبرو ته کښیناست. کله چې وثیقه جوړه او د لاسلیک وخت شو نو د قریشو نماینده اعتراض وکړ چې د محمد رسول الله په ځای دی، محمد بن عبدالله ولیکل شي ځکه چې موږ تا د رسول په صفت نه منو. صحابه ډیر په قهر او له خپلو ځایونو پاڅیدل او له حضرت پیغمبر څخه یې وپوښتل چې آیا تاسو په حقه پیغمبر نه یی؟ دوئ ځواب ورکړ (هو، زه رسول الله یم) مګر د یو ستر مصلحت پ