د مالیزیا د مهاجرت ریاست وايي تیره اوونۍ د سه شنبې په شپه یې د سیلانګور ایالت په شاه عالم ښار کې د ناقانونه کډوالو په وړاندې عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې یې د بیلابیلو هیوادونو ۳۹ تنه ناقانونه کډوال نیولي.

د مهاجرت ریاست په خبره په نیول شوو کسانو کې درې ښځ‍ې هم شاملې دي.

د مالیزیا د مهاجرت ریاست لخوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي چې دغه چاپه یې د شپې لخوا د خوراکي توکو په یو سیمه ایز شرکت ترسره کړې. دغه ریاست ویلي، له وړاندې یې په یاد شرکت کې د ناقانونه بهرنیو وګړو د شتون په هکله مالومات درلودل.

د لومړینو پلټنو په ترڅ څرګنده شوې چې یادو بهرنیانو په دغه شرکت کې د اشپزانو، پاکوونکو او ورځ مزدورانو په توګه کار کولو او د شرکت لخوا په یوه لیلیه کې ساتل کیدل.

همداراز دا هم څرګنده شوې چې له دغو بهرنیانو سره مالیزیا کې د کار کولو هیڅ ډول قانوني جوازونو شتون نه درلوده.

د مهاجرت چارواکو په وینا، دوی مالیزیا ته په ټولنیزو ویزو داخل شوي او په ناقانونه توګه د کار کولو له امله یې د هغې له اصولو سرغړونه کړې.

یاد کسان د هند، بنګله دیش، میانمار، پاکستان او فیلیپین هیوادونو وګړي دي چې عمرونه یې د ۲۲ او ۴۵ کلونو ترمنځ ښودل شوي.

د مالیزیا د مهاجرت چارواکي په خبره، دغه کسان یې د (بوکیت جلیل) مهاجرت توقیف خونې ته استولي ترڅو له هغوی نورې پلټنې بشپړې کړي.

د خپلواکو رپوټونو په اساس، مالیزیا کې اوسمهال په زرګونو ناقانونه بهرنیان ژوند کوي، چې د کڼ شمیر په اړه یې حکومت هیڅ ډول معلومات نه لري.

ډیری بهرنیان په مالیزیا کې د خپلو ویزو تر ټاکلو وختونو زیات پاتې کیږي، پرته له دې ویرې چې د پولیسو لخوا به ونیول شي.

ډیری مالیزیایان د حکومت په کورنیو او مهاجرت وزارتونو د فساد، بډی اخیستنې او ناسم مدیریت تورونه لګوي او وایي چې دغه وزارتونه د جعلي پاسپورټونو او د ناقانونه مهاجرت په مخنیوي کې پاتې راغلي.

په دې وروستیو کلنو کې مالیزیایې حکومت د سیاحت د زیاتولو او د بهرنیو سیلانیانو د جذبولو په خاطر خپله د مهاجرت پالیسي ډیره اسانه کړې.

د دغه پالیسۍ په اساس د ګڼ شمیر هیوادونو وګړي کولې شي چې مالیزیا ته په رسیدو خپلې ویزې ترلاسه کړي، چې زیات مالیزیایان وایي دغه پالیسي سمه نه ده او له همدې امله شرپسنده عناصر او بشري قاچاق کوونکي هم په اسانۍ کولې شي مالیزیا ته داخل شي.