د استرالیا د کورنیو چارو وزارت مشاور وزیرې (تارا کواناګ) په یوه غونډه کې چې تیره اوونۍ د سه شنبې په ورځ د هند په پلازمینه نوي دهلي کې جوړه شوې وه، وویل، د استرالیا حکومت به هیچاته اجازه ورنکړي چې د سمندر له لارې په ناقانونه کښتیو کې استرالیا ته داخل شي.
نوموړې ټینګار وکړ چې د استرالیا له فیدرالي ټاکنو وروسته هیڅ بدلونونه ندي رامنځته شوي ځکه د سکاټ موریسن همغه پخواني لبرال ګوند د حکومت واک بیا ترلاسه کړی او د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې په خپلو مخکنیو تګلارو ټینګ ولاړ دي.
آغلې تارا په خپلو خبرو کې د جنوبې آسیا هیوادونو هغو کډوالو ته چې هڅه کوي په ناقانونه کښتیو کې استرالیا ته لاړ شي، خبرداری ورکړ چې له نیمې لارې به بیرته راوګرځول شي او که چیرې هغوی په چانس سره استرالیا ته وهم رسیږي، نو هلته به د قبلیدو او میشتیدو صفر چانس ولري.
نوموړې همدراز یادونه وکړه چې په پام کې ده هیواد یې د خپلواکو سرحدونو عملیاتو په چوکات کې د کښتیو د ناقانونه کډوالو په وړاندې او په سمندرونو کې د ژوند ژغورلو په موخه یو نوی کمپاین د زیرو چانس (Zero Chance) تر نامه لاندې په لار واچوي.
په دغه کمپاین کې به د جنوبي آسیا هیوادونو کډوالو ته عامه پوهاوې ورکول کیږي ترڅو استرالیا ته په کښتیو کې له ناقانونه سفره ډډه وکړي ځکه دغه سفر له خطرونو ډک دی او کډوالو لپاره تل بې له کومې مثبتې پایلې تمامیږي.
آغلې ټارا ټینګار وکړ چې د هیواد د مهاجرت پالیسي یې اغیزمنه ده او په دې برخه کې چې دوی د سرحد ساتنې کومي تګلارې لري د هغې له مخې هیڅ ناقانونه کډوال نشي کولې چې استرالیا کې ځانته ځای پیدا کړي.
نوموړي وویل، د ۲۰۱۳ کال راهیسې له کله نه چې هیواد یې د خپلواکو سرحدونو دوامداره عملیات پیل کړي تراوسه دوی ۸۴۷ ناقانونه کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه کړي او همداشان په سمندر کې یې د ناقانونه کډوالو د ۳۵ کښتیو مخه نیولې.