د کابل غازي سټیډیوم کې نن د معترضو نوماندانو شورا یو شمېر خلک اعتصاب او لاریون ته را بللي وو. په پام کې وه چې دوی د جوزا په لومړۍ نېټه د ښاغلي اتمر او د نورو نوماندانو په وینا میلیوني مظاهرې او لاریونونه وکړي، خو هغه مهال یې وس ونه رسېده، مګر له کومې ورځې چې دوی روسیې او بیا په دې وروستیو کې مسکو ته لاړل او له خپل منځي مشورو وروسته یې ایله نن البته د یوې میاشتې په ځنډ او تفاوت سره نن غونډه را وبلله.
مګر نننۍ غونډې یې هم خاص اغېز ځکه نه درلود، چې ټول ولس اوس په دې پوهېږي چې د ښاغلي اتمر او نورو ملګرو غوښتنه یې څه شی ده؟ دوی غواړي چې یو ځل بیا د پردیو په لاس په هیواد کې را جوړ شوی نظام له منځه یوسي او په دې ډول کله د روسیې، کله د چین، کله د ایران او کله هم د پاکستان برنامو، اجنډاو او فرمایشونو ته سترګې په لار دي.
ښاغلی اتمر او سیاسي ډله ټپله یې فکر کوي چې په دې ډول به حکومت او ولسمشر غني باندې فشارونه زیات کړي، مګر دا فکر یې ځکه غلط دی چې ولس د حکومت ټینګ ملاتړی دی، دوی څلوېښت کاله بې نظامي لیدلې ده او نور نه غواړي چې په بې نظامۍ کې ژوند وکړي او په دې خاطر د اتمر په شمول هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې دوی خپلې شومې موخې چې د پردیو له لوري ورته لمسول کېږي دلته پلې کړي. په همدې خاطر په نننۍ غونډه کې ولسي ګډون کم رنګه وو.
بل دلیل یې دادی چې دوی په دغسې غونډو سره ځکه ولسمشر غني تر فشارونو لاندې نشي راوستلی چې د هغه نېت پاک دی او تر ټولو مهمه دا چې ولس د هغه خدمت، کار او صداقت درک کوي او ټول پوهېږي چې ولسمشر غني شپه او ورځ د دې هیواد د ثبات، پرمختګ او عزت لپاره هلې ځلې کوي، هغه له ایران او پاکستان سره شخصي دښمني نه لري، خو په دې خاطر چې دا دواړه هیوادونه د افغانستان لپاره شوم نیتونه لري او عملا د طالبانو، نورو وسله والو او تروریستي ډلو ملاتړ کوي او هغوی په افغانستان کې جنګ او جنایتونو ته لمسوي، نو په دې خاطر یې هم پر ایران او هم پر پاکستان محاصره را تنګه کړې او نن سبا دواړه هیوادونه له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
ولس دا درک کوي چې د دوی واقعي او رښتینی خواخوږی غني دی، ځکه غني غواړي چې د افغانستان د بقا لپاره خپله پوهه او امکانات په کار واچوي، مګر اتمر او نور سیاسیون د هیواد او ولس پرځای د شخصي ګټو په فکر کې دي او په دې خاطر چې څه جنګسالاران او منفورې کړۍ دي نو ټولې یې د ښاغلي اتمر په خواو شا راټولې دي، نو په دې خاطر ولس له دوی څخه په وېره کې دی او دوی ورته ویښ اوبیدار دي او د اتمرخېلو ټول کړه او وړه په دقت څاري. د اتمرخېلو نننۍ غونډه له همدې امله پر حکومت او خلکو د فشار راوړلو لپاره یوه سیاسي او ناکامه مانوره وه.