د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ڼرمپ د استرالیا د مهاجرت د سخت دريځې پالیسۍ څخه ستاینه کړې او ویلي دي چې متحده ایالات د استرالیا له یادې پالیسۍ ډیر څه زده کولې شي.

په یو ټویټ کې چې د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ پر ټویټر پاڼه خپور شو، د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د استرالیا اعلاناتي کمپاین او خبرداریو ته اشاره شوې چې پکې ناقانونه کډوالو ته د استرالیا حکومت په ښکاره ډول خبرداری ورکوي چې استرالیا ته دې نه ورځي ځکه هلته به هیڅکله میشت نشي.

ټرمپ په دغه ټویټ کې هغه جنجالي انځورونه هم خپاره کړي چې د استرالیا حکومت یې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره کاروي خو ډیری وختونه د استرالیا د حکومت د مخالفینو او منتقدینو لخوا یاد انځورونه هسې ویره اچوونه او پروپاګند بلل کیږي.

ټرمپ دا ستاینه پداسې حال کې کوي چې ټاکل شوې نوموړی د استرالیا له لومړي وزیر سکاټ موریسن سره په راتلونکې G20 سرمشریزه کې کتنه وکړي او په ډیر باور چې دواړه مشران به په دې هکله سره خبرې وکړي.

د ناقانونه مهاجرت سره د مبارزې لپاره استرالیا په اعلاناتي کمپاین چې پکې ویدیوګانې او ګرافیکي خبرتیاوې شتون لري، ډیره پانګونه کړې او له تیرو ۸ کلونو راهیسې دا هڅه کوي چې استرالیا ته د ناقانونه کډوالو د بیړیو د ورتګ مخه ونیسي.

د ولسمشر ټرمپ لخوا په یو خپور شوي انځور کې لیکل شوي، «د استرالیا حکومت د نړۍ په کچه تر ټولو سخت د سرحد ساتنې پروګرامونه لري، مخکې له راتګ یو ځل بیا فکر وکړئ، خپلې پیسې مه ضایع کوئ او د قاچاقبرو په ژمنو مه تیروځئ، ځکه تاسې به استرالیا کې هیڅکله ځای پر ځای نشئ.»