د هیواد اساسي قانون ولسمشر ته شل مشخصې او قانوني دندې او واکونه سپارلي دي، مګر ولسمشر غني د دغو واکونو د بنسټي کولو هڅه کوي، هغه نه غواړي چې په دې برخه کې انحصار ولري او خلک داسې فکر وکړي چې نوموړی د انحصار پلوی دی او په همدې خاطر یې د جمهوري ریاست بنسټ ایجاد کړ، په دې بنسټ کې بېلابېلې عالي شوراګانې او کمېسیونونه دي چې ځینې یې په خپله اداره کوي او ځینې د خپلو سلاکارانو او وزیرانو پرمټ اداره کوي. ولسمشر خپل ځینې واکونه همدغو شوراګانو ته انتقال کړي دي.
په دې سربېره د اساسي قانون په بېلابېلو برخو کې نور صلاحیتونه هم شته چې ولسمشر ته ځانګړي دي. بین المللی تجربې ښیي چې په ریاستي نظام کې د دولت موثریت په یو چوکاټ کې د ولسمشرۍ د صلاحیتونو په بنسټي کولو پورې اړه لري، چې له هغې لارې د ولسمشر فردي صلاحیتونه د ولسمشرۍ بنسټ ته انتقال کړي، نو له همدې امله ولسمشرغني غواړي چې د دغو واکونو موثریت یې زیات شي.
اجرایه قوه د ولسمشر د دندو اجرایوي مټ دی او د دې ترڅنګ ولسمشر د اساسي قانون مطابق هم د دولت رئیس دی، په دې مانا چې د درې ګونو قواوو په راس کې واقع دی او تراوسه یې د درې واړو قواوو ترمنځ همغږي او همکاري ایجاد کړې او د هغوی تر منځ یې توپیري چلند نه دی کړی، بلکې ټولو ته یې په یو ارزښت او نظر کتلي دي.
همدارنګه د قانون د صراحت مطابق ولسمشر د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان هم دی. د قانون په چوکاټ کې د ولسمشرۍ د صلاحیتونو د بنسټيز کولو لپاره، د داسې تدابیرو نیولو اړتیا ده چې د ولسمشر د فردي صلاحیتونو په وېش کې د ولسمشرۍ له بنسټ سره مرسته وکولای شي. اساسي قانون په مشخص ډول ولسمشر ته اجازه ورکړې چې خپلو وجایبو ته د رسېدو لپاره د قانون له حکمونو سره سم ځانګړې ادارې او کمېسیونونه جوړ کړي. همدارنګه ولسمشر کولای شي د ولسمشرۍ بنسټ د دندو، د حکومت او وزیرانو شورا د ریاست لپاره هم د اړتیا له مخې کمېټې جوړې کړي او د اړتیا له مخې یې په دې برخه کې لازم اقدامات او اجرات کړي دي. د ولسمشري بنسټ د هرې ادارې او کمېټې د مدیریت لپاره، د ملي مشارکت او مسلکي اهلیت اصل په رعایت سره یو ارشد مشاور یا مرستیال د مسوول په توګه ټاکلی دی او هره کمېته د ولسمشر یا د هغه د مرستیال او سلاکار تر مشري لاندې اوونیزې غونډې لري چې د خپلو مسوولیتونو په ساحه کې په ټولو عمده مسایلو غور وکړي او پایلې ته ورسېږي. د دې کمېټو پرېکړې د منسجمې او جمعي طرحې پربنسټ تعقیبېږي.
موږ نن ورځ تخنیکي اجماع نه لرو چې د حکومت ټول کاري پروګرامونه د مختلفو تخنیکي برخو تر منځ د تفاهم پر بنسټ ترسره کړي، ځکه نو د دې کمېټو افراد په خپلو اړوندو ادارو کې پر منظمو غونډو سربېره په خپل منځ کې منسجمې میاشتنۍ غونډې لري چې له یوه لوري یو د بل له کړنو او فعالیتونو سره بلد شي او له بل لوري خپلې منفي او مثبت تجربې او لاسته راوړنې یو له بل سره شریکې کړي او په حکومت کې د کاري وضعیت د ښه والي لپاره ترې ګټه واخلي.