په کابل ښار کې په دې وروستیو کې جنایي جرمونه زیات شوي و او د خلکو اندېښنې هم ورسره زیاتې شوې وې، ځکه هره ورځ به د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې څو جنایي پېښې کېدلې. یا به اختطاف و، یا به یې د پیسو او نورو لپاره خلک وهلي او وژلي و او داسې نورې ډېرې بېلګې وې چې د خلکو ژوند او ارام یې له ستونزو سره مخ کړی وو.
له همدې امله هم پر حکومت، هم په امنیتي او کشفي ارګانونو او هم په ملي پولیسو نیوکې زیاتې شوې وې او دا د خلکو حق وو چې د خپل خوندیتوب په موخه یې داغسې اعتراضونه کړي وای او د همدغو اعتراضونو له برکته مسوول ارګانونه لاس په کار شو، خپل فعالیت، اقدامات، همکاري او همغږي یې زیاته کړه او د دې په پایله کې دادی جوت ښه والی رامنځته شو،
له تېرې یوې یوې نیمې میاشتې راهیسې موږ د دې شاهدان یوو چې د کشفي او امنیتي ارګانونو له لارې سړي تښتونکي ونیول شول، غله یا ونیول شول او یا هم ووژل شول، د دوی شبکې له منځه یووړل شوې، چاودېدونکي او نشه یې توکي ونیول شول او د همدغو اقداماتو په پایله کې جنایي جرمونه فوق العاده کم شول.
په دې وروستیو کې د کوه بندي په نوم د یو بانډ مشر په کابل کې ووژل شو، دا او دېته ورته پېښې او اقدامات د خلکو د خوښۍ لامل کېږي. پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو باور زیاتوي او همدارنګه دوی ته د ژوند هیله او ډاډ ورکوي.
په دې کې شک نشته چې امنیتي او کشفي ارګانونه شپه او ورځ د جنایي جرمونو د مخنیوي او د خلکو د خوندیتوب په موخه هلې ځلې کوي، مګر په دې برخه کې ولسي همکاري هم مهمه ده، هغوی که کوم چېرې مشکو کسان او فعالیتونه ګوري، نو ژر تر ژره دې مسوولو ارګانونو او کسانو ته خبر ورکړي.
که هر څومره د ولس همکاري زیاته شي، نو همدومره به د ولس خوندیتوب لا زیات تضمین شي، دوی به خپلو اولادونو ته په اندېښنه کې نه وي او نه به هم کاروباریان، تاجران او نور شتمن کسان له دې وېرې چې ګواکې اختطاف نشي او یا له کومې بلې نادودې سره مخ نه شي د وېرې احساس نه کوي.
په دې وروستیو کې چې د امنیتي او دفاعي ارګانونو د رهبرۍ په کچه کوم تغیرات راغلي دي، نو د ښه والي او پرمختګونو لاسته راوړنو احساس یې یوازې د جنګ په ډګر کې د طالبانوله ماتې او د تروریستي ګروپونو له ځپلو څخه نه کېږي، بلکې په ښارونو کې د جنایي جرمونو د کچې راکمېدل یې هم جوته بېلګه او ښه ثبوت دی.
په افغانستان کې د رهبري مدیریت او جدیت ډېر مهم دی، ځکه په تېر کې موږ لیدل چې اکثره د حوزو امرین، پولیس او نور کسان له مجرمانو او مافیایي ډلو او بانډونو سره لاس لرلو او د دوی په مرسته به یې ان د ښار په منځ کې خلک په نښه کول او حتی په خپلو کورونو کې خلکو ځانونه خوندي نه احساسول، مګر دا وېره اوس له منځه تللې ده.