بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
امریکائی سګرټ د شوروی ګوګړ، د امریکائې ډالر او روسيۍ شراب (ودکا)
شهید داود خان، امریکائې سګرټ ئي د شوروی له ګوګړ سره بلول او څکل ئي، اوس د ربانی "حزب جمعیت اسلامی" په امریکائي ډالرو روسیې شراب (ودکا) اخلی او چښئي، چی سردار داود خان د شوروي د ګوګړو الوتکو په ارګ کي او د حزب جمعيت اسلامی ربانی رهبري به د ودکا په پيکونو ووژني. شهید محمد داود خان د افغانستان لمړنئ اولسمشر، چې د افغانی غرور، د هیواد پالنې، د هیواد د پرمختګ-ابادۍ د خلکو د ژوند او هوساينې پتنګ، د شلمې پيړۍ یو داسی ستر ملی او احساساتی شخصيت ګڼل کيږی، چې په دوستۍ ئی ټينګ باور درلود او دښمن ته
د جنازې کټ مو یو دی ! لنډه کیسه
دجنازې کټ مو یو دی ! =============== لنډه کیسه له نیمې شپې راپه دې خوا ، د کلي لوېدیځ خواته د لوړغره څخه د سپکو او درنو وسلو دډزوغږنونه راتلل ، شپه سبا شوه خو ډزې لاهم روانې وې ، د کلي سپینږیرو، ځوانانو ، نارینه او ښځینه و ، په شنو ونو پوښلي غره ته کتل ، د ټولو په څیروکې اندېښنې له ورایه ښکاریېدې ، له خوبه راپاڅېدلو ببر سرو ماشومانو څېرې هم نا خوښه ښکارېدې ، دوی هم لوړ غرته کتل . د کلي د جومات ملاامام دمازدیګر لمانځه ته خلک د محمدي (صلی الله علیه وسلم ) د اذان په کولو ور وبلل ، خو
د رحمتونو پیغمبر، د نبوي سیرت لومړۍ برخه
د اسلام ستر پیغمبر خاتم النبین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ځمکې پر مخ د نړۍ ګردو انسانانو ته د الهي رحمت د ډالۍ کولو ویاړ لري چې نبوت پرې ختم شوی او د انسانانو لپاره یې د آسماني رسالت نجات بښونکې سلسله بشپړه کړې ده. له همدې کبله محمد (ص) په کوم ځانګړي قوم، قبیله او سیمه پورې اړه نه لري بلکي د لوی خدای (ج) له خوا د ځمکې په سر د ټولو عالمیانو لپاره د رحمت، سعادت، نېکمرغۍ، هدایت او نېکبختۍ بنسټ اېښودونکی دی، د اسلام د سپېڅلي دین یې د نړۍ وګړو ته راوړی او د اېمان د روښانه پلوشو وړانګو ته یې ان
سپېڅلې جګړه
هغه ويل: ((زه پوهېدم، چې د دغې جګړې پايله د هغې په ګټه ده، ځکه چې زه تش لاسى وم او هغه په ښو وسلو سمباله وه؛ د وريځو لينده او د بڼو غشي يې درلودل؛ د نظر بمونو او د خندا تندرونو يې د زړونو ماڼۍ لړزولې، د شونډو سکروټو يې وريتول کول او د مخ (شعاع ) خو يې د اوسپنو زړونه هم اوبه کولى شول.... ((ما نه غوښتل، چې له هغې سره د سترګو جنګ وکړم، خو لېوني زړه مې د امېدونو لښکر د هغې پر لوري قومنده کړ. غوښتل يې د هغې د زړه سيمه ونيسي او زما د مينې له پاره په کې جونګړه جوړه کړي، خو له بده مرغه چې لښکر
آيا د روژې د مياشتي زيری ور کول ثواب لري ؟
بسم الله الرحمن الرحيم نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد : په خلگو کي نن سبا يوه خبره مشهوره ده چي د دوی په وينا نبي عليه السلام فرمايلي دي : څوک چي د رمضان د مياشتي خبر بل چا ته تر نورو مخکي ور کړي، پر هغه د جهنم اور حرام دی !!
ته ښه اوسه ، هر څه به ښه ووینې !!!
ښځه او خاوند دواړه یوه نوي کلي ته د اوسیدو لپاره انتقال شول . په دوهمه ورځ دوی د سهار چای په څکلو بوخت ول ، چې ښځې د کړکۍ له لارې ګاونډۍ ته پام شو چې په تناب کالي اواروي . سمدلاسه یې وویل : ـ دا خو پاک نه دي ، دا ښځه نه پوهیږي چې په ښه توګه کالي څنګه وینځل کیږي ؟ کیدای شي چې ښه صابون ته اړتیا ولري . میړه یې له کړکۍ وکتل خو چپ پاتې شو . او هر ځل چې ګاونډۍ ښځه کالي اواروي نو دا ښځه همدا یوه خبره کوي . * یوه هفته وروسته ښځه د ګاونډي کور په تناب د پاکو کالیو په لیدو حیرانه شوه ،
د کرېکټ د نړۍ نه تکرارېدونکې څېره, برېنډن مککولم
پوره نوم یې برېنډن بېري مککولم دی، نوموړی په کال ۱۹۸۱ د سپټمبر میاشت په ۲۷ نېټه په نوي زیلانډ کې ژېږېدلی دی. تراوسه یې په دې لوبډلو کې لوبې ترسره کړې دي: نوي زیلانډ، برېسبن هیټ، کنټربیري، چېنای سوپر کینګز، ګلامورګن، ګوجرات لاینز، لاهور قلندرز، کلکته نایټ رایډرز ، نیو سوت وېلز او نورو ډېري لوبډلو کې یې لوبې ترسره کړي دي. مککولم د نوي زیلانډ د لوبډلې د درې واړو فارمټ (ټېسټ، یوورځنې، شل اوریزه) لوبو لوبډلمشر هم پاتې شوې دی، چې د نړې یو له مهمو،مشهورو او غټو شاټونو وهو
راه بیرون رفت از بیکاری
بیکاري معضلۀ است که امروز و فردا بیشتر جوانان ما را به چالش کشانده، این پدیدۀ مشکل آفرین نگرانی قابل ملاحظۀ را میان جوانان ما خلق کرده است. بیشتر مشکلاتی که در جامعه به اتفاق می افتند یکی از عمده ترین دلایل آن بی روزگاری قشر جوان و فعال ما است، جوانان که هستۀ از جامعه را تشکیل میدهد، باید از نیروی بشری آنها به شکل مثبت استفاده شود. همه میدانند در صورت بی کاری جوانان، گراف جرایم جنایی، فساد اخلاقی و جرایم سنگین بلند میرود، حتی دشمنان افغانستان در تلاش هس
له یوه سلفي سره خبرې اترې
ژباړه : عبدالله دانشیار ویې ویل : چې زه سلفي یم . ما ویل : عجبه ده ، ایا ته د لومړیو دریو پیړیو له مسلمانانو ( خیر القرون ) څخه یې ... عمر دې تقریبا ۱۴۰۰ کاله دی ؟ ویې ویل : نه ، دا زما هدف نه دی . ما ویل : ستا هدف به د سلفو له افعالو څخه وي چې ترسره کوۍ یې . ویې ویل : هو ما وویل : سلف کې داسې کسان وو چې په یو رکعت کې به یې شپه صبا کړه، چا په یوه شپه کې ختم کولو ، چا په درې شپو کې او چا په یوه اوونۍ کې ... ته یې په څومره کې ختموې ؟ ته څومره
د دنیا موفقیت
انسان د دین، ایمان او وجدان په لحاظ مجبور او مسئول دی چه د خپل وس او طاقت سره سم هغه ووائي او ولیکي په کوم کښې چه د خلکو او د انساني ټولنې ګټه او فایده وي. دا دسلیم طبعیت حس او ذوق او پوهو کسانو نظریه ده چه د عالم د اصلاح له امله دی په حکیمانه صورت سره د جامعی د خیر او فلاح لپاره کار وشي. نو ځکه زه غواړم چه د ګرانو لوستونکي د معلوماتو له پاره څه حقایق د دنیا د موفقیت تر عنوان لاندې ولیکم. په دا ترڅ کښې د انصاف له خاوندانو څخه هیله لرم چه د تعصب نه کار وانخلي او د مضمون مقصد په پوره دقت
نورم ها و ارزش های اجتماعی
جامعۀ انسانی در هر پلۀ رشد تاریخی تکاملِ خویش دارایِ ارزش ها، نورمها وقواعدی است که باعث تنظیم حیات اجتماعی آن میگردد. بدون موجودیت و رعایتِ چنین ارزش ها، نورم ها و قواعد انتظام معاملات و رفتار روزمرۀ مردم برهم میخورد. هرگاه یک جامعۀ مشخص تحت نظر و مطالعه قرار داده شود، دیده میشود که افرادِ مختلف آن با وجودیکه در زندگی روز مره برخوردهای متفاوت از همدیگر را دارند، اما اکثریت مطلق شان در برخورد های عمده با هم مشابهت دارد و طرق اساسی رفتار، حالت و نوعیت تفکر شان دارای شاخص های عمدۀ مشترک م
د معنوی ویاړونو ساتل د مادی شتمنیو په څیر اړین دی
ټولو ته معلومه ده چې کلتور او معنوی ویاړونه د ملت د جوړولو او ساتلو له غوره فکټورونو څخه شمیرل کیږي. د ملي ګټو د دفاع له پاره د معنوی ویاړونو ساتل هم د هېواد د جغرافیایی پولو او د ځمکې پرمخ او تر ځمکه لاندې شتمنیو په اندازه اهمیت لري. هر هیواد په دې ویاړي چې د تاریخ په اوږدو کې یې لوی پوهان، ښه نظرونه او اغیزمن اسبابونه بشری نړۍ ته وړاندی کړي دي. دلته په سر کې د معنوي ملي ویاړونو د ساتلو یوه نمونه د درنو لوستونکو له پاره وړاندې کوم. د تیرې عیسوي پیړۍ په نوي یمو کلونو کې چې (هیلموت کول)
حکمتیار ته یولنډ لیک
پروفیسور کابلي والا – هند آمدی جانم به قربانت ولی حالا چرا ؟ بی وفا حالا که من افتاده ام از پا چرا ؟ ډیرې تودې آوازې دي چې ګواکي تیاری دې نیولی او را ستنیږې ، ډیرتاوده خبرونه همدا اوس دختیزاو لویدیز په جاسوسي اداروکې کښته اوپورته کیږي چې کواکي نور دچین دیوال دنړیدو په درشل کې دي ، سوړجنګ تود شو ، او تود بیا سوړ شو . خو ستا له خوا په دغه اړه رښتیاوې دا ښکاروي چې جنګ سوړ شو او می
زمونږ غویی او د نورو غواګانی
د موسی (ع) په وخت کی په بني اسرائلو کی یو کس چا وژلی ؤو او دوی به دا قتل په یو بل اړولو. بني اسرائلو دا قضیه موسی (ع) ته وړاندی کړه. هغه په ځواب کی وویل چی الله (ج) امر کړیدی چی تاسی یوه غوا ذبح کړۍ. بني اسرائلو موسی (ع) ته په ډیره ګستاخۍ ځواب ورکړ چی ته په مونږ ملنډی وهی. (سورة البقرة: ۶۷-۷۳). د بل حیوان پر ځای د غوا د ذبحی په انتخاب کی د قدرت بی شمیره اسرار او حکمتونه پراته دی. لرغونو مصریانو عقیده درلوده چه اسمان یوه ستره غوا ده چی له هغه نه د لمر سخوندر زیږیدلی دی. کیدای شې بنو اسرا
غندنه، پلټنه او ترهګره ډله!
غندنه، پلټنه او ترهګره ډله، دغه کلمات به تاسي ډير ځله په رسنیو کي اوریدلي وي، چي کله هم یوه پيښه سوي وي، نو زموږ چارواکي يې په خپلو ویناوو کي ډیر ډیر یادوي، نوموړي درې کلیمي اوس مهال دلته په یو شعار باندي بدل سوي چي نه یوازي په افغانستان کي د داسی شعارونو شاهدان پاته سوی یو، بلکي په نړیواله کچه هم سیاسی فعالان نوموړي اصطلاحات د خپلو خلګو د غولولو لپاره کاروي، کله چی هم یوه پيښه منځ ته راځي، تاسی به ګوری چی چارواکي په خپلو خبرو کي ددې پيښي غندنه کوي او په پیښه کی د غمجنو سوو کورنیو سره ځان په
پوډریان او سیاست
احمدجان تڼی پوډریان او سیاست یوه حقیقت ته چی باید کلکه پاملرنه وشی هغه د افغانستان په اوسنی سیاست کی د پوډریانو ( په نشه یی توکو د روږدو کسانو) او د نشه یی توکو د کاروباریانو رول اغیزمن دی. اوس مهال پوډریان کولی شی په هیواد کی په سیاسی بهیر کی خپله اغیزه ثابته کړي . کابل د اوسنی اداری د مهمو لاسته راوړنو څخه یو هم په ټولنه کې د پوډریانو ( په نشه یی توکو د روږدو کسانو ) د یوه پراخ قشر او یا طبقې په توګه را منځته کول دي. د دوه زرم او دوه یو زرم کلونو کی په افغانستان کی پوډریان
څنګه افغان ماشومان د ليک او لوست د کلتور سره بلد کړو؟
دلته په سر کې د یادونه وړ دی، چې مونږ خپل ځان او یا خپل ذهن څخه پوښتنه کړو، چې مونږ خپل وخت، خپل ګرانبها دقایق او ساعات په ورځ کې، په څه شی، په کوم کارونه، په کوم مشغولتونه مصرفوو؟ دا موضوع بايد وسيرو او د خپل ژوند منفي أرخونه وپيژنو، د نيوكى گوته ورته ونيسو او بيا يي اصلاح ته نيت وكرو. موږ بايد په دې پوه شو، چې د ليک او لوست کلتور، د مطالعه کلتور ودانول، قوی ارادی، غښتلی عزم، دقیق کار، پراخ حوصله او وخت ته اړتیا لری! بی له شکه چې، دا مهال نه یوازی په افغانستان کې، بلکه، په نړ
د شهوت د افراط او غلیان علاج
شک نشته چه در هر څه د پاره یو معینه مرتبه ده چه په هغه مرتبه کښې شی، ښه ښکاري او هغه مرتبې ته پوهان د اعتدال مرتبه وایي. په دا مرتبه کښې افراطه او تفریط منفوریت عامه لري او خلک ورته د منفوریت په نګاه ګوري او دا ځکه چې انسان امتزاج کې دعدالت ځنې کار اخستل شوی او د عناصرو امتزاج د انسان په حقیقت کې د عدالت مرتبه جوړه کړې. نو ځکه پوهان د افراط مرتبه چې په کې شدت او هدت دی او د تفریطه مرتبه چې په کې نقص او ضعف دی، نه خوښوي او هرڅه ته پوه انسان د اعتدال په نظریه کې خپل میلان ښکاره کوي. هو: خ
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ښاغلي انتونیو ګوتیرس ته یو لڼډ او سر خلاصی لیک
ښاغلیه!دوبثایټونوله لارې ستاسو له بیوګرافۍ چې پخوا د پورتګال د سوسیالیست پارټۍ مشر او بیا دهغه هیواد صدراعظم پاتې شوي یۍ ،اواوس د ملګرو ملتونو د نړیوالې موسسسې مشر یاست یو څو لڼډې پوښتنې او لڼډ وړاندیزونه په دې وسیله درړسوم، خدای وکړي د لوستلو او فکر او ځوابولو لپاره ېې وخت پیدا کړئ! ۱-آیا فکر نه کوئ چې دنیا د ۳مې جګړې خواته روانه ده؟ او باعث ېې هم تر ډیره د امریکا متحده ایالتونه، او نور سوپر قدرتونه دي؟؟
عليين او سجين
گرانو معززو دوستانو ! غواړم د دی دوه ډير مهم مطلب په هکله خپل نظریات له تاسو سره شریک ، هغه دعلیین او سجین دو عالی قرآنی مفاهیم دی . عليين او سجين د قران عظيم الشان په آياتو نو کی يو دبل پسی ذکر شوی چی دواړو مفهوم او مطلب يو دبل په مقابل او ياهم يو دبل په خلاف ده . الف :عليين جمع د( علی ) چی اصل کی په معنی د پورته مکان يا هم دافرادو او اشخاصو لپاره چی په پورته او لوړ مقام يا ځای کی ژوند کوي . و هغه خلکو ته هم اطلاق کيږي چی هغوي په لوړو او مرتفع ځايو کی اوسي . اما دلته هدف ل
۲۰ ملیونه خلک، د مرګ او ژوند پر پوله
د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتو سازمان استازی استیون اوبراین د جمعې په ورځ( ۲۰/۱۲/۱۳۹۵) د دې سازمان د امنیت شورا غونډې ته و ویل چې، که د لوږې او قحطۍ له کبله هغه بشري ناورین ته رسیدګي و نه شي چې د پنځه هیوادو - یمن، سومالیا، نیجریه، کینیا او جنوبي سوډان خلک یې د لوږې له مرګوني ګوښ سره مخ کړي؛ ډير ژر به کابو ۲۰ ملیونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي(الجزیره/۲۰۱۷/۳/۱۲). لوږه او قحطي په داسې حال کې له دغو هیوادو څخه غیږ تاوه وي چې نړۍ د پرمختګ او تکنالوژۍ وروستیو لوړو ته رسید
مبارزه د څه له پاره؟
سیاست علم دی او د سیاسی ګوندونو جوړول او چلول د سیاست جز دی. سیاسی مبارزه چې په دموکراتیکو شرایطو کې د خبرو او مطبوعاتو له لارې په سوله ایزه توګه پرمخ وړل کیږی، ټاکلی هدفونه لری او باید وئې لری. بې هدفه هڅې او بې پلانه او پروګرامه لاس او پښې غورځول، تشکیلات جوړول او پړسول او یو له بله سره ستړي کوونکی بحثونه کول وخت او انرژی ضایع کوی، ستړیا را ولی، خو په لازمه چټکۍ مو هدف ته نه رسوی. هغوی چې د ټاکلی هدف په لور د مبارزې له پاره د وړو سازمانو او لږو ملګرو په هڅونه، لارښونه او تشویق کې بریالی نه
د ویرې علاج
کله چې د نفس تصور او خیال د یو ناوړه آینده پیښې چې په دفعې د هغې باندې قادر نه وی وکړی په دا وخت کې نو په نفس باندې خوف او ویره طاري کیږي او په زړه باندې تکان، خفګان او غم او په اندامونو باندې ویره ده. تشنج او ارتعاش راځی. ویره د بدن د پاره زیات خطرات پیدا کوي او ډیر کرته پخوا د وقوع د هغه واقعې چې سړی ئې د بدن عواقبو ځنې ویریږي مهلک عواقب پیښوي. مثلآ سړی که په یوه دشته او صحرا کې روان وي او په زړه باندې ئې دا ویره راشي چې دلته په کوم پړانک او یا لیوه راشي او ما به وخوري او دا خوف
سیمای زن افغان در حماسه و تاریخ اثر پر بهای تاریخی – ادبی
از مدتهاست که می خواستم دَین خود را در برابر یک نویسنده و محقق با رسالت افغانستان ادا نمایم. ولی متأسفانه مصروفیت های بیشمار فرصت آنرا برایم میسر نمی نمود. و اما حالا تمام امور را کنار گذاشتم و خواستم اولتر از همه این وظیفۀ وجدانی ام را انجام بدهم. سخن از کاندید اکادمیسین جناب اعظم سیستانی میباشد. کسی که با تلاش یک محقق رسالتمند، با وظیفه شناسی یک هموطن دور اندیش و دور نگر و با اعتقاد راسخ به تساوی حقوق زن و مرد خواسته است تا کارنامه های زنان افغانستان را ثبت و از فراموشی تاریخی نجات بد
د زغم پایله
په پیښور کې اوسیدو له هغه ځایه د خپل هېواد پر لور را وخوځېدو؛ دلته په یو مناسب کور کې په کرایه اوسېدو، له کلي لږ لرې وو. موده تېرېده په خپل کور مو کار شروع کړ او دا چې مونږ په پېښور کې وخت تېر کړی وو، د خپل کلي له دستور څخه لږ نا خبره وو. په کور کې مو کار کولو، یو ناڅاپه یوه غوا په منډه منډه زمونږ پر لور را روانه وه، تر شا یې یو ځوان په ځغاسته و، کله چې د دې ځوان ستړیا او تښتېدلې څېرې ته ځیر شوو، خوا مو پرې بده شوه او ترې ومو پوښتل، چې ای وروره! خیر خو دی ولې په بیړه کې یې؟ په ستړي او سوځېدلي