دجنازې کټ مو یو دی !
=============== لنډه کیسه
له نیمې شپې راپه دې خوا ، د کلي لوېدیځ خواته د لوړغره څخه د سپکو او درنو وسلو دډزوغږنونه راتلل ، شپه سبا شوه خو ډزې لاهم روانې وې ، د کلي سپینږیرو، ځوانانو ، نارینه او ښځینه و ، په شنو ونو پوښلي غره ته کتل ، د ټولو په څیروکې اندېښنې له ورایه ښکاریېدې ، له خوبه راپاڅېدلو ببر سرو ماشومانو څېرې هم نا خوښه ښکارېدې ، دوی هم لوړ غرته کتل . د کلي د جومات ملاامام دمازدیګر لمانځه ته خلک د محمدي (صلی الله علیه وسلم ) د اذان په کولو ور وبلل ، خو ډزې لاهم روانې وې ...
لا ماښام شوی نه وو ، دجومات دیواله ته ناستوسپینږیرو اوځوانانو په مینځ کې آوازونه پورته شول :
( ها غه دي ، څوک يې راوړل ، لکه چې څوک لږیدلي دي !) ؛ ناست کسان له ځایه پورته شول ، ټولو لاسونه د تندي پرسر نیولي و ، سترګې یې د لوړغره پرسر د مخ پرځوړ لمرشغلوڅخه پناه کولې ...
لږځنډ وروسته اته تنه چې مخونه یې په تورونقابونوپوښلي وو ، د جومات مخې ته ولاړو کسانوته غږکړ :
( څه ته ګوری ، هلی زرکوئ راشئ او دا شهید دروړئ ، موږبېرته ځو جګړې ته ... )
ناستوکسانو ورمنډې کړې ، د اږدوڅڼو درلوودونکی ځوان یې د آس له شا راښکته کړ، مخ یې په وینو لت پت و ، نه پېژندل کېده .
مخ پټي کسانویویې آس له قیضې ونیو او د لوړ غره په لور روان شول ، په غره کې لاهم د ډزو آوازونه اوریدل کېدل ...
ځوانانو له جومات کټ راویست ، په وینو لت پت ځوان یې پکې واچاوه ، یو سپینږیري په خپل دسمال د ځوان له مخ وینې پاکې کړې ، چیغې شوې ( وای ... دا خو بدر دی ، قاري بدر ... ) ټولو په ځیر ځیرکتل پیل کړل ، ټولو دا ومنله چې دا د ( ابکۍ ) یوازینی زوی قاري بدر دی !
غږ له یو نه بل ته او له بل نه بل ته تر کلي ورسید . په کلي کې غوغا ګډه شوه ، ( قاري بدر یې راوړ ، قاري بدر یې راوړ ... )
کلیوالو لاد بدر جنازه نه وه پورته کړې چې ، کلي ته پرغزیدلي سړک د موټرو ګردونه پورته شول ، یو ځوان غږ کړ ، کلي ته موټر راروان دي ، خدای دې خیر کړي ! یو سپینږیري چې د جومات د ملا امام په څنګ کې ولاړو ، نوروته وویل :
( چیغې بندې کړئ ! یوې خواته شئ ، لکه چې د ولسوالۍ نه وک،متیان راغلل ( حکومتیان ) جنازه جومات ته ننه باسئ ... ) . شېبه وروسته ، د ملي اردو دوه رنجرې کلي ته راننوتې او د جومات مخې ته ودرېدې . په ګردو لړلي عسکر ورڅخه راښکته شول ، یوې خوا اوبلې خوا ته خواره شول ، یوصاحب منصب ورڅخه راښکته شو ، له حالت یې داسې ښکارېده چې د ستړیا تر څنګ ، ډېر غمجن هم دی .
د کلي څوتنه سپینږیرو ور ودانګل ، ستړیمه شي یې ورسره وکړل ، قوماندان ، لاړې له ستوني تېرې کړې ، د لاس په څټ یې له سترګو اوښکې پاکې کړې ، شونډې یې وچیچلې ، بیایې سپینږروته وویل : ( د شهید باتور ، جنازه مې راوړې ... ، له تېرې شپې را هیسې سخته جګړه روانه ده ...، ما وبښئ چې د شهید باتور جنازې تابوت کولو ته مې وخت ونه موند ... ) بیا یې خپلې سلګۍ تم نه شوې کړای ، د یو سپینږیري په اوږویې لاس کېښود ، ویې ویل : د زوی شهادت دې مبارک شه !
ټول کلیوال حک پک ولاړو ، ته وا ساه ګانې یې وتلي دي !
کلیوالو ځوانانو د باتورجنازه له رینجر راښکته کړه ، جومات ته یې دننه او د قاري بدر سره یې په یو کټ کې وا چوله .
د عسکرو موټرې له کلي لاړې ، د قاري بدر مور ابکۍ او د سرتیري باتور سپینږیری پلار د خپلو ځوانیمرګو زامنو د جنازو سر ته ناست و، ټول کلي ژړل ځمکې ژړل ، آسمان ژړل ...
سبا ، کله چې د غرونو تر شا لویدلی لمر راوخوت ، د کلي په هدیره کې یې څنګ په څنګ پردوو نويو قبرونو چې پریوه یې سپینه او پر بل یې درې رنګه شنه ،سره او توره جنډه رپېده ، وړانګې خورې کړې ، خو لاهم د کلي لوېدیځ لورته په لوړ غره کې، د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کېدې !
اصیل ځاځی